د سرشمېرنې له پلوه، د نړۍ نفوس د ټولو ژونديو انسانانو شمېر دی، د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په مياشت کې يې شمېر اوه اعشاريه نهه ميليارده اټکل شوی و. له تاريخ مخکې او بيا د تاريخ له پيل نه دوه ميلونه کاله وخت ولګېد چې د انسانانو شمېر يو ميليارد تنو ته ورسېږي او بیا په دوه سوه کلونو کې اووه ميليارده کسانو ته ورسېد.[۱][۲][۳]

د ۱۳۱۵-۱۳۱۷ز کلونو له سترې لوږې (قحطۍ) او په ۱۳۵۰ز کال کې د تور مرګ له پای ته رسېدو وروسته، د نړۍ د وګړو شمېر په پرله پسې ډول په زياتېدو شو، هغه مهال د نړۍ نفوس نږدې درې سوه اويا ميلیونه وګړي و. د نړيوال نفوس تر ټولو لوړه وده چې په يو کال کې يې يواعشاريه اته سلنه وده کړې وه، د ۱۹۵۵ او ۱۹۷۵ز کلونو تر منځ وه، د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۰ز تر منځ کلونو کې د نفوس وده خپل اوج ته ورسېده. د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ز تر منځ کلونو کې د وګړو شمېر يو اعشاريه دوه سلنه کم شو او وړانديز کېږي چې په روانه يو وېشتمه پېړۍ کې به نور هم کم شي. اوس هم نړۍ د وګړو شمېر مخ پر زياتېدو دی، خو د زېږد او مړينې اندازې ته په کتنې سره په اوږدو مهال کې يې په اړوند زيات ابهام موجود دی. د ملګرو ملتونو د اقتصاد او ټولنيزو چارو ادارې په ۲۰۵۰ز کال کې د وګړو شمېر د نهو او لسو ميلياردو ترمنځ اټکل کړی او د يووېشتمې پېړۍ تر پايه پورې د ۱۰-۱۲ ميليارده نفوس په اړوند د اتيا سلنه باور څرګندونه کوي. نور سرشمېرونکي وړاندويزنه کوي چې، د يووېشتمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې به د نړۍ د وګړو شمېر مخ په کمېدو شي. [۴][۵][۶][۷][۸]

د ۱۹۸۰ز کلونو په وروستيو کې د زېږد اندازه خورا زياته او نږدې ۱۳۹ميليونه وه او له ۲۰۱۱ز کال نه تمه کېده چې،  د ۱۳۵ ميليونو په کچه به ثابته پاتې شي، په داسې حال کې چې په يوه کال کې د مرګ اندازه ۵۶ ميلیونه وه او اټکل شوی و چې، تر ۲۰۴۰ز کال پورې به دا شمېره اتيا ميليونو ته لوړه شي. تر ۲۰۲۰ز کال پورې د يوه انسان منځنی عمر يو دېرش کاله دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د سيمې پر بنسټ د وګړو شمېرسمول

د ځمکې له اووه لويو وچو نه په شپږو کې په دايمي توګه پراخه استوګنه شته. د اسيا د وګړو شمېر تر ټولو زيات دی، چې څلور اعشاريه څلور شپېته ميليارده اوسېدونکي لري او د ټولې نړۍ شپېته سلنه نفوس د اسيا په لويه وچه کې مېشت دی. د نړۍ دوه تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېوادونه هر يو چين او هندوستان په شريکه سره د نړۍ شپږ دېرش سلنه نفوس جوړوي. افريقا دويم تر ټولو پرنفوسه لويه وچه ده چې د وګړو شمېر يې نږدې يو اعشاريه څلورد ېرش ميليارده خلکو ته رسېږي، دا د ټولې نړۍ د نفوسو اولس سلنه برخه ده. د اروپا د وګړو شمېر اووه سوه او اووه څلوېښت ميليونه او په ۲۰۲۰ز کال کې دا د نړۍ د ټول نفوس لس سلنه و، په داسې حال کې چې د لاتينې امريکا او کرابيين سيمې د شپږ سوه او درې پنځوس ميلیونه انسانانو کور دی (اته سلنه). شمالي امريکا چې تر ډېره بريده، له متحده ايالاتو او کاناډا نه جوړه ده، درې سوه او اته شپېته ميليونه وګړي لري (پنځه سلنه)، اوقيانوسيه تر ټولو لږ نفوس لرونکې سيمه ده او دوه څلوېښت ميليونه استوګن لري (صفر اعشاريه پنځه سلنه).انترکتيکا ډېر کم او نامنظم نفوس لري چې شمېر يې دولس سوه کسانو ته رسېدلی او په عمده توګه د قطبي علومو په مرکزونو کې مېشت دي.[۱۳][۱۴]

تاريخچهسمول

د طبيعيت له پلوه د نړۍ د وګړو د شمېر اټکل د عصريت يو اړخ دی او يوازې د اختراع له عصر نه ممکن دی. تر ټولو لومړی د نړۍ د وګړو شمېر په اولسمه پېړۍ کې اټکل شوی و: په ۱۶۸۲ز کال کې ويليام پيټي د نړۍ د وګړو شمېر درې سوه او شل ميليونه اټکل کړی و (اوسني اټکلونه وايي چې: دا شمېر نږدې د دې دوه برابره و). د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې، اټکل نږدې يو ميليارد ته ورسېد (له اوسنيو اټکلونو سره برابرښت لري). تر دې زيات کره اټکلونه چې د لويو وچو پر سر وېشل شوي وو، د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې خپاره شول، د ۱۸۰۰ز کالونو په لومړيو کې اټکل له شپږ سوه ميليونو نه تر يو ميليارد او د ۱۸۴۰ز کلونو پر مهال له اته سوه تر يو ميليارد وګړو پورې اټکل شوی و.[۱۵][۱۶][۱۷]

د اټکلونو لپاره له تخميني نږديوالي نه غوره اټکل ستونزمن دی، ان دا چې اوسني اټکلونه هم، له درې نه تر پنځه سلنه پورې د ناکره والي لرونکي دي. [۱۸]

لرغونې او له کلاسيک وروسته تاريخچهسمول

د کروندې په عصر کې سل زره کاله له مېلاد نه مخکې د نړۍ د وګړو شمېر د يو ميليون او پنځلس ميليونه تر منځ اټکل شوی و.  له دې نه مخکې جينتيکي شواهد ښيي چې، د توبا ناورين ته په کتنې سره، له میلاد اويا زره کاله مخکې د انسانانو شمېر د زر او لس زره تنو له خورا کمې اندازې نه تېر شوی وي. له بله پلوه، داسې اټکل شوی و چې، له میلاد وروسته په څلورمه پېړۍ کې په ختيځه او لوېديځه رومي سترواکۍ کې نږدې له پنځوسو نه نېولې تر شپېته ميليونه پورې وګړو ژوند کاوه.  [۱۹][۲۰][۲۱]

د جسټانين وبا، کومه چې په لومړي ځل د رومي سترواک جسټانين د واکمنۍ پر مهال خپره شوه، د شپږمې او اتمې زېږديزې پېړۍ په منځ کې د اروپا د پنځوس سلنه نفوس د کمېدو لامل شوه. په ۱۳۴۰ز کال کې د اروپا د وګړو شمېرله اويا ميلیونه نه زيات و. په څوارلسمه پېړۍ کې د تور مرګ وبا شونې ده چې په ۱۴۰۰ز کال کې يې د نړۍ د وګړو شمېر په اټکليز ډول له څلور سوه او پنځوس ميليونه نه درې سوه او پنځوس ميليونه او درې سوه او پنځه اويا ميليونو ته راټيټ کړی وي. د وګړو د دې شمېر بېرته پوره کېدو دوه سوه کلونه وخت واخېست. د چين د وګړو شمېر چې په ۱۲۰۰ز کال کې ۱۲۳ ميليونه و، په ۱۳۹۳ز کال کې پنځه شپېته ميليونه ته راښکته شو، اټکل کېږي چې د دې کمښت علت د مغولو بريدونه، لوږه او وبا وه. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د لرغوني چين هان واکمنۍ چې له زېږد وروسته په دويم کال کې پيل شوې وه، له دې امله يې د کورنۍ کره اسناد ساتل، تر څو د هرې کورنۍ د سړي سر مالياتو او د خدماتو مسئولينو سمه ارزونه وکړای شي. هغه کال د لوېديځې هان واکمنۍ د وګړو شمېر په ۱۲۳۶۶۴۷۰ کورنيو کې ۵۷۶۷۱۴۰۰ تنه ثبت شوی و، له زېږد وروسته په ۱۴۶ز کال د هان واکمنۍ په وروستيو کې د وګړو  شمېر ۴۷۵۶۶۷۷۲ او دکورنيو شمېر ۹۳۴۸۲۷۷ ته راټيټ شو. په ۱۳۶۸ز کال کې د مينګ واکمنۍ د رامنځ ته کېدو پر مهال د چين د وګړو شمېر شپېته ميلیونه اټکل شوی و، ممکنه ده چې په ۱۶۴۴ز کال کې د دې واکمنۍ د پای ته رسېدو پر مهال د چين د وګړو شمېر يو سل او پنځوس ميلیونه تنو ته نژدې شوی و. په ۱۶۵۰ز کال کې د انګلستان د وګړو شمېر پنځه اعشاريه شپږ ميلیونه اټکل شوی، دا شمېره په ۱۵۰۰ز کال کې دوه اعشاريه شپږ ميلیونه تنه وه. باور کېږي چې په شپاړسمه پېړۍ کې د پرتګالي او اسپانيايي مستعمرو له خوا له امريکا نه اسيا او اروپا لويې وچې ته راوړل شوو نويو کرنيزو توليداتو د نفوسو له زیاتېدو سره مرسته وکړه. په شپاړسمه پېړۍ کې د پرتګالي سوداګرو له خوا په افريقا کې د جوارو او کاساوا (يو ډول نشايسته) خپريدلو نه وروسته، دې کرنيزو تولیداتو په افريقا کې د مهمو خوراکي کرل کېدونکو توکو په توګه د دوديزو توليداتو ځای ونيو. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

له کولمبيايي پير نه مخکې، د امریکایانو د وګړو شمېر څرګند نه دی، تاريخ پوه ډيويډ هنيګ هغه: «په نړۍ کې تر ټولو ستره بې ځوابه پاتې پوښتنه» بولي. د شلمې پېړۍ په وروستيو کې، پوهانو په اټکليز ډول په نږدې پنځه پنځوس ميليونه خلکو موافقه وکړه، خو د بېلا بېلو سرچينو شمېرې له لسو نه تر سل ميليونو پورې مختلفې وې. د اروپايي څېړونکو او د نړۍ په نورو برخو کې د خلکو تر منځ مخامخ کېدنه د سختو ناروغيو له امله د سيمه یيزو وباګانو لامل ګرځېده. د ډېرو علمي ادعاوو پر بنسټ، د نوې نړۍ د اصلي امریکا د وګړو له نوي سلنه نه زيات يې، د ننکيو، سري او انفلوينزا په څېر د زړې نړۍ د ناروغيو له امله مړه شول. د پېړيو په اوږدو کې، په اروپايانو کې د دې ناروغيو په وړاندې د مدافعې ځواک وده کړې وه، په داسې حال کې چې اصلي اوسېدونکو هومره خونديتوب نه درلود.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچینېسمول

  1. "World population". worldometers (په انګلیسي ژبه کي). 2021-11-10. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |firstlast= يفتقد |lastlast= في first (مساعدة)
  2. "World Population to Hit Milestone With Birth of 7 Billionth Person". PBS NewsHour. 2011-10-27. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "World population hits 6 billion". NBC News. 4 March 2004. مؤرشف من الأصل في ۲۲ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jean-Noël Biraben (1980), "An Essay Concerning Mankind's Evolution". Population, Selected Papers. Vol. 4. pp. 1–13. Original paper in French:(b) Jean-Noël Biraben (1979)."Essai sur l'évolution du nombre des hommes". Population. Vol. 34 (no. 1). pp. 13–25.
  5. "World Population Prospects". esa.un.org. Population Division – United Nations. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ortiz-Ospina, Esteban; Roser, Max (2013-05-09). "World Population Growth". Our World in Data. https://ourworldindata.org/world-population-growth. Retrieved 13 October 2016. 
  7. "World Population Prospects". UN.org. 2019. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2021-05-22 باندې). Long Slide Looms for World Population, With Sweeping Ramifications. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  9. "World Population Prospects, 2012 revision (697 million births from 1985–1990)". United Nations. 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Annual number of births – World". United Nations Population Division. 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "World Population estimates by the US Census Bureau". USCB. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "World", The World Factbook (په انګلیسي ژبه کي), Central Intelligence Agency, 2021-10-19, د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Regions in the world by population (2020)". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Antarctica". CIA World Factbook. 19 June 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. the compound "world population" becomes common from c. the 1930s, adapted from early 20th-century "world's population"; pre-20th century authors use "population of the world".
  16. "The population of the world, which Sir W. P. in 1682, stated at only 320 millions, has been estimated by some writers at about 730 millions, by others, at upwards of 900 millions; Mr. Wallace, of Edinburgh, conjectured it might amount to 1 billion, and this number has since generally been adopted who have noticed the subject;" The Monthly Magazine 4 (July–December 1797), p. 167.
  17. 600 million: Simon Gray, The Happiness of States (1818), p. 356 Archived 6 June 2019 at the Wayback Machine.. 800 million: Gordon Hall, Samuel Newell, The Conversion of the World (1818), p. 10 Archived 6 June 2019 at the Wayback Machine.. 800 to 1000 million: John Redman Coxe, Considerations Respecting the Recognition of Friends in Another World (1845), p. 21 (footnote with references).
  18. "[E]ven recent demographic data is accurate only from 3 to 5%, although in demography traditionally more digits are indicated than those having a meaning. This is partially due to the ethical difficulty in rounding off numbers that supposedly represent real people, officially counted during a census". Sergei P. Kapitza, "The phenomenological theory of world population growth", Physics-Uspekhi 39(1) 57–71 (1996).
  19. Luc-Normand Tellier (2009). Urban world history: an economic and geographical perspective. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-7605-1588-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Ralph Thomlinson, 1975, Demographic Problems: Controversy over population control, 2nd Ed., Dickenson Publishing Company, Ecino, CA, کينډۍ:ISBN.
  21. Dr. Kenneth W. Harl (1998). "Population estimates of the Roman Empire". Tulane.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Plague, Plague Information, Black Death Facts, News, Photos". National Geographic. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Jay, Peter (17 July 2000). "A Distant Mirror". TIME Europe 156 (3). http://www.time.com/time/world/article/0,8599,2050585,00.html. Retrieved 9 August 2014. 
  24. "Historical Estimates of World Population". Census.gov. مؤرشف من الأصل في ۰۹ جولای ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Graziella Caselli; Gillaume Wunsch; Jacques Vallin (2005). Demography: Analysis and Synthesis, Four Volume Set: A Treatise in Population. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-765660-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Graziella Caselli; Gillaume Wunsch; Jacques Vallin (2005). Demography: Analysis and Synthesis, Four Volume Set: A Treatise in Population. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-765660-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Nishijima, Sadao (1986), "The economic and social history of Former Han", in Twitchett, Denis; Loewe, Michael, Cambridge History of China: Volume I: the Ch'in and Han Empires, 221 B.C. – A.D. 220, Cambridge: Cambridge University Press, pp 595-96.
  28. "Qing China's Internal Crisis: Land Shortage, Famine, Rural Poverty". Columbia University: Asia for Educators. 2009. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "History of Europe – Demographics". Encyclopædia Britannica. 
  30. "China's Population: Readings and Maps". Columbia University: East Asian Curriculum Project. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "The Columbian Exchange". University of North Carolina. د اصلي آرشيف څخه پر جولای 26, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه دسمبر 18, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Collingham, Lizzie (2006). Vindaloo: the Portuguese and the chilli pepper. Curry: A Tale of Cooks and Conquerors. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 47–73. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-988381-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Super-Sized Cassava Plants May Help Fight Hunger in Africa". Ohio State University. مې 24, 2006. د اصلي آرشيف څخه پر دسمبر 8, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه جولای 9, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. James Brabazon (2000). Albert Schweitzer: a biography. Syracuse University Press. د کتاب پاڼې 242. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8156-0675-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "U.S. News & World Report: How many people were here before Columbus? Pick a number". 1997-08-18. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Snow, D. R (16 June 1995). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Microchronology and Demographic Evidence Relating to the Size of Pre-Columbian North American Indian Populations"]. Science 268 (5217): 1601–1604. doi:10.1126/science.268.5217.1601. PMID 17754613. Bibcode1995Sci...268.1601S. 
  37. Arthur C. Aufderheide; Conrado Rodríguez-Martín; Odin Langsjoen (1998). The Cambridge encyclopedia of human paleopathology. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 205. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-55203-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "The Story Of... Smallpox – and other Deadly Eurasian Germs". Public Broadcasting Service. 2005. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Austin Alchon, Suzanne (2003). A pest in the land: new world epidemics in a global perspective. University of New Mexico Press. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8263-2871-7. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)