د نوې جورجیا عملیات


د نوې جورجیا عملیات، د دوه‌یمې نړیوالې جګړې پر مهال د آرام سمندر په عسکري عملیاتو کې د متفقینو ځواکونو او جاپان ټولواکمنۍ ترمنځ یو لړ ځمکنۍ او سمندري جګړې دي. دا د «کارت‌ویل عملیاتو» یوه برخه وه، چې په سویلي آرام سمندر کې یې د رابول پر شاوخوا د جاپان نظامي هډو د منزوي کولو لپاره د متفقینو ستراتیژي ښودله. جګړه د نوې جورجیا په څوګونو ټاپوګانو، د سلیمان په مرکزې ټاپوګانو کې وروسته له هغې ونښته چې متفقینو د رُسل ټاپوګان نیولې وې. که څه هم د ټاپوګانو په لړۍ کې د عملیاتو په اوږدو کې د پام‌وړ پېښې تر سترګو شوې، خو د جګړې اصلي برخه د نوې جورجیا په ټاپو کې رامنځ‌ته شوه.

د نوې جورجیا ټاپو شمالي څنډې ته په کولا خلیج کې او د سویلي سواحلو د موندا سیمې شاوخوا کې د متحده ایالاتو د لښکر په پیاده کېدلو سره، عملیات د ۱۹۴۳ز کال د جون پر ۳۰ پیل شول. سربېر پر دې، د ټاپو پر سویلې ساحلي څنډې په ویرو بندر، د وانګونو ټاپو په ویکهام لنګرځي او رېندووا کې هم یوشمېر ځواکونو ځای په ځای شول. د جولای په میاشت کې، د شمالي سیمو د اېنوګای او بایروکو په شاوخوا کې څوګوني عملیات ترسره شول، په داسې حال کې چې په ختیځ کې د متحده ایالاتو اصلي هدف په موندا ټکي کې د جاپان هوایي ډګر اړوند سیمې وې. د جاپان له‌خوا د کلک مقاومت او دفاع له‌امله، په موندا کې د متحده ایالاتو پرمختګ وځنډېده او مخکې له‌دې چې متحده ایالات د اګوسټ په لومړیو کې موندا تصرف کړي، جاپان یوه غښتلی متقابل برید ترسره کړ.

نورو ځایونو کې، وروسته له‌دې چې په موندا ټکي کې له نښتو وروسته د جاپان ځواکونو پر شا وتمبول شول، په اګوسټ او سپټمبر کې د آروندل پر ټاپو باندې یوشمېر عملیات ترسره شول. د عملیاتو په وروستیو کې د جاپان زیات‌شمېر ځواکونه پر کولومبانګارا باندې متمرکز وو، خو د متحده ایالاتو هغو ځواکونو له‌خوا وږدول شول چې د اګوسټ په نیمایي کې په وېلا لاوېلا کې پیاده او د وروسته د نوي زیلانډ ځواکونو له‌لورې پیاوړي شول. د نوې جورجیا عملیات د ۱۹۴۳ز کال د اکټوبر پر ۷ وروسته له هغو پای ته ورسېدل چې د جاپان ځواکونه له وېلا لاوېلا څخه ووتل او په‌دې سره د متفقینو ځواکونو له‌لورې د ټاپوګانو تصرف کول قطعي شول.

له کولومبانګارا بهر په کولا او له هورانیو او وېلا لاوېلا بهر په وېلا خلیج کې د عملیاتو په شمول، د ځمکنیو نښتو ترڅنګ یو لړ سمندري عملیات هم ترسره شول.

مخینه سمول

جاپانیانو په ۱۹۴۲ز کال کې نوې جورجیا تر ولکې لاندې راوستله، په موندا ټکي کې یې یوه هوایي هډه جوړه کړه او د ۱۹۴۲ز کال په ډسمبر کې یې، د ګوادال‌کانال بریدونو د ملاتړ په موخه، عملیات پیل کړل. څرنګه چې د ۱۹۴۲ز کال په پای کې څرګنده شوه چې هغوی ګوادال‌کانال ساتلای نه‌شي، جاپاني قوماندانانو ګومان کاوه چې متفقین به د نوې بریتانیا په راباول کې د جاپان نظامي هډې په لور حرکت وکړي او د سلیمان مرکزي ټاپوګانې به د دغه حرکت لوري منطقي ګامونه وي. [۱]

د جاپان ټولواکمنۍ پوځ (IJA) پر دې باور ؤ چې د سلیمان ټاپوګانو ساتنه به په پای کې ناشونې وي او ښه به دا وي ترڅو پر بوګاینویل باندې د متفقینو برید ته په تمه شي، چې د ملاتړ کولو او پیاوړي کولو لګښت به یې خورا لږ وي. د جاپان ټولواکمنۍ سمندري ځواک (IJN) غوره وګڼله ترڅو په لېرې واټن کې د یوې دفاعي کرښې په ساتلو سره، د امکان تر بریده ت متفقینو پرمختګ وځنډوي. د جاپان دوو ځواکونو، پرته له اغېزناکې مرکزي قوماندې څخه، خپل پلانونه پلي کړل: سمندري ځواک د سلیمان مرکزي ټاپوګانو او پوځ د سلیمان شمالي ټاپوګانو د دفاع مسوولیت په غاړه واخېست.[۲]

د ۱۹۴۳ز کال په لومړیو کې، په نوې جورجیا، کولومبانګارا او سانتا ایزابل کې د متفقینو د احتمالي ځای په ځای کېدو پر وړاندې د جاپان دفاعي ځواکونه چمتو شول. د ۱۹۴۳ز کال د جون په رارسېدو سره، په نوې جورجیا کې ۱۰،۵۰۰ او په کولومبانګارا کې ۹،۰۰۰ ځواکونه چمتو شوي وو، د جنرال مینورو (نوبورو) ساساکي په مشرۍ یې، په ښه توګه سنګر نیولی ؤ او د متفقینو برید ته په تمه وو.[۳][۴]

د متفقینو پلان سمول

د نوې جورجیا غوراوی سمول

د ۱۹۴۳ز کال په رارسېدو سره، د متفقینو ځینو ډلمشرانو غوښتل د راباول پر نیولو باندې تمرکز وکړي، خو دغه سیمه کې د جاپان پیاوړتیا او د ځای په ځای شویو کښتیو نه‌شتون په‌دې معنی ؤ چې په ۱۹۴۳ز کال کې دغه ډول عملیات عملي نه‌دي. د دې پر ځای، د جنرال دوګلاس مک‌آرتور په شمول د متحده ایالاتو مشترک وسله‌وال پوځ سلاکار او د آرام سمندر سویل‌ختیځې ساحې درستیز په ابتکار سره، د «کارت‌ویل عملیاتو» تر نامه لاندې یو پلان وپنځول شو، چې له‌مخې یې، د نوې ګینې او د سلیمان ټاپوګانو له‌لارې شمالي سیمو ته د هم‌مهالو بریدونو له‌لارې، راباول پرته له تصرف څخه کلابند او اړیکه یې له مرکز سره پرې کړي. [۵]

ان وروسته له هغو چې د ۱۹۴۳ز کال د فبروري پر ۹ د ټاپو د خوندي کېدو اعلان وشو، په ګوادال‌کانال کې د متفقینو نظامي پر نظامي هډې باندې د جاپان له‌خوا بمبارۍ ترسره کېدي. په موندا کې د جاپانیانو هوایي ډګر د دغو بریدونو لپاره خورا مناسب ځای ؤ ترڅو د جاپان الوتکې، د راباول اصلي هډې ته د تګ پر مهال په دغه هوایي ډګر کې تېل واچوي. متفقینو هڅه کوله ترڅو د سمندري بریدونو او تکراري بمباریو له‌لارې موندا شنډه کړي، خو جاپانیانو تل په لنډه موده کې هوایي ډګر بیا رغولای شو. په‌دې توګه، د متفقینو پوځي مشرتابه پلاوي ولېدل چې موندا باید د ځمکنیو ځواکونو پر مټ تر ولکې لاندې راوړل شي. څرنګه چې نوې جورجیا د آرام سمندر په سویل‌لوېدیځ سیمه کې پرته ده او ټولې برخې یې د سلیمان ټاپوګانو د 159° ختیځ طول‌البلد په لوېدیځ کې پرتې دي، د عملیاتو مسوولیت به د مک‌آرتور په غاړه وي او د سمندري ځواکونو مشر «ویلیام ف. هالسې» د ځواکونو له‌خوا به ترسره شي. د 159° ختیځ طول‌البلد په ختیځ کې د هالسې عملیاتو راپور، د سمندري ځواکونو مشر «چېستر نیمیتز» ته ورکړل شو. د سویلي آرام سمندر ځواکونو قرارګاه (چې د ۱۹۴۳ز کال د مارچ په ۱۵ یې نوم «د متحده ایالاتو د جنګي بېړیو درېیمې ډلې» ته واړول شو) د نوې کالېدونیا په نومیا کې وه. د موندا د تصرف لپاره د متحده ایالاتو استول شوي ځواکونو په ټوله کې ۳۲،۰۰۰ پوځي پرسونل او ۱،۷۰۰ سمندري وسله‌وال ځواک ؤ. د وېلا لاوېلا د نیولو لپاره د ځای په ځای شویو ځواکونو شمېر په ټوله کې ۹،۵۸۸ تنو ته رسېده، چې ۵،۸۸۸ یې امریکایي او ۳،۷۰۰ یې د نوي زیلانډ سرتېري وو.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د رُسل ټاپوګانو تصرف سمول

د رُسل ټاپوګانې د نوې جورجیا او ګوادال‌کانال ټاپوګانو ترمنځ پرتې دي چې د ګوادال‌کانال جګړې پر مهال، د جاپانیانو له‌خوا د نظامي عملیاتو هډې په توګه ورڅخه کار اخېسته او هالسې هوډ وکړ ترڅو پر نوې جورجیا باندې د اصلي عملیاتو د چمتووالي په پړاو کې دغه ټاپوګانې تر ولکې لاندې راوړي. هالسې د فبروي په لومړیو ورځو کې، د سمندري ځواکونو مرستیال مشر «ریچموند کېلي تورنر» ته، چې پخوا د هغه د قوماندان مرستیال او دغه مهال د سمندري-ځمکني ځواکونو قوماندان ؤ، امر وکړ چې د «Cleanslate» عملیات پیل کړي.[۱۲]

د فبروري ۲۱ پر سهار، د سمندري ځواکونو مشر «تورنر»، د تورن جنرال جان ھ. هېستر تر قوماندې لاندې د متحده ایالاتو پوځ د پیاده نظام ۴۳مه فرقه او ډګرمن هري ب. لېورسېج تر قوماندې لاندې د سمندري ځواکونو ۳یم بریدګر کنډک د رُسل په ټاپوګانو کې پیاده کړ، چې د ټولو سرتېرو شمېر یې ۹،۰۰۰ تنو ته رسېده او ټول په تجهیزاتو سمبال وو. د سرتېرو دغې ځای په ځای کېدنې پر وړاندې جاپان غبرګون ونه‌ښوده، ځکه چې جاپانیانو له ګوادال‌کانال څخه له وتلو وروسته سملاسي د رُسل ټاپوګانې تخلیه کړې وې او متفقین له دغه بهیر څخه بې‌خبره وو. په حقیقت کې، بانیکا ټاپو ته نږدې له پياده شویو سرتېرو څخه د دوو ساحلي پیره‌دارانو له‌خوا د یوه ګیلاس چای په ورکولو سره هرکلی وشو.[۱۳]

سرچينې سمول

  1. Lofgren, Northern Solomons: The U.S. Army Campaigns of World War II, p. 8
  2. Lofgren, Northern Solomons: The U.S. Army Campaigns of World War II, p. 9
  3. Miller, Cartwheel: The Reduction of Rabaul, p. 97
  4. Lofgren, Northern Solomons: The U.S. Army Campaigns of World War II, pp. 9 & 25
  5. Miller, Cartwheel: The Reduction of Rabaul, pp. 20–26; 225
  6. Morison, Breaking the Bismarcks Barrier, p. 90
  7. Miller, Cartwheel: The Reduction of Rabaul, p. 19 & 67
  8. Lofgren, Northern Solomons: The U.S. Army Campaigns of World War II, p. 25
  9. Potter, Nimitz, p. 245
  10. Miller, Cartwheel: The Reduction of Rabaul, p. 176
  11. Gillespie, The Pacific, p. 128
  12. Miller Guadalcanal: The First Offensive, pp. 351–356
  13. Horton, New Georgia: Pattern for Victory, p. 21