د نوښار جګړه

د نوښار جګړه په 1823 زیږدیز کال کي د لوی افغانستان اړوند د نوشهره په سیمه کي د سردار عظیم خان بارکزي په مشري د افغانانو او رنجیت سینګ ترمنځ پېښه سول.[۱] عظيم خان د افغانستان د بارکزي واکمن دوست محمد خان ورور او د پیښور واکمن وو، او د سیکانو له لوري د نوموړي په وړاندي یاده جګړه د لوی افغانستان لپاره یوه ستره غمیزه او د پنجابي ریاست لویه لاسته ثابته سول، چي له امله یې افغانستان له خپلي مهمي پلازمیني او ستراتیژیکي ځمکي څخه بې برخي سو، او ترننه لاهم بې برخي پاته دی. [۲]

د نوښار جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۱۴ مارچ ۱۸۲۳ (۱۸۲۳) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د

سیکانو په دې جګړه کي له بریا وروسته د افغانستان د شاهي دربار اړوند د پېښور د بالا حصار کلا بشپړه ویجاړه کړه، خو ددوی یوه مشر هري سینګ وروسته بیرته له سره ورغول.

نښته

سمول

د پنجاب واکمن رنجيت سنګ د لوی افغانستان د ژمني پلازمیني (پېښور) د لاندي کولو لپاره خپل لښکر د هوند ختيځ لوري ته راوستی، چي په وړاندي یې د بونير د سيد احمد شاه په مشرۍ د زرګونو جنګياليو یو لښکر ددوی په وړاندي ودرېدی. څرنګه چي په سیمه کي د افغان ځواکونو سره په پرېمانه اندازه لښکر او هغه مهمات نه وه چي د یو جګړې لپاره پکاریږي، ځکه نو رنجیت سینګ وتوانېدی ترڅو د خپلو توپونو او اسلحو په مټ د افغانانو مقاومت مات او عظیم خان بېله دې چي په لویه جګړه لاس پوري کړي، ډګر یې پرېښود. د یادوني وړ ده چي رنجیت سینګ د خپل لښکر لپاره دغه توپونه د مخکنیو افغان واکمنانو د ښه نیت له کبله ترلاسه کړي وه، خو نن یې همدغه ډالۍ د هغوی پر مخ وویشتل چا چي دوی ته د ملګرتیا په نیت وربخښلې وه. د رنجیت سینګ لښکر د عظیم خان د پڅ همت له کبله پر افغان قبایلو باندی څلور خونړي او پرله پسې بریدونه ترسرت کړه او په پایله کي یي د پېښور ښار وپرځاوه.

پایله

سمول

د پیښور د جګړې په پایله کي د لوی افغانستان خټکو او یوسفزیو ښاخونو سخت زیان ولیدی، او د کابل واکمن دوست محمد خان څو ځله هڅه وکړه ترڅو یاده سیمه بیرته ونیسي، او ددې لپاره یې یوځل د خپل ځواک استعمالولو ترڅنګ له بریتانوي هند څخه هم د مرستي هیله وکړه، خو څرنګه چي انګرېزانو له وخته د افغانستان په وړاندي استعماري سیاست پیل کړی وو، نه یوازي دا چي د دوست محمد خان غوښتني ته یې ځواب ونه وایه، بلکي د سیکانو تر پرځېدو وروسته یې پیښور افغانانو ته د سپارلو پر ځای د ځان کړ او په ۱۹۴۷ کال کي یې د هند تر وېش وروسته دغه ځای په وچ زور د پاکستان برخه وګرځول.

  1. Ganda Singh (1986) Maharaja Ranjit Singh: First Death Centenary Memorial.
  2. Joseph Greenwood (1844) Narrative of the late Victorious Campaigns in Afghanistan: under General Pollock; with recollections of seven years'service in India.