د نورمن بريا


د نورمن بريا (بریا يا فتحه) د هغه لښکر له لورې د انګليستان د ۱۱ پېړۍ يرغل او نيونه يا اشغال و، چې له زرګونو نورمنانو، بریتونانو، فلمنکي وګړو او فرانسوي سرتېرو څخه جوړ شوی و او د ټولو مشري د نورماندي ديوک “Duke of Normandy” کوله، چې وروستی وړ نوم يې فاتح ويليم و.

له انګليسي تخت [پاچاهۍ] سره د ويليم ادعا له بې اولاده انګلوساسون پاچا د خلکو د ګناهونو اورېدونکی عيسوي ملا ايډوارډ “Edward the Confessor” سره د نوموړي د کورنۍ له اړيکې څخه اخېستل شوې، چې ښايي پاچاهۍ لپاره يې د ويليم هيله هڅولې وي. ايډوارډ د ۱۰۶۶ز کال جنوري کې مړ شو او پر ځای يې هارولډ ګودوېنسون کېناست، چې د نوموړي اوښی و. د ناروې پاچا هيرالد هاردرادا د ۱۰۶۶ز کال سپټمبر کې شمالي انګلېنډ باندې بريد وکړ او د سپټمبر په ۲۰ نېټه د فلفورد جګړه “Battle of Fulford” کې ګټونکی و، مګر د ګوډوېنسون فوځ د سپتمبر په ۲۵ نېټه د سټامبورډ پل جګړه “Battle of Stamford Bridge” کې ماتې ورکړه او هاردرادا يې وواژه. درې ورځې وروسته د سپټمبر په ۲۸ نېټه د ويليم د زرګونو جنګياليو او سلګونو کښتيو بريدګر ځواک د سويلي انګيستان د سسسېکس په پاوېنسي “Pavensey” سيمه پلی شو. هارولډ يې د مخنيوي په موخه سويل ته حرکت وکړ او شمال کې يې د خپل لښکر د پام وړ برخه پرېښوده. د هارولډ لښکر د اکتوبر په ۱۴ د هاستينګس جګړه “Battle of Hastings” کې د ويليم له بريدګرو سره مخامخ شو. د ويليم ځواک هارولد ته ماته ورکړه، هارولد د جګړې پر مهال ووژل شو او ويليم پاچا شو.

که څه هم د ويليم اصلي سيالان له منځه تللي وو، مګر د راتلونکو کالونو پر مهال لا هم له سرکښيو يا بغاوتونو سره مخامخ شو او انګليسي تخت باندې له ۱۰۷۲ ز کال څخه وروسته مودې پورې خوندي نه و. د مقاومت کونکې انګليسې ممتازې پرګنې ځمکې په زور سره نيول شوې (ضبط شوې) وې او د دې ډلې ځينې خلک له هېواده وتښتېدل. ويليم د خپلې نوې پاچاهۍ د اداره کولو په موخه خپلو پلويانو ته ځمکې ورکړې او کلاګانې يې جوړې کړې، چې په ټوله خاوره کې يې فوځي سنګرونه اداره کول. «د قيامت د ورځې کتاب» چې د انګليستان د ډېری او د وېلز د ځينو برخو د «سترې سروې» يو ليکل شوی سند دی، ۱۰۸۶ز کال کې بشپړ شوی و. د بريا نورې اغېزې محکمه او حکومت، د ممتازو ډلو د ژبې په توګه د نورمن ژبې ورپېژندل او د پورتنيو ټولګيو په جوړښت کې بدلونونه وو؛ لکه: ويليم ځمکې انحصار کړې، چې بايد په سيده ډول د پاچا له لورې تر لاسه شي. يو څه زياتو پرله پسې يا تدريجي بدلونونو کرنيزې ډلې او کليوالي ژوند اغېزمن کړ: اصلي بدلون د غلامۍ رسمي له منځه وړنه برېښې، چې ښايي په بريد پورې تړاو لري يا ښايي ورپورې هيڅ تړاو نه لری. د حکومت په جوړښت کې لږ بدلون راغلی و او هغه هم په دې ډول، چې د نورمن نویو مديرانو د انګلوساکسون د حکومت ډېری بڼې غوره کړې.

کارولينګين سمول

په ۹۱۱ ز کال کې کارولينګين فرانسوي واکممن ساده چارلس “Charles the Simple” د ويکينګيانو يوې ډلې ته د هغوی د مشر رولو “Rollo” په مشرۍ اجازه ورکړه، چې د “Saint-Clair-sur-Epte” تړون د برخې له مخې نورمندي کې استوګن شي. د دې په بدل کې له د رولو په مشرۍ نورسيانو “Norsemen” څخه غوښتل کېدل، چې د وېکېنګ د نورو بريدګرو په خلاف د ساحل په اوږدو کې د پرتو سيمو ساتنه وکړي. دا استوګنه بريالۍ ثابته شوه او وېکېنګيان په سيمه کې د نارت مين “Northmen” [شمالي وګړو] په توګه وپېژندل شول، چې نورمندي “Normandy” او نورمن “Normans” له همدې نوم څخه اخېستل شوي دي. د نورمنانو په چټکۍ سره بومي دين ځکه خپل کړ، چې د فرانسويانو په څېر شول، بې ديني يې اعلان کړه او عيسويت ته واوښتل. د خپل نوي ټاټوبي “langue d’oil” ژبه يې ومنله او د خپلې “Norse” ژبې ځينې بڼې يې ورسره زياتې کړې او هغه يې نورمن ژبې “Norman language” ته بدله کړه. دوی له ځايي وګړو سره ودونه وکړل او دوی ته ورکړل شوې سيمه يې لويديځ لور ته د ديوک حکومت د پولو پراخولو په موخه د بنسټ په توګه وکاروله، چې د بيسين، د کوتينين ټاپو وزمې او اورانچيس په ګډون نښلونکې سيمې وې. [۱][۲][۳][۴][۵]

په ۱۰۰۲ز کال کې انګليسي پاچا ناچمتو ايتيلريد «Æthelred the Unready» د نورمندي له ايما “Emma of Normandy” سره واده وکړ، چې د نورمندي د ديوک دويم ريچارد خور وه. د دوی زوی د خلکو د ګناهونو اورېدونکی عيسوي ملا ايډوارډ “Edward the Confessor”، چې څو کالونه يې له هېواده شړنه (تبعيد) کې نورمندي کې تېر کړل، په ۱۰۴۲ز کال کې د انګليسي تخت ته بريالی شو. دا په انګليسي سياست کې د نورمن د يوې پياوړې ګټې د رامنځته کېدنې لامل ځکه شو، چې ايډوارډ د ملاتړ له امله خپلو پخوانيو کوربنو ته زياته پاملرنه وکړه، هغوی يې د نورمن درباريانو، سرتېرو او پادريانو دندو ته راوړل او په ځانګړي ډول کليسا کې د واک په دندو يې وګومارل. بې اولاده او د ويسيکس له وېرونکي ايرل [له مارکيس څخه ټيټ رتبه اشرافي] ګودوېن “Godwin, Earl of Wessex” سره نښته کې ښکېل ايډواډ ښايي د انګليستان د تخت لپاره د نورمندي د ديوک ويليم هيلې هم هڅولې و‎ي. [۶][۷][۸]

کله چې د ۱۰۶۶زکال په پيل کې ايډوارډ مړ شو، د روښانه وارث نه شتون د کړکېچن ځايناستي لامل شو، چې ګڼو سيالانو په کې د انګليستان د تخت ادعا وکړه. د ايډوارډ سمدستي ځايناستی د ويسيکس ايرل هارولد ګوډوېنسن  و، چې د انګليستان د اشرافو تر ټولو شتمن او خورا ځواکمن شخص و. هارولډ د انګليستان د “Witenagemot” له لورې پاچا وټاکل شو او د د يارک د ستر پادري ايلدرېد له لورې تخت ور پر سر کړای شو، که څه هم د نورمن اوازې يا تبليغ ادعا وکړه، چې ياد دود د سټېګاند “Stigand” له لورې تر سره شوی و، چې په ناقانونه ډول د کانتربري ټاکل شوی ستر پادري “Archbishop of Canterbury” و. هارولډ په سمدستي ډول د دوه پياوړو ګانډيو واکمنانو له لورې وننګول شو. ديوک ويليم ادعا وکړه چې نوموړي سره د پاچا اډيوارډ له لورې د تخت ژمنه شوې وه او هارولډ هم له دې سره هوکړه کړې وه؛ د ناروې درېيم هارالد چې په عمومي ډول د هارالد هاردرادا “Harald Hardrada” په نوم پېژندل کېږي، هم د بريا لپاره هلې ځلې وکړې. د تخت پر وړاندې د نوموړي ادعا د هغه د مخکيني ځايناستي ښه مګنس “Magnus the Good” او د پخواني انګرېز پاچا هارتاکنټ “Harthacnut” تر منځ د تړون پر بنسټ وه، چې له مخې يې که هر يو له وارث پرته مړ کېده، بل به انګليستان او ناروې دواړه په ميراث تر لاسه کوي. ويليم او هارالډ يو ځل پر انګليستان باندې د بريد په موخه د سرتېرو او کښتۍ راټولولو هڅه وکړه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د توستيګ بريدونه او د ناروې يرغل سمول

د ۱۰۶۶زکال په لومړيو کې له هېواده د هارولد شړل شوي ورور توستېګ ګوډوېنسن پر سويل ختيځ انګليستان باندې د جنګي کښتيو په يوې ډلې سره بريد وکړ، چې په فلاندرس “Flanders” کې يې ګومارلې وه او وروسته له نورو اورکني “Orkney” کښتيو سره يو ځای شوه. توستېګ چې د هارولډ له جنګي کښتيو څخه ننګول شوی و، شمال ته يې حرکت وکړ او پر ختيځه انګليا او ليکلنشاير باندې يې بريد وکړ، مګر د ميرسيا د ايرل ايډوېن او د نارتمبريا د ايرل مورکار ورونو له لورې بېرته خپلو کښتيو ته وتمبول شو. توستېګ چې خپلو ډېری پلويانو پريښی و، سکاتلېنډ ته شاتګ وکړ، چې هملته يې په داسې حال کې اوړی تېر کړ، چې نوي ځواکونه يې ګومارل. پاچا هارولډ پر سويلي ساحل باندې اوړی تېر کړ، چې لوی لښکر او د جنګي بېړيو ډله هم ورسره وه او د ويليم د بريد انتظار يې کاوه، مګر د نوموړي د ځواکونو ډېری برخه هغه ملېشه يا فوځي وزمه ځواکونو وو، چې د خپلو کښتونو راټولولو ته يې اړتيا درلوده؛ نو د همدې له امله هارولډ د سپټمبر په ۸ نېټه هغوی ګوښه کړل. [۱۴][۱۵]

هاردرادا د سپټمبر په لومړيو کې شمالي انګلېنډ باندې بريد وکړ او له ۳۰۰ څخه د زياتو کښتيو د يوې ډلې مشري يې کوله، چې ښايي ۱۵۰۰۰ سړي يې لېږدول. د هارالډ لښکر د توستېګ ځواکونو په واسطه نور هم ځکه پراخه شوی و، چې نوموړي د تخت لپاره د ناروې د پاچا په امر د خپلو سرتېرو ملاتړ پرېښود. ناروېژيانو د يارک پر لور پرمختګ کې د سپټةبر په ۲۰ د فلفورډ جګړه کې د ايډوېن او مورکار په مشرۍ د شمالي انګلېستان لښکر ته ماته ورکړه. مخکې له دې چې هارولډ له سوېل څخه راورسېږي، دواړه مسيحي مشران (earls) له نارويايي ځواکونو سره د ښکېلتيا په موخه بيړه وکړه. که څه هم هارولډ ګودوېنسن د اېډوېن او مورکار له خور ايلډګېت “Ealdgyth” سره واده کړی و، مګر دواړه مسيحي مشران ښايي په هارولډ بې باوره شوي او ويرېدلي وي، چې پاچا ښايي د مورکار پر ځای توستېګ راولي. وروستۍ پايله دا وه چې د دوی ځواکونه له منځه ولاړل او د ۱۰۶۶ز کال پاتې مبارزو کې يې د ګډون کولو توان نه درلود، که څه هم دواړه مسيحي مشران يا “Earls” له جګړې څخه ژوندي پاتې شول. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې سمول

  1. Bates Normandy Before 1066 pp. 8–10
  2. Crouch Normans pp. 15–16
  3. Bates Normandy Before 1066 p. 12
  4. Bates Normandy Before 1066 pp. 20–21
  5. Hallam and Everard Capetian France p. 53
  6. Williams Æthelred the Unready p. 54
  7. Huscroft Ruling England p. 3
  8. Stafford Unification and Conquest pp. 86–99
  9. Higham Death of Anglo-Saxon England pp. 167–181
  10. Walker Harold pp. 136–138
  11. Bates William the Conqueror pp. 73–77
  12. Higham Death of Anglo-Saxon England pp. 188–190
  13. Huscroft Ruling England pp. 12–14
  14. Walker Harold pp. 144–145
  15. Walker Harold pp. 144–150
  16. Walker Harold pp. 154–158
  17. Marren 1066 pp. 65–71
  18. Marren 1066 pp. 74–75
  19. Walker Harold pp. 158–165
  20. Marren 1066 p. 73