د نشه یي توکو قاچاقبرانو لیست

د نشه یي توکو نړیوال قاچاقبرانو لیس هغه لیست دی چې د د مۍ په ۲۲مه نیټه ۲۰۱۵ز کال په رسنیو کې افشا شو. په دې لیست کې چې ۸ صبح ورځپاڼې کې هم خپور شوی دا راغلي چې ځینې قاچاقبران د افغانستان د ځینې امنیتي اورگانو د مشرانو، او رییسانو له خوا د بډو په اخېستو بېرته خوشې شوي دي. ورځپاڼه کې د «حاجی بالته»، «حاجی لعل جان اسحاق‌زی»، «حاجی جمعه‌خان»، «حاجی باخچو»، «حاجی عزیزالله علی‌زی»، «حاجی بختاور»، «حاجی آغا جان علی‌زی»، «حاجی بندو»، «حاجی بهاوالدین»، «حاجی عبدالعزیز»، «حاجی بشر»، «سید وزیرشاه»، «اسماعیل سفید»، «حاجی فتح محمد»، «مولوی محمد اسحق»، «امان افغان»، «ملا عبدالقادر»، «عبدالقدوس»، «خان‌محمد»، «حبیب‌الله» و «عبدالشکور» د نشه یي توکو ستر قاچاق وړونکي گڼل شوي دي. ځینې ددې قاچاق وړونکو څخه د افغلنستان د ځانگړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي. مگر ځینې قاچاق وړونکي د قضایه قوی په حکم له زندانه خلاص شوي او ارتې تڼۍ گرځي. په دې زندانه خلاصو شویو کې: «حاجی باخچو»، چې د ننگرهار ولایت اوسېدونکی دی او «جمعه‌خان» نیمروز ولایت اوسېدونکی دی، له نیولو ورورسته امریکا ته لېږدول شوي دي او اوس هلته زنداني دي.

د هرات ولایت یو بل قاچاق وړونکی چې د بچه پمپ په نامه مشهور دی، سید وزیر‌ شاه نومیږي. دا قاچاق وړونکی هم په ښار کې ارتی تڼۍ گرځي او هیڅ څوک یې نشي نیولی. داسې اوازی دي چې ددې قاچاق وړونکي اړیکې له نامتو ټوپکسالار اسماعیل خان سره دي، چې د هغه په نظامي ملاتړ د نشه یي توکو کاروبار کوي.