د نایجیریا کورنۍ جګړه

د نایجیریا کورنۍ جګړه (د ۱۹۶۷ز کال د جولای له ۶مې- د ۱۹۷۰ز کال د جنورۍ تر ۱۵مې د نایجیریا- بیافران جګړه یا د بیافران جګړې په نامه یادېږي) د نایجیریا د حکومت او بیافرا جمهوریت ترمنځ پېښه شوې وه او په پای کې یې یو بېلتون غوښتونکی دولت اعلان کړ، چې په ۱۹۶۷ز کال کې یې له نایجیریا نه خپلواکي  ترلاسه کړې وه. د نایجیریا مشري جنرال یاکو ګوون کوله او بیافرا د ډګروال اودومیګوو اوجوکوو له خوا رهبري کېده. بیافرا د ایګبو توکمیزې ډلې  ملتپالو هیلو استازیتوب وکړ، چې مشرتابه یې احساس کاوه، چې دوی نور نه شي کولای له فډرالي دولت سره د نایجیریا په شمال کې د فولاني-هاوسا مسلمانانو د تسلط تر ګتو لاندې ژوند وکړي. جګړه د سیاسي، اقتصادي، توکمیزو، کلتوري او مذهبي کړکېچونو پایله وه، چې د برتانیې له خوا د ۱۹۶۰ز کال نه تر ۱۹۶۳ز کال پورې د نایجیریا له رسمي مستعمرې نه مخکې پېښه شوې وه. په ۱۹۶۶ز کال کې د جګړې فوري لاملونه د نایجیریا په شمال کې توکمیز- مذهبي او د ایګبوګروم ضد تاوتریخوالی، پوځي کودتا، د کودتا ضد او په شمالي نایجیریا کې د ایګبویانو ځورول په کې شامل وو. په نایجیر دلتا کې د ګټورو تېلو کنټرول هم یو مهم سټراټيژیک سهم لرلی دی.[۱][۲][۳][۴]

د یوه کال په اوږدو کې د فډرالي حکومت سرتېرو بیافرا محاصره کړه، د تېلو ساحلي تاسیسات او د پورت هارکورټ ښار یې ونیول. د راتلونکي کړکېچ په لړ کې د یوې قصدي تګلارې په توګه بندیز ولګول شو، چې د قحطۍ لامل شو. د دوه نیمو کلونو جګړې په لړ کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ پوځي تلفات پېښ شول، په داسې حال کې، چې له ۵۰۰۰۰۰ نه تر ۲ میلیونو بیافران ملکي وګړي د لوږې له امله مړه شول.[۵][۶]

د ۱۹۶۸ز کال په منځ کې په بیافران کې د خوارځواکۍ او لوږې له امله د ماشومانو انځورونه د لوېدیځو هېوادونو ډله ییزو رسنیو ته خپاره شول. د بیافران د لوږې حالت په بهرنیو هېوادونو کې پر یوه دلیل بدل شو، چې د نړیوالو نادولتي سازمانونو (NGOs) په تمویل او شهرت کې یې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړ. بریټانیا او شوروي اتحاد د نایجیریا د حکومت اصلي ملاتړي وو، په داسې حال کې، چې فرانسه، اسرائیل (له ۱۹۶۸ز کال نه وروسته) او ځینو نورو هېوادونو د بیافرا ملاتړ کاوه. د سړې جګړې په لړ کې دا هغه جګړه وه، چې متحده ایالاتو په کې بې طرفي اختیار کړه.[۷]

قومي وېش

سمول

دا کورني جګړه په ۱۹۱۴ز کال کې د شمالي محافظت لاګوس مستعمرې او د سویلي نایجیریا محافظت (وروسته د ختیځ نایجیریا په نامه نومول شوی) له استعمار سره د یوځای کېدو له امله تړاو لري، چې د دغو محافظتونو د نږدېوالي له امله د غوره ادارې لپاره ټاکل شوی و. سره له دې، چې دغه بدلون د هرې سیمې د وګړو کلتور او مذهبي توپیرونه په پام کې ونه نیول، بلکې د سیاسي او اقتصادي واک د سیالۍ کړکېچ یې لا پسې زیات کړ. [۸]

نایجیریا د ۱۹۶۰ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه له انګلستان نه خپلواکي ترلاسه کړه، دغه هېواد د ۴۵.۲ میلیونه نفوس په درلودو، له ۳۰۰ نه د زیاتو بېلابېلو توکمیزو او کلتوري ډلو نه جوړدی. کله چې د نایجیریا مستعمره رامنځته شوه، د هغې درې لویې توکمیزې ډلې ایګبو، چې په سویل ختیځ کې یې شاوخوا ۶۰-۷۰ سلنه نفوس جوړاوه؛ د سوکوتو خلافت هاوسا-فولانیوف ۶۷ سلنه نفوس جوړاوه؛ په شمالي قلمرو او یوروبا کې یې د سویل لوېدیځ کابو ۷۵سلنه نفوس جوړاوه. که څه هم دغو ډلو خپل ټاټوبي لرل، خو وګړي په ۱۹۶۰ز لسیزه کې په نایجیریا کې سره ووېشل شول او درې واړو توکمیزو ډلو په لویو ښارونو کې حضور درلود. کله چې په ۱۹۶۷ز کال کې جګړه پیل شوه، نو لا هم په لاګوس کې ۵۰۰۰ ایګوبوسیان اوسېدل. په شمال کې نیمه فیوډال او مسلمان هوسا فولاني په دودیز ډول د محافظه کارې اسلامي سلسلې له خوا اداره کېدل او هغه امیران په کې شامل وو، چې له یوه غوره سلطان سره به یې بیعت کاوه. ټول سیاسي او مذهبي واک له دغه سلطان سره و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

خپلواکي او لومړی جمهوریت

سمول

نایجیریا د ۱۹۶۰ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه خپلواکي ترلاسه کړه او لومړی جمهوریت یې د ۱۹۶۳ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه منځ ته راغی. د نایجیریا لومړی وزیر ابوبکر تفوا بالیوا د شمالي وګړو د کانګرس غړی او بنسټګر و. هغه د نایجیریا له ملي شورا او کامرون ګوند سره اتحاد جوړ کړ او د هغه نامتو ملتپال مشر ننامدي «زیک»  ازیکیوه، چې لومړی جنرال او بیا ولسمشر شو. له یوروبا سره تړلې ډله، چې درېیم لوی ګوند و، د اپوزیسیون نقش یې ولوباوه. [۱۵]

کارګران د ټیټې تنخوا او خرابو شرایطو له امله ډېر ځورېدل، په ځانګړې توګه، کله به یې چې د خپل ژوند سبک د لاګوس له سیاستوالو سره پرتله کاوه. زیاتره تنخوا اخیستونکي په لاګوس کې اوسېدل او زیاترو یې په خطرناکو کورونو کې ژوند کاوه. کارګري فعالیتونه؛ لکه اعتصابونه په ۱۹۶۳ز کال کې شدید شول او د ۱۹۶۴ز کال په جون کې په ټول هېواد کې پای ته ورسېدل. اعتصاب کوونکو اولتیماتوم ته د بېرته ورګرځېدلو لپاره له خپلو کارونو ډډه وکړه، خو د یوه بلواګر پولیس له خوا سره تیت و پرک شول، چې په پایله کې یې د تنخواوو په ډېرېدو کې بریالي شول. په اعتصاب کې د ټولو توکمونو وګړو ګډون درلود. متقاعد برید جنرال H.M. Njoku وروسته ولیکل، چې عمومي اعتصاب د پوځ او عامو ملکیانو ترمنځ تاوتریخوالی لاپسې زیات کړ او پر پوځ یې فشار راوړ، چې د یوه داسې حکومت پر ضد اقدام وکړي، چې په پراخه کچه فاسد بلل کېږي. [۱۶][۱۷]

جګړه

سمول

د تیلو لپاره د خپل بندیز له اوږدولو لږ وروسته د نایجیریا حکومت د بېلتون غوښتونکو سیمو د بېرته نیولو لپاره د «پولیسو اقدام» پیل کړ. جګړه د ۱۹۶۷ز کال د جولای د ۶مې په لومړیو ساعتونو کې هغه مهال پیل شوه، چې د نایجیریا فډرالي سرتېرو بیافرا ته په دوو کالمونو کې پرمختګ کړی و. د بیافرا سټراټیژي بریالۍ وه، فډرالي حکومت جګړه پیل کړې وه او ختیځ له ځانه دفاع کوله. د نایجیریا پوځي عملیات د ډګروال محمد شوا په مشرۍ د بیافرا په شمال کې وو او سیمه ییز نظامي واحدونه د لومړۍ  پلې فرقې په توګه رامنځته شول. دغه فرقه تر ډېره د شمالي سرتېرو له خوا رهبري کېده. له ناڅاپي سخت مقاومت او لوړو تلفاتو سره تر مخ کېدو وروسته، د لوېدیځ نایجیریا کالم د نسوکا په ښارګوټي کې پرمختګ وکړ، چې د جولای په ۱۴مه یې سقوط وکړ، په داسې حال کې چې ختیځ کالم ګارکیم ته حرکت وکړ، چې هغه هم د جولای په ۱۲مه نیول شوی و. [۱۸][۱۹]

نړیوال ګډون

سمول

متحده ایالات

سمول

متحده ایالاتو په رسمي ډول بې طرفي اعلان کړه، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ډین رسک وویل: «امریکا په داسې موقف کې نه ده، چې اقدام وکړي؛ ځکه نایجیریا د برتانیې تر نفوذ لاندې سیمه ده». په رسمي توګه متحده ایالات په کورنۍ جګړه کې بې طرفه و. په سټراټیژیک ډول د امریکا ګټې له فدرالي نظامي حکومت سره سمون درلود، که څه هم د بیافرا په ملاتړ نامتو احساسات موجود وو. متحده ایالاتو له لاګوس سره په اتحاد کې ارزښت ولید او هڅه یې وکړه، چې د ۸۰۰ میلیونو ډالرو (د بهرنیو چارو وزارت په ارزونه کې) د خصوصي پانګونې ارزښت خوندي کړي.[۲۰][۲۱][۲۲]

کاناډا

سمول

د نایجیریا د حکومت په غوښتنه، کاناډا د نایجیریا د پوځ پر وړاندې د نسل وژنې او جنګي جرمونو د تورونو د څېړلو لپاره درې څارونکي واستول. تورن جنرال W.A. Milroy له دوو کاناډایي افسرانو سره په ۱۹۶۸ز کال کې یوځای شو او د کاناډا قطعه د ۱۹۷۰ز کال تر فبروري پورې پاتې شوه.[۲۳]

د جګړې پای

سمول

د برتانیې په ډېر ملاتړ سره، د نایجیریا فډرالي ځواکونو د ۱۹۶۹ز کال د ډسمبر په ۲۳مه یو ځل بیا د بیافرانو پر وړاندې خپل وورستی برید د درېیمې سمندري کمانډو څانګې له خوا پیل کړ. د دغې فرقې مشري ډګرمن اولوسیکون اوباسنجو( وروسته دوه ځلې ولسمشر شو) کوله او د کال په پای کې په دې بریالی شو، چې د بایفران کلا په دوو برخو ووېشي. د نایجیریا وروستی برید، چې د Tail-wind عملیاتو په نامه یادېږي، د ۱۹۷۰ز کال د جنوري په ۷مه د سمندري کمانډو د درېیمې فرقې په برید سره پیل شو او په شمال کې د لومړۍ پلې فرقې او په سویل کې د دویمې پلې فرقې له خوا ترې ملاتړ وشو. د بیافران اویري ښار د جنوري په ۹مه او اولي ښار د جنورۍ په ۱۱مه سقوط شو. یوازې څو ورځې مخکې، اوجوکو په الوتکه کې عاج ساحل ته په جلاوطنۍ وتښتېد او خپل مرستیال فیلپ افیونګ یې وټاکه ترڅو د فډرالي پوځ جنرال یاکوبو ګوون ته د ۱۹۷۰ز کال د جنورۍ په ۱۳مه د تسلیمېدو جزییات ورکړي. د تسلیمۍ سند د ۱۹۷۰ز کال د جنورۍ په ۱۴مه په لاګوس کې لاسلیک شو او په دې توګه کورنۍ جګړه پای ته ورسېده. جګړه څو ورځې وروسته د بیافران تر کنټرول لاندې سیمو ته د نایجیریایي ځواکونو له پرمختګ سره پای ته ورسېده، چې له لږ مقاومت سره مخامخ شول. [۲۴]

ګوون له جګړې وروسته وویل:«د تاوتریخوالي غمجن فصل اوس پای ته رسېدلی، موږ د ملي پخلاینې په سهار کې یو، یو ځل بیا د نوي ملت د جوړولو فرصت لرو. زما ګرانو هېوادوالو؛ موږ باید وژل شوو اتلانو ته درناوی وکړو، ځکه خورا سترې قربانۍ یې ورکړې، ترڅو موږ وکولای شو پر عدالت، عادلانه سوداګرۍ او صنعت سمبال ملت جوړ کړو». [۲۵]

سرچينې

سمول
  1. "Nigeria – Independent Nigeria". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 2020-01-22.
  2. Daly, Samuel Fury Childs (2020). "A Nation on Paper: Making a State in the Republic of Biafra". Comparative Studies in Society and History. 62 (4): 868–894. doi:10.1017/S0010417520000316. S2CID 224852757.
  3. Plotnicov, Leonard (1971). "An Early Nigerian Civil Disturbance: The 1945 Hausa-Ibo Riot in Jos". The Journal of Modern African Studies. 9 (2): 297–305. doi:10.1017/S0022278X00024976. ISSN 0022-278X. JSTOR 159448.
  4. Patrick A., Anwunah (2007). The Nigeria -Biafra War (1967 -1970): my memoirs. Spectrum Books Limited.
  5. Campbell, Colin (1987-03-29). "STARVATION WAS THE POLICY". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2021-04-17.
  6. "ICE Case Studies: The Biafran War". American University: ICE Case Studies. American University. 1997. خوندي شوی له the original on 14 February 2017. بياځلي په 6 November 2016.
  7. Chinua, Achebe (2012). There was a country: a personal history of Biafra. pearson.
  8. "Nigeria – Independent Nigeria". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 2020-01-22.
  9. "Igbo | people". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 2020-05-11.
  10. Orji I., Ema. "Issues on ethnicity and governance in Nigeria: A universal human Right perspectives". Fordham International Law Journal. 25 (2 2001 Article 4).
  11. "Sokoto Caliphate" (PDF).
  12. Olawoyin, Historical Analysis of Nigeria–Biafra Conflict (1971), pp. 32–33. "The Ibo like the Hausa and Yoruba, are found in hundreds in all towns and cities throughout the Federation. Even at the period of the Civil War, they numbered more than 5,000 in Lagos alone."
  13. Nwafor-Ejelinma, Ndubisi (August 2012). Ndi-Igbo of Nigeria: Identity Showcase (in انګليسي). Trafford Publishing. ISBN 978-1-4669-3892-2.
  14. "The particularity of the problem with Nigeria @ 59". TheCable (in American English). 2019-10-01. بياځلي په 2020-05-24.
  15. Pierri, "A New Entry into the World Oil Market" (2013), p. 109.
  16. Nkoku, A Tragedy Without Heroes (1987), p. 4. "The general resentment against a corrupt and stagnant regime continued. The Army as part of the population was not sympathetic to the government. Workers were urging the soldiers, whom they saw guarding the strategic places, to overthrow the government. Some angry workers spat on the troops. / Markets close to Army barracks purposely raised prices of foodstuffs in order to infuriate the troops. [...] It was feared that the workers would overthrow the government. They could have very easily done it had they realised their strength and remained united. At the height of the strike, only one platoon – thirty men – was the Army reserve, and it had no transports and no wireless sets. The army was in a state of near mutiny."
  17. Diamond, Class, Ethnicity and Democracy in Nigeria (1988), chapter 6: "The 1964 General Strike" (pp. 162–189).
  18. Kirk-Greene, The Genesis of the Nigerian Civil War (1975), pp. 6–7.
  19. Akpan, Ntieyoung U. (2014-01-14). The Struggle for Secession, 1966–1970: A Personal Account of the Nigerian Civil War (2nd ed.). online: Routledge. pp. 89–106. ISBN 9781317792314. بياځلي په 16 November 2016.
  20. Uche, "Oil, British Interests and the Nigerian Civil War" (2008), p. 131. "Furthermore, once the war broke out and the British government decided to back the Nigerian side, the BBC swiftly shifted its reporting on the conflict, in Nigeria's favour. This was noticed and thankfully acknowledged by the Nigerian government."
  21. Uche, "Oil, British Interests and the Nigerian Civil War" (2008), p. 130. "In reality, however, the British government supplied many more arms than it was publicly prepared to admit. Apart from direct arms supplies, it provided military intelligence to the Nigerian government and may have helped it to access sophisticated arms and mercenaries through third parties."
  22. Levey, "Israel, Nigeria and the Biafra civil war" (2014), p. 274.
  23. Department of National Defense"Details/Information for Canadian Forces (CF) Operation Observer Team Nigeria". Operations Database Details/Information. 9 November 2004. بياځلي په 6 March 2019.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  24. ATOFARATI, ABUBAKAR .A. "The Nigerian Civil War: Causes, Strategies, And Lessons Learnt". Global Security. بياځلي په 16 November 2016.
  25. "Apollo 13 - 1970 Year in Review - Audio - UPI.com". UPI.