د نایجیریا کلتور

د نایجیریا کلتور د نایجیریا د مختلفو قومي ډلو په واسطه رامنځته شوي دي . دا هېواد کابو ۵۲۷ ژبې لري چې د هغې له جملې څخه ۷ ژبې یې له منځه تللې. نایجیریا همداراز د ۱۱۵۰ څخه زیاتې لهجې لري. د نایجیریا درې ترټولو لويې قومي ډلې عبارت دي له : ( هیزز) چې په شمال کې میشت دي، ( یوربوس ) چې سویلي لویديځ کې میشت دي او ( لګبوس ) چې په سویل ختیځ کې میشت دي. همداراز نورې لویې قومي ډلې چې د زیات نفوس درلودونکي هم دي د هېواد په بېلابیلو برخو کې شتون لري. د کناري وګړي د نایجیریا په شمال ختیځه برخه کې پراته دي، بل خوا بیا د تیوي وګړي د نایجیریا په منځني شمالي سیمه کې شتون لري او د ایپک لبیبیو وګړي بیا د نایجیریا په سویل کې پراته دي. د بني وګړي تر ډېره د یوروبالنډ او ایګبولند د سیمو تر منځ میشت دي. [۱][۲]

د نایجیریا نورې قومي ډلې، ځینې وخت د اقلیتونو په نامه یادېـږي. چې په ټول هېواد کې موندل کېږي خو په تیره بیا په شمالي او منځني کمر بند کې ډېر موندل کېـږي. په دوديزه توګه کوچیاني فولاني په ټول لویدیځ او په منځني افریقا کې موندل کېدای شي. د فولاني او هوسا وګړي په پوره توګه مسلمانان دي، په داسې حال کې چې د ایګبو وګړي بیا په بشپړه توګه عیسویان دي همدارنګه د بني او ایپک وګړي هم همداسې دي. د یوروبا وګړي په بنیادي توګه مسلمانان دي چېرته چې د پام وړ عیسویان هم ژوند کوي. د نایجیریا د ټولو قومي ډلو لپاره ټول بومي مذهبي کړنې ارزښتمنې دي ، په هر حال، په مکرار ډول د عیسویانو او مسلمانانو تر منځ دا عقیدې سره یوځای کېږي چې دغه کړنې ته ( د بېلابیلو عقیدو ټولګه ) ویل کېـږي.

د نایجیریا لوي قومي کلتورونه سمول

د بیني کلتور سمول

د بینس کلتور د عصري نایجیریا په سویلي سیمه کې موقعیت درلود. دوی د واکمنانانو لخوا اداره کېدل. او د بین د برونزو له کبله یې کلتور مشهور دي. له استعمار څخه په وړاندې دور کې دوی یوه پیاوړي امپراتورۍ اداره کوله.

د هوسا ـ فولاني کلتور سمول

د هوسا او فولاني کلتور وګړي د نایجیریا په شمالي برخه کې ژوند کوي. که څه هم هوسا او فولاني په اصل کې جلا قبیلي دي خو دا کلتور د دې هېواد د ډېر نفوس لرلو سره یو ستره قومي ډله ده. لکه د ایپک او ابیبو په څیر، دوی د تاریخي اړیکو له امله په سیاسي ډول سره متحد شول. دوی خپل واکمنان لري، چې د هاوون سلح مراسمو د لمانځلو لپاره پیژندل کېـږي، او د شیخ عثمان دان فودیو د دیني زده کړو پیروان دي.  [۳]

د ایګبو کلتور سمول

د نایجیریا ختیځه برخه د ایګبو وګړو د استوګنې په توګه پيژندل کېـږي، چې ډېری یې عیسویان دي. د دوی دودیز دین د ( ومیناني ) په نامه یادېـږي. په ټولنیزه توګه، دوی د پاچاهانو لخوا اداره کېـږي څوک چې له تاریخي لحاظه محدود ځواک لري. تمه ده چې دا ارقام به هغو نارینو او ښځینو ته متکي سرلیکونه وړکړي چې تر ډېره بریالي دي. دا سیسټم د نازي نا وزو د سرلیکونو د سیسټم په نامه یادېـږي. 

د ایجاو کلتور سمول

د سویل ایجاو کلتور په ساحل کې د هغه د موقعیت او د بهرنیانو سره د متقابلو اړیکو له امله په لویه کچه اغیزمن شوي دي. د دې کلتور وګړو د خلکو د خدمت کولو په وخت کې په لویه کچه شتمنۍ ترلاسه کړه، او نن ورځ د دوې تر منځ د انګلیسي نومونو پراخوالي د هغه وخت د سوداګریزو نومونه نښه ده چې د دوی د نیکونو او پلرونو لخوا منل شوي و.

د یوروبا کلتور سمول

د یوروبا کلتور د نایجیریا په لوېدیځه برخه کې موقعیت لري او په اصل کې د دوي د نظام ډول پاچاهۍ ده. د دوي رهبران د دوی واکمنان دي او لقب لرونکې اشخاص دي. چې له دې جملې ډېری یې د وروستنۍ ډلې یعنې اوګبوني د پټې ټولنې غړیتوب لري.  د دوی دودیز دین ( ایفا ) د یونسکو له لورې د انسانیت د شفاهي روایت د شاهکار په توګه پیژندل کېـږي.[۴]

د نایجیریا لوړپوړي طبقه سمول

د هېواد د ابتدایه مرکزي کېدلو وروسته، د عیسي مسیح د زېـږون په معاصر وخت کې د نوکایټس د نفوس لاندې، نایجیریا د یو لړ لقب لرونکو اشخاصو لخوا چې د قدرت خاوندان و لخوا اداره کېده چې د سردارانو په نامه پيژندل کېـږي. د نایجیریا د دودیزو واکمنانو په واکمنۍ کې ( واکمنان چې د رسمي حکومت لخوا ورته یو مشخصه سیمه ورکړل شوي وي او د نایجیریا د قوانینو لخوا پیژندل شوي وي)، سردارن په مختلفو رتبو او مختلفو ځایونو کې ګمارل شوي و. همداراز ځینې واکمنان دومره ځواکمن و چې حتا د خپلې ورکړل شوي سیمې هاخوا یې هم سیاسي او مذهبي نفوذ درلود لکه ( د سوکتو سلطان او د ایفي اوني یا واکمن). د دې په مخالفت کې ځینې ځایی کورنیو د هېواد په شاوخوا کې خپل مشران غړي د سردارنو په توګه منل تر څو دوی ته هغه څه وړاندې کړي چې په اصل کې مهمه مشرۍ وي. [۵]

که څه هم نن ورځ سردارن یوازې یو څه رسمي اختیارت لري، خو په پراخه توګه د احترام په سترګه ورته کتل کېـږي، او نامتو پاچاهان اکثرا د ټاکنو په دوران کې د سیاستوالو ملاتړ کوي تر څو له دې لارې خپلو کمپاینونو ته مشروعیت ورکړي. بریالي نایجیریایان، لکه سوداګر او پیژندل شوي سیاستوال په عامه توګه کوښښ کوي او هیله لري تر څو ځانونه سردارن کړي، همدارنګه د پاچاهانو د اعزاز سیسټم چې دوی ته یې چمتو کوي د ارزښتمني شاهي شتمني په توګه یادېـږي.[۶]

د نایجیریا ادبیات سمول

نایجیریا د خپلې انګلیسي ژبي د ادبیاتو له امله مشهوره ده. د چینیو اچیبی لخوا د ( هر څه سقوط کوي ) په نوم کتاب د افریقا په ادبیاتو کې یو مهم کتاب دي. همداراز په ټوله نړۍ کې د دې کتاب شاوخوا له ۸ میلیونه څخه ډېر جلدونه پلورل شوي دي، له دې سره سره دا کتاب پنځوسو ژبو ته ژباړل شوي دي، نو له همدې امله اچیبي د افریقا تر ټولو ډېر ژباړل شوي اثار د لیکوال په توګه پيژندل کېـږي. [۷][۸][۹]

د نوبل جایزي ګټونکي نایجیریايي وول سوینکا دا اثار لومړنۍ امریکايي ناول وباله چې د افریقايي شخصیت له دننه څخه یې خبري کولي او له دې څخه یې ډډه وکړه چې افریقايي د بهرنۍ په توګه انځور کړي، لکه څنګه چې یو سپین پوستې ورته ګوري. نایجیریا همداراز د انګلیسي ژبې د ادبیاتو نور نامتو لیکوالان هم لري چې عبارت دې له : فیمي اوسوفیسین چا چې خپل لومړني خپور شوي ناول ( کولرا کولج ) په ۱۹۷۵م کال کې جوړ کړو، همدارنګه بین اوکري چا چې خپل لومړني اثار ( د فامیشډ سړک ) په ۱۹۹۱ م کال کې خپور کړ، او بوچي ایمیچیتا چا چې د جنسیتي نابرابرۍ په اړه له خپلو شخصي تجربو څخه کیسي جوړې کړي، چې ښځو ته د یوازینې منشور له لارې د واده کولو او اولادونو درلودلو  واک ورکوي. هیلون هابیلا، سیفي عتا، فلورا نواپا، ایکیو ډیانا عباسي اکي، زینب الکالي او چیمامانډا نوګوزي ادیچي د نایجیریا د نامتو لیکوالانو له جملې څخه دي د چا اثار چې په پراخه توګه له هېواد څخه بهرهم لوستل کېـږي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د معیاري انګلیسي د ویونکو پرته، د نفوسو یوه لویه برخه یعنې یو پر درېیمه برخه یې د نایجیریايي پیډجن په ژبې خبرې کوي، چې اساسا انګلیسي لغتونه لري، او په پایله کې په یوه عامه ژبه بدله شوه. پیډجن انګلیسي د انګلیسي ژبې یوه تاووه شوي شکل ده د مثال په ډول : هاو یو ډي ( څنګه یاست ؟ ) د انګلیسي ژبې جملې ( تاسو څنګه یاست؟ ) معنا لري. د امیوس ټوټولا یو مشهور ناول ( د پلیم وین ډرانکیډ ) په همدې ژبې کې لیکل شوي و.  

نولیوډ سمول

د ۱۹۹۰ م لسیزي راهېسي د نایجیریا د فلم صنعت چې ځينې وخت ورته نولیوډ ویل کېـږي، په ټوله افریقا کې د چټکي ودې کوونکي کلتوري ځواک په توګه راڅرګند شو. له دې صنعت څخه په پراخه توګه شتمنې تولید شوه، او نن ورځ په نړۍ کې د تولید له پلوه د نړۍ دویم د فلم لوی صنعت دي .

د فلمونو له امله، د لویدیځ نفوذ موسیقۍ ، غیر رسمي کالي او د خبرو کولو طریقې په ټوله نایجیریا کې او حتا په ډېره محافظه شمالي برخه کې هم ليدل کېـږي. [۱۴]

سرچينې سمول

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lewis, M. Paul; Simons, Gary F.; Fennig, Charles D., المحررون (2016). "Nigeria". Ethnologue: Languages of the World (الطبعة 19th). Dallas, Texas: SIL International Publications. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. https://allafrica.com/stories/200810130780.html کينډۍ:Bare URL inline
  4. "Yoruba culture". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 2013-10-13 باندې). In pictures: Country of kings, Nigeria's many monarchs. BBC News.
  6. (په 1 August 2007 باندې). Nigerians go crazy for a title. BBC news.
  7. Booker, p. xvii.
  8. Yousaf, p. 34.
  9. Ogbaa, p. 5.
  10. "Chinua Achebe of Bard College". The Journal of Blacks in Higher Education. 33 (33): 28–29. Autumn 2001. doi:10.2307/2678893. JSTOR 2678893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Okiche, Ifediora (2018-03-01). "Contemporary African Poetry: A Postcolonial Reading of Iquo Eke's Symphony of Becoming and Ifeanyi Nwaeboh's Stampede of Voiceless Ants". Journal of Pan African Studies. 11 (4): 49. ISSN 0888-6601. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جولای ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Chimamanda Ngozi Adichie comes to terms with global fame". newyorker.com. 28 May 2018. د لاسرسي‌نېټه July 3, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Jagoe, Rebecca (16 July 2013). "From Achebe To Adichie: Top Ten Nigerian Authors". Culture Trip. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).