د ناټو – اوکراین اړیکې

د اوکراین او شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) تر منځ اړیکې په ۱۹۹۲ ز کال کې پیل شوې. اوکراین په ۲۰۰۸ ز کال کې د ناټو د غړیتوب د عملي پلان برنامې (MAP) ته غوښتنلیک ورکړ. د ۲۰۱۰زکال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته وېکتور یانوکووېچ، چې د خپل هېواد بې پرې ساتلو ته یې لومړیتوب ورکاوه، د ولسمشر په توګه وټاکل شو، اوکراینیانو د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو طرحې یوې خوا ته پرېښودې. یانوکووېچ د ۲۰۱۴ زکال په فبرورۍ کې د يورومېډین د ناکراریو په منځ کې له اوکراین څخه وتښتېد. په دې توکه پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د ۲۰۱۴ ز کال د اکتوبر په پارلماني ټاکنو کې نوي دولت له ناټو سره یوځای کېدلو ته لومړیتوب ورکړ. د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ په ۲۱ د اوکراین اساسي قانون اصلاح شو، چې د ناټو او اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره د اوکراین د ستراتیژيکې لارې په اړه د اساسي قانون په پیلامه کې درې مادې او انتقالي مقررات ذکر شول.   [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ۲۰۲۱ ز کال په جون کې د بروکسېل په ناسته کې، د ناټو مشرانو د  ۲۰۰۸ ز کال د غونډو په پایله کې د بوخارېست سېمېت پرېکړه بیاځلي کړه، چې له مخې يې اوکراین د یوې نه جلاکېدونکې برخې په توګه د MAP له اتحاد سره یو ځای شي او له هېڅ ډول بهرنۍ لاس‌وهنې پرته د اوکراین د راتلونکې او بهرني سیاست د ټاکلو حق ولري. د ناټو منشي جنرال جېنس سټولتېن بېرک هم ټېنګار وکړ چې روسیه نه‌شي کولی له ناټو سره د اوکراین یوځای کېدل ويټو(رد )کړي. «ځکه موږ د ګټو د ډګر دورې ته نه ورګرځو، کله چې لوی هېوادونه پرېکړه کوي، کوچني هېوادونه باید څه وکړي.» [۱۱][۱۲]

مخکې له دې چې د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره نور اقدامات وشي، اوکراین د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ په ۲۴ مه د روسیې له خوا اشغال شو.

د هغو ټول‌پوښتنو له مخې چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۳ ز کلونو تر منځ شوې دي، د ناټو د غړیتوب په اړه د اوکراین د خلکو ملاتړ کم پاتې دی. که څه هم د روسیې او اوکراین د جګړې او د کریمیې د يوځای کېدو راهیسې له ناټو سره د اوکراین د غړیتوب لپاره د خلکو ملاتړ خورا لوړ شوی دی. د ۲۰۱۴ ز کال د جون راهیسې ټول‌پوښتنو وښودله چې نږدې ۵۰ سلنه پوښتل شوي کسان، په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب ملاتړ کوي. د نوښت د ديموکراتیک بنسټ د ۲۰۱۷ ز کال د نظر پوښتنې له مخې نږدې ۶۹ سلنه اوکراینیان غواړي له ناټو سره یوځای شي، چې د یانوکوويچ د واکمنۍ پر مهال یې د ۲۰۱۲ ز کال له ملاتړ سره پرتله کړو، دا ملاتړ هغه مهال ۲۸ سلنه و.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د اړیکو تاریخچه سمول

د لئونید کرواچوک ولسمشري (۱۹۹۱-۱۹۹۴ز کلونه) سمول

د اوکراین او شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) تر منځ اړیکې په ۱۹۹۲ ز کال کې پیل شوې. کله چې اوکراین د خپلې خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته د شمالي اتلانتیک د همکارۍ له شورا سره یوځای شو چې وروسته یې نوم د یورو اتلانتیک د مشارکت پر شورا بدل شو. د ۱۹۹۲ ز کال د فبرورۍ په ۲۲ او ۲۳ د ناټو سرمنشي مانفرېډ وارنر له کیف څخه رسمي ليدنه وکړه او د ۱۹۹۲ زکال د جولای په ۸ کرواچوک په بېلاروس کې د ناټو له مرکزي ادارې څخه لیدنه وکړه. د اوکراین او ناټو تر منځ د اړیکو په پراختیا کې یو له تر ټولو اړینو ګامونو څخه د ۱۹۹۲ ز کال په سپټمبر کې په بروکسیل کې د اوکراین د سفارت پرانیستل وو، چې د ناټو او اوکراین تر منځ د اړیکو یوه کرښه وه.

څو کاله وروسته د ۱۹۹۴ ز کال په فبرورۍ کې اوکراین د شوري اتحاد تر ړنګېدلو وروسته لومړنی هېواد و چې له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره یې د مرکزي او ختيځې اروپا هېوادونو د ملاتړ له نوښت سره د سولې لپاره د شراکت په چوکاټ کې تړون لاسیک کړ.  [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د لئونېد کچما ولسمشري (۱۹۹۴-۲۰۰۵ز کلونه) سمول

لئونېد کچما چې د ۱۹۹۴ ز کال د جولای په ټاکنو کې یې ولسمشرۍ ته لار ومونده، د ډېسمبر په ۵ یې د اوکراین په اړه د اتومي وسلې د نه لرونکې هېواد په توګه د اتومي وسلو د نه خپراوي له تړون سره د یو ځای کېدو لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه څلور اړخیز یادښتونه لاسکلیک  کړل. دې یادښت د اوکراین پر ضد د روسیې فدراسیون، انګلستان او متحده ایالاتو د پوځي ځواک یا د اقتصادي زورواکۍ د کارولو له ګواښ څخه مخنیوی وکړ، «پرته له دې چې خپله دفاع وکړي یا له دې حالت پرته د ملګرو ملتونو له منشور سره سم عمل وکړي.» د نورو پرېکړه‌ لیکونو او يادښتونو د پایلې په توګه اوکراین د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۶ ز کلونو تر منځ خپلې اتومي وسلې له لاسه ورکړې.  [۲۵][۲۶]

د ۱۹۹۵ ز کال په اوړي کې ناټو د خارکوف د څښاک اوبو ناورین د بدو پایلو د راکمولو لپاره ګام پورته کړ. دا د اوکراین او ناټو تر منځ لومړنۍ همکاري وه. [۲۷]

د ۱۹۹۷ ز کال په مې میاشت کې د ناټو د اطلاعاتو او اسنادو رسمي مرکز په کیف کې پرانیستل شو، چې موخه يې د اتحاد په اړه د روڼتیا( شفافیت) پياوړي کول و. د مې میاشتې په ۶ مه په اوکراین کې د يوې عامه نظر پوښتنې پایلو وښوده چې ۳۷ سلنه له ناټو سره د یوځای کېدو موافق، ۲۸ سلنه مخالف او ۳۴ سلنه زړه نا زړه و. [۲۸][۲۹]

د ۱۹۹۷ ز کال د جولای په ۹ د ناټو - اوکراین کمیسیون رامنځته شو. [۳۰]

په ۲۰۰۲ ز کال کې وروسته له دې چې د کاسټ رسوایۍ (Cassette Scandal/ د اوکراین سیاسي دسیسه) یو ثبت شوي ریکارډ وښوده چې، په ۲۰۰۲ ز کال کې د اوکراین یو پرمختللی دفاعي سیستم په عراق کې صدام حسین ته ورکړل شوی، د متحده ایالاتو او د ناټو غړو ګڼو نورو هېوادونو سره يې اړیکې ویجاړې شوې. [۳۱]

د ۲۰۰۲ ز کال په نومبر کې د ناټو د پراختیا په ناسته کې، د ناټو – اوکراین کمیسیون د ناټوـ اوکراین عملي پلان تصویب کړ. ولسمشر کچما په دې اړه اعلامیه خپره کړه چې غواړي له اوکراین سره یو ځای شي (دا هم په ۲۰۰۲ ز کال کې) او په ۲۰۰۳ ز کال کې عراق ته د اوکرایني سرتېرو لېږلو ونه شو کولی چې، د ناټو او کچما تر منځ اړیکې ښې کړي. اوکرایني سرتېرو تر ۲۰۰۶ ز کال پورې  په عراق کې له ناټو سره همکاري کوله. [۳۲]

د ۲۰۰۴ ز کال د اپرېل په ۶مه، وېرکاوفنو راډا د اوکراین خاورې ته د ناټو د ازاد لاسرسي په اړه یو قانون تصویب کړ.

د ۲۰۰۴ ز کال د جون په ۱۵ مه د پوځي ښوونګر(دوکتورین) دویمه ګڼه د ولسمشر کچما د فرمان له مخې تصویب شوه، یو تدارک چې د یورو-اتلانتیک سیاست د پلي کولو په اړه د اوکراین له خوا ښکاره شوی و او وروستۍ موخه يې له ناټو سره یو ځای کېدل وو. په دې توګه د ۲۰۰۴ کال د جولای په ۱۵ د ناټو-اوکراین کمیسیون تر ناستې وروسته ولسمشر کچما یو فرمان صادر کړ او په هغه کې يې اعلام وکړ چې له ناټو سره یوځای کېدل نور د هېواد موخه نه ده، «یوازې او یوازې د ناټو او اورپايي اتحادیې سره د پام‌ وړ اړیکو د ژوروالي د ضامن کوونکي په توګه په اروپا کې د امنیت او ثبات لپاره دی. [۳۳]

د وېکتور یوشچنکو ولسمشري (۲۰۰۵- ۲۰۱۰ز کلونه) سمول

په ۲۰۰۴ زکال کې تر نارنجي انقلاب وروسته ولسمشر یوشچنکو چې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب له کلکو پلویانو څخه و، د کچما ځای ناستی شو. د ۲۰۰۸ ز کال په جنوري کې د ناټو له نقشې سره د یو ځای کېدلو لپاره د یولیا تایموشېنکو (اوکرایني سیاست‌واله او سوداګره) د کابینې دویم وړاندیز هم له مخالفت سره مخامخ شو. غوښتنه له ۲ میلیون څخه زیاتو لاسلیکونو سره له ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدلو په اړه د ټول‌پوښتنې غوښتونکې وه. اپوزیسیون له ناټو سره د یو ځای کېدلو په هر پړاو کې د ملي ټول‌پوښتنې د ترسره کولو غوښتنه وکړه. د ۲۰۰۸ ز کال په فبرورۍ کې ۵۷.۸ سلنه اوکراینیانو له ناټو سره د یو ځاي کېدو په اړه له یوې ملي ټول‌پوښتنې څخه ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۷ ز کال په فبرورۍ کې دا سلنه ۳۸.۶ وه. [۳۴][۳۵]

د ۲۰۰۵ ز کال په ۲۱ په وېلنیوس کې، د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غیر رسمي لیدنې د یوې برخې په توګه د ناټو-اوکراین د کمیسیون غونډه ترسره شوه، چې له اتحاد سره یې د اوکراین د اړیکو لپاره نوی پړاو پرانیست - «لنډې اغېزمنې خبرې» چې ناټو ته د اوکراین  د ننه کېدلو پر لور لومړی ګام و.  

متحده ایالاتو ته د ولسمشر ویکتور یوشچنکو په لومړي سفر کې، ولسمشر جورج ډبلیو بوش اعلام وکړ: «زه له ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدو د نظریې پلوي کوم.» د اوکراین او متحده ایالاتو د ولسمشرانو په رسمي مشترکه وینا کې ویل شوي وو چې واشنګټن د MAP له لارې له ناټو سره د یو ځای کېدلو په اړه د لنډو اغېزمنو خبرو له وړاندیز څخه ملاتړ کوي.  

سرچينې سمول

  1. "Signatures of Partnership for Peace Framework Document". NATO. 27 March 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "U.S. wins NATO backing for missile defense shield". CNN. June 12, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Rice, Kouchner, comment NATO Ministerial's decision". UNIAN. 3 December 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په May 28, 2010 باندې). Ukraine makes it official: Nation will abandon plans to join NATO. Kyiv Post.
  5. Yanukovych opens door to Russian navy keeping base in Ukraine GlobalSecurity.org Retrieved on March 09, 2010
  6. (په 23 December 2014 باندې). Ukraine has no alternative to Euro-Atlantic integration – Poroshenko.
  7. (په 29 March 2014 باندې). Deschytsia states new government of Ukraine has no intention to join NATO.
  8. "New Ukraine Coalition Agreed, Sets NATO As Priority". Radio Free Europe/Radio Liberty. 2014-11-22. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The law amending the Constitution on the course of accession to the EU and NATO has entered into force | European integration portal". eu-ua.org (په اوکرايني ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Закон про зміни до Конституції щодо курсу на вступ в ЄС і НАТО набув чинності | Євроінтеграційний портал". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Brussels Summit Communiqué issued by the Heads of State and Government participating in the meeting of the North Atlantic Council in Brussels 14 June 2021". NATO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. . European Truth. NATO Secretary General: It is not up to Russia to decide whether Ukraine will be a member of the Alliance.
  13. "Razumkov Centre poll". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2008-06-17 باندې). Ukraine leftists meet NATO envoys with burning U.S. flag. RIA Novosti.
  15. (په 2008-08-18 باندې). Politics as usual. UNIAN.
  16. Kupchinsky, Roman (2008-09-10). "Surprising and Contradictory Opinions on the Ukrainian Streets". Eurasia Daily Monitor. Jamestown foundation. د اصلي آرشيف څخه پر September 12, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. NATO military exercise begins in Ukraine Retrieved on September 20, 2008
  18. (په 2008-02-11 باندې). Half of Ukrainians opposed to Ukraine's membership of NATO, poll indicates. Interfax-Ukraine.
  19. (په 2017-07-11 باندې). Pledging reforms by 2020. Reuters.
  20. Ukrainians Likely Support Move Away From NATO, Gallup (April 2, 2010)
  21. Гущин А. В. Украина после Евромайдана. Пять лет кризиса и надежд: рабочая тетрадь № 54/2019 [А. В. Гущин, А. С. Левченков; гл. ред. И. С. Иванов; Российский совет по международным делам (РСМД). — М.: НП РСМД, 2019. — 60 с. — ISBN 978-5-6042566-5-7
  22. "NATO's relations with Ukraine". NATO Topics. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Serhy Yekelchyk "Ukraine: Birth of a Modern Nation", Oxford University Press (2007), کينډۍ:ISBN
  24. "Signatures of Partnership for Peace Framework Document". NATO. 27 March 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Harahan, Joseph P. (2014). "With Courage and Persistence: Eliminating and Securing Weapons of Mass Destruction with the Nunn-Luger Cooperative Threat Reduction Programs" (PDF). DTRA History Series. Defense Threat Reduction Agency. د کتاب پاڼي 101–134, 186. ASIN B01LYEJ56H. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 5 December 1994 باندې). Memorandum on security assurances in connection with Ukraine’s accession to the Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons. treaties.un.org
  27. "Civil preparedness". nato.int. 7 June 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Gerald B. H. Solomon, Center for Strategic and International Studies. The NATO enlargement debate, 1990–1997, 1998, p. 120
  29. Solomon, Center for Strategic and International Studies, p. 121
  30. "NATO-Ukraine Commission". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Serhy Yekelchyk "Ukraine: Birth of a Modern Nation", Oxford University Press (2007), کينډۍ:ISBN
  32. "Armed Forces of Ukraine, Ukrainian peacekeeping personnel as a part of Multinational forces in Iraq (from Dec 2005) and NATO Training Mission in Iraq (NTM-I) (from Feb 2006)". Mil.gov.ua. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Украина передумала идти в НАТО и Евросоюз
  34. "Europe | Medvedev warns on Nato expansion". BBC News. 2008-03-25. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Half of Ukrainians opposed to Ukraine's membership of NATO, poll indicates". Interfax-Ukraine. 11 February 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)