د ناټو باندينۍ اړيکې


ناټو (د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان) د ټولې نړۍ په کچه له زياتو نا غړو هېوادونو سره باندينۍ اړيکې ساتي. ناټو يو شمېر خپرونې پر مخ وړي، چې په خپله د ناټو او ذکر شویو ناغړو هېوادونو تر منځ په نمونه يي ډول د هېواد د موقعيت پر بنسټ د ګډون لپاره يو چارچوکاټ برابروي. نوموړي چارچوکاټونه د اروپا او اتلانتيک د ګډون شورا (Euro-Atlantic Partnership Council) او سولې لپاره ګډون (Partnership for Peace) رانغاړي.

اروپا سمول

د اروپايي اتحاديې شپږ غړي دولتونه چې ټولو يې له نظامي تړونونو سره خپل بې پرېتوب څرګند کړی دی، د ناټو غړي نه دي. ذکر شوي شپږ هېوادونه استريا، قبرس، فنلينډ، ايرلينډ، مالتا او سويډن دي. د دې تر څنګ سويزرلينډ چې ګردچاپېره يې اروپايي ټولنه پرته ده، د اروپايي ټولنې د غړيتوب نه لرلو له لارې يې خپله بې پلوي ساتلې ده. له قبرس پرته نور ټول ذکر شوي هېوادونه  د سولې لپاره د ګډون خپرونې سره يو ځای شوي دي، په داسې حال کې چې سويډن او فنلينډ په ۲۰۱۴ ز کال کې له ناټو سره د يوه مشخص کوربه هېواد د ملاتړ تړون لاسليک کړ. ناټو د پينځو ميليونيم دولتونو يعنې Andorra, Liechtenstein, Monaco, San Marino او Vatican City سره سياسي اړيکې لري.[۱]

ارمنستان Armenia سمول

ارمنستان له ناټو غړو دولتونو سره مثبتې اړيکې ساتلې دي او سولې لپاره د ګډون (Partnership for Peace) خپرونه، د اروپا او اتلانتيک تر منځ د ګډون شورا او د انفرادي ګډون عملياتي پلان يې لاسليک کړي دي. که څه هم له ناټو سره د ارمنستان يو ځای کېدل ځکه ناشوني دي، چې سياستونه يا کړنلارې يې زياتره وخت دا هېواد روسيې ته نږدې کوي او دا هېواد د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو حکومتونو او د ډله ييز امنيت د تړون سازمان غړی پاتې کېږي. ارمنستان د ۲۰۰۹ ز د می پر ۸ نېټه باندې په جورجيا کې د ناټو په نظامي تمرينونو کې له خپل ګډون څخه شاتګ وکړ. ياد شاتګ له اذربايجان څخه د ناټو د سرمنشي د ملاتړ اعلانول وو، چې کېدای شي دا يې ان لږه شونې کړې وي چې ارمنستان دې په پای کې له ناټو سره يو ځای شي. که څه هم ارمنستان ضرور د ناټو په ټاکلو سوله ساتو عملياتو کې ګډون کوي. نوموړي هېواد د ناټو په مشرۍ د نړيوال امنيت د مرستندويه ځواک (ISAF) د برخې په توګه؛ په افغانستان کې نږدې ۱۳۰ عسکر [سرتېري] خپاره کړل. ياد سرتېري د جرمني قوماندان تر مشرۍ لاندې په کندز ولايت کې د يوه هوايي ډګر د ساتنې خدمت کاوه. [۲][۳][۴]

اذربايجان Azerbaijan سمول

د ۲۰۰۹ ز کال په اګسټ کې د ناټو د يوې سياسي سرچينې له مخې په بروکسل کې د ناټو د مرکزي ادارې ځينو مهمو چارواکو د غړيتوب پوښتنې په اړه د اذربايجان د بوختولو په موخه سخت فشار راووړ. ترکيه، رومانيا، ايټاليا، پولينډ، انګليستان او بالتيک دولتونه د هغو غړو دولتونو له ډلې څخه دي، چې د اذربايجان د ناټو غړيتوب په اړه يې شاتګ وکړ. هغه مهال چې ولسمشر Ilham Aliyev په ۲۰۰۳ ز کال کې واک ته له پورته کېدو راهيسې په عمومي ډول د نابېړني حالت (که څه هم د ناګورنو کاراباغ پر سر له ارمنستان سره د ناحل شوي ټکر له امله ناپېيلی نه و) ملاتړ وکړ، اذربايجان په ۲۰۰۹ ز کال کې د ناټو د نظامي تمريناتو او لوړې کچې ناستو کوربه توب وکړ. د Nagorno-Karabakh ناحل شوی ټکر به د غړيتوب پر وړاندې د لارې یو ستر خنډ وړاندې کړي. اذربايجان هغه مهال د يوه جغرافيوي سياست يا نظامي جوړښت سره د خپلې بې پلوۍ تګلاره جوړه کړه، چې په ۲۰۱۱ ز کال کې د ناپېيلي خوځښت بشپړ غړی شو. [۵]

قبرس Cyprus سمول

قبرس د اروپايي ټولنې يوازينی دولت دی، چې نه د ناټو غړی دولت دی او نه د سولې لپاره د ګډون خپرونې غړی دی. د قبرس پارلمان د ۲۰۱۱ ز کال په فبروري کې د يادې خپرونې د غړيتوب لپاره د غوښتنې کولو په موخه رايه وکاروله، مګر ولسمشر Demetris Christofias ياده پرېکړه ځکه ونه منله [ويټو کړه]، چې کېدای شي، دا به د قبرس شخړې د پای ته رسولو په موخه د خبرو اترو په اړه د نوموړي د هڅو او د ټاپو وزمې [ناګورنو کراباخ] د نا بې وسلې کولو مخنيوی وکړي. شوني ده، ترکيه چې د ناټو بشپړ غړی دولت دی، تر هغه وخته پورې له ناټو سره د قبرس د بوختېدلو هر ډول هڅه ونه مني، چې شخړه نه وي حل شوې. د ۲۰۱۳ ز کال په فبروری کې د قبرس د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکي Nicos Anastasiades څرګنده کړې ده چې: نوموړی اراده لري، د واک له تر لاسه کولو څخه وروسته، سملاسي د سولې لپاره د ګډون خپرونه کې د غړيتوب غوښتنه وکړي. د باندينيو چارو اوسني وزير Nicos Christodoulides په ناټو يا  د سولې لپاره د ګډون خپرونه کې د قبرس ګډون نه دی منلی او نوموړی د اروپايي ټولنې په چارچوکاټ کې د قبرس د باندينيو او دفاع چارو ساتلو ته لومړيتوب ورکوي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

فنلينډ Finland سمول

فنلينډ سولې لپاره د ګډون خپرونې په نږدې ټولو فرعی سيمو کې ګډون کوي او د افغانستان او Kosovo دواړو ماموريتونو لپاره يې سوله ساتي ځواکونه برابر کړي دي. که څه هم د ۲۰۰۵ ز کال يوې رايې کارونې په ګوته کړه، چې عام خلک په پياوړي ډول د ناټو غړيتوب خلاف وو. په ناټو کې د فنلينډ د غړيتوب شونتيا د ۲۰۰۶ ز کال فنلنډي ولسمشريزو ټاکنو سره په اړيکه کې تر ټولو مهمه بحث شوې مسئله وه. [۱۱][۱۲]

د ۲۰۰۶ ز کال په ټاکنو کې اصلي مخالف نوماند Sauli Niinisto، چې اوس د ملي يووالي ګوند رئيس دی، له «زياتې اروپايي» ناټو سره د فنلينډ د يو ځای کولو ملاتړ وکړ. د سويډني خلکو د ګوند د ښي اړخ پلوي Henrik Lax هم په ورته ډول د ياد مفهوم ملاتړ وکړ. له بله پلوه د سوسيال ديموکراتيک ګوند رئيس Tarja Halonen د دريځ بدلولو مخالفت وکړ، لکه څرنګه چې په ټاکنو کې نورو نوماندانو وکړ. د ولسمشرۍ چوکۍ ته د  نوموړي بريا او بيا ټاکنې د فنلينډ لپاره د ناټو د غړيتوب مسئله لږ تر لږه د نوموړي د دورې پر مهال پر ځای پرېښې وه. که څه هم فنلينډ وروسته له هغې د ناټو غړيتوب په اړه خپل رسمي دريځ بدلولی شو، چې د اروپايي ټولنې نوی تړون بيانوي چې ايا د اروپايي ټولنې په کچه کومه نوې دفاعي راکړه ورکړه به وي او که نه، مګر په ورته وخت کې د فلينډ دفاعي ځواکونه د غړيتوب لپاره تخنيکي چمتووالي کوي او څرګندوي چې دا به د فنلينډ امنيت زيات کړي. اوسمهال هېڅ سياسي ډله هم په څرګند ډول د ناټو غړيتوب ملاتړ نه کوي. [۱۳]

د فنلينډ نورې سياسې څېرې، چې په نظرياتو سره يې ارزښت لوړ شوی دی، د فنلينډ پخواني ولسمشر Martti Ahtisaari راونغاړه. ولسمشر Ahtisaari استدلال وکړ چې فنلينډ بايد د فنلينډ کوونې د ټول بار يا پېټي لپاره د يو ځل بې پامۍ په موخه د نورو لويديځو ولسواکيو له لورې ملاتړ شويو ټولو سازمونو سره يو ځای شي. يو بل پخواني ولسمشر Mauno Koivisto په دې بحث کولو سره د يادې نظريې مخالفت وکړ، چې د ناټو غړيتوب به له روسيې سړې د فنلينډ اړيکې له منځه يوسي. فنلينډ د روسيې له لوري ان له ناټو سره د يو ځای کېدنې شونتيا ته په پام سره؛ د ۲۰۰۹ز کال څېړنې له مخې ځينې خورا سخت غبرګونونه تر لاسه کړي دي. ياده څېړنه وړانديز کوي چې د ناټو غړيتوب په ټوله کې له اروپايي ټولنې او ناټو سره د روسيې د اړيکو لپاره اغېزې يا پايلې لرلی شي. د ۲۰۰۹ ز کال  په اکتوبر کې د فنلينډ لومړي وزير Matti Vanhanen بيا تکرار کړه، چې فنلينډ له ناټو سره د يو ځای کېدلو هيڅ پلانونه نه لرل او څرګنده يې کړه، چې د ۲۰۰۸ ز کال سويلي Ossetia جګړې اصلي درس [عبرت] له روسيې سره د نږدې اړيکو اړتيا و. د ۲۰۱۴ ز کال په سپټمبر کې فنلينډ له ناټو سره يو تړون لاسليک کړ، چې ناټو او فنلينډ ته په فنلينډي خاوره کې د ګډو تمرينونو د تر سره کولو او لکه د آفتونو، ماتېدنې او امنيت ته د ګواښونو په حالتونو کې له ناټو غړو دولتونو څخه مرستې ته اجازه ورکوي. په دې ډول فنلينډ (او سويډن) په ۲۰۱۵ز کال  کې د ناټو په مشرۍ د شمالي قطب د ګواښ  تمرين (Arctic Challenge Exercise) کې ګډون وکړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

پر اوکراين باندې د ۲۰۲۲ ز کال روسي يرغل څخه وروسته رايه اچونه تر سره شوه، چې ٪۵۳ سلنه ځواب ويونکي د تړون له فنلينډي غړيتوب سره لېوال، ٪۲۸ مخالف او ٪۱۹ بې پرېکړې وو. که چېرې له ناټو سره د يو ځای کېدلو په اړه د سويډن د خلکو پرېکړه هم يو ځای شي، نو د لېوالتيا کچه [اټکل يا شمېر] تر ٪۶۶ پورې پورته کېږې او مخالفت تر ٪۲۰ راښکته کېږي. [۲۰]

سرچينې سمول

  1. "Russia, NATO stage rival air-combat exercises". The Seattle Times. 25 May 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Armenia-NATO Partnership Plan corresponds to interests of both parties". PanARMENIAN.Net. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Armenia Says NATO Support For Azerbaijan Prompted Pullout". RadioFreeEurope/RadioLiberty. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "News - mediamax.am". mediamax.am. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Azerbaijan: Baku Can Leapfrog over Ukraine, Georgia for NATO Membership -- Source". EurasiaNet.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Cyprus dismisses reports on NATO scenarios". KNEWS - Kathimerini Cyprus. 2018-06-05. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Cypriot parliament votes to join NATO's Partnership for Peace". SETimes. 2011-02-25. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Cyprus - Vouli Antiprosopon (House of Representatives)". Inter-Parliamentary Union. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 2012-11-24 باندې). Between the European Union and NATO, Many Walls. New York Times.
  10. Kambas, Michele; Babington, Deepa (2013-02-24). "Cypriot conservative romps to presidential victory". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 28 February 2005 باندې). Clear majority of Finns still opposed to NATO membership. Helsingin Sanomat.
  12. (په 3 March 2006 باندې). Finland Debates Its Ties With NATO. Worldpress.
  13. (په 26 April 2007 باندې). Finland waits for new EU treaty before NATO membership review. EUobserver.
  14. (په 15 December 2003 باندې). Former President Ahtisaari: NATO membership would put an end to Finlandisation murmurs. Helsingin Sanomat.
  15. (په 20 January 2004 باندې). Finland, NATO, and Russia. Helsingin Sanomat.
  16. "404 Error Page" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Deeper Russia Ties Is Georgia War Lesson, Finnish Premier Says Bloomberg Retrieved on 9 October 2009
  18. The Christian Science Monitor (15 October 2014). "Could Putin's Russia push neutral Finland into NATO's arms?". The Christian Science Monitor. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 25 May 2015 باندې). NATO fighter jets join nordic countries in Arctic military exercise; 2-week Arctic Challenge Exercise started Monday in Norway, Finland and Sweden. CBC.ca.
  20. "Ylen kysely: Enemmistö suomalaisista kannattaa Suomen Nato-jäsenyyttä". Yle Uutiset (په فيني ژبه کي). 2022-02-28. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)