د نايجېريا تاريخ

د يوې سيمې تاريخ

د نایجریا تاریخ کولای شو د هغه لومړنیو اوسېدونکو پورې تعقیب کړو چې د هغو پاتې شونې حداقل ۱۳۰۰۰ کاله وړاندې له میلاد څخه د لومړنیو تمدنونو له لارې لکه نوک کلتور چې له میلاد څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې پیل شوی و، ورګرځي. د لرغونې افریقا زیاتره تمدنونه، لکه د نري پاچاهي، د بنین سترواکي او د اویو سترواکي په همدې سیمه کې رامنځته شوي دي چې نن ورځ د نایجریا په نوم یادیږي. اسلام د بورنو سترواکۍ په مټ په ۱۰۶۸ میلادي کال او د ۱۱مې پېړۍ په اوږدو کې د هاوسا پاچاهۍ په مټ نایجریا ته ورسېد، په داسې حال کې چې مسیحیت بیا په پنځلسمه پېړۍ کې د اګوسټین او کاپوچین د راهبانو له خوا له پرتګال څخه د نایجریا د واري پاچاهۍ ته رسېدلی دی. د سونګهای سترواکۍ هم د دغې سیمې یوه برخه اشغال کړې وه. له اروپایانو سره د اړیکو له لارې، پخواني بندري ښرونه لکه کالابار، باداګري او باني له ۱۴۸۰ میلادي کال وروسته د ساحل پر غاړه رامنځته شول، چې د نورو کارونو تر څنګ یې په اطلس اقیانوس کې د غلامانو سوداګري تر سره کوله. په کورنیو سیمو کې جګړې، لکه د اویو په سترواکۍ کې کورنۍ جګړې، په دې معنی وه چې نوي غلامان کسان به تل بازار ته وړاندې کېدل.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د نايجېريا تاريخ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد

له ۱۸۰۴ میلادي کال وروسته، عثمان ډان فوډیو په شمال کې د غوره ایالتونو خو متخاصم هاوسا پر وړاندې په جهاد کې پراخې سیمې سره یوموټي کړي، چې بیا وروسته د هغه د ځایناستو له خوا د «سوکوټو خلافت» په نوم تثبیت شول.

بریتانیا د افریقا په لویدیځ کې د غلامانو د سوداګرۍ د درولو لپاره په خپله لومړۍ هڅه کې، له ۱۸۵۱ کال وروسته په تدریج سره خپل نفوذ ته پراختیا ورکړه او د لاګوس له وړوکي ټاپو (۳ کیلومتر مربع) او د کالابار له بندي ښار څخه یې پیل وکړ. بریتانویانو پراخ سوداګریز شرکتونه لکه RNC او د مري اسلو په څېر مبلغین تعقیبول چې د نایجریا په هېواد کې یې پرمختګ تر لاسه کړ، تبلیغ یې وکړ او او د مبلغینو ښوونځي یې جوړ کړل چې د دې تر څنګ یې له سیمه ییزو دودونو لکه د غبرګونو او د کلیو د وفات شوو مشرانو د غلامانو وژلو پر وړاندې یې اقدام پورې کړ. په ۱۸۸۵ کال کې د برلین کانګو کنفرانس په ترڅ کې، اروپايي ځواکمنو هېوادونو په افریقا کې  خپلو ګټو سیمې پرته له دې چې قومي یا ژبنۍ پولې په پام کې ونیسي او پرته له دې چې ځورمنو خلکو نظر واخلي، په ډاګه کړي. وروسته له هغه، انګریزانو په نایجریا کې خپل پراخ پرمختګ وکړ او بالاخره د سوکوتو خلافت ته یې ماتې ورکړه. له ۱۹۰۳ کال را وروسته، بریتانیا نږدې د نننۍ ورځې نایجریا ټوله سیمه په کنترول کې درلوده، چې په ۱۹۱۴ کال کې تر یوې واحدې ادارې لاندې سره یو موټې شوه (په ۱۹۱۹ کال کې، د جرمني د پخوانۍ مستعمرې یعنې کامرون یوه برخه له نایجریا سره اضافه شوه).

د بریتانیا په استعمارې دولت کې، د پلور کارټلونو (لکه Unilever، Nestle او Cadbury) د ککاو، زیتون غوړیو او ممپلیو قیموته په مصنوعي ډول ټیټ وساتل، چې له امله یې د نایجریا کرهڼې ته زیان ورساوه، خو له بلې خوا بندرونه او د ریل ګاډي پراخې شبکې هم جوړې شوي. ورځپاڼې، سیاسي ګوندونه، سوداګریزې ټولنې او د لوړو زده کړو انستیتوتونه هم جوړ شول- دا ټول د همدې سترې مستعمرې د کنټرول په خاطر د حاکمو استعمارچیانو د ارادې برخلاف تر سره شول. په ۱۹۴۱ کال کې د افریقا په ختیځ کې د خپلو مبارزو په لړ کې، نایجریايي کنډکونو د محوري ځواکونو (المان، ایټالیا او جاپان) پر وړاندې تر ټولو چټک پوځي پرمختګ کولو سره لومړنۍ ستره بریا تر لاسه کړه. په ۱۹۵۶ کال کې، په نایجریا کې د تیلو څاګانې کشف شوې. له هغه وخت راهیسې، ورانتوب، د تیلو غلا او د سیمه ییزو خلکو له خوا د نفتو ناقانونه او غیرمسلکي تصفیه پر خامو نفتو باندې د نایجر دلتا د ککړوالي لامل وګرځېد.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

نایجریا په ۱۹۶۰ کال کې خپلواکي واخیسته. له ۱۹۶۷ تر ۱۹۷۰ کال پورې، د «بیافرا جګړې» په سویل ختیځ کې اور واخیست، چې د موډرن زمانې یو له تر ټولو بد بشري فجایع په کې رامنځته شوې. له دری لسیزو ډیکټاوري نظام وروسته، نایجریا په ۱۹۹۹ کال کې د امریکا د موډل له مخې پر یوه فډرال دیموکراتیک جمهوریت باندې بدل شو. څلور کلنې ټولټاکنې د «نا رڼو» ټولټاکنو په توګه تل له ګوتنیونو سره مخ وي. خو بیا هم، د ولسمشرۍ په ماڼۍ یعنې اسو راک کې د واک سپارل په ۲۰۰۷، ۲۰۱۰، ۲۰۱۵ او ۲۰۲۳ کال کې په سوله ییزه توګه تر سره شو، چې په دې سره نایجریا په سیمه کې یو له څو معدود باثباته دیموکراسیو څخه شمېرل کېږي. د دې هېواد په لویدیځ کې په ۲۰۱۴ کال کې د بوکو حرام اړودوړ چې په لویدیځ کې یې زیات پام ځان ته را واړاوه، د نایجریا او د هغه د ګاونډیو د یوموټي کارکړنې له امله سره وپاشل شو. د لاګوس په بېوزله سیمو کې د ایبولا اوبا له پراختیا څخه په همغه کال کې د کړکېچ په مسلکي مدیریت سره مخه ونیول شوه. په دې وروستیو کلونو کې په نایجریا کې د موسیقي او فلم صنعت پراختیا موندلې ده. په خپلو سترو تصفیه خونو سره، دا هېواد د ۲۰۲۴ کال د جنوري له میاشتې را وروسته هڅه کوي تر څو خپل اوومه تیل په هېواد کې دننه په مسلکي توګه سره استخراج او تصفیه کړي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

تر ټولو ستره امنیتي ستونزه بې شمېره انسان تښتوونه ده، ۳۸سلنه نایجریایان په شخصي توګه د تښتوونې قربانیان دي. په ۲۰۲۳ کال کې د ناڅاپانه اقتصادي چرخش له امله، د نایجریا ۶۴ سلنه خلک وږي دي یا نه شي کولای چې خپلې لومړنۍ اړتیاووې پوره کړي. ۷۸ سلنه خلک د ولسمشر ټینوبو کار د «ضعیف» یا «ډېر ضعیف» په توګه ارزوي.[۲۱][۲۲]

مخکې له تاریخ

سمول

له وسایلو کارو اخیستونکي اشولي لرغوني انسانان ښايي له میلاد څخه شاوخوا ۷۸۰۰۰۰ تر ۱۲۶۰۰۰ کلونو پورې په ټوله لویدیځه افریقا کې مېشت شوي وي.[۲۳]

له میلاد څخه ۶۱۰۰۰ کاله وړاندې، د لویدیځې افریقا د ډبرو د عصر خلکو ښايي د لویدیځ سوډان ساوانا سیمې ته کډه کړې وي، او له میلاد څخه ۲۵۰۰۰ کاله وړاندې ښايي هغوی لویدیځې افریقا په څنډو کې مېشتېدنه پیل کړې وي.[۲۴]

له میلاد څخه ۲۰۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰۰ کاله وړاندې یوه ډېره وچه اوګولي دوره رامنځته شوه. له میلاد څخه ۱۵۰۰۰ کاله وړاندې، د ډبرو د عصر د لویدیځې افریقا د خلکو د هستوګنو شمېر د مرطوبې هوا د زیاتوالي، د لویدیځې افریقا د ځنګلونو د زیاتوالي او او د ښکارځنو افریقایانو له خوا د هستوګنو په جوړیدو سره را کم شو. خو د ایو ایلیرو خلکو بیا د نایجریا په ایو ایلیرو کې له میلاد څخه تر ۱۳۰۰۰ کال پورې خپل ژوند ته هلته ادامه ورکړه.[۲۵][۲۶][۲۷]

د ډبرو د زمانې د وروستۍ نیمايي دورې خلکو چې له ماکرولیټ څخه یې کار اخیسته او د افریقا له مرکز څخه د لویدیځې مرکزي افریقا او تر لویدیځې افریقا پورې پراته وو، د ډبرو د زماني د وروستۍ دورې د خلکو له خوا چې له ماکرولیټ څخه یې کار اخیست له مرکزي افریقا څخه لویدیځې افریقا ته وشړل شول. وروسته له هغه چې له میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله وړاندې هغوی هلته تاب راوړ یا هم له میلاد څخه ۱۵۰۰ کاله وروسته، د لویدیځې افریقا پاتې ښکارځن را ټولوونکي زیات شول او د لویدیځې افریقا د بزګرانو په سترو ډلو کې سره ګډ شول.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې

سمول
  1. "The kingdom of Benin" (in بريتانوی انګلیسي). BBC Bitesize. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-06-29. بياځلي په 2022-02-20.
  2. Editorial Team (2018-12-12). "The Nri Kingdom (900AD - Present): Rule by theocracy" (in American English). Think Africa. خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-09-30. بياځلي په 2022-02-20.
  3. "Kingdom of Oyo (ca. 1500-1837) •" (in American English). 2009-06-16. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-06-10. بياځلي په 2022-02-20.
  4. "Table content, Nigeria". country studies. 20 August 2001. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 May 2021. بياځلي په 28 February 2020.
  5. "Historic regions from 5th century BC to 20th century". History World. 29 May 2011. خوندي شوی له the original on 3 October 2021. بياځلي په 28 February 2020.
  6. "A short Nigerian history". Study country. 25 May 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 October 2021. بياځلي په 6 November 2019.
  7. "About the Country Nigeria The History". Nigeria Government Federal Website. 1 October 2006. خوندي شوی له the original on 30 May 2019. بياځلي په 6 November 2019.
  8. Ryder, A. F. C. "MISSIONARY ACTIVITY IN THE KINGDOM OF WARRI TO THE EARLY NINETEENTH CENTURY". Journal of the Historical Society of Nigeria, vol. 2, no. 1, 1960, pp. 1–26. کينډۍ:JSTOR. Accessed 4 July 2023.
  9. "Historical Legacies | Religious Literacy Project". خوندي شوی له the original on 2020-04-17. بياځلي په 2019-08-25.
  10. "The Transatlantic Slave Trade". rlp.hds.harvard.edu (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 2020-06-10. بياځلي په 2020-05-27.
  11. "Songhai | World Civilization". courses.lumenlearning.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-10-04. بياځلي په 2020-05-25.
  12. 081 - Nigerians Chasing Italians Like Cheetahs Hunt a Bull - WW2 - March 14, 1941 (in انګليسي), خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-12-16, بياځلي په 2023-12-03, (around 7:15)
  13. "Nigeria's illegal oil refineries: Dirty, dangerous, lucrative" (in بريتانوی انګلیسي). 2022-04-26. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-10-10. بياځلي په 2024-02-07.
  14. "The business of illegal refiners in the Niger Delta". Le Monde.fr (in انګليسي). 2022-05-27. خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-02-06. بياځلي په 2024-02-07.
  15. Owolabi, Tife (2022-02-08). "Nigeria goes after illegal oil refineries to curb pollution". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-05-28. بياځلي په 2024-02-07.
  16. Otu, Akaninyene; Ameh, Soter; Osifo-Dawodu, Egbe; Alade, Enoma; Ekuri, Susan; Idris, Jide (2017-07-10). "An account of the Ebola virus disease outbreak in Nigeria: implications and lessons learnt". BMC Public Health. 18 (1): 3. doi:10.1186/s12889-017-4535-x. ISSN 1471-2458. PMC 5504668. PMID 28693453.
  17. Okafor, Chiamaka (2023-06-27). "2023: EU Observers present final report on Nigeria's general elections, highlight key priorities". Premium Times Nigeria (in بريتانوی انګلیسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-02-07. بياځلي په 2024-02-07.
  18. Nigeria, Guardian (2022-01-26). "Nigeria produces five of seven unicorns in Africa". The Guardian Nigeria News - Nigeria and World News (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-10-17. بياځلي په 2024-02-07.
  19. Nwanma, Vincent (2024-02-01). "Africa's Largest Oil Refinery Goes Live". Global Finance Magazine (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-02-06. بياځلي په 2024-02-07.
  20. "We're Still Test-running Port Harcourt Refinery, Products Not Coming From There Yet, Says Nigerian Government | Sahara Reporters". saharareporters.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-02-06. بياځلي په 2024-02-07.
  21. NOIPolls (2024-05-13). "Prevalence, factors, and solution to ransom kidnapping in Nigeria". NOIPolls (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-06-01. بياځلي په 2024-06-02.
  22. api_admin (2024-05-29). "Citizens Assessment Of President Tinubu's Performance, One Year In Office". Africa Polling Institute (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-06-01. بياځلي په 2024-06-02.
  23. Scerri, Eleanor (October 26, 2017). "The Stone Age Archaeology of West Africa" (PDF). Oxford Research Encyclopedia of African History. Oxford University Press. pp. 1, 31. doi:10.1093/acrefore/9780190277734.013.137. ISBN 978-0-19-027773-4. S2CID 133758803. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په March 20, 2023. بياځلي په October 5, 2023.
  24. Niang, Khady; et al. (2020). "The Middle Stone Age occupations of Tiémassas, coastal West Africa, between 62 and 25 thousand years ago". Journal of Archaeological Science: Reports. 34: 102658. Bibcode:2020JArSR..34j2658N. doi:10.1016/j.jasrep.2020.102658. ISSN 2352-409X. OCLC 8709222767. S2CID 228826414. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-11-20. بياځلي په 2023-10-05.
  25. MacDonald, K.C. (April 2011). "Betwixt Tichitt and the IND: the pottery of the Faita Facies, Tichitt Tradition". Azania: Archaeological Research in Africa. 46: 49, 51, 54, 56–57, 59–60. doi:10.1080/0067270X.2011.553485. ISSN 0067-270X. OCLC 4839360348. S2CID 161938622. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-05-13. بياځلي په 2023-10-05.
  26. Scerri, Eleanor M. L. (2021). "Continuity of the Middle Stone Age into the Holocene". Scientific Reports. 11 (1): 70. doi:10.1038/s41598-020-79418-4. OCLC 8878081728. PMC 7801626. PMID 33431997. S2CID 231583475.
  27. Bergström, Anders; et al. (2021). "Origins of modern human ancestry" (PDF). Nature. 590 (7845): 232. Bibcode:2021Natur.590..229B. doi:10.1038/s41586-021-03244-5. ISSN 0028-0836. OCLC 8911705938. PMID 33568824. S2CID 231883210. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-03-27. بياځلي په 2023-10-05.
  28. Schlebusch, Carina M.; Jakobsson, Mattias (2018). "Tales of Human Migration, Admixture, and Selection in Africa". Annual Review of Genomics and Human Genetics. 19: 407. doi:10.1146/annurev-genom-083117-021759. ISSN 1527-8204. OCLC 7824108813. PMID 29727585. S2CID 19155657.
  29. Van Beek, Walter E.A.; Banga, Pieteke M. (Mar 11, 2002). "The Dogon and their trees". Bush Base, Forest Farm: Culture, Environment, and Development. Routledge. p. 66. doi:10.4324/9780203036129-10 (inactive 2024-02-01). ISBN 9781134919567. OCLC 252799202. S2CID 126989016.{{cite book}}: CS1 maint: DOI inactive as of فبروري 2024 (link)
  30. MacDonald, Kevin C. (Sep 2, 2003). "Archaeology, language and the peopling of West Africa: a consideration of the evidence". Archaeology and Language II: Archaeological Data and Linguistic Hypotheses. Routledge. pp. 39–40, 43–44, 48–49. doi:10.4324/9780203202913-11. ISBN 9780203202913. OCLC 815644445. S2CID 163304839.
  31. Breunig, Peter; Neumann, Katharina; Van Neer, Wim (1996). "New research on the Holocene settlement and environment of the Chad Basin in Nigeria". African Archaeological Review. 13 (2): 116–117. doi:10.1007/BF01956304. JSTOR 25130590. S2CID 162196033. خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-10-10. بياځلي په 2023-10-06.
  32. Richard Trillo (16 June 2008). "Nigeria Part 3:14.5 the north and northeast Maiduguri". The Rough Guide to West Africa. Rough Guides. pp. Unnumbered. ISBN 978-1-4053-8070-6.