د نايجيریا اقتصاد

نايجيریا د منځني عايد، مخلوط اقتصاد او مخ پر وده بازار اقتصاد لري چې د تولیداتو، مالي، چوپړتياوو، مخابراتو، ټيکنالوژۍ او تفريح (سات تېرۍ) برخې يې د پراخېدو په حال کې دی. د اسمي جي ډي پي تر مخې نايجيریا ته په نړيواله کچه د اوه ويشتم ستر اقتصاد او د رانيولو د ځواک برابرۍ پر بنسټ څلور ويشتم ځای ورکړل شوی. نايجيریا په افريقا کې تر ټولو ستر اقتصاد لري. په ۲۰۱۳ز کال کې د دې هېواد تر پرمختګ لاندې توليدي سکتور په ټوله لويه وچه کې تر ټولو ستر سکتور دی او دا هېواد د لوېديځې افريقا لپاره د توکو او خدماتو تر ټولو ستره برخه توليدوي. سربېره پر دې، د جي ډي پي په مقابل کې د دې هېواد د دولتي پورونو تناسب په ۲۰۱۹ز کال کې ۱۶.۰۷۵٪ و.[۱][۲][۳][۴][۵]

په ۲۰۰۰ز کال کې د نايجيريا د رانيولو د ځواک برابرۍ (PPP) کې،  جي ډي پي ۱۷۰ ميليارده امريکايي ډالره وه چې په ۲۰۱۲ز کال کې ۴۵۱ ميليارده امريکايي ډالرو ته په رسېدو سره درې برابره لوړه شوه، که څه هم د نارسمي برخې (کومې چې په رسمي شمېرو کې نه دي شاملې شوي) د اندازې اټکل يې حقيقي شمېره ۶۳۰ ميلياره امریکايي ډالرو ته نژدې کوي. په ورته توګه په ۲۰۰۰ز کال کې د سړي سر جي ډي پي ۱۵۰۰ امريکايي ډالره وه چې په ۲۰۱۳ز کال کې دوه برابره لوړه او د سړي سر جي ډي پي ۲۸۰۰ امریکايي ډالره اټکل شوې ده. يو ځل بيا،  که  نارسمي برخه ورسره يو ځای کړای شي، اټکل دا شوی چې د سړي سر جي ډي پي يې د يو تن لپاره شا اوخوا  ۳۹۰۰ امریکايي ډالره ده. په ۲۰۰۰ز کال کې د دې هېواد د وګړو شمېر ۱۲۰ ميليونه و چې په ۲۰۱۰ز کال کې دا شمېره لوړه او ۱۶۰ ميلیونه وګړو ته ورسېده. د ۲۰۱۴ز کال د اپريل په مياشت کې د اقتصاد له بيا رغېدو وروسته د معيارونو د بیا محاسبې پر مهال، بايد د جي ډي پي شمېرې تر ۸۰٪ (سلنه) پورته کېدو کې کره کړای شوې وای.[۶][۷][۸]

که څه هم د تيلو عايد د هېواد په عايداتو کې ۲/۳ برخه وڼده درلودلې وه، تيل په جي ډي پي کې يواځې ۹٪ ونډه لري. نايجيريا د ټولې نړۍ د تيلو مهيا کولو يواځې ۲.۷٪ (سلنه) تولیدوي. سره له دې چې د نفتو برخه يې مهمه ده، په داسې حال کې چې د حکومت عايدات لا هم په دې برخه متکي دي، بيا هم دا سکتور د هېواد د ټول اقتصاد يوه کوچنۍ برخه ده.[۹]

د کرنې برخه چې په زياته اندازه خواړه مهيا کوي، د هېواد په چټکۍ سره ډېرېدونکی نفوس سره برابره نه ده. يو وخت نايجيريا د خوراکونو يو ستر خالص صادرونکی هېواد و، خو اوسمهال ځينې خوارکونه خپله واردوي. د ماشیني کېدلو بهير د خوراک څښاک تولیداتو په چمتوالي او صادراتو کې د بيا راڅرګندېدو لامل ګرځېدلی او د دې په پايله کې هېواد د خوراک په برخه کې د پر ځان بسيا کېدو پر لور روان شوی دی. په ۲۰۰۶ز کال کې، نايجیريا له «پاريس کلب» سره يو تړون وکړ، څو د نږدې دولس ميليارده امریکايي ډالرو نقدې تاديې په بدل کې، له دوی څخه د خپل واجب الاداء پور ستره برخه بېرته وپيري.[۱۰][۱۱]

د «سيټي ګروپ» د ۲۰۱۱ز کال د فبرورۍ مياشتې د راپور تر مخې، نايجيريا به د ۲۰۱۰ او ۲۰۵۰ز کلونو تر منځ کلونو کې په نړیواله کچه په جي ډي پي کې تر ټولو زياته منځنۍ کچې وده تر لاسه کړي. نايجيريا د يوولسو نړيوالې ودې تر لاسه کوونکو هېوادونو په منځ کې له دوه افريقايي هېوادونو څخه يو دی.[۱۲][۱۳]

ټولکتنه (لنډه ارزونه) سمول

په ۲۰۱۴ز کال کې نايجيریا په خپله جي ډي پي کې په چټکۍ سره زیاتېدونکو ونډه لرونکو، لکه مخابرات، بانکداري او فلمي صنعت له حسابه خپل اقتصادي تحليل ته بدلون ورکړ. بشري پانګه تر ودې لاندې ده – د ملګرو ملتونو د۲۰۱۹ز کال د پرمختګ شاخص کې نايجيریا په ۱۸۹ هېوادونو کې ۱۶۱ مقام لري – او هغه زېربناوې بسنه نه کوي چې له انرژۍ پرته نورو سره اړه لري.[۱۴]

نايجيریا د نړيوالو لومړنيو زده کړو (يعنې د ښوونځي د عمر ټول ماشومان ښوونځي کې داخلول) وړاندې کولو او د چاپېريال ساتنې برخه کې پرمختللې هڅې کړي دي.[۱۵][۱۶][۱۷]

د ډېرو موخو د تر لاسه کولو لپاره د اصلي فساد کمول شرط دي، کوم څه چې د ودې په مخ کې خنډ واقع کېږي او د نايجيريا د سوداګرۍ چاپېريال داغدار ګرځوي. په هر حال، په داسې حال کې چې پراخ بنسټه پرمختګ کرار شوی دی، دا هڅې د فساد په اړه په نړيوالو نظرپوښتنو کې ليدل کېدای شي. د روڼتيا څار نړيوال سازمان د ۲۰۲۱ز کال د فساد د درک په شاخص کې، د ۱۸۰ هېوادونو له منځه نايجيريا ۱۵۴ ځای لري چې په دې سره له ۲۰۰۱ز کال راهيسې د نايجيريا په درجه بندۍ کې ښه والی رغلی.[۱۸][۱۹]

د نايجيريا اقتصاد د برېښنا د مهيا کولو په برخه کې د پرله پسې بحران سره مخ دی. سره له دې چې اقتصاد يې په چټکۍ سره مخ پر وده دی، د نړۍ په کچه د ډبرو سکرو، تيلو او ګازو ځينو سترو زېرمو درلودلو او د افريقا په سطحه د تيلو د ستر تولیدونکي هېواد په توګه، د نايجيريا اوسېدونکي بيا بيا د برېښنا وړاندې کېدو په برخه کې ستونزې تجربه کړي دي.[۲۰]

د نايجيریا دوه په درې برخه اوسېدونکي هيله لري چې په راتلونکو لسيزو کې به د ژوند شرايط ښه شي.[۲۱]

اقتصادي تاريخ سمول

دا د بازار په نرخ د نايجيريا د ناخالص کورني عايد د بهير يو جدول دی چې د پيسو نړيوال صندوق له خوا يې اټکل شوی دی او شمېرې يې د امريکايي ډالرو په ميلياردونو کې دي. له ۲۰۰۰ز کال څخه مخکې شمېرې د ۲۰۰۰-۲۰۱۲ کلونو له شمېرو څخه وروسته پاتې اټکلونه دي، کوم چې د تاریخي ودې د اندازې پر بنسټ ولاړې دي او هغه مهال به بدلون وموي چې دا شمېرې تر لاسه شي. د ۲۰۱۴ز کال شمېرې، د همدې کال په پيل کې د اقتصادي فعاليتونو له رغېدو څخه اخستل شوي دي.[۲۲]

Year Gross domestic product,

(PPP, in billions)

US dollar exchange Inflation index

(2000=100)

Per capita income

(as % of USA)

1980 *58 1 Naira 1.30 7%
1985 *82 3 Naira 3.20 5%
1990 *118 9 Naira 8.10 2.5%
1995 *155 50 Naira 56 3%
2000 170 100 Naira 100 3.5%
2005 291 130 Naira 207 4%
2010 392 150 Naira 108 5%
2012 451 158 Naira 121 7%
2014 972 180 Naira 10 11%
2015 1,089 220 Naira 10 10%
2016 1,093 280 Naira 17 10%
2017 1,125 360 Naira 5 (est) 10%


يادونې:

د امریکايي ډالر د تبادلې نرخ د يو کال په اوږدو کې د رسمي نرخ په منځنۍ کچه اټکل شوي دي او د هغه متوازي بازار د نرخ څرګندونه نه کوي، په کوم نرخ چې عام ولس د پيسو بهرنۍ تبادلې ته لاسرسی لري. دا اندازه د ۲۰۱۷ز کال د مارچ په مياشت کې د ۵۲۰ لوړې اندازې څخه نيولې بیا د ۲۰۱۷ز کال د اګست په مياشت کې تر۳۵۰ ښکته اندازې پورې رسېږي، دليل يې د بهرنۍ پيسې کمښت (د تيلو ګټه نيمايي ته راغورځېدلې ده) او اټکلي فعاليتونه دي، څه ډول چې مرکزي بانک ادعا کړې. په دې موده کې رسمي نرخ په ۳۶۰ ثابت پاتې و.

د سړي سر عايد (د امریکا د ٪ په ډول) د پورته PPP تړوني (لينک) د اټکلونو د معلوماتو او د سرشمېرنې اټکلونه، د سرشمېرنې د پړاونو تر منځ د ودې د اندازې پر بنسټ تر سره کېږي. د بېلګې په ډول، د ۲۰۱۷ز کال جي ډي پي ۱۱۲۵ ميليارده (نايجيریا) و په مقابل کې يې ۱۹۴۱۷ (متحده ايالات) ، همدا راز د وګړو شمېر د ۳۲۰ ميليونه په مقابل کې ۱۹۰ ميليونه اټکل شوی و. په همدې بنسټ تناسب بيا (۱۱۲۵/۱۹۴۱۷) / (۱۹۰/۳۲۰) دی، کوم چې نږدې ۰.۰۹۷۵ ته رسېږي. دا اټکلونه دي او د پرتليزې شتمنۍ او ژوند د معيار او همدا راز د منځنۍ طبقې د بازار وړتيا د موندلو لپاره په نظر کې نيول شوي دي. [۲۳]

دا د نايجيریا د اقتصاد د نړيوالې ډلبندۍ د بهير يو جدول دی چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره پرتله شوی دی، دا معلومات د جي ډي پي (PPP) پر بنسټ د هېوادونو له تاریخي نوملړ څخه اخيستل شوي دي.

Year 2005 2006 2007 2008 2009 2010 2011 2012 2013 2014 2015 2016 2017 (est.)
Ranking 52 47 38 37 34 31 31 30 23 20 21 22 23


دا جدول د تبادلې په موازي (برابر) نرخ کې توپير روښانه کوي، په کوم نرخ چې په لاګوس کې د «نايره» په مقابل کې ډالر تر لاسه کېدای شي، په کوم کې چې د يو نايجيريايي لپاره «تر ټولو غوره» يې ارازانه دی (يعنې پياوړې نايرا).[۲۴] [۲۵][۲۶]

Year 2015 2016 2017 2018 2019
Best 195 345 350 370 380
Worst 237 490 520 430 490


د رانيولو د ځواک برابرۍ د پرتلې لپاره، يو امریکايي ډالر د ۳۱۴.۲۷ نايجيریايي «نايرا» په مقابل کې بدلېږي (په ۲۰۱۷ز کال کې).[۲۷]

د نايجيریا اوسنۍ د سړي سر جي ډي پي د شپيتمو په لسيزه کې ۱۳۲٪ پورې پراخه شوه او د اويايمو په لسيزه کې خپل اوج ته په رسېدو ۲۸۳٪ ته ورسېده. خو دې پايښت ونه موند او په پايله کې په ۱۹۸۰ز لسيزه کې کوچنۍ او ۶۶٪ پورې کمښت پکې راغی. په ۱۹۹۰ز لسيزه کې، بالاخره د تنوع نوښتونه پيل کړای شول او د لسيزو د ودې اندازه تر ۱۰٪ پورې راورسېده. که څه هم د PPP پر بنسټ جي ډي پي تر ۲۰۰۰ز لسيزې پورې زياته نه شوه.[۲۸][۲۹]

په ۲۰۱۲ز کال کې، جي ډي پي له لاندې برخو جوړه شوې وه: کرنه: ۴۰٪، چوپړتياوې: ۳۰٪، توليد: ۱۵٪، تيل: ۱۴٪. تر ۲۰۱۵ز کال پورې، جي ډي پي له لاندې برخو جوړه وه: کرنه: ۱۸٪، چوپړتياوې: ۵۵٪، توليد: ۱۶٪، تيل: ۱۸٪.[۳۰]

په ۲۰۰۵ز کال کې د نايجيريا د پيسو پړسوب اندازه ۱۵.۶٪ اټکل شوې وه. د ملي اقتصادي پیاوړتيا پرمختګ تګلارې (NEEDS) پروګرام تر مخې د نايجيريا موخه دا ده چې د پيسو پړسوب تر يوې هندسې راکم کړي (يوه هندسه يعنې چې د شمېر پر حساب له يو څخه تر نهه وي). تر ۲۰۱۵ز کال پورې د  نايجیريا د پيسو پړسوب په ۹٪ ودرېد. په ۲۰۰۵ز کال کې، فدرالي حکومت د ۱۳.۵۴ ميليارده امریکايي ډالر مصارف درلودل، خو عايد يې یواځې ۱۲.۸۶ ميليارده امريکايي ډالر و، په دې ډول يې په بوديجه کې ۵٪ کسر منځ ته راغی. تر ۲۰۱۲ز کال پورې، مصارف په ۳۱.۶۱ ميليارده امريکايي ډالرو ودرېدل، په داسې حال کې چې عايد ۵۴.۴۸ ميليارده امریکايي ډالر و.[۳۱][۳۲]

سرچينې سمول

  1. "Nigeria Economy". nigeria-consulate-frankfurt.de. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Economic Growth and Trade | Nigeria | U.S. Agency for International Development". www.usaid.gov (په انګلیسي ژبه کي). 2017-04-19. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Nigeria | Data". data.worldbank.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Manufacturing Sector Report, 2015: Manufacturing in Africa" (PDF). KPMG. 2015. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "UPDATE Nigeria Government Debt: % of GDP". د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "UPDATE Nigeria Government Debt: % of GDP". د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Investing in Nigeria". Dibida.com.ng. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Inc, IBP (2008-03-03). Nigeria Investment and Trade Laws and Regulations Handbook Volume 1 Strategic Information and Basic Laws (په انګلیسي ژبه کي). Lulu.com. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4330-7643-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Low oil price and currency controls hit Nigeria hard". Financial Times. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Nigeria at a glance | FAO in Nigeria | Food and Agriculture Organization of the United Nations". fao.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Resolving Nigeria's Debt Through a Discounted Buyback". Center For Global Development. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The Economic Development of Nigeria from 1914 to 2014". CASADE (په انګلیسي ژبه کي). 2015-01-20. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "FORGET THE BRICs: Citi's Willem Buiter Presents The 11 "3G" Countries That Will Win The Future". Business Insider. 22 February 2011. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 12 April 2014 باندې). Africa's new Number One.
  15. "2020 Human Development Report" (PDF). UNDP (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Why innovation must be the new development strategy". Christensen Institute. 2017-01-19. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. ""Nigeria's challenge – universal primary education" | YourCommonwealth". yourcommonwealth.org. May 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The economic context of Nigeria - Economic and Political Overview - Nordea Trade Portal". www.nordeatrade.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Report corruption in Nigeria". Transparency.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. editor (2019-09-29). "Finding Lasting Solution to Nigeria's Power Problem". THISDAYLIVE (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  21. The Economist, 28 March 2020, page 4.
  22. "estimated". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "GDP per capita (current US$) - Nigeria | Data". data.worldbank.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Your daily Naira exchange rate". abokifx.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Daily Parallel Market Exchange Rate". nairametrics.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Dollar to Naira Exchange Rates Today". tradenaira.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "XE: Convert USD/NGN. United States Dollar to Nigeria Naira". xe.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "factfish Gross domestic product per capita, constant 2005 US $ for Nigeria". factfish.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Nigeria GDP 1960-2020". macrotrends.net. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "News 2012". Nigerian National Bureau of Statistics. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Bodedandyin #africa • 2 Years Ago (2018-01-12). "Africa Economy and Crypto-Currency; How Crypto-Currency Can Help To Boost Africa Economy". Steemit (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Nigeria's 2012 t0 2014 Revenue and expenditure framwork". Nigeria Business News |Nigeria Financial News | Nigeria Economy News | Business News in Nigeria | Nigeria Stock Market News (په انګلیسي ژبه کي). 2012-10-02. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)