د ناروې تاریخ

د ناروې تاریخ د سیمې د اقلیم او اراضي له امله د فوق العاده درجې تر اغېزې لاندې راغلی. له میلاد څخه لس زره کاله وړاندې شاوخوا کې، د لویو داخلي  یخونو د ټوټو د شاته کېدو سره لومړني اوسیدونکي شمال لورته هغه سیمي ته مهاجر شول چې اوسنۍ ناروې ده. هغوۍ په ثابت ډول شمال طرف ته د ساحلي سیمو په اوږدو کې سفر وکړ، چې دا سیمه د ګلف خلیج د جریان په واسطه ګرمه شوې وه، چېـرې چې ژوند د زغم وړ و. د ژوندي پاتې کېدو لپاره دوی کب نیونه او د غرڅو ښکار کاوه ( او نور ښکارونه یې کول ). له میلاد څخه وړاندې د ۵۰۰۰ او ۴۰۰۰ کاله په منځ کې د اوسلوفجورډ په شاوخوا کې لومړنې کرنیز استوګنځایونه څرګند شول. په تدریجي ډول له میلاد څخه دمخه د ۱۵۰۰ او ۵۰۰ کالو تر منځ دغه کرنیز استوګنځایونه د ناروې سویل لورته خپاره شول، په داسې حال کې چې د شمالي سیمو اوسیدونکو ښکار او کب نیونې ته ادامه ورکړه.     

د نیولیتیک دوره، له میلاد څخه څلور زره کاله پخوا پیل شوه. د مهاجرت دوره د دې لامل شوه چې لومړنۍ سرداران واک په لاس کې واخلي او لومړنۍ دفاع کول پيل کړي. د اتمې پېړۍ د وروستیو لسیزو راهېسي، د ناروې اوسیدونکو د بحرونو په اوږدو کې د بریټانیا ټاپوګانو او وروسته بیا ایسلند او ګرینلنډ ته پراختیا پیل کړه. د وایکینګ دوره هم د هېواد د یووالي شاهده وه. عیسویت د یوولسمې پېړۍ په جریان کې رامینځته شو او نیدروس د لوی اسقف سيمه ييز مذهب شو. د وګړو شمیر( اسلو : ۳۰۰۰ برګن : ۷۰۰۰ ټروندیم : ۴۰۰۰ ) تر ۱۳۴۹ ز کال پورې په چټکي سره ډېر شو، خو د تور مرګ او پرله پسې طاعون مرض په واسطه نیمايي ته راښکته شو. برګن په اصلي بندر بدل شو چې د هانسټیک اتحاديې له خوا کنټروليده او په ۱۳۹۷ ز کال کې له ډنمارک او سویډن سره د کلمار اتحادیې ته داخل شو.

له هغه وروسته چې سويډن په ۱۵۲۳ ز کال کې له اتحاديې څخه ووت، ناروې د کوچنۍ ډنمارک ـــ ناروې سره ملګري شوه. اصلاحات په ۱۵۳۷ ز کال کې معرفی شول او مطلقه پاچهۍ په ۱۶۶۱ ز کال کې وتپل شوه. په ۱۸۱۴ ز کال کې له ډنمارک سره د ناپلیون تر بایلونکو جګړو وروسته، ناروې د کیل د تړون پر بنسټ، د سويډن واکمن ته وسپارل شوه، خو ناروې خپله خپلواکۍ اعلان کړه او اساسي قانون یې تصویب کړه، همدارنګه هېڅ بهرني ځواک د ناروې خپلواکي په رسمیت ونه پېژندله، خو د سويډن ملاتړ یې وکړ چې د کیل د تړون پر اساس یې د ناروې غوښتنه کوله. له سويډن سره له یوې لنډ مهالې جګړې وروسته هېوادونو د ماس کنوانسیون پای ته ورساوه، په کوم کې چې ناروې پرته د بهرني خدمتونو څخه د خپل اساسي قانون، سټارټینګ او جلا اداري له ساتلو سره له سويډن سره شخصي اتحادیه ومنله . دا اتحادیه په رسمي ډول وروسته له هغه جوړه شوه چې غیر معمولي سټارټینګ په اساسي قانون کې مهم بدلونونه تصویب کړل او له دې سره د سویډن دیارلسم چارلس د ۱۸۱۴ ز کال د نومبر په څلورمه د ناروې د پاچا په توګه انتخاب شو.     

د ۱۸۴۰ ز کال په لسیزه کې صنعت کاري پیل شوه او د ۱۸۶۰ ز کال په لسیزه کې شمالي امریکا ته په لویه کچه ګډوالي وشوه. په ۱۸۸۴ زکال کې پاچا جوهان سوډروپ د لومړۍ وزیر په توګه وټاکه او له دې سره یې پارلمانیزم جوړ کړ. له سویډن سره اتحادیه په ۱۹۰۵ ز کال کې منحل شوه. د ۱۸۸۰ ز کال له لسیزي څخه تر ۱۹۲۰ کال لسیزي پورې  نارويژیانو ،لکه:  روالډ اموندسین او فریدتجوف نانس یو لړمهم قطبي سفرونه ترسره کړل.  

بېړۍ چلوونه او د اوبو برېښنا د هېواد د لپاره د عاید مهمي سرچینې وي. په وروستیو لسیزو کې د اقتصاد د بدلون او د کارګرانو د خوځښت وده ولیدل شوه. جرمني د دویمي جګړې په ترڅ کې له ۱۹۴۰ ز کال څخه تر ۱۹۴۵ ز کلونو په منځ کې ناروې اشغال کړه ، چې وروسته بیا ناروې له ناټو سره یوځای شوه او د بیا رغونې  یوه دوره یې تر یو عمومي پلان  لاندې ونیوله. تیل په ۱۹۶۹ ز کال کې کشف شول او تر ۱۹۹۵ ز کال پورې ناروې د دنیا دویم لوی صادرونکی هېواد و، چې په پایله کې یې په شتمنۍ کې زیاتوالي راغی. د ۱۹۸۰ ز کال له لسیزې څخه، ناروې په ډېری سکتورونو کې بې نظمۍ پیل کړه او له بانکي کړکېچ سره مخامخ شوه.

په ۲۱ مه پېړۍ کې، ناروې د نړۍ په یو بډایه هېواد بدل شو. همدراز د تیلو او ګاز تولید یې د اقتصاد ۲۰ سلنه برخه جوړوي. د تیلو د عوایدو په بیا پانګونې سره، ناروې په ۲۰۱۷ ز کال کې د شتمني له پلوه، د نړۍ تر ټولو لوی صندوق شو.  [۱][۲]

له تاریخ وړاندې سمول

د ناروې ساحلي کرښه، د یخ له لویو ټوټو څخه د یخ په اخېري دوره کې تقریباً د میلاد څخه ۱۲۰۰ کاله دمخه شاوخوا کې راپورته شوې. لومړي کډوالي په دې دوره کې وشوه، ځکه چې د ناروي ساحل د کب نیونې او ښکار لپاره ښه شرایط وړاندې کړل. هغوی کوچیان وو او له میلاد دمخه تر ۹۳۰۰ کالو پورې په ماګیرویا کې مېشت شوي وو. له میلاد څخه دمخه د ۸۰۰۰ کال څخه د یخ کمیدنه مخ په زیاتیدو شوه چې دا د دې لامل شو چې په ټول ساحل کې مېشتیدنه شروع شي. د ډبري په دوره کې په تورمس او فنمارک کې د کومسا کلتور او په سویل کې د فوسنا کلتور شامل و.[۳][۴][۵]

د نوستیوت کلتور، د فوسنا له کلتور څخه شاوخوا ۷۰۰۰ کاله د میلاد څخه وړاندې جوړ شوی و، هغه وخت چې اقلیم ګرم و، کوم چې ځنګلونه ډېر کړل او تی لرونکي حیوانات د ښکار لپاره ډېر شول. د انسان ډېر پخواني اسکیلټ چې تراوسه په ناروې کې موندل شوی، د سوګن په لږو اوبو کې په ۱۹۹۴ ز کال کې پیداشوی او له میلاد څخه ۶۶۰۰ کاله دمخه کاربن پورې تاریخ لري. کابو ۴۰۰۰ کاله وړاندې تر میلاده په شمال کې خلکو له ډبرینو توکو، خاورینو توکو، سیکو او له پوستکو جوړ شویو وسایلو کارول شروع کړل.  [۶]

لومړۍ کرنه او په دې توګه د نوولیتیک دوره، کابو د میلاد څخه ۴۰۰۰ کاله دمخه له سویلي اسکاندیناوی څخه د لاسته راتلونکي ټيکنالوژي سره د اسلوفجورد په شاوخوا کې پیل شوه. دغه پرمختګ له میلاد څخه له ۲۹۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ کالو په منځ کې هغه وخت وشو، کله چې اوربشی، خنزیر، غواګانې، پسونه او وزې عامې شوې او د الټا په شمال کې خپاره شول. دغه دوره د کورډ وار د کلتور د رارسېدو شاهده هم وه، کوم چې نوې وسلي، توکي او یوه هندو ــ اروپايي لهجه له ځانه سره راوړه چې نارويژي ژبي ته یې پرمختګ ورکړ.[۷][۸]

د نورډیک د برونزو دوره ( د ۱۸۰۰ ـــ ۵۰۰ کاله تر میلاد دمخه ) سمول

د برونز دوره، له میلاد څخه ۱۸۰۰ کاله دمخه پیل شوه او بدلونونه په کې شامل وو، لکه د پټیو قلبه کول، په لرګیو دکورونو او انګړونو سره د فارمونو دایمي شتون، په ځانګړې توګه د اوسلوفجورډ، ټرانډهیمسفجورډ، مجوسا او جیرین شاوخوا حاصلخیزو سیمو کې. ځینې حاصلات دومره لوړ و چې بزګرانو ته یې د دې اجازه ورکوله چې د ښکلو توکو لپاره د پوستکي تجارت وکړي، په ځانګړې توګه له جوټلنډ سره. تقریباً له میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله دمخه د یوریلیک ژبې ویونکي شمال ته راغلل ، له بومي خلکو سره یوځای شول او د سامي په خلکو بدل شول. د انتي اکیو په وینا: د سامي ژبې جوړښت کارول، په ټولو سویلي سیمو ( مرکزي اسکاندیناوی، سویلي ساپمي ) کې تر میلاد ۵۰۰ کاله وروسته وخت پورې دوام وکړ.  [۹][۱۰][۱۱]

له سړې هوا سره د اقلیم بدلون، نژدې د میلاد څخه ۵۰۰ کاله دمخه پیل شول. هغه ځنګلونه چې پخوا یې نارون، آهک، ایرو او بلوط  درلودل، اوس د برچ، کاج او صنوبر په واسطه بدل شوي وو. د اقلیم بدلون دا معنا هم درلوده چې، بزګرانو د سرپناه لپاره د نورو جوړښتونو د جوړولو کار پیل کړی دی. د اوسپني  د کارکولو پوهه، د سلټ په واسطه معرفي شوه چې د ښو وسلو او وسیلو د جوړېدو لامل شوه.[۱۰]

د نورډیک د اوسپنې دوره ( ۵۰۰ ــــ ۸۰۰ تر میلاد وروسته ) سمول

د اوسپنې دورې اسانه کښت ته اجازه ورکړه او نوې سیمي پاکې شو،، ځکه چې د حاصلاتو له زیاتوالي سره نفوس پرله پسې وده وکړه. یو نوی ځانګړې ټولنیز جوړښت رامنځته شو: کله چې زوی واده وکړي، دوی به په همدې کور کې پاتې کېـږي، لکه څنګه چې یو پراخه کورنۍ یو قبیله وه. دوی به  له نورو قبیلو څخه حفاظت کوي، که چېرې شخړې رامنځته شي، دا مسئله به په یوه شورا کې، په یوه ځای کې چېرې چې به د شاوخوا سیمو ټول آزاد خلک سره یوځای کېـږي او کولای به شي، چې د جرمونو لپاره سزاوي وټاکي، لکه په خوړو کې د جریمي پریکول.   [۱۲]

سرچينې سمول

  1. "Norway Economy: Population, GDP, Inflation, Business, Trade, FDI, Corruption". www.heritage.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Lessons from Norway, the world's most inclusive economy". World Economic Forum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stenersen: 7
  4. "'Søgnekvinnen' – Norway's Oldest Human Skeleton «". Thornews.com. 7 January 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Stenersen: 8
  6. Stenersen: 9
  7. Stenersen: 10
  8. Stenersen: 11
  9. Stenersen: 11
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Stenersen: 12
  11. Aikio, Ante (2004), "An essay on substrate studies and the origin of Saami", in Hyvärinen, Irma; Kallio, Petri; Korhonen, Jarmo (المحررون), Etymologie, Entlehnungen und Entwicklungen: Festschrift für Jorma Koivulehto zum 70. Geburtstag, 63, Helsinki: Société Néophilologique, د کتاب پاڼي 5–34 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Stenersen: 15