د نادرشاه مینې نوم ولې مکروریان شو؟

د نادرشاه مینې نوم ولې مکروریان شو؟

یا ولې د نادرشاه مینې نقشه بدله شوه؟

کره کړکیښ یا تاریخ او لاسوند هېڅ وخت نه ورکېږي او نه یې څوک د ګروهيزې يا عقيدې له مخې بدلولی شي.

په (۱۹۶۷ زېږديز یا ۱۳۴۶ لمریز) کال کله چې افغانستان له روسانو سره یا د روسانو د بلاعوض د مرستې پر بنسټ د کور جوړونې يا خانه سازۍ د فابریکې او په کابل کې د بلاکونو په جوړولو سره سلا شول د اعلا حضرت ظاهر شاه په لارښونه دا اوسني مکروریان او خواجه رواش سیمه د نادرشاه له غونډۍ څخه رانیولې تر یکه توت، بي بي مهرو او تر خواجه رواش هوایي ډګر پورې چې اوسمهال د کرزي په نوم یادېږي، د نادرشاه د مېنې په نوم ونوموله شوه چې بیا د تکړه انجینرانو لخوا یې نقشه هم جوړه او چمتو شوه. د دې نقشې په ترڅ کې له پل خشتې څخه تر هوایي ډګر پورې یو لوی سړک د نادرخان واټ په نوم هم د رغولو يوه منسوبه په پام کې نیول شوې وه. کله چې د دغې سیمې تړون د روس یا د وخت شوروي اتحاد او افغانستان تر منځ لاسلیک کېږده هلته پر دواړو ژبو پښتو او روسي د نوموړې سیمې نوم نادرشاه مېنه لیکل شوې ده چې د دغه لاسوند اره يا اصلي کاپي د کابل د وخت بلدیه یا اوسنۍ ښاروالۍ او بله کاپي یې د فواید عامې یا ټول ګټو وزارت چې وروسته د ښار جوړونې وزارت ته دا لاسوند ولېږدول شو هلته شته او لا تر اوسه هم ساتل کېږي. همدا راز په روسیه کې هم نوموړې سیمه د همدغه لاسوند يا سند له مخې د نادرشاه مېنې په نوم پېژندل شوې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې مخکې د خلق او پرچم رژیم نه غوښتل چې دا سیمه پر خپل اره يا اصلي نوم یانې د نادرشاه مېنې په نوم یاده کړي ځکه هغوی د نادریه لوړ ښوونځي يا لېسې ته عمر شهید او د نادرخان تپې ته د شهیدانو تپه او پرته د جاده نادر پشتون څخه د نادرخان واټ ته یې هم جاده میدان هوایي ویله، له دې امله چې نوموړې سیمې ته یې مکروریان ویلې او بیا وروسته د مجاهدینو د حکومت په راتګ چې مشري یې جمعیت او شورا یې نظار کوله او نوموړې ډلې له نادرخان سره د دښمنۍ په وجه چې د سقاو زوی یې د وژونکي يا قاتل او ولسي درغل يا ملي خاین په نوم يې په دار کړی و دا سیمه يې د خلق او پرچم په شان د مکروریانو په نوم یادوله. خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې نوموړې سیمه د لاسوندونو له مخې بېرته په خپل اره نوم یانې د نادرشاه مېنه نه یادېږي؟.

د یادولو وړ ده چې د نادرخان د واټ پلان هغه مهال د ځینو ستونزو او د دولتونو په بدلېدو کړني يا عملي نه شو او یواځې د ډموکراټیک جمهوریت لخوا یو سړک جوړ شو خو اوس د ښاغلي کرزي پر وخت هغه پخوانی پراخ پلان د نادرخان واټ له هوایي ډګر څخه تر اریانا څلور لارې پورې کړني يانی عملي شو خو په خواشینۍ سره چې د اره یا اصلي ثبت شوي نوم یانې نادرخان واټ پرې چا نه یواځې یاد نه کړ بلکې داسې ګنګوسې دي چې نوموړي واټ ته جاده مسعود ویل کېږي.

په پای کې یو ځل بیا پر خپله پورتنۍ خبره ټینګار کوم چې د هېڅ ځای او سیمې نوم چې یو ځل په رسمي توګه پر یو نوم ثبت یا لیکل شوی وي هېڅ څوک یا هېڅ دولت د سیاسي یا عقيدوي ملحوظاتو له وجې د تل لپاره نه شي بدلولی او خامخا به بېرته خپل ذاتي یا اره نوم ته راګرځي، د نادرشاه مینه او نادرخان واټ به بیا رغېږي او پخپل نوم کېږي به.

د یادونې وړ ده چې د کارتې نو سیمه لومړی د سید نور محمد شاه مینه، د کارتې چهار سیمه د شېر شا سوري مینه، د سېراهي علاوالدین او کارتې سې سیمې د محمود طرزي مینه او د دېبوري یا د کوټه سنګي شاوخوا سیمې د میرویس میدان په نوم یادېدلې یا نومول شوې وې چې باید بېرته خپلو اره نومونو ته وګرځول شي.


عزیز معارج