د مکسیکو کلتور

په ټوله کې د مکسیکو کلتور د بومي او اسپانیایي اوسېدونکو تر اغېز لاندې دی. زیاتره کوچنۍ اغېزې یې له اروپایي سیمو، اسیا او افریقا نه دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

هغه کلتورونه، چې د لومړي ځل لپاره یې ۱۰۰۰۰ کاله مخکې ژوند کړی دی، د تمدن د یو مرکز په توګه رامنځته شول. د اسپانیایانو د ۳۰۰ کلن حکومت په لړ کې، مکسیکو د اروپا او لاتینې امریکا د وګړو او کلتور لپاره یوه څلورلارې وه. د مکسیکو خپلواک دولت په فعالانه ډول د ملي هویت د ودې لپاره د ګډ کلتور ځانګړتیاوې رامنځته کړې. هغه کلتور، چې نن ورځ د مکسیکو لپاره پېژندل کېږي، له ماریاچیانو نه تر کابویانو پورې د مېستیزو وګړو له خوا رامنځته شوی دی. [۷]

د یوه مکسیکویي وګړي کلتور د کورنیو اړیکو، جنسیت، مذهب، ځای، ټولنیزو طبقو او داسې نورو عواملو تر اغېزې لاندې دی. د مکسیکو په ښارونو کې نننی ژوند له ګاونډیو اروپا او متحده ایالاتو سره ورته والی لري، دا له هغو وګړو سره ورته والی لري، چې د ښاریانو په پرتله تر ډېره خپل دودونه ساتي. [۸]

دین سمول

د اسپانیا او استعمار په راتګ سره، رومي کاتولیک دغه هېواد ته راغی، چې د مکسیکو اصلي دین شو. مکسیکو یو سیکولر ایالت دی او د ۱۹۱۷ز کال اساسي قانون او د روحانیت ضد قانون پر کلیسا ځینې محدودیتونه تحمیلوي او ځینې وخت د کلیسا په چارو کې د دولت مداخله مني. دولت کلیسا ته هېڅ ډول مالي مرسته نه ورکوي او کلیسا په عمومي زده کړه کې هېڅ برخه نه اخلي. [۹][۱۰]

په ۲۰۱۰ز کال کې له ټول نفوس نه ۹۵.۶٪ یې مسیحيان وو. رومي کاتولیکان د ټول نفوس ۸۹٪ جوړوي، چې ۴۷٪ یې په اونۍ کې یو ځل د کلیسا په مراسمو کې ګډون کوي. په مطلقه ډول، تر برازیل وروسته مکسیکو دویم هېواد دی، چې ډېر کاتولیکان په کې دي. په ۲۰۰۰ز کال کې د دولت د سرشمېرنې په اساس ویل شوي، چې لږ تر لږه ۸۷٪  ځواب ورکونکي ځانونه رومي کاتولیک معرفي کوي. کریسمس په کې یوه ملي رخصتي ده او هر کال د کریسمس په لړ کې ټول مکسیکويي ښوونځي؛ دولتي او خصوصي خپل زده کوونکي په رخصتۍ لېږي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نورې مذهبي ډلې، چې په ۲۰۰۰ز کال کې ورته اټکلیزه سرشمېرنه شوې ده، هغو کې ۱.۷۱ سلنه انجیليان وو. ۲.۷۹ سلنه انجیلي پروتستان وو، ۱.۲۵ سلنه یهود، ۰.۷۱ سلنه تاریخي پروتستان،  ۰.۵۸ سلنه د اوومې ورځې ادونتیسټان او ۰.۸۶ سلنه یې هېڅ دین نه لري.

هنرونه سمول

مکسیکو د خپل فولکلوریک هنر د دودونو لپاره، چې له بومي او اسپانیایي لاسي صنایع نه اخیستل شوی دی، پېژندل کېږي. تر کلمبیا مخکې، هنر د ډېرې مودې په لړ کې له ۱۸۰۰ مخکې له میلاد نه تر ۱۵۰۰ مخکې میلاد پورې وده کړې. په ټوله سیمه کې د هنر ځانګړتیاوې تکرار شوې، یعنې زاویه دارې نمونې، خطي نمونې او درې اړخیزو سرامیکونو ته ترجېح ورکول وو. [۱۵][۱۶]

ادبیات سمول

مکسیکویي ادبیات د اروپایي ادبیاتو او میسو امریکا ادبیاتو تر منځ مخینه لري. د مخکینۍ اسپانیې تر ټولو نامتو شاعر نتزاهوالکویوتل دی. مکسیکویي معاصر ادبیات د میسو امریکا د اسپانیایي استعمار د مفاهیمو تر اغېز لاندې دی. غوره لیکوالان او شاعران یې جوان رویز دي الارکون او سور جوانا اینس دي لا کروز دي. [۱۷]

نور غوره لیکوالان یې دا دي: الفونسو ریس، جوس جوکوین، فرنانډیز دي لیزاردي، ایګناسیو مانویل التامیرانو، ماروکسا ویلالتا، کارلوس فوینټس، اوکتاویو پاز (د نوبل جایزې ګټونکی)، ریناټو لیدوک، ماریانو ازویلا، جوان رولفو (پیډرو پارامو) او برونو ټراوین.

ژبه سمول

مکسیکو په ټوله نړۍ کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکی اسپانیایي ژبی هېواد دی. که څه هم اکثریت یې د مکسیکویانو په اتفاق سره په اسپانیایي ژبه خبرې کوي، خو هېڅ یوه رسمي ژبه د فدرال په کچه په کې نشته. دولت ۶۲ بومي امریکایي ژبې د ملي ژبو په توګه په رسمیت پېژني. [۱۸][۱۹]

په مکسیکو کې د اسپانیايي ژبې ځینې کلیمې د دغه هېواد په اصلي ژبو کې ریښه لري، چې کابو ۶ سلنه وګړي پرې خبرې کوي. ځینې بومي مکسیکویي کلیمې په نورو ژبو لکه انګلیسي کې دود شوې دي. لکه د رومیانو، چاکلېټ، کویوټ او اوکاډو کلیمې ناهواتلي ریښه لري. [۲۰]

سینما سمول

د مکسیکو د سینما تاریخ د ۲۰مې پېړۍ پیل ته ور ګرځي. دا هغه مهال و، چې د تاریخي پېښې د نوې رسنۍ علاقه مندان، په ځانګړې توګه د مکسیکو انقلاب یې مستند کړ. د مکسیکو د سینما زرین دور هغه نوم دی، چې د ۱۹۳۵ز او ۱۹۵۹ز کال ترمنځ ښودل شوی دی، له دې سره د سینما کیفیت او اقتصادي بریا خپل اوج ته ورسېده. دا مهال نامتو لوبغاړي، لکه کانتینفلاس او دولورس دل ریو د نقره یي پردې پر مخ راښکاره شول.

ملي رخصتي سمول

مکسیکویان له اسپانیا نه خپله خپلواکي د سپټمبر په ۱۶مه لمانځي او نورې رخصتۍ یې د فیسټا په نامه جشن سره لمانځي. زیاتره مکسیکویي ښارونه، ښارګوټي او کلي هر کال د ځایي امام د یادونې لپاره جشن نیسي. د دغو جشنونو په لړ کې وګړي د خپلو مقدسینو لپاره په هغو کلیساوو کې، چې پر ګلانو او رنګینو لوښو سینګار شوي دي، ډیوې بلوي. هغوی همدارنګه لویې نندارې، اور لوبې، د نڅا سیالۍ، او د ښکلا سیالۍ کوي او په دغې موده کې په بازارونو او عمومي ځایونو کې مېلمستیاوې کوي او څښاک اخلي. د دغو جشنونو په لړ کې، په ښارګوټو او کلیو کې فوټبال او بوکس هم کېږي.

خواړه سمول

مکسیکویي خواړه د بومي او اروپایي کلتور له ګډونه پېژندل کېږي. دغه خواړه په ۲۰۱۰ز کال کې د بشریت د کلتوري میراث د استازیتوب په فهرست کې د یونسکو له خوا ثبت شو. په دودیز ډول، په اصلي مکسیکویي موادو کې جوار، لوبیا، سرې او سپینې غوښې، کچالو، رومیان، سمندري خواړه، مرچ، کدو، مغزباب، اووکادو او بېلابېل بومي مکسیکویي ترکاري په کې شامل دي. نامتو خواړه یې؛ تاکو، انچیلادا، سس مول، اتوله، تامالس او پوزول دي. [۲۱][۲۲]

موسیقي او نڅا سمول

د مکسیکویي موسیقۍ بنسټ له بومي غږونو او میراث نه اخیستل شوی دی. د دغه هېواد اصلي اوسېدونکي له ډول (لکه تپونازتلي)، فلوټ رټلونه، صدف د ټرومپیت په توګه او د هغوی غږ د موسیقۍ او نڅا د جوړولو لپاره کارول کېږي. دغه لرغونې موسیقي تر اوسه پورې د مکسیکو په ځینو برخو کې غږول کېږي. له دې سره، د مکسیکو زیاتره معاصره دودیزه موسیقي د اسپانیا د استعمار د دورې پر مهال او له هغه وروسته له لرغونې نړۍ نه په اغېزې سره لیکل شوې ده. زیاتره دودیز وسایل لکه مکسیکویي ویهولای، چې په ماریاچي موسیقۍ کې کارول کېږي له لرغونې نړۍ نه اقتباس شوي او اوس تر ډېره مکسیکویي ګڼل کېږي.

سپورټ   سمول

د مکسیکو ملي دودیز سپورټ چارریریا دی، چې له سوارکارۍ لوبو نه جوړ شوی دی. د مکسیکو ملي اسپ چې په چارریریا کې ترې کار اخیستل کېږي، ازتکا نومېږي. د غوایانو لوبه هم په کې دود ده، چې له اسپانیې راوړل شوی دود دی. مکسیکو په نړۍ کې د غوایانو د ځغلولو لوی ځای لري. په مکسیکو کې پلازا مکسیکو هغه ځای دی، چې ۴۸۰۰۰ کسانه په کې ځایېږي. [۲۳][۲۴]

فوټبال په مکسیکو کې یو نامتو ډله ییز سپورټ دی. زیاتره ایالتونه خپلې استازې ډلې لري. د دغه هېواد تر ټولو مهمې ډلې؛ چیفاس دي ګوادالاجارا، کلب امریکا، کزور ازول او پوماس دي لا یوناما دي.

دغه هېواد په ۱۹۶۸ز کال کې د اوړي د المپیک سیالیو او په ۱۹۷۰ز کال او ۱۹۸۶ز کال کې د نړیوال جام سیالیو کوربه و. دا هغه لومړی هېواد دی، چې دوه ځلې یې د فوټبال د نړیوالو لوبو کوربه توب کړی دی. [۲۵]

سرچينې سمول

  1. "Cultural exchanges between Mexico and the Philippines | Geo-Mexico, the geography of Mexico". geo-mexico.com (په انګلیسي ژبه کي). 2010-09-04. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hough, Walter (1900). "Oriental Influences in Mexico". American Anthropologist. 2 (1): 66–74. doi:10.1525/aa.1900.2.1.02a00060. hdl:2027/loc.ark:/13960/t2g745p90. ISSN 0002-7294. JSTOR 658862. S2CID 161852229. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Eye, The (2020-07-29). "Al Pastor and the Lebanese Influence on Mexican food". Beach, Village & Urban Living in Oaxaca (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "History of Korean Immigration to America, from 1903 to Present | Boston Korean Diaspora Project". sites.bu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cocking, Lauren (2017-07-19). "The Untold History of Afro-Mexicans, Mexico's Forgotten Ethnic Group". Culture Trip. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Mexico's Lasting European Influence". www.banderasnews.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "History of Mexico". History. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Mexico - Daily life and social customs - Encyclopedia Britannica
  9. Mexico - Catholic Answers
  10. The Mexican Catholic Church and Constitutional Change since 1929
  11. "The World Factbook — Central Intelligence Agency". www.cia.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Religión" (PDF). Censo Nacional de Población y Vivienda 2000. INEGI. 2000. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Church attendance". Study of worldwide rates of religiosity. University of Michigan. 1997. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Largest Catholic Communities". Adherents.com. Archived from the original on August 18, 2000. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  15. Mexican Folk Art - Phoebe A. Hearst Museum of Anthropology
  16. "Mexican muralists: the big three - Orozco, Rivera, Siqueiros. : Mexico Culture & Arts". www.mexconnect.com. 2 June 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. https://www.britannica.com/art/Western-literature. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  18. "Learn Spanish in Mexico - Spanish Courses in Mexico - Spanish Schools in Mexico". Spanish-Language.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Mexico - General country information". MoveOnNet.eu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Amerindian Words in English". Zompist.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Traditional Mexican cuisine - ancestral, ongoing community culture, the Michoacán paradigm". UNESCO. د لاسرسي‌نېټه November 7, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Mexico Wine Routes & Regions - Vineyards & Wineries of Baja". chiff.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. ""Mexican Charrería", a national sport" (PDF). gob.mx. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Sports and recreation - Mexico - Encyclopedia Britannica
  25. Dubov, Kalman (22 June 2022). Journeys to the United Mexican States. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)