د مکسيکو خليج

د مکسيکو خليج (هسپانوي: Golfo de Mexico) د سمندر يو ډنډوکی او د اتلانتيک سمندر د څڼډې سمندر دی، چې په لويه کچه د شمالي امريکا لويې وچې له لورې راچاپېر شوی دی. په شمال ختيځ، شمال او شمال لويديځ کې د متحده ايالتونو د خليج ساحل “Gulf Coast of the United States” ، په سويل لويديځ او سويل کې د مکسيکو د ټاماوليپاز (Tamaulipas)، ويراکرز (Veracruz)، تاباسکو (Tabasco)، کېمپيچي (Campeche)، يوکاتان (Yucatan) او کيونټانا رو (Quintana Roo) ايالتونو او په سويل ختيځ کې له کيوبا سره ګډه پوله لری. د متحده ايالتونو د تکزاس (Texas)، لوزيانا (Louisiana)، مسيسيپي (Mississippi)، الاباما (Alabama) او فلوريدا (Florida) ايالتونه چې له خليج سره په شمال کې پوله لري، د اتلانتيک او ارام ساحلونو تر څنګ زياتره وخت د متحده ایالتونو درېيم ساحل “Third Coast” ګڼل کېږي. [۱][۲]

د مکسيکو خليج
برخه دAmerican Mediterranean Sea
Basin countryمکسيکو، د امریکا متحده ایالات، کيوبا
Named afterمکسيکو
هېوادمکسيکو، د امریکا متحده ایالات، کيوبا
کوارډينېټي موقعيت۲۵°۰′۰″N ۹۰°۰′۰″W
سيمه۱٬۵۵۰٬۰۰۰ کیلومتره مربع
Map

د مکسيکو خليج د plate tectonics په پايله کې نږدې ۳۰۰ ميليون کالونه پخوانۍ بڼه غوره کړه. د مکسيکو د خليج ډنډوکی د شکل له مخې نږدې بيضوي او نږدې ۸۱۰ سمندري ميله (۱۵۰۰ کېلومتره يا ۹۳۰ ميله) پراخه دی. د خليج پوړ يا فرش رسوبي تيږې او وروستي رسوبونه لري. دا خليج د متحده ايالتونو او کيوبا تر منځ د فلوريدا تنګيو “Florida Straits” له لارې د اتلانتيک سمندر له يوې برخې سره او د مکسيکو او کيوبا تر منځ د يوکاتا کانال “Yucatan Channel” له لارې له کارابين سمندرګي سره تړلی دی. له اتلانتيک سمندر سره د خپل تنګ يا محدودې اړيکې له امله خورا کوچنۍ څپه ييزې لړۍ ازمايي. د خليج د ډنډوکي اندازه نږدې ۱،۶ ميليون کيلومتر مربع (۶۱۵۰۰۰ ميل مربع) ده. د ډنډوکي يا کاسې نږدې نيمايي برخه د لويې وچې د تاخچې رغۍ يا سطحي اوبه لري. په ډنډوکي کې د اوبه حجم نږې 2.4x106 ميليون کېلو متر مکعب (5.8x105 ميل مکعب) دی. د مکسيکو خليج د نړۍ په کچه له ساحل څخه لرې د نفتو د توليد له خورا مهمو سيمو څخه دی، چې د متحده ايالتو د ټول توليد شپږمه برخه جوړوي. [۳][۴][۵]

پراخوالی سمول

هايدروګرافيک نړيوال سازمان د مکسيکو خليج سويل ختيځ بريد په لاندې ډول راپېژني: [۶]

هره ليکه چې “Cape Catoche Light” (۲۱ درجې او ۳۷ دقيقې شمال لور ته او ۸۷ درجې او ۴ ثانيې لويديځ لور ته) کيوبا کې پر “Cape San Antonio” باندې “Light” سره يو ځای کوي، د دې ټاپو له لارې د نصف النهار د ۸۳ لويديځ او شمال لور ته د همدې نصف النهار په اږدو کې د “Dry Tortugas” د ۳۴ درجو او ۳۵ ثانيو شمال د سويلي ټکي عرض البلد ته، د روبيکا رغۍ اوبو “Robecca Shoal” ۸۲ درجو او ۳۵ دقيقو لويديځ ته د دې برابر ختيځ لور په اوږدو کې له هغه ځايه د رغۍ اوبو او ‘Florida Keys’ له لارې د فلورېدا خليج “Florida Bay” په لويديځ پای کې اصلي وچې ته او د “Dry Tortugas” او اصلي وچې تر منځ ټولې نړۍ اوبه د مکسيکو خليچ کې ګڼل کېږي.

جيولوژي سمول

د هغه جيولوژي پوهانو تر منځ د مکسيکو د خليج جيولوژي يې څېړلې ده، د نظريو سمون دا دی چې “Late Triassic” يعنې د مکسيکو خليج نه و. له “Late Triassic” څخه مخکې د مکسيکو خليج له لورې ننۍ نيول شوې سيمه له وچې ځمکې څخه جوړه شوې وه، چې د لويې وچې هغه پوښ يا قشر يې رانغاړه، چې اوس د “Pangea” پراخه نيمه لويې وچې په منځ کې يوکاتان “Yucatan” په نښه کوي. دا وچه ځمکه د پرله پسې غرونو د لړۍ په سويل کې پرته ده، چې له شمال مرکزي مکسيکو څخه په لويديځ تکزاس “West Texas” کې د “Marathon Uplift” او د اوکلاهوما “Oklahoma” اواچيتا غرونو “Ouachita Mountains” او الاباما ته غځېږي، چې هلته په کې په سيده ډول له اپالاچين له غرونو “Appalachian Mountains” سره نښتې ده. دا د لويې وچې د پلېټونو د اختلاف له مخې جوړه شوې ده، چې پانګيا “Pangea” سيمه يې رامنځته کړه. لکه څرنګه چې د روی وېن ارسډېل “Roy Van Arsdale” او رېنډيل ټي کوکس “Randel T. Cox” له لورې بيان شوي دي، د غرونو دا لړۍ په “Late Cretaceous” وختونو کې د “Mississippi Embayment” د جوړښت له مخې شلېدلې وه. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

جيولوژي پوهان و او د ځمکې اړوند نور پوهان په ټوله کې مني، چې د مکسيکو د اوسنی خليج ډنډوکی په پانګيا “Pangean” کې د چاود يا درز په پايله کې په “Late Triassic” دوره کې رامنځته شو. ياد چاودون د هغه درز په ګډون په پانګيا کې د کمزورۍ له سيمو سره مل وه، چې د لورينشيا “Laurentia”، سويلي امريکا او افريقا د اوبو کاسې يې د جوړولو په موخه يو له بل سره وجنګېدې. لومړی دا د درز يوه “Late Traissic-Early Jurassic” پړاو و، چې پر مهال يې چاودلو تنګيو د لويې وچې په شګلنو او خاورينو رسوبي تيږو “red beds” سره جوړ او ډک کړل. دويم دا چې چاودلو د لرغوني او منځنيو “Jurrasic” دورو په اوږدو کې وده وکړه، د لويې وچې پوړ يا قشر وغځېد او نری شو. دې نرۍ کېدنې د لېږديز پوړ يوه پراخه سيمه رامنځته کړه، چې د ځمکې د پوړ په ښويېدنې سره ناهوار او برابر نری والی ښکاره کوي. نرۍ کېدنې همدرانګه په ورته ډول د نري شوي لېږديز پوړ يوه پراخه سيمه هم رامنځته کړه، چې د عادي لويې وچې د پوړ د نمونه يې ۴۰ کېلو متر (۲۴ ميل) نري والي نيمايي ده. دا همدا وخت و چې چاودون په لومړي ځل له مرکزي مکسيکو څخه په تېرېدنې سره ارام سمندر ته او وروسته لويديځ لور ته له اتلانتيک سمندر سره يوه اړيکه رامنځته کړه. دې اړېکې د راايسار حاشيوي سمندرګي په توګه د مکسيکو خليج د جوړولو په موخه د اوبو د پرانېستې کاسه يا ډنډوکی تر پراخه اوبو لاندې کړ. دا چې د مکسيکو خليج يو تړلی يا محدود ډنډوکی و، بشپړونکی لېږديز پوړ د “Luann Salt” او “Anhydrite evaporates” د پراخه بې ځايه کېدنې له مخې پوښل شوی و. د “Late Jurassic” دورې پر مهال پرله پسې درز يا چاود کولو د مکسيکو خليج پراخه کړ او هغه ځای ته يې وده وکړه، چې د سمندرګي پوړ يا فرش په کې خپرېږي او د سمندري پوړ يا قشر جوړښت په کې تر سره کېږي. په دې ټکي کې له اتلانتيک سمندر څخه پوره دوران رامنځته شو، چې د “Louann Salt” بې ځايه کېدنه پای ته ورسېده. د سمندرګۍ د فرش يا پوړ خپرېدنه (۱۴۵ – ۱۵۰) ميليون کالونه پخوا د “Jurassic” دورې په پای کې ودرېد. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د “Late Jurassic” دورې پر مهال د “Early Cretaceous” دورې په اوږدو کې د مکسيکو خليج له لورې نيول شوي ډنډوکي يا کاسې تر ځان لاندې د يخوالي او د قشر د ترسب يوه دوره وازمايله. ترسب د پوړيز غځېدنې، سړېدنې او بارونې د يو ترکيب پايله وه. د پوړيز غځېدنې او سړېدنې ترکيب په لومړيو کې د مرکزي نري لېږديز او سمندري قشر د نږدې (۵ – ۷ کېلو متر يا ۳،۱ – ۴،۳ ميل) tectonic ترسب لامل شو. دا چې د رسوبي موادو د ډکون په پرتله ترسب په چټکۍ سره تر سره کېده، نو د مکسيکو خليج پراخه او ژور شو. [۱۷][۱۸]

د “Mesozoic” دورې د پاتې او د “Cenozoic” دورې د ټولې مودې پر مهال د رسوبي موادو د کيلومترونو راټولېدونو يا امبار په واسطه د مکسيکو خليج او نږدې ساحلي دره کې د پوړ بارونې تر ډنډوکي لاندې قشر نور هم تر فشار لاندې راوړ او د سمندر له کچې څخه نږدې (۱۰ – ۲۰ کېلو متر يا ۶،۲ – ۱۲،۴ ميل) پورې شته يا ځای ته ښکته کړ. په ځانګړي ډول د ‘Cenozoic’ دورې پر مهال د رسوباتو ډبلې يا پنډې راټولېدنې “clastic wedges” د مکسيکو د خليج د شمال لويديځ او شمالي څنډو په اوږدو کې د لويې وچې تاخچه جوړه کړه. [۱۷][۱۸]

په ختيځ کې د فلوريدا ثابتې اوبه ورکونې د “Jurassic” دتر ټولو وروستۍ  يا د “Cretaceous” دورې تر پيل پورې د سمندرګي له لورې نه و راپوښل شوی. د يوکاتان اوبه ورکونې “Yucatan platform” د “Cretaceous” دورې تر نيمايي پورې منځته راتلونکی و. وروسته له هغې چې دواړه اوبه ورکونې تر اوبو لاندې شوي وو، د کاربونيتونو او بخاراتو جوړښت د دې دوه ثابتو سيمو جغرافيوي تاريخ مشخص کړی دی. د کاسې ډېره برخه د کابونيت ډکون يا اوبه ورکونې [کاسې ته د کاربوني موادو د ورتګ] له امله د “Early Cretaceous” دورې پر مهال څنډې ته شوې وه او لويديځ اړخ يې د تر ټولو وروستۍ “Cretaceous” دورې او د “Paleogene” دورو په لومړيو کې د يو فشار راوړونکي وېجاړتيا په برخه (Laramide Orogeny) کې ښکېل و، چې د ختيځ مکسيکو “Sierra Madre Oriental” يې جوړ کړ. [۱۹]

سرچينې سمول

  1. "Gulf of Mexico". Geographic Names Information System. January 1, 2000. مؤرشف من الأصل في December 31, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 8, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Gulf of Mexico – a sea in Atlantic Ocean". www.deepseawaters.com. مؤرشف من الأصل في October 31, 2020. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Huerta, A.D., and D.L. Harry (2012) Wilson cycles, tectonic inheritance, and rifting of the North American Gulf of Mexico continental margin. Geosphere. 8(1):GES00725.1, first published on March 6, 2012, doi:10.1130/GES00725.1
  4. "Gulf of Mexico Fact Sheet". U.S. Energy Information Administration. مؤرشف من الأصل في December 18, 2020. د لاسرسي‌نېټه March 26, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "General Facts about the Gulf of Mexico". epa.gov. د اصلي آرشيف څخه پر October 3, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 12, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Limits of Oceans and Seas, 3rd edition" (PDF). International Hydrographic Organization. 1953. د کتاب پاڼې 14. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 8, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Huerta, A.D., and D.L. Harry (2012) Wilson cycles, tectonic inheritance, and rifting of the North American Gulf of Mexico continental margin. Geosphere. 8(1):GES00725.1, first published on March 6, 2012, doi:10.1130/GES00725.1
  8. Salvador, A. (1991) Origin and development of the Gulf of Mexico basin, in A. Salvador, ed., p. 389-444, The Gulf of Mexico Basin: The Geology of North America, v. J., Geological Society of America, Boulder, Colorado.
  9. Stern, R.J., and W.R. Dickinson (2010) The Gulf of Mexico is a Jurassic backarc basin. Archived February 22, 2011, at the Wayback Machine. Geosphere. 6(6):739–754.
  10. Van Arsdale, R. B. (2009) Adventures Through Deep Time: The Central Mississippi River Valley and Its Earthquakes. Special Paper no. 455, Geological Society of America, Boulder, Colorado. 107 pp.
  11. Cox, R. T., and R. B. Van Arsdale (2002) The Mississippi Embayment, North America: a first order continental structure generated by the Cretaceous superplume mantle event. Journal of Geodynamics. 34:163–176.
  12. Zell, P.; Stinnesbeck, W.; Beckmann, S. (2016). "Late Jurassic aptychi from the La Caja Formation of northeastern Mexico". Boletín de la Sociedad Geológica Mexicana. 68 (3): 515–536. doi:10.18268/BSGM2016v68n3a8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Salvador, A. (1991) Origin and development of the Gulf of Mexico basin, in A. Salvador, ed., p. 389-444, The Gulf of Mexico Basin: The Geology of North America, v. J., Geological Society of America, Boulder, Colorado.
  14. Stern, R.J., and W.R. Dickinson (2010) The Gulf of Mexico is a Jurassic backarc basin. Archived February 22, 2011, at the Wayback Machine. Geosphere. 6(6):739–754.
  15. Buffler, R. T., 1991, Early Evolution of the Gulf of Mexico Basin, in D. Goldthwaite, ed., pp. 1–15, Introduction to Central Gulf Coast Geology, New Orleans Geological Society, New Orleans, Louisiana.
  16. Galloway, W. E., 2008, Depositional evolution of the Gulf of Mexico sedimentary basin. in K.J. Hsu, ed., pp. 505–549, The Sedimentary Basins of the United States and Canada, Sedimentary Basins of the World. v. 5, Elsevier, The Netherlands.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Galloway, W. E., 2008, Depositional evolution of the Gulf of Mexico sedimentary basin. in K.J. Hsu, ed., pp. 505–549, The Sedimentary Basins of the United States and Canada, Sedimentary Basins of the World. v. 5, Elsevier, The Netherlands.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Sawyer, D. S., R. T. Buffler, and R. H. Pilger, Jr., 1991, The crust under the Gulf of Mexico basin, in A. Salvador, ed., pp. 53–72, The Gulf of Mexico Basin: The Geology of North America, v. J., Geological Society of America, Boulder, Colorado.
  19. "gulfbase.org". د اصلي آرشيف څخه پر December 10, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)