د موټر تاريخ
د موټرو (اتوموبیل/ګړندی موټر/خپله چلېدونکی موټر چې د بل څه په واسطه نه کش کېږي) خام نظريات او ډيزاينونه په لرغونې زمانه او منځنيو پېړيو کې موندل کېدای شي. په 1649ز کال کې، د «نيورمبرګ» «هنس هاتش» د ساعت په څېر په ګراريو چلول کېدونکې ګاډۍ [بګۍ/ټانګه] جوړه کړې وه. په 1672ز کال کې، د کوچنۍ پیمانې په بخار چلېدونکې نقليه واسطه جوړه شوې وه. د بخار په ځواک چلېدونکې د انسانانو د نقل او حمل وړتيا لرونکی لومړی موټر «نيکولس جوزف کوګناټ» په 1769ز کال کې جوړه کړې وه. مخترعينو د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې په دې برخه کې د څانګو په جوړولو پيل وکړ، د«de Rivaz» ماشين يې جوړ کړ، کوم چې د داخلي احتراق له ماشينونو څخه يو دی، او يو ابتدايي برېښنايي موټر دی. «سمويل براون» وروسته په 1826ز کال کې، له صنعتي اړخه عملي، د داخلي احتراق ماشين تجربه کړ. له دې ټولو څخه يوازې دوه يې جوړ کړای شوي وو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د نولسمې پېړۍ په منځ کې د لويو موټرو په وړاندې د غبرګون له امله په دې پرمختګ کې خنډونه پيدا شول، بيا هم د داخلي احتراق د يو شمېر ماشينونو په برخه کې پرمختګ روان و. ماشين هغه مهال بدلون پيدا کړ، کله چې انجنيرانو د دوه او څلورو څرخونو والا احتراقي ماشين جوړ کړ او د پترولو استعمال پيل شو. لومړی عصري موټر – د ورځني استعمال لپاره يو عملي، د پلور وړ موټر – او په پرله پسې توليد کې لومړی موټر په 1886ز کال کې منځ ته راغی، کله چې «کارل بينز» په پترولو چلېدونکی موټر چمتو کړ، او د هغې ډېرې کاپیانې يې جوړې کړې. په 1890ز کال کې، «ګوټليب ډيملر»، څوک چې په مايعو پتروليمو د چلېدونکي لوړې چټکتيا د ماشين مخترع دی، او «ويلهلم مايباخ» د «Daimler Motoren Gesellschaft» په نوم شرکت جوړ کړ. په 1926ز کال کې، دا شرکت په Benz & Cie کې منحل شو (کوم چې په 1883ز کال کې د کارل بينز له خوا جوړ شوی و)، او له دې وروسته له دواړو څخه Daimler-Benz شرکت جوړ شو، کوم شرکت چې د مارسيډيز بينز موټرو د تجارتي نوم له امله شهرت لري.The opening <ref>
tag is malformed or has a bad name[۱۰]
له 1886ز کال راهيسې، په امريکا او اروپا دواړو کې ډېر مخترعين او متشبثين له اسونو پرته بګيو په سوداګرۍ کې شامل شول، او اختراعاتو او ايجاداتو په جټکۍ سره د موترو توليد او پرمختګ لا پسې زيات کړ. Ransom E. Olds په 1897ز کال کې د «Oldsmobile» شرکت بنسټ کېښود، او په 1901ز کال کې يې Curved Dash Oldsmobile موټر متعارف کړ. Olds د يو ډول، بدلېدو وړ پرزو په استعمالولو سره په يوه ليکه کې د موټرو د توليد د طريقې په برخه کې تر 1903ز کال پورې د زرګونو Oldsmobiles په چمتو کولو سره مخکښ دی. سره له دې چې سرچينې يې توپير لري، خو د اټکل تر مخې 19,000 Oldsmobiles جوړ شوي وو، چې وروستی يې په 1907 کې تولید شوی و. د اټکل تر مخې له 1903 څخه تر 1905 پورې يې په کلني ډول توليد تر 5,000 واحدونو رسېدلی و. په 1908ز کال کې، د Ford Motor شرکت د خپل Ford Model T په پرتليز ډول کم نرخ سره چمتو کولو او پلورلو سره د موترو په تولید کې لا پسې انقلاب راوست. له 1913ز کال راهيسې، په يو ځای کې د بېلا بېرزو د جوړولو د وسايلو د راټولولو پرمختللې طريقې له Ford سره مرسته کړې چې د Model T نرخ تر نږدې پنځوس سلنه پورې راکم کړي، او په دې ډول دا د خلکو لپاره لومړی ارزانه موټر ګرځېدلی دی.[۱۱]
د انرژۍ سرچينې
سمولد موټرو ابتدايي تاريخ د موتر د چلولو لپاره د باوري حمل وړ انرژۍ واحد په لټون تمرکز درلود.
په بخار سره چلېدونکي د اربو لرونکې نقليه واسطې (موټر)
سمولاولسمه او اتلسمه پېړۍ
سمول«فرډينينډ وربيسټ»، څوک چې په چين کې د يسوعي ماموریت غړی و، د 1672ز کال په شا او خوا کې د «کانګشي» د سترواک لپاره، په بخار چلېدونکی يو موټر د لوبو د يوې الې په توګه جوړ کړی و. دا د کوچنۍ کچې و، او چلونکی يې نه شو وړلای، خو ښايي چې دا موټر په بخار چلېدونکی لومړی موټر و.[۱۲][۱۳]
په بخار چلېدونکي او خپله بېول کېدونکي (پورې وهل کېدونکی يا خپله تلونکی) موټر چې د خلکو او سوداګريزو توکو د وړلو لپاره پوره لوی وو، د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې جوړ شول. «نيکولس جوزف کاګنوټ» په 1770 او 1771ز کلونو کې خپل fardier à vapeur ("وچ بخار") نندارې ته وړاندې کړ، کوم چې يو تجرباتي په بخار چلېدونکی پوځي تراکتور و. د «کاګنوټ» ډيزان عملي ثابت نه شو، او د هغه اختراع په خپل پلرني ټاټوبي فرانسه کې پرمختګ ونه کړ. د اختراع مرکز لويې برتانيې ته بدل شو. تر 1784ز کال پورې، «وليام مرډاک» په «ريډروت» کې د بخار د موټر يوه کار کونکې نمونه چمتو کړې وه او په 1801ز کال کې، په «کيمبورن» کې په سرکونو «ريچرډ ټريوتک» د يوې بشپړې اندازې موټر زغلولو. [۱۴]
نولسمه پېړۍ
سمولد نولسمې پېړۍ په اوږدو کې هم په بخار چلېدونکو موټرو د معرفي کولو هڅې روانې وې. لاسي بريک، د ګڼو رفتارونو ګيرونو، او ښه اداره کونکي په څېر نوښتونو پرمختګ وکړ. يو شمېر برياليو موټرو تر هغه وخته په پراخه کچه خلکو د نقل او حمل خدمات وړاندې کول، تر څو د دې لويو موټرو په وړاندې د غبرګون په پايله کې قوانين جوړل شول، لکه په 1865ز کال کې د لندن Locomotives قانون جوړ شو، د کوم تر مخې چې په عامو سرکونو د ډېرو خپله چلېدونکو موټرو لپاره اړينه وګرځول شوه چې له موټر څخه مخکې بايد يو پلی شخص روان وي، په لاس کې سور بيرغ رپوي او هارن وهي. دې کار د نولسمې پېړۍ په ډېره برخه کې په انګلستان کې په سرکونو د زغلېدو لپاره د وړ موټرو د پرمختګ تر ډېره بريده مخه ونيوله؛ مخترعينو او انجنیرانو خپلې هڅې د اورګاډي ماشينونو د ښه کولو لور ته واړولې. دا قانون تر 1896ز کال پورې نه و منسوخ شوی، که څه هم په 1878ز کال کې د سور بيرغ اړتيا ختمه کړای شوه.
په 1816ز کال کې، په پراګ کې د پولي تخنيک يو پروفيسر «جوزف بوزيک» د تيلو د سوځولو د بخار يو موټر جوړ کړ. په لندن کې په بخار د چلېدونکو بسونو جوړونکی او اداره کونکي، «والټر هانکوک»، په 1838ز کال کې د دوه سيټونو درلودونکی يو «فيټن» موټر جوړ کړ (فيټن په اس کش کېدونکې بګۍ وه).[۱۵]
په 1867ز کال کې، کاناډايي زرګر «هنري سيټ ټيلر» د «کيوبيک» په «سټانسټيډ» کې د «سټانسټيډ» په ميله کې د خپلو څلورو اربو والا په بخار چلېدونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ، او له دې يو کال وروسته یې د موټر دا ننداره بيا تر سره کړه. د دې کوچني موټر بنسټ، چې هغه يې په 1865ز کال کې جوړول پيل کړي و، د لوړو اربو درلودونکې بګۍ وه، کۍ يې درلودې، کومې چې په فرش د نصب شوي د دوه سلنډره بخاري ماشين د مهار لپاره جوړې شوې وې. په 1873ز کال کې، فرانسوي Amédée Bollée د مسافرو د ډلو د لېږدولو لپاره په خپله چلېدونکي په سرک د زغلېدو وړ د بخار موټرونه جوړ کړل.[۱۶][۱۷]
په متحده ايالاتو کې د واګن د چلېدو لپاره جوړ شويو موټرو د استعمال لپاره وړ لومړی موټر په بخار يو چلېدونکی موټر و، چې په 1871ز کال کې د ډاکټر «جی. ډبليو. کارهارټ» له خوا اختراع شوی و، نوموړی د «وسکونسن» په «ريسين» کې د يوې ميتوډيستي اسقفي کليسا مذهبي مشر و. دې اختراع په 1875ز کال کې د «وسکونسن» ايالت چمتو کړ چې لومړي هغه چاته د لس زره امريکايي ډالرو (په 2023ز کال کې له 277455 امريکايي ډالرو سره برابر) جايزې وړانديز وکړي چا چې د اسونو او نورو ژويو د استعمال يو بديل جوړ کړی و. دوی دا شرط وړاندې کړی و چې موتر بايد د 320 کيلو متره (200 ميله) په جريان کې په يو ساعت کې د اته کيلو متره (په يو ساعت کې پنځه ميله) څخه زيات منځنۍ کچې چټکتيا پر ځای وساتي. دې وړانديز په متحده ايالاتو کې له يو ښار څخه بل ښار ته د موټرو لومړۍ سيالۍ ته لاره برابره کړه، چې د 1878ز کال د جولای په شپاړسمه نېټه د «وسکونسن» په «ګرین بی» کې پيل شوې، او د «اپليټن، اوشکوش، واپن، واټرټاون، فورټ اټکنسن»، او «جينسويل» څخه په تېرېدو سره د «وسکونسن» په «ميډيسن» کې پای ته رسېده. په داسې حال کې چې اوه موتر ثبت شوي وو، يوازې دوه موټرو سيالي پيل کړه: د ګرين بی او اوشکوش په داخلو کې. له «ګرين بی» څخه روان شوی موټر چټک و، خو د سيالۍ له بشپړولو مخکې مات شو. «اوشکوش» د 323 کيلو متره (201 ميله) جريان په دري دېرشو ساعتونو او اوه ويشتو دقيقو کې بشپړ کړ، او د دې منځنۍ کچې چټکتيا 9.7 کيلو متره (6 ميله په يو ساعت کې) وه. په 1879ز کال کې، مقننه قوې نيمه جايزه ورکړه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
شلمه پېړۍ
سمولله دويمې نړيوالې جګړې وروسته
په بخار چلېدونکي په سرک د زغلېدو وړ موټر، هم موټرې او هم واګنونه، د 1930ز لسيزې په لومړيو کې د چټک بخار سپک وزن خوټکونکو او د ماشين د اغېزناک ډيزان په درلودلو سره د خپل پرمختګ عروج ته ورسېدل. د داخلي احتراق ماشين هم د لومړۍ نړيوالې جګړې په اوږدو کې تر ډېره بريده جوړ شو، د چلولو لپاره اسانه او ډېر باوري شول. له 1930ز کال راهيسې، د لوړې چټکتيا لرونکو د ډيزلو ماشين پرمختګ د واګن موټرو د ځای په نيولو پيل وکړ، په انګلستان کې د مالياتو د بدلونونو په مټ د بخار واګنونه په يو دم غېر اقتصادي وګرځېدل. که څه هم يو شمېر ډيزان کونکو د بخار د انرژۍ پلوي کوله، بيا هم په 1931ز کال کې له «ډوبل» وروسته په بخار چلېدونکو موټرو په جوړېدو کې کوم ځانګړی پرمختګ ونه شو.
سرچينې
سمول- ↑ Barker, Theo (1987). The Economic and Social Effects of the Spread of Motor Vehicles: An International Centenary Tribute (1st ed.). Palgrave Macmillan. p. 55. ISBN 978-1349086269.
- ↑ Rosheim, Mark (2006). Leonardo's lost robots. Springer. pp. 21–25. ISBN 9783540284970.
- ↑ "A broadside on a clockwork carriage built by Hans Hautsch". British Museum. نه اخيستل شوی 2024-05-28.
- ↑ "1679–1681. Chariot à vapeur du RP Verbiest" (په فرانسوي). Hergé. نه اخيستل شوی 28 November 2021.
- ↑ Eckermann, Erik (2001). World History of the Automobile. SAE Press. p. 14. ISBN 9780768008005.
- ↑ Ikenson, Ben (2012). Patents: Ingenious Inventions How They Work and How They Came to Be. Running Press. ISBN 9781603762724. نه اخيستل شوی 6 September 2019.
- ↑ Michelet, Henri (1965). L'inventeur Isaac de Rivaz: 1752 - 1828 (په فرانسوي). Editions Saint-Augustin. نه اخيستل شوی 16 March 2018.
- ↑ Hughes, Paul A. (September 1996). "History of the electric car: 1828 – 1912, from Trouve to Morrison". Archived from the original on 13 November 2011. نه اخيستل شوی 24 June 2014.
- ↑ "Greenwich Guide - Greenwich Day by Day - May". Greenwich Guide. نه اخيستل شوی 17 January 2021.
- ↑ "DRP patent No. 37435" (PDF). Archived from the original (PDF) on 4 February 2012. نه اخيستل شوی 16 March 2018.
- ↑ "Model T". History.com. 2 May 2019. نه اخيستل شوی 8 November 2020.
- ↑ "1679–1681. Chariot à vapeur du RP Verbiest" (په فرانسوي). Hergé. نه اخيستل شوی 28 November 2021.
- ↑ Setright, L. J. K. (2004). Drive On!: A Social History of the Motor Car. Granta Books. ISBN 9781862076983.
- ↑ Buchanan, C.D. (1958). "1". Mixed Blessing: The Motor in Britain. Leonard Hill.
- ↑ Georgano, G.N. (1985). Cars: Early and Vintage, 1886–1930. London: Grange-Universal. ISBN 1-59084-491-2.
- ↑ Coates, Len (18 January 1986). "Canadians were quick to hop on the self-propelled wagon". The Montreal Gazette. نه اخيستل شوی 24 June 2014.
- ↑ Kearny, Mark; Ray, Randy (2006). "Canada's First Automobile: Full Steam Ahead". Whatever Happened To...?. Hounslow Press. ISBN 9781550026542.
- ↑ Moore, Sam (February 2018). "J.I. Case Co. Keeps Fast Company - Equipment". Farm Collector. نه اخيستل شوی 8 November 2020.
- ↑ "A History of Wisconsin Highway Development 1835–1945", State Highway Commission of Wisconsin and the Public Roads Administration, Federal Works Agency, pp. 19–20, 1947
- ↑ "Race of First Steam Buggies". Wisconsin Historical Society. January 2012. نه اخيستل شوی 24 June 2014.
- ↑ Dennis, Williams F. "Dear Mr. Bottorff". ausbcomp.com. نه اخيستل شوی 24 June 2014.