ام المومنین یا د مومنانو مور یو داسې ستایننوم دی چې د محمد صلی الله علیه وسلم سپېڅلو مېرمنو ته کارول کېږي، ځکه چې هغوی د مېندو په څېر دي. د هغوي دریځ ډېر لوړ دی. د روایتونو له مخې د نبي علیه السلام له یوولس څخه تر دیارلس پورې مېرمنو نومونه موږ ته رارسېدلي دي. ددې مېرمنو ډېری برخه یې د نبي علیه السلام څخه په عمر کې سترې وی. دا ودونه زیاتره له کونډو، رنډو سره شوي چې خاوندان به یې په جهاد کې شهیدان شوي ول، او یا هم له هغو مېرمنو سره ودونه کړي چې له کومي نوموتې او سترې عربي قیبلې سره به یې تړاو درلود، ترڅو پدې توگه وکولای شي چې نومړوې قبیله د اسلام لور ته راوبولي.