د موسیقي تاریخ
د موسیقي تاریخ ، د موسیقي تاریخي پرمختګونه او شتون یې له تاریخ دمخه تر نن ورځي پورې دوام لري. که څه هم د موسیقي تعریفونه په ټوله نړۍ کې ډېر توپیر لري او هر پېـژندل شوي کلتور په کې ونډه لري، موسیقي ته د یوه نړیوال کلتور په سترګه کتل شوي دي.
د موسیقي رېښه پېــژندل یو اوږد بحث ته اړتیا لري. ډېـری موسیقي پېــژندونکې د موسیقي رېښي د ژبي په رېښي پوړې تړلی بولي. یوه بله د اختلاف موضوع داده چې موسیقي د ژبي له پیدایښت وړاندې که وروسته رامنځته شوې ده.
په دې اړه د بېلا بېلو څانګو د پوهانو له خوا ډېري نظريي وړاندې شوې دي، خو یوه نظریه هم په پراخ ډول نه ده منل شوې . زیاتره کلتورونه د موسیقي د جوړېـدو په اړه خپلې اسطوروي سرچینې لري چې په ټوله کې د دوی اسطورې له مذهبي او فلسفي عقیدو سره اړیکه لري.
له تاریخ دمخه کلتورونو، د موسیقي تاریخ په بشپړ ډول د پیالیویتیک دورې د هډوکو د فلوټونو له پیداکېدلو وروسته له نن څخه آن ۴۰۰۰۰ کاله پخوانی دی.
که څه هم دا نه ده معلومه چې د دې اصلي رېښې په منځني پیالیویتیک دورې پورې اړه لري او کنه، خو تر تاریخ د وړاندې موسیقي په اړه ډېر لږ معلومات موجود دي او دا نښي نښانې په ټولیز ډول د ځينو ساده فلوټونو او ضرب وهوونکو الاتو پورې تړلي دي.
په هر حال، داسې نښې نښانې شته چې موسیقي تر یوې اندازې تر تاریخ دمخه ټولنو کې شتون درلود، لکه د ژیا لړۍ او د سند د درې تمدن. د لیکني د صنعت له پراختیا سره د سواد لرونکو تمدنونو موسیقي او بیا لرغوني موسیقي په چینايي، مصري، یوناني، هندي، فارسي، بین النهریني او په منځنيو ختیځو ټولنو کې شتون درلود.
دا سخته ده چې د لرغوني موسیقي عمومي کول دې په ټوليزه توګه وشي خو د هغه څه پر سر چې پېژندل کېږي هغه تر ډېـره نوښت او مونوفوني ده. د لرغونو سندرو په شکل کې لیکل به له موسیقي سره نژدې ترتیب شوي و.
د دغې دورې د موسیقي پخوانۍ لیکنې ساتل شوې دي او داسې لیکني هم شته چې د دوی له موسیقي سره له تړاو پرته ساتل شوې، لکه ریګودا او د شایجینګ کلاسیکه شاعري. د ورېښمو د لارې راڅرګندېدل او د کلتورونو تر منځ د اړیکو پراخېدل، د کلتورونو د موسیقي د نظریو د لېـږد او تبادلې لامل شول .
د نظرونو دا ډول تبادله د دې لامل شوه چې د تنګ د لړۍ موسیقي د مرکزي اسیا د دودونو تر سخت اثر لاندې راشې، په داسې حال کې چې جاپاني دربارکوونکو موسیقي د چینايي او کوریايي دودونو د جذب لامل شوه.
په تاریخي ډول، مذهبونه ډېــری د موسیقي لپاره کتـلستونه دي. د هندويیزم ویدونو په کلاسیکي هندي موسیقي ډېر اغېز کړی، په داسې حال کې چې د کنفیوشینیزم پنځو کلاسیکو د چينايي موسیقي بنسټ کېښود.
په شپـږمه پېړۍ کې په چټکۍ سره د اسلام دین تر خپريدو وروسته اسلامي موسیقي په فارس او عربي نړۍ واکمنه شوه او د اسلام طلايي دوره د موسیقي د نامتو او مهمو نظریو شاهده وه.
لیکنۍ موسیقي د لومړنیو عیسوي کلیساوو له خوا په بشپړ ډول د لوېديځي کلاسیکي موسیقي دود کړه، کومې چې د منځنیو پېـړیو په موسیقي کې دوام وکړ ، چېرې چې د فیلفوني د کاروونکو لیکني او د ځینو پرمختللو الاتو نوي ډولونه جوړشول.
د یوې ټولنې موسیقي له دین څخه پرته ، د هغې ټولنې د کلتور له ټولو اړخونو متاثره وي، لکه د ټولنیزو او اقتصادي بنسټونو تجربي چې موسم او ټیکنالوژي ته له لاسرسي څخه اغېزمنې وي.
ځيني کلتورونو موسیقي له نورو هنرونو سره یوځای کوي، لکه چینايي څلورهنرونه او د منځنيۍ دورې کودریــم. هغه احساسات او نظريې چې موسیقي یې بیانوي، په هغو حالاتو کې چې موسیقي په کې غږول او اورېدل کېـږي ، له سندرغاړو او کمپوزرانو سره چلند، په سیمو او دورو کې توپیر لري.
زیاتره کلتورونه د هنري موسیقي ( یا کلاسیکي موسیقي ) محلي موسیقي او په دې وروستیو کې د مشهوري موسیقي تر منځ توپير لري ، په بله معنا توپیر یې اوږد مهاله دي. [۱]
رېښـې
سمولموسیقي ته د یوه نړیوال کلتور په سترګه کتل شوي ، که څه هم دغه تعریف د تاریخ په اوږدو کې په پراخ ډول له یو بل سره توپیر لري. لکه د انسان د نورو وړتیاوو د پېژندنې په څېر دا خبره ګونګه پاتې ده چې د موسیقي رېښې به تر کومه بریده وڅيـړل شي، خو ډېری څېړونکي قطبي درېځونه غوره بولي.[۲][۳][۴]
د موسیقي پر رېښو زیاتره وخت د ژبي د رېښو تر څنګ بحث کېـږي او د دوی تر منځ د اړیکو ارزښت د بحث یوه ګرمه موضوع ده. په هر حال، د ۲۰مې پېــړۍ په نیمايي کې دواړو موضوعاتو ته زیاته پاملرنه شوې ده. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د دغې موضوع د بیا له را ژوندي کېدو وروسته د مخالفت اصلي سرچیني په درېو نظریو ویشل شوې دي:
آیا موسیقي د لومړنیو ژبو د یوه ډول له لارې پیل شوې ( د یووالي لامل و ) کوم چې د ژبي لامل کېـږي؟
ایا موسیقي یو سپنډرل ده ( د پرمختګ فینوټایپيک یو فرعي محصول ) چې د ژبې لامل شوه؟
او که موسیقي او ژبه دواړه له یوې لرغونې سرچیني اخیستل شوې دي ؟
د موسیقي د بنسټــیزو رېښو په باره کې د هرې ځانګړي نظریې په اړه لږ همغږي شته ده، په کوم کې چې د لرغونپوهانو، ادراکي ساینسپوهانو، دودیزې موسیقي پيـژندونکيو، د ژوند د تکامل پيژندونکو، ژبه پوهانو، د عصبي علومو پوهانو، له تاریخ وړاندې انسان پيژندونکو، فیلسوفانو او ارواپوهانو ( پرمختیايي او ټولنیز) نظريې شاملي وې چې ځیني ډېري مشهورې نظريې په لاندې ډول دي : [۵]
- کېـدای شي موسیقي د یوې ستونزمنې جنسي اړیکي او د نسل اخیستنې پروخت رامنځ ته شوې وي. دغه نظریه شایي د موسیقي په اړه لومړنۍ خورا مهمه نظریه وي چې په ټوله کې په چارلی ډراوین پورې اړوند ده. دا نظریه په لومړي ځل د ډراوین د ۱۸۷۱ ز کال په کتاب کې د انسان د نزول او د جنسیت د ټاکنې په نوم را څرګنده شوه او په هغه وخت کې تر نیوکو لاندې راغله، ځکه هیڅ داسې ثبوت نه و چې د انسان دواړه جنسیتونه دې له موسیقي سره نژدې وبولي. د دوه رنګه جنسیتوب په اړه هم کوم ثبتونه نه و . اوس مهال داسې هیڅ مثال نشته چې جنسي ټاکنه دې د پام وړ دوه رنګه جنسیت ونه لري. وروستني نظر ورکوونکي د نورو حیواناتو د جنسي اړیکو په سیستم کې د موسیقي کارېدو ته اشاره کوي او بیا یې هم د ډاروین نظریې ته وده او پياوړتیا ورکړي ده چې په دې څېـړونکـو کې پيټرجی بی سلټر، کیټي پین، بیورن مرکر، جفری میلر او پيټر ټوډ شامل دي. [۱۲][۹][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
- موسیقي د ژبي ترڅنګ رامنځته شوې، چې په ښکاره دواړه له یوه ګډ پرمختګ څخه اخیستل شوې دي. بیولوژي پوه هربرات سپنسر د دې نظریې د لومړنیو پلویانو څخه و، لکه څنګه چې کمپوزر ریچارډ ویګنر و، چا چې د ژبي او موسیقي ګډ جد ( خبرې او موسیقي ) ونوماوه. له ۲۱ پېـړۍ راهیسې یو شمېـر پوهانو د دغې نظریې ملاتړ وکړ، په ځانګړي توګه یو له دوی څخه لرغونپوه سټوین میتن و. [۱۴][۱۲][۷][۱۸][۱۹]
- موسیقي د عملي اړتیا د پوره کولو لپاره رامنځته شوه چې وړاندیزونه یې په لاندې ډول دي :
- چې د هراړخيز کار په تنظیمولو کې مرسته وکړې، دا نظریه لومړي د اقتصادپوه کارل بوچر له خوا وړاندیز شوه.[۱۴]
- چې د اوږد واټن لرونکو اړیکو په لړۍ کې پرمختګ او اسانتیاوي راشي. دا خبره لومړی د موسیقي پوه کارل سټمپ له لوري وړاندیز شوه.[۱۴]
- د الهي او یا هم بل ډول مافوق الفطرت سره د اړیکو د ټینګولو لپاره ، دا خبره د لومړي ځل لپاره د انسان پېـژندونکي زیګـفرد نادل له خوا وړاندیز شوه.[۱۴][۲۰]
- له یووالي، همغږۍ او په تېره بیا په ځانګړی ډول د کورنیو او ټولنې په شرایطو کې مرسته کول.[۱۴][۱۲]
- د ښکارکوونکو او د څو ډولونو دښمنانو د ویرولو لپاره.[۱۴]
- موسیقي دوې غوښتنې لرلي، له وینا څخه ( لوګوجینیک ) او د احساساتي بیان څخه ( پیتوجینک) چې دا نظریه، د لومړي ځل لپاره موسیقي پوه کارټ ساکس وړاندې کړه ، کومه چې په ټوله نړۍ کې یې د موسیقي رنګارنګۍ ته انعکاس ورکاوه. ساکس یادونه وکړه چې ځینې موسیقي د اړیکو په ډول او یا هم د بیانولو په بڼي پورې تړلې دي او دا جوتوي چې، دا اړخونه یې په جلا ډول وده کوي.[۱۴]
سرچينې
سمول- ↑ Grout 1973، م. 2.
- ↑ Mithen 2005، مم. 26–27.
- ↑ Morley 2013، م. 5.
- ↑ Mithen 2005، م. 12.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Morley 2013، مم. 2–3.
- ↑ Brown 2000، م. 271.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Wallin، Merker او Brown 2000، م. 8.
- ↑ Wallin، Merker او Brown 2000، مم. 3–4.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Mithen 2005، م. 13.
- ↑ Goldstein 2016، "Language and Music in Cognition".
- ↑ Merker، Morley او Zuidema 2015، "Introduction".
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Wallin، Merker او Brown 2000، م. 11.
- ↑ Darwin, Charles (1874) [1871]. The Descent of Man, and Selection in Relation to Sex. London: John Murray. p. 87. OCLC 1239976266.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ ۱۴٫۴ ۱۴٫۵ ۱۴٫۶ ۱۴٫۷ Nettl 2001، "8. On the Origins of Music".
- ↑ Huron 2003، م. 61.
- ↑ Bickerton 2000، م. 153.
- ↑ Huron 2003، م. 62.
- ↑ Brown 2000، م. 279.
- ↑ Morley 2013، م. 315.
- ↑ Nadel 1930.