د مورنیو ونو نیالول
د مورنیو ونو د کېنولو کړنلاره کې به دا خبره روښانه کړو چې څرنگه کولای شو د مورنۍ ونې اداره او په سمه توگه کېنول ترسره کړي. د نیالگیو کېنولو اړوند کس باید د بزغلي د کېنولو څارنه وکړي، دا کړنه باید د ژمي موسم له رارسېدا مخکې ترسره شي.
د نیالگو د کرنې کړنلاره کې باید لاندې ټکو ته جدي پام وکړو:
- په یوه وخت کې باید یو کلون یا ورایټي کېنول شي.
- د کېنولو د ساحې لپاره باید یواځې هغه گېډۍ راواخېستل شي چې یواځې د یوې ورایټۍ/کلون پیوندي نیالگي ولري.
- کروندې ته د نیالگیو له رسېدا سره سم څومره ژر چې کېدای شي باید کېنول شي، (د خاورې حالت او د هوا وړتیا باید په نظر کې ونیول شي).
- د کېنولو د عمل په ترڅ کې دا باید په یاد ولرو چې د نیالگیو ریښې له گېډۍ څخه د وېستلو او په خاوره کې د کېنولو په وخت کې په لمدو موادو پټې کړای شي. ریښه کېدای شي چې د لمر د وړانگو او د هوا په واسطه وچه او له منځه ولاړه شي، د ریښې دا ډول تخریب کېدای شي د نیالولو څخه وروسته د کمزورې ودې باعث شي.
- که چېرې نبات له څو ورځو څخه زیات زېرمه کېږي نو هغه باید له بنډلونو څځه خلاص کړای شي او په یو سیوري لرونکي کنده کې یې کېږدئ. ریښې یې د ارې د بور یا د خاورې په وسیله پټې او اوبه ورکړئ.
د ساتلولارې چارې (څارنه، کتنه)
سمولڅـــارنـــه
سمولد مورنیو ونو د ساتلو، څارنې او کتنې په اړه باید لاندې څو مهمو ټکو ته پاملرنه وکړو.
- اوبه خور: دې برخه کې به دا خبره روښانه کړو چې د نیالگي له کېنولو وروسته سملاسي توگه د اوبو ورکولو په وخت کې د اوبو د ساتلو لپاره یو وړوکی بند د نیال شوي نیالگي گردچاپېره جوړ کړای شي. د بُزغلي د اوبه خور د مناسب اداره کولو لپاره باید دا لاندې پړاوونو ته پام وکړو:
- د نیالگیو د کېنولو څخه سمدلاسه وروسته هر مورني نیالگي ته باید دوه سطله اوبه ورکړي شي، ترڅو خاوره لمده او له ریښو سره ونښلوي. ##که چېرې ټول نیالگي کېنول شي، د لښتیو د اوبو لگولو سېسټم (د بېلگې په توگه د نیالگیو د کتارونو دوه اړخونو ته ویالی وکاږل شي، یعنی په یوه کتار کې دوه ویالې) او په بله ورځ نیالگي یو ځل بیا اوبه کړئ.
- د هوا حالات، د خاورې ډول، د ودې پړاو او د نیالگیو د اندازې په نظر کې نیولو سره باید په منظمه توگه اوبه ورکړ شي.
- که چېررې د مورنیو نیالگیو په منځ کې کوم بل نیالگی کرل شوی وي، نو هڅه وکړئ چې منځنی نیالگی له مورني نیالگي څخه جلا اوبه کړئ، د جلا لښتیو کارول استعمالول، ددې لپاره چې منځینې نیالگی او مورنی نیالگی د خپلې اړتیا سره سم اوبه کړای شي.
- د بېکاره بوټو کنټرول: واښه له مورنیو بوټو سره په اوبو او د خاورې د غذایي موادو په لاسته راوړلو کې رقابت کوي،، نو له دې لامله دا ډېره اړینه ده چې د ونې گردچاپېره لږ تر لږه د یو متر په فاصله کې د بیکاره بوټو څخه پاک وساتل شي. واښه کولای شو په لاس یا رمبي سره له منځه یوسو. د ونې خاوره له یوه متر څخه ډېره مه ژوروئ، ځکه کېدای شي په دې کار سره مو تغذیوي ریښو ته یې تاوان ورسېږي.
- له افتونو او ناروغیو مخنیوی:
«: د بڼوالۍ افات کېدای شي یو تي لرونکې مرغۍ، حشره، کنی یا نیماتود وي، چې نیالگیو ته زیان رسوي. د بڼوالۍ ناروغۍ په نیالگیو کې یو غیر صحي حالت دی چې د فنجي، بکتریا، وایرسونو یا وایرسونو ته ورته موجوداتو په وسیله منځته راځي. د افتونو له منځه وړونکو درملو پرته د افتونو د کنټرول ډېرې نورې لارې چارې هم شته چې په هغوی کې لاندې طریقې شاملې دي:
«: د کرنیزو عملیاتو په وسیله مخنیوی: صحیح ښاخ پرېکونه، د سرې یا اوبو ورکولو نظام، یا د د افتونو په مقابل کې د مقاومو ډولونو یا ورایټیو انتخابول. فزیکي مخنیوی: د بېلگې په توگه د کروندې په پوښولو (ملچ) سره د هرزه بوټو د ودې مخنیوی.
میخانیکي مخنیوی:
سمولد بېلگې په توگه د گیاه رمبی کول، د لومې (دام) کارول چې د افتونو مخه نیسي.
بیالوژیکي مخنیوی:
سمولد گټه رسوونکو ژوندیو موجوداتو څخه گټه اخېستل، لکه حشرات چې د افتونو څخه خواړه لاسته راوړي. ۴- سره ورکول: د سرې له کارولو موخه دا ده چې د نیالگي مناسبه وده، د هغې ډول، اقلیم، د ودې موسم، د غذایي موادو د نورو استعمال شویو منابعو او په خاوره کې د غذایي موادو د حالاتو سره یې وده بدلون وکړي.
- د ودې په لومړي فصل (اپرېل، جون، او سپټمبر) میاشتو کې هره میاشت پنځوس گرامه (تقریبا یو ډک موټی) د یوریا سره هرې مورنۍ ونې ته د ودې په موسم کې ورکول کېږي.
- د ونې څخه د ۴۰ سانتي مترو په واټن کې سره وپاشئ.
- په لږه اندازه سره له خاورې سره گډه کړئ ترڅو له وینځلو څخه وساتل شي او بیا ونو ته ژر اوبه ورکړئ ترڅو یوریا ښکته خاورې ته پرېمینځل شي.
- د ودې په دویم موسم کې او په هغې پسې د ودې په فصل کې د سرې د ورکړې اندازه لوړېدای شي، ځکه چې مورنۍ ونه غټېږي او غذایي مواد چې په هر اوري کې جمع کېږي، د قلمو د راټولولو له لامله لرې کېږي.
کتنه:
سمولد مورنیو نیالگیو د کتنې لپاره باید لاندې ټکي په پام کې ولرو:
- د نیالگیو زخه لرونکو پیوندي څانگو د کره کتنې لېست، د مورنۍ ونې نقشه، نښې او د کتارونو شمېرې چې دا معلومه شي چې له کومې ونې ښاخ پیوند اخېستل شوی، ټول باید وکتل شي.
- د ښاخ پیوند د راټولولو لپاره باید ټوټه لمده کړو او د یو ورایټي د بلاک لاندې په یو سیوري ځای کې کېږدئ.
- د یخ صندوق د مورنۍ ونې سره نږدی تر ټولو یخ ځای کې کېږدئ.
- کله چې له هغې مورنۍ ونې سره نږدی ودرېږئ، له کومې چې به پیوندي زخې راټولېږي، باید د تصدیق شویو زخه لرونکو څانگو لېبل یا پېژندپاڼه ډکه کړئ.
- پرې کوونکی سامان په الکولو تعقیم کړئ.
- د سږني وده ییزه موسم په جریان کې څانگې راټولې کړئ.
- کله چې څانگه پرې کړای شي، نو هغه په لمده ټوټه کې وساتئ.
له راټولولو وروسته د پیوندي څانگو د تیارولو کتنه:
- د کار لپاره یو سیوری او یخ ځای پیدا کړئ.
- د لمده ټوکر څخه یوه ټوټه راواخلئ.
- د څانگې هغه برخه غوره کړئ چې کافي زخې ولري، پاڼې ترې لرې کړئ مگر ټول ډنډرونه یې پرېږدئ.
- ټولې څانې په یو شان اوږدوالي غوڅې کړئ.
- زخې لرونکي څانگې په لیبل شویو پلاستیکی بوجیو کې واچوئ.
- که چېرې یو ځل د زخه لرونکو څانگو شمېره په یوه کڅوړه کې بشپړه شوه، نو کڅوړه د هغې پټۍ په وسیله وتړئ او په یخ صندوق کې یې کېږدئ.
تړلي مخونه
سمولسرچینې
سمول- The Mother Stock Nursery Volume 2, by Laura V. mburgia, PHDP Consultant, Perennial Horticulture Development Project European Commission- urope Aid/Asie/2006.
- English Wikpedia /http://en.wikipedia.org
- دستورالعمل احداث باغ مادري، تهیه کنندگان: 1. یحیی دهقانی شورکی2. اردشیر رحیمی میدانی 3. وحید مؤید صفاري، وزارت زراعت جمهوري ایران، سازمان تحقیقات و آموزش کشاورزي، مؤسسه تحقیقات ثبت و گواهی بذر و نهال.