د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا (UNHRC) د ملګرو ملتونو سازمان ته اړوند بنسټ دی چې دنده یې په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو ترویج او له هغو ملاتړ دی. دغه شورا ۴۷ غړي لري چې د درې کلنې دورې لپاره د هغو له اړوندو سیمه ییزو ګروپونو څخه ټاکل کېږي. د دغې شورا عمومي مرکز د سویس هېواد په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې دی. [۱][۲]
دغه شورا د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې ادعاوې ارزوي او په هغو کې د بشري حقونو موضوعي مسایل لکه د شورا ګانو او ټولنو د جوړولو آزادي، د بیان آزادي، د عقیدې او مذهب آزادي، د ښځو حقونه، د همجنسګرایانو حقونه او د نژادي او قومي لږکیو حقونه څېړي. [۳][۴][۵][۶][۷]
دغه شورا د ۲۰۰۶ زکال د مارچ په ۱۵ مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا تاسیس شوه څو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون (UNCHR) ځای ناستې شي. دغه شورا د بشري حقونو د عالي کمیشنر له دفتر سره همکاري لري او د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې لارې چارې همغږې کوي. دغه شورا د هغو هېوادونو د غړیتوب له امله چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي تر شدیدو نیوکو لاندې ده.[۸][۹][۱۰]
جوړښت
سمولد ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۴۷ څوکیو لپاره غړي ټاکي. د ټاکل شوو غړو کاري دوره درې کاله ده او هېڅ غړی نه شي کولای له دوه پرله پسې دورو څخه زیات دغه څوکۍ په واک کې ولري. پخواني د بشري حقونو کمیسیون (CHR) ۵۳ غړي لرل چې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا د حاضرو رایو ورکوونکو غړو د اکثریت رایو پر مټ ټاکل کېدل. [۱۱][۱۲]
غونډې
سمولد ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په منظم ډول په کال کې درې ځله غونډه کوي چې غونډې یې د مارچ، جون او سپټمبر په میاشتو کې دي. دغه شورا همدارنګه د غړو هېوادونو د یو په دریمې برخې په غوښتنه کولای شي د بشري حقونو څخه د سرغړونې جدی مواردو ته د رسېدګي په موخه ځانګړې غونډه جوړه کړي. یادې شورا د ۲۰۲۰ زکال له مۍ میاشتې وروسته ۲۸ ځانګړې غونډې کړې دي.[۱۳][۱۴]
غړي
سمولشورا ۴۷ غړي لري چې په کلني ډول د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا د درې کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. غړي یې د عادلانه جفرافیايي بدلون له لارې د ملګرو ملتونو د منطقوي ډل بندۍ له سیسټم څخه په ګټنې ټاکل کېږي. غړي د یوې بلې کاري دورې لپاره هم په شرایطو برابر دي او باید له هغو وروسته خپلې څوکۍ پرېږدي.[۱۵]
څوکۍ په لاندې ترتیب سره وېشل کېږي:[۱۶]
- ۱۳ څوکۍ د افریقايي هېوادونو د ډلې لپاره
- ۱۳ څوکۍ د آسیا – پاسفیک هېوادونو د ډلې لپاره
- ۶ څوکۍ د ختیځو اروپايي هېوادونو د ډلې لپاره
- ۸ څوکۍ د لاتیني امریکا او کارابین هېوادونو د ډلې لپاره
- ۷ څوکۍ د لویدیځې اروپا او نورو هېوادونو د ډلې لپاره
د غړیتوب ځنډونې
سمولعمومي اسمبلۍ کولای شي د دغې شورا د هر غړي حقوق او امتیازات په داسې حالت کې چې اړوند هېواد یې په شورا کې د غړیتوب پر مهال د بشري حقونو څرګندې او سیستماتیکې سرغړونې ترسره کړي، وځنډوي. د تعلیق پروسه د عمومي اسمبلۍ د رایو دوه پر درې اکثریت ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د تاسیس په پرېکړه لیک کې راغلي چې «د شورا د غړو د ټاکلو پر مهال، غړي هېوادونه باید د بشري حقونو د ودې او ملاتړ په موخه د نوماندانو ونډه او د هغوی هغه دواطلبانه ژمنې په پام کې ونیسي چې دوی یې د بشري حقونو اړوند لري»، همدارنګه دا چې «شورا ته ټاکل شوي غړي باید د بشري حقونو د ترویج او ملاتړ په برخه کې تر ټولو غوره معیارونه رعایت کړي».[۱۷][۱۸][۱۹]
د دغو مفاداتو پر بنسټ او همدارنګه د شورا د غړو د لارښوونو په ځواب کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۱ زکال په مارچ میاشت کې د معمر القذافي د دولت له خوا «په له تاوتریخوالي ډک ډول د دولت ضد اعتراضاتو د ځپلو له امله» په دغه شورا کې د لیبیا غړیتوب وځنډاوه، خو د ۲۰۱۱ زکال د نومبر په ۱۸ مه بېرته د دغه شورا غړی هېواد وګرځېد. [۲۰][۲۱]
د ۲۰۲۲ زکال د اپرېل میاشتې په ۷مه نېټه یوازې څو ورځې وروسته له هغه چې د بوچا د عام وژنې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۱۷مې ځانګړې بېړنۍ غونډې په دغه شورا کې د روسیې غړیتوب په ۲۰۲۲ زکال کې په اوکراین باندې د روسیې په برید کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو له امله وځنډاوه. په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیال سفیر ګینادي کوزمین (Gennady Kuzmin) وویل چې روسیه د همدغې ورځې په لومړیو کې د رایو ورکولو وړاندې له دغې شورا وتلې وه. روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لومړنی غړی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو له هر جوړښت څخه ویستل شوی.[۲۲][۲۳][۲۴]
په مستقیمه بڼه مسئول فرعي بنسټونه
سمولپه نړیواله کچه دوره یي ارزونکی کاري ګروپ
سمولد دغې شورا یو له مهمو چارو څخه د ملګرو ملتونو د ټولو ۱۹۳ غړو هېوادونو بشپړه دوره یي ارزونه ده چې د نړیوالې دوره یي ارزونې په نوم (UPR) یادېږي. د دغې ارزونې د ترسره کولو کړنلار د هغو راپورونو پر مټ ده چې له مختلفو سرچینو ترلاسه کېږي او یوه برخه یې هم د غیردولتي سازمانونو (NGOs) په همکارۍ برابرېږي. د هر هېواد وضعیت د یو درې نیم ساعته بحث په ترڅ کې ارزول کېږي. [۲۵][۲۶][۲۷]
د دغې ارزونې لومړنۍ پړاو له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۱ زکال او دویم پړاو یې له ۲۰۱۲ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې بشپړ شو. دریم پړاو یې په ۲۰۱۷ زکال کې پیل شو او تمه کېده چې په ۲۰۲۱ زکال کې به پای ته ورسېږي.[۲۸][۲۹][۳۰]
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پرېکړه لیک د دغې شورا اړوند ټاکلې چې «شورا باید خپلې چارې او فعالیتونه د هغو له تاسیس ۵ کاله وروسته و ارزوي». د ارزونې اصلي چارې د یو بین الدولتي کاري ټیم له خوا چې د ۲۰۰۹ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د یادې شورا د ۱۲/۱ پرېکړه لیک پر مټ رامنځته شو، ترسره شوې. دغه ارزونه د ۲۰۱۱ زکال په مارچ میاشت کې وروستۍ شوه او د یوې «پایلې» په توګه د شورا د شپاړلسمې غونډې له تصویب وروسته په ۱۶/۲۱ ګڼه پریکړه لیک کې ضم شوه. [۳۱][۳۲][۳۳]
لومړنی پړاو: د ارزونې لپاره لاندې شرایط او کړنلارې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا په ۶۰/۲۵۱ پرېکړه لیک کې وټاکل شوې:
- ارزونې باید د یوې څلور کلنې دورې په ترڅ کې (په کال کې ۴۸ هېوادونه) ترسره شي. پر دې بنسټ د ملګرو ملتونو غړي ۱۹۳ هېوادونه باید په عادي ډول له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۱ زکال پورې دغه ډول و ارزول شي؛[۳۴]
- د ارزونې اصول باید د نړیوال توب او برابر چلن له اصولو پیروي وکړي؛
- د شورا ټول غړي هېوادونه هغه مهال چې د شورا غړیتوب لري ارزول کېږي او همدارنګه د شورا مخکښ هېوادونه باید له ټولو وړاندې و ارزول شي؛
- د ارزونې لپاره ټاکل کېدونکي هېوادونه باید د عادلانه جغرافیايي تخصیص اصولو ته درناوی ولري؛
- په هره جفرافیايي ډله کې لومړنی ارزول کېدونکی هېواد او ارزونه کوونکی هېواد په تصادفي ډول ټاکل کېږي څو عادلانه جغرافیايي تخصیص ډاډمن شي. د نورو هېوادونو ارزونه د الفبا له مخې ترسره کېږي.
دویم پړاو: د بشري حقونو د شورا ۱۶/۲۱ پرېکړه لیک لاندې بدلونونه په ارزونه کې راوړل:
- ارزونې باید د یوې څلور نیم کلنې دورې په ترڅ کې (په کال کې ۴۲ هېوادونه) ترسره شي. پر دې بنسټ د ملګرو ملتونو غړي ۱۹۳ هېوادونه باید په عادي ډول له ۲۰۱۲ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې و ارزول شي؛
- د ارزونې اصول د لومړي پړاو په ډول دي؛
- د هرې ارزونې لپاره ټاکل شوی مهال له دریو ساعتونو څخه درې نیمو ساعتونو ته زیاتوالی مومي؛
- د ارزونې په دویم پړاو او له هغو وروسته پړاوونو کې باید د نورو مواردو په خوا کې د لارښوونو په ترسره کېدو تمرکز وشي.
ورته کړنلارې په نورو سازمانونو لکه د اټومي انرژۍ په نړیوال آژانس، اروپايي شورا، د پیسو په نړیوال صندوق، د امریکايي هېوادونو په سازمان او د نړیوالې سوداګرۍ په سازمان کې هم کارول کېږي.[۳۵]
مشورتي کمېټه
سمولد بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب فرعي کمیسیون د بشري حقونو د شورا اصلي برخه جوړه کړه. دغه فرعي کمیسیون د بشري حقونو په برخه کې د منتخبو ۲۶ کارپوهانو څخه جوړ و چې دنده یې د تبعیض لرونکو چارو اړوند څېړنې او د داسې وړاندیزونو وړاندې کول و څو ډاډ ترلاسه شي چې د نژادي، ملي، مذهبي او ژبنیو لږکیو حقونه د قانون پر مټ خوندي دي. [۳۶]
په ۲۰۰۶ زکال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نوې رامنځته شوې شورا د فرعي کمیسیون مسئولیت پر غاړه واخیست. د دغه فرعي کمیسیون ماموریت د یوه کال لپاره (د ۲۰۰۷ زکال تر جون میاشتې) تمدید شو، خو وروستۍ غونډه یې د ۲۰۰۶ زکال په اګست میاشت کې وکړه. دغه کمیسیون په خپله وروستۍ غونډه کې وړاندیز وکړ چې د بشري حقونو شورا ته د مشورې ورکولو په موخه باید یوه مشورتي کمېټه رامنځته شي.[۳۷]
د ۲۰۰۷ زکال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړه وکړه څو د مشورو د ترلاسه کولو په موخه د ۱۸ غړو په لرلو یوه تخصصي مشورتي کمېټه رامنځته کړي او د هغو د غړو ترتیب یې په داسې توګه وړاندې کړ چې پنځه غړي له افریقايي هېوادونو؛ پنځه غړي له آسیایي هېوادونو، درې غړي د لاتین امریکا او کارابین له هېوادونو، درې له لویدیځو اروپايي او نورو هېوادونو او دوه نور له ختیځو اروپايي هېوادونو وټاکل شي.[۳۸][۳۹]
سرچينې
سمول- ↑ "About the Human Rights Council". Office of the High Commissioner for Human Rights. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 March 2017. بياځلي په 29 October 2016.
- ↑ "OHCHR | HRC Sessions". www.ohchr.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 July 2019. بياځلي په 4 July 2019.
- ↑ "Special Rapporteur on the rights to freedom of peaceful assembly and of association". خوندي شوی له اصلي څخه په 3 June 2012. بياځلي په 2 June 2012.
- ↑ "HRC Freedom of Opinion and Expression Resolution". خوندي شوی له اصلي څخه په 3 July 2010. بياځلي په 2 June 2012.
- ↑ "USCIRF Welcomes Move Away from 'Defamation of Religions' concept". خوندي شوی له اصلي څخه په 15 October 2013. بياځلي په 15 October 2013.
- ↑ UNOG. "Human Rights Council Establishes Working Group On Discrimination Against Women in Law And Practise". خوندي شوی له the original on 15 October 2013. بياځلي په 15 October 2013.
- ↑ "Council establishes mandate on Côte d'Ivoire, adopts protocol to child rights treaty, requests study on discrimination and sexual orientation". 17 June 2011. خوندي شوی له the original on 24 June 2011. بياځلي په 15 October 2013. and "UN publishes first global report and recommendations to tackle gay rights abuses". 16 December 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 September 2013. بياځلي په 22 March 2013.
- ↑ "UN creates new human rights body". BBC. 15 March 2006. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 December 2013. بياځلي په 27 September 2009.
- ↑ Gladstone, Rick (14 October 2021). "U.S. Regains Seat at U.N. Human Rights Council, 3 Years After Quitting". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 5 December 2021.
- ↑ Piccone, Ted (25 February 2021). "UN Human Rights Council: As the US returns, it will have to deal with China and its friends". Brookings (in American English). بياځلي په 5 December 2021.
- ↑ "HRC Membership of the Human Rights Council". www.ohchr.org. OHCHR. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 May 2020. بياځلي په 22 May 2020.
- ↑ "CHR Membership and Bureau". www.ohchr.org. United Nations Human Rights Council. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 May 2019. بياځلي په 22 May 2020.
- ↑ "United Nations Human Rights Council, Sessions". خوندي شوی له اصلي څخه په 20 May 2012. بياځلي په 2 June 2012.
- ↑ "HRC Sessions". www.ohchr.org. OHCHR. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 May 2020. بياځلي په 22 May 2020.
- ↑ "Membership of the Human Rights Council". United Nations Human Rights Council. United Nations. 26 February 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 February 2019. بياځلي په 26 February 2019.
- ↑ "HRC Membership of the Human Rights Council". www.ohchr.org. OHCHR. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 May 2020. بياځلي په 22 May 2020.
- ↑ Ghandhi, P. R.; Ghandhi, Sandy, eds. (2012). "Resolution adopted by the General Assembly 60/251: Human Rights Council (2006)". Blackstone's International Human Rights Documents. OUP Oxford. p. 238. ISBN 978-0-19-965632-5.
- ↑ Ghandhi, P. R.; Ghandhi, Sandy, eds. (2012). "Resolution adopted by the General Assembly 60/251: Human Rights Council (2006)". Blackstone's International Human Rights Documents. OUP Oxford. p. 238. ISBN 978-0-19-965632-5.
- ↑ "Resolution adopted by the General Assembly - 60/251. Human Rights Council" (PDF). OHCHR. 3 April 2006. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 22 March 2020. بياځلي په 22 May 2020.
- ↑ "General Assembly Suspends Libya from Human Rights Council". United Nations: Meetings Coverage and Press Releases. 1 March 2011.
- ↑ "Member States vote to reinstate Libya as member of UN Human Rights Council". United Nations: UN News. 18 November 2011.
- ↑ "UN suspends Russia from Human Rights Council". CNN. 7 April 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 April 2022. بياځلي په 7 April 2022.
- ↑ Lederer, Edith M.; Peltz, Jennifer (April 7, 2022). "UN assembly suspends Russia from top human rights body". AP News. Associated Press. بياځلي په April 7, 2022.
- ↑ Al Jazeera and news agencies (April 7, 2022). "UN suspends Russia from human rights body over Ukraine abuses". Al Jazeera. بياځلي په April 7, 2022.
- ↑ Main points: What is the UPR Archived 24 November 2020 at the Wayback Machine.. Retrieved 31 January 2016
- ↑ More details on: Information note for NGOs regarding the Universal Periodic Review mechanism (as of second cycle) Archived 24 November 2020 at the Wayback Machine.. Retrieved 31 January 2016
- ↑ "The Universal Periodic Review Mechanism". Human Rights Watch. 27 June 2006. بياځلي په 24 February 2009.
- ↑ For complete calendar, see: Human Rights Council Universal Periodic Review
- ↑ For complete calendar, see: Human Rights Council 2nd Universal Periodic Review Archived 12 July 2017 at the Wayback Machine.
- ↑ For complete calendar, see: Human Rights Council 3rd Universal Periodic Review Archived 27 September 2019 at the Wayback Machine.
- ↑ Paragraph 16 of General Assembly Resolution 60/251 of 15 March 2006
- ↑ See: Resolution 12/1 of 1 October 2009, included in UN document A/65/53, containing the Report of the Human Rights Council on its Twelfth Session (14 September – 2 October 2009) Archived 24 March 2020 at the Wayback Machine.
- ↑ "Resolution 16/21" (PDF). upr-info.org. خوندي شوی له the original (PDF) on 30 September 2020. بياځلي په 31 January 2016.
- ↑ Nations, United. "Member States | United Nations". United Nations. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 May 2019. بياځلي په 7 December 2018.
- ↑ Lars Müller, (ed.), The First 365 days of the United Nations Human Rights Council, p. 81 and ff.
- ↑ "Sub-Commission on the Promotion and Protection of Human Rights". Office of the High Commissioner for Human Rights. n.d. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 December 2016. بياځلي په 11 August 2009.
- ↑ "Report of the Sub-Commission on the Promotion and Protection of human rights on its fifty-eighth session". A/HRC/2/2. Office of the High Commissioner for Human Rights. 9 November 2006. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 April 2016. بياځلي په 11 August 2009.
- ↑ Human Rights Council Advisory Committee Concludes Third Session Human Rights Council Advisory Committee Roundup 7 August 2009.
- ↑ "Human Rights Council Advisory Committee". UN Human Rights Council. n.d. بياځلي په 11 August 2009.