د ملتونو لیګ (فرانسوي کې:(Société des Nations[sɔsjete de nɑsjɔ̃ په ټوله نړۍ کې لومړۍ بین الحکومتي مؤسسه وه، چې اصلي دنده یې د نړۍ د سولې ساتل و. دا د ۱۹۲۰ز کال د جنورۍ په ۱۰مه د پاریس د سولې کنفرانس له خوا، چې لومړۍ نړیواله جګړه یې پای ته ورسوله، تاسیس شو. اصلي سازمان د ۱۹۴۶ز کال د اپرېل په ۲۰مه خپل فعالیتونه ودرول، خو ډېری برخې یې نويو ملګرو ملتونو ته ولېږدول شوې. [۱]

د لیګ لومړۍ موخې په خپل میثاق کې بیان شوې، په دوی کې د ډله ییز امنیت او بې وسلې کولو له لارې د جګړو مخنیوی او د خبرو اترو او منځګړیتوب له لارې د نړیوالو شخړو حل کول شامل وو. نورې اندېښنې یې هم دا دي: د کار شرایط، له بومي اوسېدونکو سره عادلانه چلند، د انسانانو او نشه یي توکو قاچاق، د وسلو سوداګري، نړیواله روغتیا، د جګړې بندیان او په اروپا کې د اقلیتونو ملاتړ. د ملګرو ملتونو د لیګ تړون د ۱۹۱۹ز کال د جون په ۲۸مه د ورسیلز تړون د لومړۍ برخې په توګه لاسلیک شو او د ۱۹۲۰ز کال د جنورۍ په ۱۰مه د تړون له نورو برخو سره یو ځای نافذ شو. د لیګ د شورا لومړۍ غونډه د ۱۹۲۰ز کال د جنورۍ په ۱۶مه او د لیګ د مجلس لومړۍ غونډه د ۱۹۲۰ز کال د نومبر په ۱۵مه ترسره شوه. په ۱۹۱۹ز کال کې د متحده ایالاتو ولسمشر ووډرو ویلسن د لیګ د مخکښ جوړوونکي په توګه د خپلې ونډې له امله د سولې نوبل جایزه وګټله.[۲][۳]

د لیګ ترشا ډیپلوماټیکه فلسفه د تېرو سلو کلونو نه د بنسټیز بدلون استازیتوب کوي. لیګ خپل وسله وال ځواک نه درلود او د لومړۍ نړیوالې جګړې په ګټونکو متحدینو ( بریتانیا، فرانسه، ایټالیا او جاپان د اجرائیه شورا دایمي غړي وو) پورې یې اړه لرله، ترڅو خپل پرېکړه لیک پلی کړي، اقتصادي بندیزونه وساتي او یا د اړتیا پرمهال پوځ چمتو کړي. زبرځواکونو دغه کار ته چندان تمایل نه درلود، ځکه بندیزونو کولای شوای، د لیګ غړو ته زیان ورسوي، نو له دې امله یې موافقې ته زړه نه ښه کاوه. د ایټالو-ایتوپیا د دویمې جګړې په لړ کې، کله چې لیګ ایټالیوي سرتېري په دې تورن کړل، چې د نړیوال سره صلیب او د سرې میاشتې د خوځښت، طبي خیمې یې په نښه کړې وې، نو بینیټو مسولیني په ځواب کې وویل:«لیګ ډېر ښه دی، خو کله چې باښې دباندې ولوېږي، بیا هېڅ ښه نه دی». [۴]

دغه لیګ د ۱۹۳۴ز کال د سپټمبر له ۲۸مې نه تر د ۱۹۳۵ز کال د فبروري له ۲۳مې پورې په لویه کچه ۵۸ غړي لرل. په ۱۹۲۰لسیزه کې له ځینو بریاوو او ناکامیو وروسته، اتحادیې وښودل، چې په ۱۹۳۰لسیزه کې د محور د ځواکونو د یرغل د مخنیوي توان نه لري. د سازمان اعتبار د دغه حقیقت له مخې کمزوری شو، چې متحده ایالات هېڅکله له لیګ سره یوځای نه شو او شوروي اتحاد وروسته یوځای شو، خو د فنلنډ تر برید وروسته ډېر ژر له اتحادیې واېستل شو. المان هم لکه: د جاپان، ایټالیا، هسپانیا او نورو په څېر له اتحادیې ووت. په ۱۹۳۹ز کال کې د دویمې نړیوالې جګړې پیل وښودله، چې لیګ په خپل اصلي هدف کې پاتې راغلی او تر لغوه کېدو پورې غیر فعال و. لیګ ۲۶ کاله دوام وکړ. ملګري ملتونه (UN) یې په ۱۹۴۶ز کال کې ځایناستی وټاکل شو او د لیګ له خوا جوړې شوې زیاتره ادارې او سازمانونه ورته پاتې شول. [۵][۶][۷][۸]

مخینهسمول

د ملتونو د سوله ییزې ټولنې مفکوره د ۱۷۹۵ز کال په لومړیو کې وړاندې شوې وه، یعنې هغه مهال چې د امانویل کانټ تلپاتې سولې: د جګړې د کنټرول لپاره یوه فلسفي خاکه او د دولتونو ترمنځ د سولې د پراختیا لپاره د ملتونو د لیګ مفکوره بیان کړه. کانت د یوې سوله ییزې ټولنې د جوړولو لپاره کوښښ کاوه، نه د نړیوال حکومت لپاره. هغه په دې هیله و، چې هر دولت به ځان یو خپلواک دولت اعلان کړي، چې خپلو اتباعو ته درناوی وکړي او له بهرنیو لیدونکو سره معقولانه چلند وکړي، نو په دې توګه په ټوله نړۍ کې سوله ییزه ټولنه دودوي. د ډله ییز امنیت د ودې لپاره نړیواله همکاري په ۱۹مه پېړۍ کې له ناپلیونیک جګړو وروسته د اروپا له پلان سره رامنځته شوه، ترڅو د اروپایي هېوادونو ترمنځ حالت عادي وساتي او له دې امله د جګړې مخه ونیسي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۹۱۰ز کال کې نړیوال قانون رامنځته شو، دغه قانون د جینوا له لومړي کنوانسیون سره، چې د جګړې پرمهال یې بشردوستانه مرستې کولې او د ۱۸۹۹ز او ۱۹۰۷ز کال نړیوال هاګ کنوانسیونونه، چې د جګړې مقررات او د نړیوالو جګړو سوله ییز حل یې کاوه، رامنځته شو. ټیوډرو روزویلت په ۱۹۱۰ز کال کې د نوبل جایزې د ترلاسه کولو پرمهال وویل:«که چېرې هغه زبرځواکونه، چې په ریښتیني ډول د سولې غوښتونکې دي، د سولې اتحادیه جوړه کړي، نو دا به یو شاهکار وي». [۱۴][۱۵][۱۶]

ژبې او سمبولونه    سمول

د ملتونو د لیګ رسمي ژبې فرانسوي او انګلیسي وې. [۱۷]

په ۱۹۳۹ز کال کې د ملتونو د لیګ لپاره نیمه رسمي نښه جوړه شوه، چې په نیلي پینځه ضلعي کې دوه پینځه ټکي لرونکي ستوري وو، دوی  د ځمکې د پینځو لویو وچو او پینځو نسلونو ښکارندويي کوله، په پورتنۍ برخه کې یې یو کمان په انګلیسي نوم «د ملتونو لیګ» ښودل شوی او په ښکتنۍ برخه کې یې په فرانسوۍ «Société des Nations» ښودل شوی دی.[۱۸]

غړيسمول

د لیګ له ۴۲ بنسټ اېښودونکو غړو نه ۲۳ غړي پاتې شول، تر هغه چې په ۱۹۴۶ز کال کې منحل شو. د لیګ د جوړېدو پرمهال ورسره شپږ نور ایالتونو یوځای شول، خو تر پایه ورسره یوازې دوه ایالته پاتې شول. المان د وایمار د جمهوریت په مشرۍ، د ۱۹۲۶ز کال د سپټمبر په ۸مه د یوه پرېکړه لیک له لارې د ملګرو ملتونو په لیګ کې شامل شو.[۱۹]

وروسته ورسره نور ۱۵ هېوادونو هم یوځای شول. د غړو هېوادونو تر ټولو لوړ شمېر ۵۸ و، چې د ۱۹۳۴ز کال د سپټمبر په ۲۸مه ورسره اکوادور یوځای شو او د ۱۹۳۵ز کال د فبرورۍ په ۲۳مه ترې پاراګوی ووت. [۲۰]

مصر د ۱۹۳۷ز کال د می په ۲۶مه په لیګ کې د شاملېدو وروستی هېواد شو. د ۱۹۲۵ز کال د جنورۍ په ۲۲مه کاسټاریکا لومړی غړی و، چې په دایمي توګه له لیګ نه ووت، دغه غړی هېواد د ۱۹۲۰ز کال د ډسمبر په ۱۶مه له لیګ سره یوځای شوی و، نو ښایي ډېر ژر له لیګ نه وتونکی هېواد وي. برازیل لومړی بنسټ اېښودونکی غړی و، چې د ۱۹۲۶ز کال د جون په ۱۴مه له لیګ نه ووت او هایټي وروستی غړی و، چې د ۱۹۴۲ز کال په اپرېل کې له لیګ نه ووت. عراق، چې په ۱۹۳۲ز کال کې ورسره یوځای شو، لومړی غړی و، چې  پخوا یې هم د ملګرو ملتونو غړیتوب درلود. [۲۱]

شوروي اتحاد د ۱۹۳۴ز کال د سپټمبر په ۱۸مه غړی هېواد شو او د ۱۹۳۹ز کال د ډسمبر په ۱۴مه پر فنلنډ د یرغل له امله واېستل شو. د شوروي اتحاد په شړلو کې لیګ خپل حاکمیت مات کړ. د شورا له ۱۵ غړو نه یوازې ۷ یې د اخراج لپاره رایه ورکړه(فرانسه، برتانیه، بلجیم، بولیویا، مصر، سویلي افریقا او ډومینیکن جمهوریت)، له دغو غړو نه درې یې له رایې ورکولو نه یوه ورځ مخکې د شورا غړي وټاکل شول (سویلي افریقا، بولیویا او مصر) دا د لیګ له وروستیو کړنو نه و، یعنې مخکې تر دې چې د دویمې نړیوالې جګړې له امله په عملي توګه خپل فعالیت بند کړي.[۲۲][۲۳]

د ځمکو د شخړو حل و فصلسمول

تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته ډېرې مسئلې حل شوې، لکه د ملي سرحدونو کره موقعیت او هغه ځانګړې سیمې، چې باید له کوم هېواد سره یوځای شي. ډېری دغه پوښتنې د متحدینو د عالي شورا په څېر ارګانونو کې د ګټونکي متحد ځواک له خوا اداره کېدلې. متحدینو غوښتل، چې لیګ ته یوازې لانجمنې مسئلې وړاندې کړي. د دې معنا دا وه، چې د جګړې په لومړیو کې د ګډوډیو په حلولو کې دغه لیګ ډېره کمه ونډه لرله. لیګ په خپلو لومړیو کلونو کې هغو پوښتنو ته پام وکړ، چې د پاریس د سولې د تړونونو له خوا ټاکل شوې وې. [۲۴]

دا هم وګورئسمول

سرچينېسمول

  1. Christian, Tomuschat (1995). The United Nations at Age Fifty: A Legal Perspective. Martinus Nijhoff Publishers. د کتاب پاڼې 77. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-411-0145-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. See Article 23, "Covenant of the League of Nations". مؤرشف من الأصل في ۲۶ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), "Treaty of Versailles". مؤرشف من الأصل في ۱۹ جنوري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) and Minority Treaties.
  3. "Covenant of the League of Nations". The Avalon Project. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jahanpour, Farhang. "The Elusiveness of Trust: the experience of Security Council and Iran" (PDF). Transnational Foundation of Peace and Future Research. د کتاب پاڼې 2. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۷ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Osakwe, C O (1972). The participation of the Soviet Union in universal international organizations.: A political and legal analysis of Soviet strategies and aspirations inside ILO, UNESCO and WHO. Springer. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-286-0002-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Pericles, Lewis (2000). Modernism, Nationalism, and the Novel. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-42658-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ginneken, Anique H. M. van (2006). Historical Dictionary of the League of Nations. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-6513-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ellis, Charles Howard (2003). The Origin, Structure & Working of the League of Nations. Lawbook Exchange Ltd. د کتاب پاڼې 169. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58477-320-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Kant, Immanuel (1795). "Perpetual Peace". Constitution Society. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kant, Immanuel. "Perpetual Peace: A Philosophical Sketch". Mount Holyoke College. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Skirbekk او Gilje 2001، ص. 288.
  12. Rapoport 1995، صص. 498–500.
  13. Reichard 2006، ص. 9.
  14. Bouchet-Saulnier، Brav او Olivier 2007، صص. 14–134.
  15. Morris, Charles (1910). The Marvelous Career of Theodore Roosevelt: Including what He Has Done and Stands For; His Early Life and Public Services; the Story of His African Trip; His Memorable Journey Through Europe; and His Enthusiastic Welcome Home. John C. Winston Company. د کتاب پاڼې 370. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Northedge, F. S. (1986). The League of Nations: Its life and times, 1920–1946. Leicester University Press. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7185-1194-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. League of Nations 1935، ص. 22.
  18. "Language and Emblem". United Nations. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Chronology of the League of Nations" (PDF). United Nations Office at Geneva. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۵ مې ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "National Membership of the League of Nations". University of Indiana. مؤرشف من الأصل في ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Tripp 2002، ص. 75.
  22. Magliveras 1999، ص. 31.
  23. Scott 1973، صص. 312, 398.
  24. Northedge 1986، صص. 70–72.