معده د ناک په شکل د یوې خلتې یا کڅوړې غوندې د هضمي سيسټم یوه مهمه برخه ده چې د خوراک نالۍ یا (اېسوفېګس) له وړو کولمو یا (ډېوډينم) سره نښلوي. په خوله کې ژوول شوی خوراک د معدې له تېزابو او انزایمونو سره یو ځای کېږي او یو کسچر ترې جوړيږي چې بیا د خوراک له نوعیت سره سم ترڅو ساعته تم کېدو وروسته په وړو کولمو کې وينې ته جذبېږي او ینې ته درومي چې هلته ترې بېکاره توکي ليرې کيږي او بیا درست بدن ته رسيږي.

ډېری خلک په ژوند کې په یو نه یو ډول د معدې له ناروعۍ یا تکليف سره مخامخ کېږي. لکه مخکې مو چې وویل معده د خوراک د هضم لپاره تېزاب جوړوي چې د خوراک د هضمولو تر څنګ د کروبونو یا جراثيمو په له منځه وړلو کې هم رول لري. خو کله بیا دا تېزاب دومره ډېر شي چې پخپله د معدې د تخريش، سوځېدو او دردونو سبب شي.

کله چې د خوراک د پایپ (نالۍ) د بېخ یعنې هغه برخه چې د معدې سره یو ځای کېږي والونه یا (سفېنکټرز) سست شي او سم کار نه کوي نو د معدې تېزاب پورته د خوراک پایپ او ان ستوني ته درومي چې په سينه کې د درد یا د خلکو په ژبه زړه سوځېدو سبب کيږي.

کله خو دغه دردونه دومره سخت وي چې ان د زړه د حملې ګومان پرې کېږي. د خوراک پایپ ته د معدې د تېزابو ختل او پرله پسې تماس یې د ننه برخې د ژونکیو یا حجرو په بڼه کې بدلون راولي چې ځينې یې پر سرطان یا کېنسر د اوښتو خطر هم لري.

د معدې د تېزابو زیاتوالی یې د داخلي پوښ د التهاب یا (انفلېشن) سبب کېږي چې د خېټې په پاسنۍ برخه کې دردونه رامنځته کوي. نورې نښې نښانې یې لکه اغېړ یا د خوا بدېدل، کانګې یا استفراق، د خېټې د پړسېدو او ګیس احساس او د خولې د تريخوالي یا بد خوندۍ وجه هم کېدای شي.

که دغه تخريش په کومه برخه کې ژور شي نو د معدې زخم ترې جوړيږي او که درملنه یې ونه شي نو د سوري کېدو خطر هم لري. دغه ډول زخمونه د وړو کولمو په شروع کې هم جوړېدای شي.

د معدې د تخريش یا زخم له وجې وينې راوتل د کافي یا قهوې غوندې کانګو یا استفراق او د ډکو متیازو د رنګ د تورېدو سبب کيږي. په عام ډول د معدې د زخم دردونه له خوراک سره زیاتيږي خو د وړو کولمو د اولې برخې یا ډېوډينم د زخم دردونه بیا په لوږه زیاتيږي او کله خو انسان په پخه شپه کې له خوبه هم راويښوي.

که څوک د دغه ډول تخريش یا زخم له وجې وينه ضایع کوي نو د وينې په کمښت یا انيمیا اخته کيږي او د وينې په معاینه کې یې د یوریا کچه لوړه او د هېموګلوبين کچه ټيټيږي. له ښه مرغه په تېرو دېرشو کالو کې د ګټورو او اغېزناکو درملو په جوړېدو سره اوس دغه ناروغي زر رغيږي او د دغو ګواښونو خطرونه یې هم یو څه کم شوي دي.

د معدې د ناروغیو لاملونه سمول

– د اېچ پایلوري ميکروب یا جراثيم په لسو کې تر اتو پورې د معدې د زخم یا التهاب وجه ده. په بريتانیا کې تر درېی برخې زیات خلک د خپل ژوند په یوه برخه کې پر اېچ پایلوري اوښتي دي. د دغه ميکروب شتون د سا، ډکو متیازو او د کامرې په ذريعه د معدې په معاینه تشخيص کيدای شي.

– د دردونو ځينې درمل لکه آسپرين آیبوپروفين، ډایکلوفېنېک او داسې نور چې په لنډون یې (انسېډ) بولي د معدې داخلي دفاعي پوښ له منځه وړي او د التهاب یا زخم سبب کيږي. په لسو کې دوه د معدې زخمونه د دغه ډول ګولیو د خوړلو له وجې رامنځته کيږي.

– په ځينو آټواېمیون ناروغیو لکه ټایپ ۱ ډایابيټ کې چې د بنیادم بدن په غلطۍ سره د خپلو غړیو پر ضد انټي باډيز جوړوي او خرابوي یې، په هغو کې د معدې د داخلي پوښ ځينې برخې هم شاملې دي.

هغه فکټر چې د ب۱۲ ويټامين په جذب کولو کې مرسته کوي له کاره غورځوي او په دې توګه انسان د وينې د کمي یا انيمیا له یو بل ډول سره مخامخيږي چې (پرنيشیس انيمیا) یې بولي.

په دې ناروغۍ کې انسان ستومانه وي، بدن یې خوږيږي، سر یې چورلي، لاس و پښې یې ميږي ميږي کيږي او له بېلابېلو ذهني اوعصبی ستونزو سره مخامخيږي.

– د شکرې په ناروغانو کې لکه د پو ستکي عصبي تارونه چې زیانمن کيږي همدغسې د هضمي سېسټم اعصاب هم اغېزمن کيږي او معده او کول لکه چې ښایي هغسې خپله دنده نشي تر سره کولای.

د الکولو زیات استعمال او د سېګرېټو څکول سمول

درملنه سمول

اول خو ښایي د خپل خوراک او ژوند ژواک په طريقه کې مثبت بدلون ته پام واړول شي. پر یوه وخت د ډېرې ټيکلې خوړلو پر ځای دې څو کرته خو لږ ډوډی وخوړل شي. د ترخو، مرچو مسالو، ډېروغوړو او سرو کړيو خوراکونو نه ډډه په کار ده کوم چې تېزابیت زیاتوي او معده سوځوي.

د الکولو څښل او د سيګرېټو څکول یې بل عامل دی چې پرېښودل به غواړي. تر ممکنه حده له ذهني فشار او سټرېس نه ځان ساتل په کار دي.

که د چا د اېچ پایلوري ټسټ مثبت وي نو د ډاکټر په مشوره د انټي بیوټيک او پي پي آی درملو کورس خوړلی شي.

که د دردونو هغه دارو چې په لنډ ډول یې (اېنسېډ) بولي یوه وجه وي نو د ډاکټر په مشوره یې هغو درملو ته بدلولای شي چې پر معده بده اغېزه نه لري لکه پراسېټامول او داسې نور.

د تېزابیت ضد ګولیو یا شربت (انټ اسېډ) استعمال چې په معده کې تېزاب نیوټرلایز کوي

د ډاکټر په سلا هغه اغېزمن درمل چې په لنډون یې (پي پي آی) او (اېچ ټوبلاکرز) بولي او د معدې د تېزابو د جوړېدو مخنيوی کوي.

که له دغو لارو چارو سره سره څوک نه ښه کيږي، وزن او لوږه (اشتها) یې کميږي او عمر یې له ۴۵ پورته وي نو ډېری څېړنې یې د کامرې په ذريعه د معدې د کتلو سپارښتنه کوي چې اېنډوسکوپي یې بولي


ډاکټر فضل هادي وردګ