د مطالعې فن

دا اصطلاح چې «دا اوښ د هر چا په دروازه کې چو دی» د واده، مرګ او نورو هغو پېښو لپاره کارول کېږي چې هر څوک په ژوند کې ورسره مخ کېږي.

پر دې سربېره که تاسو زده کوونکی یا محصل یاست، پکار ده چې مطالعه وکړئ، نوټ واخلئ او په ازموینه کې ګډون وکړئ، نو دغه اصطلاح ستاسو په اړه هم سمه ده.

د ښوونځيو او پوهنتونونو د اجباري مطالعې په اړه سلګونه کتابونه لیکل شوي؛ خو له بده مرغه زیاتره دغه کتابونه د لیکوالو له شخصي تمایلاتو او باورونو سرچینه اخلي او لارښوونې یې په علمي اصولو او تګلارو نه دي ارزیابي شوې، نو امکان لري چې ستاسو د مطالعې اوسنۍ طریقه ستاسو له موقعیت سره مناسبه نه وي.

په دې کتاب کې د مطالعې د اغېزمنتیا لپاره داسې سپارښتنې شوې چې په علمي اصولو ثابتې شوې دي. په کتاب کې وړاندې شوې طریقې ډېرې اغېزناکې او ګټورې دي. د دغو سپارښتنو په عملي کولو سره مو د مطالعې، زده کړې او یاد ساتلو کیفیت لوړولای شئ.

د مطالعې فن په دې نیت لیکل شوی چې د پوهنتونونو په بېلابېلو څانګو کې د مطالعې د مهارتونو د زده کړې په موخه تدریس شي. د دې تر څنګ نور مینه‌وال هم ګټه ترې واخلي. د دې کتاب د سپارښتنو پلي کول هغو کسانو ته هم ګټور دي چې د درسي موادو په توګه یې لولي او هغو کسانو ته هم ګټه لري چې د ازادې مطالعې په نیت یې د لوستلو شوق لري.

د دې کتاب په لومړي څپرکي کې د مطالعې د طریقو پر ارزښت بحث کېږي او لوستونکي ته ښيي چې څنګه مطالعه وکړي څو تر نورو محصلانو مخکې شي. په دویم څپرکي کې د کلامي زده کړې لپاره د دریو پړاوونو نظریه وړاندې شوې، چې د نورو څپرکو د مطالعې لپاره د بنسټيز چوکاټ حیثیت لري. د دغې نظریې درې پړاوونه پاملرنه، خپلې ژبې ته اړول او نوو اطلاعاتو ته له پخوانیو هغو سره اړیکه ورکول دي.

په درېیم څپرکي کې له دغو دریو پړاوونو څخه په ګټنې د مطالعې اغېزمنې لارې چارې وړاندې کېږي. څلورم څپرکی دې ته ځانګړی شوی چې د استاد له درسي توکو، کتابونو او له نورو رسنیو څخه څه ډول زیاته ګټه اخیستلای شو. په پنځم څپرکي کې له حافظې څخه د ګټې اخیستنې او د هغې د ظرفیت لوړولو په موخه څو ساده او په عین حال کې ګټورې لارې چارې وړاندې شوې دي. شپږم څپرکی له لوستونکي سره مرسته کوي چې د یادو څلورو پړاوونو له پروګرام څخه په ګټه اخیستو ازموینې ته تیاری ونیسي او په بریالۍ توګه ازموینه ورکړي.

په اووم څپرکي کې لوستونکی د درسي مقالو د لیکلو او تشریحي ازموینو ورکولو چل زده کوي. په اتم څپرکي کې د علمي ګټې اخیستنې لپاره د مخکینیو څپرکو د مطالبو لنډيز راغلی. په دې څپرکي کې هڅه شوې چې له لوستونکي سره داسې مرسته وشي چې هغه اړتیا ورته لري او ځان ته د مطالعې داسې پروګرام جوړ کړي چې د ده له ژوند او شرایطو سره سم وي.

د هر څپرکي په پيل کې د هغه موخې راغلې او ویل شوي چې لوستونکی باید د څپرکي تر پایه کوم مطالب زده کړي. پر دې سربېره، له لومړي تر اووم پورې د هر څپرکي په پیل کې د اصطلاحاتو نوملړ راغلی چې د څپرکو په زده کړه کې د دغو اصطلاحاتو ارزښت ښيي.

د کتاب په پای کې وییپانګه ده چې دغه ټول اصطلاحات له خپلو تعریفونو سره پکې راغلي.

د هر څپرکي په پیل کې د اصطلاحاتو تر نوملړ وروسته لنډه سریزه او د ځینو څپرکو په پای کې د مطالبو لنډيز هم راغلی.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي. ژباړه: احمدشاه ویاړ کتاب اکسوس کتابپلورنځی