د مدني حقونو خوځښتونه


د مدني حقونو خوځښتونه له قانون څخه مخکې د برابرۍ لپاره د سياسي غورځنګونو او خوځښتونو نړيوالې لړۍ وې، چې په ۱۹۶۰ ز لسيزه کې تر ټولو لوړ ټکي ته ورسېدل. دوی په زياتو حالتونو کې د سوله یيزو لاريونونو له مخې مشخص شوي دي يا يې د مقاومت د سوله یيزو بڼو په واسطه د بدلون راوړلو موخې په لرلو سره د مدني ټينګار او مقاومت د مبارزو په بڼه غوره کړې ده. خوځښتونه په ځينو وختونو کې د مدني نا ارامۍ او وسله وال ياغيتوب اوسرکښي سره مل وي. ياد پړاو په زياترو هېوادونو کې اوږد او نازک دی او د دې غورځنګونو ډېری هغو يې خپلې موخې تر اوسه په بشپړ ډول نه دي تر لاسه کړې، که څه هم د دې خوځښتونو هڅو، په ځينو ځايونو کې د خلکو د ځينو پخوانيو ظالمانه ډلو په حقوقي حقونو کې پرمختګونو ته لاره هواره کړه.

د مدني حقونو لپاره د مدني حقونو د بريالي خوځښت او نورو ټولنيزو خوځښتونو موخه دا ضمانت ورکوي، چې د ټولو خلکو حقونه د قانون له مخې په برابر ډول ساتلي وو او دي. دوی د لږه کيو حقونه، د ښځو حقونه، د معلولينو حقونه او د LGBT حقونه رانغاړي، مګر په دوی پورې تړلي (محدود) نه دي.

د شمالي ايرلينډ د مدني حقونو خوځښت سمول

شمالي ايرلېنډ د برېتانيا يوه برخه ده، چې په زياتو پېړيو کې د سختيو (Trouble) په نوم د تاوتريخوالي شاهد و، چې د بریتانوي (د اتحاديو پلوي، پروټسټانټ) ډېره کيو او ايرلينډي (ملت پال، کاتوليک) لږه کيو تر منځ له کړکېچ څخه راپورته شوه او په ۱۹۲۰ ز کې د ايرلېنډ په بېلوالي تمامه شوه.

په شمالي ايرلېنډ کې د مدني حقونو هڅه په Dangannon کې د Austin Currie په مشرۍ فعالانو ته منسوبېدلی شي، چې د کاتوليک ټولنې غړو لپاره يې د عامه کور لرلو برخه کې د برابر لاسرسي لپاره مبارزه کوله.

د ۱۹۶۴ز په جنوري کې د ټولنيز عدالت کمپاين (Campaign for Social Justice: CSJ) په Belfast کې تر سره شو. دې سازمان د غوره کور جوړونې لپاره هڅې سره يو ځای کړې او په ګومارنه کې يې د توپيري چلند پای ته رسولو په برخه کې خپله ژمنتيا څرګنده کړه. ياد سازمان (CSJ) له کاتوليکې ټولنې سره ژمنه وکړه، چې ژړاګانې به يې واورېدل شي. دوی حکومت وګواښاوه او ژمنه يې وکړه، چې خپله قضيه به د انساني حقونو کميسيون (Commission for Human Rights) او ملګرو ملتونو ته ورسوي. [۱][۲]

په شمالي ايرلېنډ کې د مدني حقونو هڅې د بنسټيزو کورنيو مسئلو په پيلولو سره يو بشپړ خوځښت ته پراختيا وکړه، چې د شمالي ايرلېنډ مدني حقونو ټولنه (Northern Ireland Civil Rights Association) کې يې تحقق وموند. يادې ټولنې (NICRA) د شپېتمې لسيزې په وروستيو او د اويايمې لسيزې په لومړیو کې په شعوري ډول د مدني حقونو امريکايي خوځښت باندې د ځان موډل جوړولو او د مدني ټينګاراو مقاومت د ورته مېتودونو په کارولو سره مبارزه وکړله. NICRA د برابرو حقونو د غوښتنې او توپيري چلند پای ته د رسولو په موخه لاريونونه او مظاهرې تنظيم کړې.

د شمالي ايرلېنډ د مدنې حقونو ټولنه (NICRA) په اصل کې درې مهمې غوښتنې لري:

  • يو سړی، يوه رايه.
  • د کور جوړونې په برخه کې د توپيري چلند پای ته رسول.
  • په سیمه ییز حکومت کې توپيري چلند پای ته رسول.
  • د سيمې بريدونو (پولو) gerrymandering پای ته رسول، چې د کاتوليکانو رايه کارونه يې ټاکلې (محدوده) کړې وه.
  • د B-Specials ماتول يا تيت او پرک کول، چې په بشپړ ډول د پروتستانت تيارسئ پوليس وو او د ګوندي ډلې په توګه ورته کتل کېدل.

پورتنۍ یادې شوې ټولې غوښتنې يوه وروستۍ موخه په نښه کړې وه، چې د پيل په لومړيو کې يوه ښځه وه: د توپيري چلند پای ته رسول.

د مدني حقونو فعالانو په ټول شمالي ايرلېنډ کې د مدني ټينګاراو مقاومت يو کمپاين (يوه مبارزه) پيل کړه. د وفادارو (loyalists) له لورې يې پر وړاندې مخالفت او اپوزيسيون و، چې د Royal Ulster Constabulary (RUC) (د شمالي ايرلېنډ پوليس) له لورې ورسره مرستې کېدلې. په دې ټکي [ځای] کې RUC له ٪۹۰ څخه زيات پروتستانت وو. تاوتريخوالی زيات [ډېر خراب] شو، چې په پايله کې يې له کاتوليکې ټولنې څخه Provisional Irish Republican Army (IRA) (د ايرلېنډي لنډمهاله جمهوري پوځ) راپورته شو. IRA د خپلواکۍ له جنګ او کورني جنګ يوه يادګاري ډله وه، چې په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې پېښه شوه او په شمالي ايرلېنډ کې د بریتانوي حکومت پای ته رسولو په موخه د تاوتريخوالي يو کمپاين (مبارزه) کړی و. Loyalist ملېشو د تاوتريخوالي په يو دفاعي کمپاين سره د ياد کمپاين مقابله وکړه او بریتانوي حکومت د IRA د شکمنو غړو له محاکمې پرته د نيولو (توقيف) په کړنلارې سره ځواب ورکړ. له ۳۰۰ څخه د زياتو وګړو لپاره ياد توقيف يا نيونه د څو کلونو لپاره وغځېده. د بریتانوي ځواکونو له لوري د دې نيول شويو وګړو لوی اکثريت کاتوليک وو. د ايرلېنډ جمهوريت له لوري د بریتانيې د حکومت په خلاف د ۱۹۷۸ ز کال په يوه قضيه کې د بشري حقونو اروپايي محکمې (European Court of Human Rights) پرېکړه وکړه، چې په ۱۹۷۱ز کال کې د بنديانو په اړه د بریتانوي ځواکونو له لوري د کارونې لپاره د پوښتنې تخنيکونه «نا انساني او سپکوونکي» چال چلند ته ورسېدل.

IRA جمهوري غوښتونکي وهڅول، چې د مدني حقونو لپاره له خوځښت سره يو ځای شي، مګر NICRA يې هيڅکله اداره نه کړ. د شمالي ايرلېنډ د مدني حقونو ټولنې د کاتوليکانو پر وړاندې د توپيري چلند پای ته رسولو لپاره مبارزه وکړه او د دولت قانوني والي په اړه يې کوم دريځ غوره نه کړ. د جهوري غوښتونکو مشر Gerry Adams په پای کې څرګنده کړه چې: کاتوليکانو ته يې د غوښتنو اورېدل شوني ښکارېدل. نوموړي وليکل چې: «موږ د داسې يو حقيقت د ليدلو توان درلود، چې تاسې بايد ان نه وی تر لاسه کړی، تاسې بېرته مبارزه کولی شوه». په شمالي ايرلېنډ کې د مدني حقونو لپاره د خوځښتونو د دليل او نيوکې لپاره، چې د مدني حقونو د سببونو او د اتحاديې پر وړاندې بریتانيې سره د مخالفت تر منځ د ناڅرګندې اړيکې په منعکس کولو سره د Richard English فعاليت او کار ته ورګرځي.؟[۳][۴][۵]

په شمالي ايرلېنډ کې د مدني حقونو په دوره کې يوه تر ټولو مهمه پېښه په Derry کې پېښه شوه، چې شخړه يې له سوله یيزې مدني سرکښۍ څخه وسله والې شخړې ته پراخه کړه. د Bogside جګړه (Battle of Bogside) د اګسټ په ۱۲ مه هغه مهال پيل شوه، چې د پروتستانتو په امر يو Apprentice Boys (د پښ او ترکاڼ شاګردانو) رسم ګذشت له Waterloo ځای څخه تېره شوه. په دې ځای کې د Bogside په څنډه William Street [ويليم کوڅې] په سر کې ګڼ  شمېرخلک سره يو ځای شول. بېلابېل دلايل د دې راپورونو له مخې د تاوتريخوالي لومړنی پيل او خپرېدنه تشرېح کوې، چې دا پر RUC باندې له Bogside څخه د ځوانانو په واسطه يا يو بريد او يا د پروتستانت او کاتوليکانو تر منځ د مبارزې له منځه وړل وو. تاوتريخوالی پراخ شو او خنډونه راپورته شول. د دې سيمې د خپلواکه اوسېدلو (Free Derry) په ادعا کولو سره د Bogside اوسېدونکو د څو ورځو لپاره د تيږو او پټرولي بمونو په کارونې سره له RUC سره په جنګ کې ښکېل شول. په پايله کې حکومت RUC له منځه یووړه او پوځ يې د هغه ځايناستی کړ، چې په Bogside کې د منع شويو [خنډ سره مخامخ شويو] کاتوليکانو د ګڼه ګوڼې مخنيوی وکړ. [۶]

په Derry کې د ۱۹۷۲ ز کال د جنوري ۳۰ چې خونړۍ يکشنبه (Bloody Sunday) ورته وايي، د ځينو له لوري ورته د مدنې حقونو خوځښت کې د بدلون ټکي په توګه کتل کېږي. د مدني حقونو څوارلس بې وسلې کاتوليک لاريون کوونکي، چې د توقيف په خلاف يې احتجاج کاوه، د بریتانوي پوځ له لوري په ډزو ووژل شول او نور زيات يې پر سړکونو باندې ټپيان پاتې شول.

سرچینې سمول

  1. "Background to the Conflict". www.irelandseye.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dooley, Brian. "Second Class citizens", in Black and Green: The Fight for Civil Rights in Northern Ireland and Black America. (London:Pluto Press, 1998), 28–48.
  3. Dooley, Brian. "Second Class citizens", in Black and Green: The Fight for Civil Rights in Northern Ireland and Black America. (London:Pluto Press, 1998), 28–48
  4. Richard English, "The Interplay of Non-violent and Violent Action in Northern Ireland, 1967–72", in Adam Roberts and Timothy Garton Ash (eds.), Civil Resistance and Power Politics: The Experience of Non-violent Action from Gandhi to the Present, Oxford University Press, 2009, کينډۍ:ISBN, pp. 75–90. [۱]
  5. Dooley, Brian. "Second Class citizens", in Black and Green: The Fight for Civil Rights in Northern Ireland and Black America. (London:Pluto Press, 1998), 28–48.
  6. O'Dochartaigh, Niall. From Civil Rights to Armalites: Derry and the Birth of the Irish Troubles (Cork: Cork University Press, 1997), 1–18 and 111–152.