د مدني حقوقو خوځښت (۱۸۶۵-۱۸۹۶)

د مدني حقوقو د خوځښت (۱۸۶۵-۱۸۹۶ز) موخه په متحده ايالاتو کې د مریيتوب له پای ته رسولو سملاسي وروسته، د افريقايي الاصله امريکايانو په وړاندې د توکميز توپير چلند له منځه وړل، د دوی د زده کړې او دندو فرصتونو ته وده ورکول او د دوی د ټاکنيز ځواک منځ ته راوړل و. له ۱۸۶۵ز کال څخه تر ۱۸۹۵ز کال پورې د مريیتوب له لغوه کېدو وروسته په سويل کې د تور پوستو ټولنو په بخت کې د پام وړ بدلون وليدل شو.

د امريکا له کورنۍ جګړې سملاسي وروسته، فدرالي حکومت د بيا رغونې په نوم يو پروګرام پيل کړ، د کوم موخه چې د پخواني کانفدراسي ايالتونو (اتحادي ايالتونو) بيا ابادول و. فدرالي پروګرامونو همدا راز پخوانيو مريانو ته مرستې برابرې کړې او هڅه يې وکړه چې دوی د اتباعو په څېر په ټولنه کې مدغم کړي. د دې پړاو پر مهال او له دې پړاو وروسته په دواړو مرحلو کې، تور پوستو د پام وړ سياسي ځواک تر لاسه کړ او د دوی له منځه ډېر يې وتوانيدل چې له ډېرې سپکې بې وزلۍ څخه راووځي او د ځمکو څښتنان شي. په همدې وخت کې له دې لاسته راوړنو څخه د ډېرو سپين پوستو خوابدي د دې لامل شوه چې د تاوتريخوالي يو بې مخينې هلې ځلې پيل شي، کومې چې د (Ku Klux Klan) د سيمه ييزو څانګو له خوا پر مخ وړل کېدې او په ۱۸۷۰ز کال کې همدا هڅې «سره کميسونه Red Shirts» او «سپين تړون White League» په څېر  نيمه پوځي ډلو پر مخ وړلې.

په ۱۸۹۶ز کال کې سترې محکمې د «فرګسن» په وړاندې د «پلسي»، ۱۶۳ يو.ايس.۵۳۷  قضيه کې پرېکړه وکړه، دې پرېکړې د «جلا خو مساوي» پر بنسټ توکميز بېلتون په قانوني ډول په خپل ځای وساته. دا پرېکړه د مدني حقوقو لپاره يوه ستره ماتې وه، ځکه چې د تور پوستو اتباعو قانوني، ټولنيز او سياسي حيثيت تر ټولو ښکته کچې ته ورسېد. له ۱۸۹۰ز کال څخه تر ۱۹۰۸ز کال پورې، له ميسيپي څخه په پيل کېدو، سويلي ايالتونو داسې نوي اساسي قوانين او قوانين تصويب کړل چې ډيری تور پوستي يې د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې او له سياسي نظام څخه ايستل، دا هغه حالت و چې تر ۱۹۶۰ز لسيزې پورې په ډېرو قضيو کې په خپل حال پاتې و.

په دې پړاو کې د لومړيو اصلاحي خوځښتونو د ډېرو مشري يې جمهوري غوښتونکې ډلې يوې څانګې کوله چې سخت دريځي جمهوري خواه بلل کېدل. د نولسمې پېړۍ تر پايه، په داسې حال کې چې په بشپړ ډول له سياسي نظام څخه تورپوستو د بهر ايستلو په موخه د رايې ورکولو له حق څخه محروميت مخ په وده کې و، د «ليلي وايټ lily-white » په نوم خوځښت هم د دې لپاره کار وکړ چې په ګوند کې د پاتې تور پوستو ځواک تر ډېره بريده کمزوری کړي. د دې پړاو د مدني حقوقو تر ټولو مشهور مشران «فريډريک ډوګلاس (۱۸۱۸-۱۸۹۵ز) او بوکر ټي. واشنګټن (۱۸۵۶-۱۹۱۵ز) وو.

بيارغونه

سمول

د بيا رغونې پړاو د ۱۸۶۳ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د لينکلن له خوا له مرییتوب څخه د آزادۍ له اعلاميې پيل، بيا د ۱۸۷۷ز کال  تر جوړجاړي پورې دوام پيدا کړ.[۱][۲][۳]

د ولسمشر ابراهم لینکلن په وړاندې تر ټولو سترې ستونزې دا وې: د پخوانيو مريانو حيثيت (چې د آزادو خلکو په نوم پېژندل کېدل)، د پخوانیو باغيانو وفاداري او مدني حقوق، د پخوانيو يوولسو کانفدرالي ايالتونو حيثيت، د فدرالي حکومت لپاره هغه اړين ځواک چې په راتلونکي کې د کورنۍ جګړې مخه ونيسي او دا پوښتنه ځوابول، چې ايا سترې پرېکړې به کانګريس کوي او که ولسمشر.

د لوږې او د بې روزګاره آزادو شويو خلکو د کډوالۍ د سختو ګواښونو مقابله لومړۍ سترې مرستندويه فدرالي ادارې وکړه چې د آزادو شويو خلکو ادارې په نوم پېژندل کېده او د پوځ له خوا پر مخ وړل کېده.[۴]

د «بيارغولو درې سمونونه» په دې موخه تصويب شول، تر څو تورپوستو امريکايانو ته هم مدني حقوق ورسوي: ديارلسم سمون مريتوب ناقانونه کړ، څوارلسم سمون د ټولو لپاره برابر حقوق او د تور پوستو لپاره تابعيت تضمين کړ، پنځلسم سمون د توکم پر بنسټ د رايې ورکولو له حق څخه محروميت پای ته ورساوه.

د اساسي قانون له سمونونو څخه د هغو قوانينو سملاسي ګټې زياتې وې، کومې چې د کانګريس له خوا تصويب شوې وې، څو د عدليې وزارت او فدرالي محکمو په مټ فدرالي حکومت ته اجازه ورکړي چې هغوی کولای شي، نوي مدني حقوق عملي کړي، ان تر دې که چېرې ايالتي حکومت دا ستونزه له نظره هم وغورځوي. په دې کې د ۱۸۷۰-۷۱ز کال د نفاذ قانون او د ۱۸۷۵ز کال د مدني حقوقو قانون هم شامل وو.[۵][۶]

پخوانی کانفردراسيون له دوو کلونو څخه د زیات وخت لپاره د سويلي ايالتونو په واک کې پاتې شو، خو دا حالت هغه مهال بدل شول، کله چې سخت درېځو جمهوري غوښتونکو د ۱۸۶۶ز کال په ټولټاکنو کې د کانګريس واک په لاس کې واخيست. ولسمشر «انډريو جانسن» په عملي ډول بې واکه و، چا چې د پخوانيو باغيانو سره د بيا يو ځای کېدو لپاره د اسانه شرايطو هڅه کوله، هغه په يوې رايې سره له استيضاح وژغورل شو. کانګريس تورپوستي د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې کړل او د لنډ مهال لپاره يې د پخواني کانفدراسيون ډېری مشران د دندو له اشغال څخه منع کړل. نويو جمهوري غوښتونکو حکومتونو، له آزادو خلکو او «کارپيټ بيګر» (له شمال څخه نوي رارسېدلي) او «سکالاوګس» (اصلي سويلي سپين پوستو) سره په ائتلاف کولو واک په لاس کې واخيست. د متحده ايالاتو پوځ د دوی ملاتړ کاوه. د دوی مخالفنو ويل چې دوی فاسد او د سپين پوستو حقوق يې تر پښو لاندې کړي. ايالت په ايالت دوی خپل واک د محافظه کارو-ديموکراتانو ائتلاف ته وبايله، کوم ائتلاف چې تر ۱۸۷۷ز کال پورې په ټول سويل کې د تاوتریخوالي او درغلۍ په مټ واکمني قايمه کړه. د سخت دريځي بيارغونې په غبرګون کې په ۱۸۶۷ز کال کې «Ku Klux Klan» (KKK) د سپين پوستو د برلاسۍ د پلوي او تور پوستو د مدني حقوقو او جمهوري غوښتونکو د واکمنۍ مخالف سازمان په توګه سر راپورته کړ. د ولسمشر «يوليسس ګرانټ» د ۱۸۷۰ز کال د Ku Klux Klan قانون د بشپيړ عملي کېدو سره «klan» بند او دا خوځښت وپاشل شو. خو له ۱۸۶۸ز کال راهيسې په ډېرو سويلي ايالتونو کې ټولټاکنې په مخ په زياتېدونکي تاوتريخوالي سره مل وې، تر څو تور پوستي رايه ورکونکي وځپي. رايفل کلبونو زرګونه غړي درلودل. په ۱۸۷۴ز کال کې، نيمه پوځي ډلو، لکه «وايټ ليګ» او «ريډ شرټس» راپورته شوې، کومو چې د تور پوستو د رايې ورکولو د ځپلو او د هغوی د وېرولو او په وړاندې يې تاوتريخوالي څرګندونو لپاره په څرګند ډول کار وکړ او په سويلي ايالتونو کې يې د سپين پوستو د واک د بیا تر لاسه کولو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند مخه ونيوله. باغيانو خپل ځانونه د «ديموکراتيک ګوند د پوځي څانګې» په توګه معرفي کاوه.  [۷]

په ۱۸۷۶ز کال کې د ديموکراتانو د نوماند «سامويل جی. ټيلډن» او جمهوري غوښتونکو د نوماند «رودر فورډ بي. هايس» تر منځ د لانجمنو ټولټاکنو څخه وروسته بيا رغونه پای ته ورسېده. د يو جورجاړي په پايله کې «هايس» سپينې ماڼۍ ته لار ومونده، فدرالي حکومت له سويل څخه خپل سرتيري و ايستل، ازاد شوي خلک يې سپين پوستو محافظه کارو ديموکراتانو ته وسپارل، کومو چې په ايالتي حکومتونو کې بيا واک تر لاسه کړ.[۸]

د کانزس کډوالي

سمول

د بيا رغونې د پړاو له پای ته رسېدو وروسته، ډېری تورپوستو له «Ku Klux Klan»، «White League» او د «جیم کرو» له قوانينو څخه وېره درلوده، کومو چې اوس هم هڅه کوله، دوی دويمه درجه اتباع وګرځوي. د «بينجمين پاپ سنګلټن» په څېر مهمو څېرو له خوا په هڅول کېدو سره، نږدې ۴۰۰۰۰ کډوالو سويل پرېښود، تر څو په کانزس، اوکلاهاما او کولاراډو کې مېشت شي. دا له کورنۍ جګړې وروسته د تورپوستو لومړی عمومي کوچ و. په ۱۸۸۰ز لسيزه کې، تور پوستو په کانزس کې له ۲۰۰۰۰ جريبه (۸۱ کيلو متر مربع) څخه زياته ځمکه په پيسو راونيوله او په همدې موده کې ګڼ مېشت ځايونه جوړ شول (د بېلګې په ډول: Nicodemus، کانزس، د کوم د بنسټ ډبره چې په ۱۸۷۷ز کال کې اېښودل شوې وه) او تر اوسه شته. ډېرو تورپوستو په دې باور سويل پرېښود چې دوی د کانزس پر لور وړیا لاره تر لاسه کوي، خو يواځې چې په سينټ لويس، مسوري کې بند پاتې شول. په سينټ. لويس کې د تور پوستو کليساوو د ختيځ له بشردوستانو سره يو ځای، د کانزس د ازادو خلکو په مرستندويه ټولنه کې د تورپوستو د مرستې پلاوی جوړ کړ، تر څو په سينټ. لويس کې له ايسارو شويو خلکو سره کانزس ته په رسېدو کې مرسته وکړي.[۹][۱۰][۱۱]

یوه ځانګړې ډله يې «کانزس فيور ايکسوډس» وه، دا ډله له ۶۰۰۰ پوستو څخه جوړه وه چې له ميسيپي، لوزيانا او ټيکساس څخه د کانزس پر لور خوځېدلي وو. په لوزيانا کې ډېری خلک د دې ايالت پرېښودلو ته هغه مهال وهڅول شول، کله چې په ۱۸۷۹ز کال کې د لوزيانا قانوني جرګې پرېکړه وکړه چې د رايې ورکولو د حق موضوع په ايالت پورې اړه لري، نه په مرکزي حکومت پورې، په دې ډول د لوزيانا د تور پوستو اوسېدونکو د رايې ورکولو له حق څخه  د محروميت په وړاندې لاره پاکه شوه.[۱۲][۱۳][۱۴]

سرچینې

سمول
  1. Allen C. Guelzo, Fateful Lightning: A New History of the Civil War and Reconstruction (2012) pp 445-513
  2. Eric Foner, A Short History of Reconstruction (1990)
  3. Mark Wahlgren Summers, The Ordeal of the Reunion: A New History of Reconstruction (2014)
  4. Paul A, Cimbala, The Freedmen's Bureau: Reconstructing the American South after the Civil War (2005) includes a brief history and primary documents
  5. Robert J. Kaczorowski, "To Begin the Nation Anew: Congress, Citizenship, and Civil Rights after the Civil War." American Historical Review 92.1 (1987): 45-68. in JSTOR
  6. Stephen Cresswell, "Enforcing the Enforcement Acts: The Department of Justice in Northern Mississippi, 1870–1890." Journal of Southern History 53#3 (1987): 421-440. in JSTOR
  7. George C. Rable, But There Was No Peace: The Role of Violence in the Politics of Reconstruction (2007)
  8. Edward L. Ayers, The Promise of the New South: Life After Reconstruction (1992) pp 3-54
  9. Gates, Henry Louis (1999). Africana: The Encyclopedia of the African and African American Experience. Basic Civitas Books. pp. 722. ISBN 978-0-465-00071-5.
  10. Benjamin "Pap" Singleton, بياځلي په 2007-10-19
  11. Johnson, Daniel Milo (1981). Black Migration in America: A Social Demographic History. Duke University Press. pp. 51. ISBN 978-0-8223-0449-4.
  12. Painter, Nell Irvin (1992). Exodusters: Black Migration to Kansas After Reconstruction. W.W. Norton & Company. p. 184. ISBN 978-0-393-00951-4.
  13. Romero, Patricia W. (1968). I Too Am America: Documents from 1619 to the Present. Publishers Agency. pp. 150. ISBN 978-0-87781-206-7.
  14. Sernett, Milton C. (1997). Bound for the Promised Land: African American Religion and the Great Migration. Duke University Press. p. 14. ISBN 978-0-8223-1993-1.