د مخدره توکو پالیسي

د مخدره توکو پالیسي د ذهني اغېزمنوونکو (سایکو اکټیو) توکو د څارنې او تنظیم په اړه یوه پالیسي ده (چې په عمومي ډول مخدره موادو ته راجع کېږي)، په ځانګړې توګه هغه چې د روږدتیا یا  فزیکي او رواني تړاو لامل کېږي. سره له دې چې د مخدره توکو پالیسي ګانې عموماً د حکومتونو لخوا پلې کېږي، بیا هم ښايي په ټولو کچو کې ادارې (د نړیوالو سازمانونو، ملي یا سیمه ییزو حکومتونو، ادارې، یا شخصي ځانګړو شوو ځاینو په ګډون) د مخدره توکو په تړاو خپلې ځانګړې پالیسۍ ولري.

د مخدره توکو پالیسي معمولاً په مخدره توکو باندې د د روږدي والي یا له هغو سره د تړاو پر وړاندې داسې مبارزه ده چې د مخدره توکو تقاضا او عرضه دواړه، او همداراز د مخدره توکو د کارولو د زیانونو راټیټول، او د روغتیایي مرستو برابرول او درملنه تر مطالعې لاندې نیسي. د تقاضا کمولو په اقداماتو کې داوطلبانه درملنه، د روږدي والي پرېښودنه یا ترک، بدیله درملنه، له اندازې نه د زیاتو موادو د کارولو مدیریت، د مخدره توکو اړوند کوچینيو سرغړونو لپاره د بند بدیلونه، د درملو طبي نسخه، د پوهاوي کمپاینونه، د معاشرې ټولنیز خدمتونه، او د کورنیو لپاره ملاتړ په کې شامل دي. د عرضې اړخ په راټیټولو کې د داسې د بهرنۍ پالیسۍ پلي کول چې موخه یې د مخدره توکو د هغه نړیوال کښت له منځه وړل وي له کوم چې د یادو توکو د تولید د منبع په توګه کار اخیستل کېږي او همداراز د مخدره توکو د قاچاق مخه نیول، د مخدره توکو اړوندو سرغړونو لپاره جریمه اېښودل، او د مخدره توکو د جرمونو په تړاو د محکوم شويو وګړو لپاره د بند په څېر اقدامات شامل دي. په هغه پالیسۍ کې چې د مخدره توکو کارولو خطرونو په کمولو کې مرسته کوي د پېچکارۍ ستنې بدلولو برنامې، د مخدره توکو د بدیل برنامې، او د مخدره توکو د خالصیت د ازموینې لپاره وړیا اسانتیاوې شاملې دي.

د "مخدره توکو" دغه تصور – داسې یوه ماده چې تر څارنې لاندې ده - له یو قانون  څخه تر بل هغه پورې توپیر لري. د بېلګې په توګه، هېرویین تقریباً هر ځای تر څارنې لاندې دي. د قات، کوډیین، یا الکولو په څېر مادې په ځینو ځایونو کې تر څارنې لاندې دي، په داسې حال کې چې  په ځینو نورو ځایونو کې تر څارنې لاندې نه دي. زیاتره قوانين د نسخې درمل هم تر څاري یا تنظیموي، هغه درمل چې خطرناک نه بلل کېږي خو یوازې د روغتیايي اړوندې نسخې لرونکو ته عرضه کیدای شي، او کله درمل له نسخې پرته تر لاسه کېدای شي، خو یواځې باید له یو تایید شوي عرضه کوونکي لکه درمل جوړونې له یو مرکز څخه تر لاسه شي، خو یادې چارې معمولا د یو درمل په توګه "د مخدره توکو د پالیسۍ" تشریح نه بلل کېږي. په هر ترتیب، ځینې نړیوال معیارونه موجود دي چې د کومو له مخې چې مادې تر ځانګړو څارنو، په ځانګړې توګه د مخدره توکو د کنترول د دریو نړیوالو کنوانسیونونو تر چتر لاندې تر څارنو لاندې دي.[۱]

د مخدره توکو د څارنې نړیوال تړونونه

سمول

تاریخچه

سمول

د رواني اغېزمنوونکې مادې (psychoactive substance) د کنترول لپاره لومړی نړیوال تړون په ۱۸۹۰ز کال کې د بروکسل په کنفرانس کې د غلامانو د سوداګرۍ او اړوندو الکولي مشروباتو پر وړاندې د مقررراتو په مجموعه کې تصویب شو. نوموړی تړون د ۱۹۰۹ز کال د شانګهای د تریاکو د کمېسیون په وروستۍ اعلامیې سره تعقیب شو کومې چې د ۱۹مې پیړۍ د تریاکو له جګړو وروسته د سولې د حاکمولو او د اپینو د سوداګرۍ د تنظیمولو هڅه وکړه.[۲][۳]

په ۱۹۱۲ز کال کې په هاګ کې د تریاکو په لومړي نړیوال کنفرانس کې، د تریاکو څو اړخیز نړیوال کنوانسیون تصویب شو؛ چې په پایله کې په ۱۹۱۹ز کال کې د ویرسیل په تړون کې مدغم شو. د مخدره توکو اړوند یو شمېر نور نړیوال تړونونه په ورپسې لسیزو کې لاسلیک شول:

  • د ۱۹۲۵ز کال موافقتنامه چې د آماده شوو تریاکو د تولید ، داخلي سوداګرۍ او کارولو په اړه وه (کومې چې ځینې محدودیتونه وړاندې کړل — خو نوموړي د "هندي چرسو" خالص استخراج په صادراتو باندې په ټولیزه بڼه ممنوع کول نه وو.)
  • د ۱۹۳۱ز کال کنوانسیون چې د مخدره توکو د تولید د محدودولو او د هغې د توزېع د تنظیمولو او په لرې ختیځ کې د تریاکو په څکولو د کنترول لپاره تړون و،
  • د ۱۹۳۶ز کال کنوانسیون چې د نورو په منځ کې د غیرقانوني خطرناکو نشه یي توکو په قاچاق باندې د فشار لپاره و.
  • له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په لېک سکسېس (Lake Success) کې د لاسلیک شویو یو شمېر پروتوکولونو لړۍ د تازه رامنځته شوو ملګرو ملتونو قیمومیت ته وردننه کړای شوه چې دغه له جکړې-مخکې تړونونه د ملتونو د لیګ (League of Nations) او د نړیوالې عامې روغتیا ساتنې د دفتر (Office International d'Hygiène Publique) له خوا اداره کېدل.[۴]

په پایله کې، په ۱۹۶۱ز کا کې د مخدره توکو د څارنې نهه (۹) پخواني تړونونه د ۱۹۶۱ز کال د واحد کنوانسیون له رامنځته کېدو سره لغوه شول، له کوم سره چې د مخدره توکو په سوداګرۍ او کارولو باندې نړیواله څارنه منطقي کړه. هېوادونو تعهد وکړ چې "د [انسان]یت له روغتیا او رفاه څخه ساتنه وکړي" او له مخدره توکو د ناوړه ګټه اخیستنې او روږدي کیدو پر وړاندې مبارزه وکړي. دغه تړون یواځې یو اړخیز پلی کېدونکی تړون نه دی: بلکې هېوادونه باید خپل قوانين د کنوانسیون له چوکاټ سره سم تصویب کړي. د ۱۹۶۱ز کال کنوانسیون د ۱۹۷۱ او د ۱۹۸۸ز کلونو له کنوانسیونونو سره مدغم شو، چې د مخدره توکو د کنترول درۍ ګوني نړیوال تړونونه ترې راووتل کوم چې د نورو قانوني سوابقو یا حقوقي ابزارو لپاره مرجع ګڼل کېږي. د عامه تصور پر خلاف، دغه تړونونه د خپلو مسودو په ترڅ کې په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو له خوا تر اغېز لاندې نه دي راغلي، بلکې پر ځای یې د فرانسې، انګلستان، سویلي افریقا یا مصر په څېر هېوادونو له خوا اغیزمن شوي دي. په هر حال، متحده ایالاتو، په ځانګړې توګه په ۱۹۷۱ز کې د نېکسون جمهوري ادارې د "مخدره توکو په وړاندې د جګړې" په اعلانولو سره او په ۱۹۷۳ز کال کې د DEA ادارې له رامنځته کېدو وروسته د نوموړو تړونونو په پلي کولو کې مخکښ رول لوبولی دی. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

اوسني تړونونه

سمول

د مخدره توکو د څارنې مهم تړونونه چې په اوس وخت کې په نړیواله کچه د پلي کېدو وړ دي عبارت دي له:[۱۳]

  • د مخدره توکو په اړه د ۱۹۶۱ز کال واحد کنوانسیون، (د ۱۹۶۱کنوانسیون یا واحد کنوانسیون هم بلل کېږي) چې له لاندې برخو څخه جوړ شوی دی:
  • اصلي واحد کنوانسیون چې په نیویارک (متحده ایالاتو) کې، د ۱۹۶۱ز کال د مارچ په ۳۰مه تصویب او
  • د هغې تعدیل، هغه پروتوکول چې له مخې یې د مخدره توکو په اړه واحد کنوانسیون د ۱۹۷۲ز کال د مارچ په ۲۵مه په جېنیوا (سویزرلنډ) کې تطبیقي بڼه غوره کړه.
  • د رواني اغېزمنوونکو مادو (psychotropic substances) کنوانسیون (د ۱۹۷۱ز کال کنوانسیون په نامه هم پېژندل کېږي)، چې په ویانا کې د ۱۹۷۱ز کال د فبرورۍ په ۲۱مه تصویب شو، او
  • د نشه یي توکو او رواني اغېزمنوونکو توکو د غیر قانوني قاچاق پروړاندې د ملګرو ملتونو کنوانسیون (د ۱۹۸۸ز کال کنوانسیون)  چې په ویانا (اتریش) کې د ۱۹۸۸ز کال د ډسمبر په ۲۰مه تصویب شو.

نور داسې تړونونه هم  شته دي چې مخدره توکي تر نړیوالې څارنې لاندې نیسي، لکه:

  • د سمندر د قانون په تړاو د ملګرو ملتونو کنوانسیون (UNCLOS)، چې د ۱۹۸۲ز کال د ډسمبر په ۱۰مه نېټه په مونټیګو خلیج (جمیکا) کې تصویب شو،
  • د ماشومانو د حقونو کنوانسیون (CRC)، چې د ۱۹۸۹ز کال د نومبر په ۲۰مه په نیویارک ښار کې تصویب شو،[۱۴]
  • په ورزش کې د ډوپېنګ پروړاندې نړیوال کنوانسیون چې د ۲۰۰۵ز کال د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په پاریس (فرانسه) کې تصویب شو.

برسیره پردې، د نړیوالو قوانینو نورې برخې هم په دې تړاو خپل رول لوبوي، لکه د بشري حقونو هغه نړیوال تړونونه چې د روغتیا حق یا د ځایی خلکو د خوندي توب په اړه دي، او د هغو نباتاتو په سره په تړاو کې چې د مخدره توکو بوټي ګڼل کېږي (کوکا بوټي (coca plant)، چرس (بنګ)، کوکنار)، د ځمکې د حق د ساتنې، بزګرانو په برخه کې د کروندګرو حقونه، او د نباتاتو د جنېتیکو منابعو (plant genetic resources) یا سیمه ییز پوهاوي په اړه تړونونه. [۱۵]

د تړونونو-تر قیمومیت لاندې ادارې

سمول

د مخدره توکو د څارنې د نړیوالو کنوانسیونونو (۱۹۶۱، ۱۹۷۱ او ۱۹۸۸ز کلونونو د کنوانسینونو) تر قیمومیت لاندې څلور ادارې موجودې دي:

  • د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون (CND)، چې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا تر چتر لاندې یوه اداره ده، چې CND پخپله د دریو اساسي کنوانسیونونو د احزابو د کنفرانس(conference of the Parties) په توګه کار کوي،
  • د ملګرو ملتونو عمومي منشي، چې اړونده دنده یې په بالفعل بڼه د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر (UNODC) له خوا ترسره کېږي،
  • د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، د څارنې لاندې، یا له څارنې څخه د باندې بدلونونو تر کټګورۍ لاندې د راوستلو لپاره د موادو د ساینسي ارزونې(د مهال وېش ارزونې) مسؤل دی،
  • د مخدره توکو د څارنې نړیوال بورډ (INCB)، چې د تړون د پلي کولو د څارنې او د احصایوي معلوماتو راټولولو اړونده اداره ده.

سرچينې

سمول
  1. "Banned Drugs in Dubai and Abu Dhabi (codeine and Tamiflu are included)". خوندي شوی له the original on 2014-03-23. بياځلي په 2014-06-25.
  2. Seddon, Toby (2016). "Inventing Drugs: A Genealogy of a Regulatory Concept". Journal of Law and Society (in انګليسي). 43 (3): 393–415. doi:10.1111/j.1467-6478.2016.00760.x. ISSN 1467-6478. S2CID 151655016.
  3. Pan, L (1975). Alcohol in Colonial Africa (PDF). Forssa: Scandinavian Institute of African Studies.
  4. United Nations Office on Drugs and Crime (2009). "Chronology: 100 years of drug control" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2021-10-23.
  5. Chawla, S.; et al. (2009). A Century of International Drug Control (PDF). Vienna: United Nations Office on Drugs and Crime.
  6. McAllister, William (2000). Drug Diplomacy in the Twentieth Century (in English). London and New York: Routledge. pp. 202–218.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  7. Bayer, I. (1999). "Evolution of international drug control, 1945-1995". Bulletin on Narcotics. LI. خوندي شوی له the original on 2007-10-12. بياځلي په 2022-06-18. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  8. BBC: The UK's Misuse of Drugs Act (1971), 19 February 2009
  9. United Nations Office on Drugs and Crime (2021). "International Drug Control Conventions". خوندي شوی له اصلي څخه په 2014-03-17.
  10. Crawford, James (2019). Brownlie's Principles of Public International Law [9th edition]. Oxford: Oxford University Press. pp. 297–298.
  11. Scheerer, Sebastian (1997). "North-American Bias and non American roots of cannabis prohibition". In Böllinger, L. (ed.). Cannabis Science: From Prohibition to Human Right (in English). Bern: Peter Lang. pp. 31–36. ISBN 9783631492796.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  12. Unterman, Katherine (2020-03-11), Dietrich, Christopher R. W. (ed.), "A History of U.S. International Policing", A Companion to U.S. Foreign Relations (in انګليسي) (1 ed.), Wiley, pp. 528–546, doi:10.1002/9781119166139.ch25, ISBN 978-1-119-16610-8, S2CID 219672332, بياځلي په 2021-10-23
  13. "A century of international drug control" (PDF). Bulletin on Narcotics. LIX. 2007.
  14. Barrett, Damon (2011). Is the decriminalisation of possession of controlled substances for personal use consistent with international law? (PDF) (in انګليسي). London: International Centre on Human Rights and Drug Policy & International Harm Reduction Association.
  15. Riboulet-Zemouli, Kenzi; Krawitz, Michael A. (2021). "Voluntary Contribution to INCB Guidelines on Medical Cannabis – Due Diligence, Good Faith, & Technical Concerns". FAAAT editions (in انګليسي). Vienna. ISBN 979-10-97087-09-8 – via SSRN.