د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست تاریخ

د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست تاریخ د امریکا له انقلاب څخه تر دې مهاله د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست اړوندو اصلي بهیرونو ته لنډه کتنه ده. اصلي موضوعات یې «د آزادۍ پر سترواکۍ» بدلېدل، د ولسواکۍ دودول، په ټوله لویه وچه کې خپرېدل، د لېبرال انټرنېشنلېزم ملاتړ، له نړیوالو جګړو او سړې جګړې سره مبارزه، له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه، د درېیمې نړۍ پرمختګ او له ټیټو تعرفو (خو په ۱۸۶۱-۱۹۳۳ کلونو کې له لوړو تعرفو) سره یو پیاوړی نړیوال اقتصاد جوړول دي.

نوی دولت: ۱۷۷۶-۱۸۰۱ سمول

انقلاب او کنفدراسیون سمول

په ۱۷۷۸ کال کې له فرانسې سره د پوځي او مالي یووالي تړون ـ چې اسپانیا او هالنډ یې له برېتانیا سره جګړې ته دننه کړل ـ د امریکا د انقلاب جګړه پر داسې نړیواله جګړه بدله کړه چې په هغې کې د برېتانیا سمندري او پوځي برلاسیتوب له منځه لاړ. دیپلوماتانو په ځانګړي ډول فرانکلین، اډمز او جفرسون د امریکا د خپلواکۍ په رسمیت پېژندنه او د نوي ملي دولت لوی پورونه تضمین کړل. په ۱۷۸۳ کال کې د پاریس تړون د متحدو ایالتونو لپاره دومره ګټور و چې مرسته یې ورسره وکړه تر څو د لوېديځ پر طرف تر مي‌سي‌سي‌پي سیند پورې پراختیا ومومي.

تاریخ‌لیکوال ساموېل فلګ بمیس د ډيپلوماسۍ د تاریخ یو مخکښ متخصص و. د جرولډ کمبز په وینا:

د بمیس کتاب «د امریکا د انقلاب ډيپلوماسي» چې لومړی ځل په ۱۹۳۵ کال کې خپور شو، لا هم په دې برخه کې یو معیاري اثر دی. دغه کتاب په اروپايي شخړو کې د امریکا د ښکېلېدو پر ګواښ ټینګار کړی. بمیس خبرداری ورکړ چې په ۱۸مه پېړۍ کې د اروپا دیپلوماسي «ناوړه، فاسده او خاینانه» وه. د امریکا دیپلوماتیک بریالیتوب له اروپايي سیاستونو څخه په لرې کېدو او په عین حال کې له اروپايي شخړو څخه په ګټه اخیستو کې و. فرانکلین، جې او اډمز د انقلاب په اوږدو کې دغه کار کړی و او بالاخره یې د امریکا د ديپلوماسۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی بریالیتوب خپل کړ. بمیس ومنله چې په جګړه کې د بریالیتوب لپاره له فرانسې سره یووالی اړین و. خو دی متأسف و چې دغه کار «د اروپايي دیپلوماسۍ په ځوروونکي قلمرو» کې د ښکېلېدو لامل شو.[۱]

په ۱۷۷۶ کال کې له خپلواکۍ را وروسته په ۱۷۸۹ کال کې تر نوي اساسي قانون پورې د امریکا بهرنۍ چارې د کنفدراسیون د اصولو پر بنسټ د کنګرې له‌خوا اداره کېدې، تر هغه چې نوي دولت د ۱۷۸۱ کال د جنورۍ په ۱۰مه نېټه د بهرنیو چارو وزارت او د بهرنیو چارو د وزیر دفتر جوړ کړل.[۲]

د ملي دورې لومړۍ: ۱۷۸۹-۱۸۰۱ سمول

د کابینې په کچه د بهرنیو چارو وزارت په ۱۷۸۹ کال کې د لومړۍ کنګرې له‌خوا جوړ شو. لږه موده وروسته یې نوم «Department of State» ته بدل شو او د «secretary for foreign affairs» پر ځای یې د وزیر سرلیک هم «Secretary of State» ته واوښت. توماس جفرسون د دغه پوست د ډکولو لپاره له فرانسې څخه را وګرځېد.

کله چې په ۱۷۹۳ کال کې د فرانسې انقلاب د برېتانیا (د امریکا د اصلي سوداګریز شریک) او فرانسې (پخواني متحد، چې په‌خپلو کې یې لا هم تړون درلود) تر منځ د جګړې لامل شو، واشنګټن او د هغه کابینې د بې‌پرېتوب سیاست غوره کړ. په ۱۷۹۵ کال کې واشنګټن د جې د هغه تړون (Jay Treaty) ملاتړ وکړ چې د خزانې وزیر الکساندر همیلټون له برېتانیا سره د جګړې د مخنیوي او د سوداګرۍ د هڅونې لپاره طرحه کړی و. د جفرسون په مشرۍ جفرسونیانو او جېمز مډېسون له دغه تړون سره په کلکه مخالفت وکړ، خو د واشنګټن ملاتړ برخه‌لیک ټاکونکی و او په دې توګه متحدو ایالتونو او برېتانیا د یوې لسیزې لپاره دوستانه اړیکې لرلې. له دې سره سره، د بهرني سیاست ناندریو په داخل کې ګوندونه دوه‌قطبي کړل او پایله یې د لومړي ګوند سیستم شو.

تر ۱۷۹۷ کال پورې فرانسویانو په څرګند ډول امریکايي بېړۍ نیولې چې پایله یې د ۱۷۹۷-۱۷۹۸ کلونو نا اعلان شوې جګړه شوه. ولسمشر جان اډمز غوښتل دیپلوماسي وکړي، خو ناکامه شوه. په ۱۷۹۸ کال کې فرانسویانو له امریکايي دیپلوماتانو وغوښتل چې ښې ډېرې بډې (رشوتونه) ورکړي تر څو د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر «تالیران» سره وګوري، خو امریکایانو دا وړاندیز رد کړ. جمهوري‌غوښتونکو چې پر اډمز شکمن وو، هغه اسناد وغوښتل چې اډمز د فرانسوي دیپلوماتانو د نومونو لپاره د کودونو په توګه X، Y او Z په کې وکارول او خپاره یې کړل. د ZYX قضیې د نېشنلېستي احساساتو څپه راویښه کړه. د متحدو ایالتونو کنګرې د سمندري ځواکونو د تنظیم لپاره د اډمز طرحه تصویب کړه. د فرانسې په اړه د امریکا عمومي نظر واوښت او فدرالېستان یې وهڅول تر څو جمهوري‌غوښتونکی ګوند وځپي. اډمز د خپل فدرالېست ګوند له هملېټوني اړخ څخه جلا شو او په ۱۸۰۰ کال کې یې له فرانسې سره سوله وکړه. دا مهال فدرالېست ګوند وپاشل شو او ویې نه‌شوای کولای چې په ۱۸۰۰ کال کې اډمز یو ځل بیا وټاکي، په دې توګه یې بیا هېڅکله واک ترلاسه نه‌کړ. له دې سره سره، جمهوري‌غوښتونکو له ناپلیون څخه کرکه لرله او نور یې له برېتانیا سره په جګړه کې د فرانسې ملاتړ ونه‌کړ.[۳]

د جفرسونیانو دوره: ۱۸۰۱-۱۸۲۹ سمول

توماس جفرسون، امریکا «د ازادۍ د سترواکۍ» تر شا داسې ځواک تصور کاوه چې جمهوریت‌غوښتنه دودوي او د برېتانیا د سترواکۍ له امپریالېزم سره مقابله کوي. په ۱۸۰۳ کال کې جفرسون له ناپلیون بناپارت سره د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون وکړ او لوییزیانا سیمه یې وپېرله. د مي‌سي‌سي‌پي سیند په لوېديځ کې د دغه پراخ قلمرو په ور زیاتېدو سره د مخ پر ودې امریکا پراختیا دوه برابره زیاته شوه او کروندګرو ته یې میلیونونه نوي کښت‌ځایونه په لاس ورکړل.[۴][۵]

ولسمشر جفرسون د ۱۸۰۷ کال د بندیز په قانون کې له فرانسې او برېتانیا سره پر سوداګرۍ بندیز ولګاوه، خو د ده سیاست چې تر ډېره د سوداګریزو ګټو پر ځای د کرنیزو ګټو پلوی ګڼل کېده، په نوي انګلنډ کې یې ډېر پلویان نه لرل او د برېتانیا د جنګي بېړیو د بد چلند په ختمولو کې بې‌اغېزې و.

د ۱۸۱۲ کال جګړه سمول

جفرسونیانو پر برېتانیانو چندان باور نه درلود، خو برېتانیایانو له فرانسې سره د امریکا ډېری سوداګري ودروله او په امریکايي بېړیو کې شاوخوا ۶۰۰۰ هغه ماڼوګان یا بېړۍ چلوونکي شاهي سمندري ځواک ونیول چې ځانونه یې امریکایان بلل. په ۱۸۰۷ کال کې د امریکا پر چساپیک جنګي بېړۍ د برېتانیا برید د امریکا عزت سپک کړ.[۶]

په لوېديځ کې د برېتانیا له ملاتړه برخمنو وسله‌والو هندیانو د ځايي اوسېدونکو د وژلو لپاره کمینونه ونیول او بریدونه یې وکړل، له دې امله د منځني لوېديځ (په تېره اوهایو، اېنډیانا او میشیګان) لوري ته د سرحدي مېشت‌ځایونو په پراختیا کې ځنډ راغی.[۷]

په ۱۸۱۲ کال کې دیپلوماسۍ ماتې وخوړه او متحدو ایالتونو له برېتانیا سره د جګړې اعلان وکړ. په دې جګړه کې د دواړو لورو پلانونه ډېر کمزوري وو او پوځي ماتې یې وخوړې. دا جګړه په ۱۸۱۵ کال کې د ګنټ په تړون سره پای ته ورسېده. له پوځي اړخه دا جګړه فلج وه، ځکه دواړو لورو په خپلو یرغلیزو بریدونو کې ماتې وخوړه، خو شاهي سمندري ځواکونو ساحلي کرښه محاصره کړه او د امریکا سوداګري یې ودروله (برېټېش‌ کاناډا ته د توکو له قاچاق پرته). له دې سره سره، برېتانیا خپلې موخې ته چې د ناپلیون ماتول وو، ورسېده. د امریکا پوځ د برېتانیا له ملاتړه برخمن هندي اتحاد ته ماتې ورکړه او د برېتانیا دا جنګي موخه یې ختمه کړه چې په منځني لوېديځ کې د برېتانیا پلوی هندي سرحدي هېواد جوړ کړي. برېتانیایانو د امریکايي ماڼوګانو یا بېړۍ چلوونکو له نیولو لاس واخیست او له فرانسې سره یې (چې دا مهال د برېتانیا متحده ده) سوداګري پيل کړه. په دې توګه د جګړې لاملونه ختم شول. په ځانګړي ډول د نیو اورلیان په جګړه کې د امریکا تر لویې بریا وروسته امریکایانو له دې امله د غرور احساس کاوه چې د خپلواکۍ په دویمه جګړه کې بریالي شوي وو. تکړه جنرالان انډریو جکسون او ویلیم هنري هریسون هم پر سیاسي اتلانو بدل شوي وو. تر ۱۸۱۵ کال وروسته د متحدو ایالتونو او کاناډا د سرحد په اوږدو کې کړکېچ کم شو، سوداګري په سوله‌ييز ډول روانه وه او اړیکې په ټولیز ډول ښې وې. دلته موجود سرحدي اختلاف په دوستانه ډول حل شو. تر ۱۸۱۵ کال وروسته متحد ایالتونه او کاناډا دواړه د ملي‌ګرايۍ او ملي غرور شاهدان وو، د لا ډېرې ډیموکراسۍ او برېتانیا پر لوري د متحدو ایالتونو حرکت په کاناډا کې ډیموکراسي ټکنۍ او ځنډنۍ کړه.[۸]

تر ۱۷۸۰ کال وروسته متحدو ایالتونو د شمالي افریقا له هېوادونو او عثماني سترواکۍ سره اړیکې پیل کړې.[۹]

سرچينې سمول

  1. Jerald A. Combs, American diplomatic history: two centuries of changing interpretations (1983) p 160.
  2. Jerald A. Combs (2008). The History of American Foreign Policy: To 1920. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼي 21–25. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780765629081. مؤرشف من الأصل في ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Alexander De Conde, The quasi-war: the politics and diplomacy of the undeclared war with France 1797–1801 (1996).
  4. Robert W. Tucker, and David C. Hendrickson, Empire of Liberty: The Statecraft of Thomas Jefferson (1990)
  5. The U.S. purchased Florida from Spain in 1819.
  6. Norman K. Risjord, "1812: Conservatives, War Hawks, and the Nation's Honor," William and Mary Quarterly, (1961) 18#2 pp. 196–210. in JSTOR Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine.
  7. J. C. A. Stagg, The War of 1812: Conflict for a Continent (2012)
  8. A.J. Langguth, Union 1812: The Americans Who Fought the Second War of Independence (2013)
  9. Andrew C. A. Jampoler, Embassy to the Eastern Courts: America's Secret First Pivot Toward Asia, 1832–37 (Annapolis: Naval Institute, 2015. xvi, 236 pp.