د متحده ایالاتو کلتور

د امریکا د متحده ایالاتو کلتور په خپل اصل کې لوېدیځې او اروپایي رېښې لري، چې لا تر اوسه پکې د اسیایي-امریکايي، افریقایي- امریکایي، لاتیني امریکایي او ځایي امریکایي وګړو او د هغوی د کلتورونو اغېزې شاملې دي. متحده ایالات خپلې جلا ټولنیزې او کلتوري ځانګړتیاوې لري، لکه لهجه، موسیقي، هنرونه، ټولنیز عادتونه، خواړه او فلکلور. متحده ایالات د خپل تاریخ په اوږدو کې دې هېواد ته په لوړې پیمانې سره د اروپایي مهاجرتونو، د خپلو اصلي سلګونو قومونو او کلتورونو، او د افریقايي-امریکايي غلامۍ  له امله کومه چې د اړوندو غلامانو په ازادۍ تمامه شوه، له توکمیز پلوه متنوع دي. د امریکا متحده ایالات یو انګرېزي ژبی هېواد دی چې قانوني سېستم یې له عرفي انګلو قانون (Anglo common law) څخه راویستل شوی دی.[۱][۲]

رېښې، پراختیا، او خورېدل سمول

د متحده ایالاتو اروپایي رېښې په مستعمره شوې شمالي امریکا کې د برتانوي او هسپانوي واکمنۍ پر مهال له انګرېزانو او هسپانوي اوسېدونکو څخه سرچینه اخلي. په ۱۷مه زېږدیزه پېړۍ کې په برتانوي ټاپو ګانو کې د انګیسي توکمه خلکو بېلابېلې ډلې د نورو خلکو بالعکس غوڅ توکمیز اکثریت وې ( په ۱۷۰۰ز کال کې د مستعمرو نفوس ۲۵۰۰۰۰ و) او د ټول ۳.۹ میلونه نفوس ٪۴۷.۹ سلنه یې جوړاوه.  د ۱۷۹۰ز کال د شمېرنو په اساس د نوموړي نفوس له منځه ٪۶۰ یې سپین پوستو تشکیلاوه ( چې له دې جملې څخه ٪۳.۵ وېلش،  ٪۸.۵ یې ایرلنډي سکاچان، ٪۴.۳ سکاټان، ٪۴.۷ ایرلنډیان، ٪۷.۲ جرمنیان، ٪۲.۷ هالنډیان، ٪۱.۷ فرانسویان او ٪۲ سویډنیان وو). انګلیسي توکمیزې ډلې په هغې لویو کلتوري او ټولنیزو انګېزو او لیدلورو کې ونډه درلوده کومې چې وروسته په امریکایي شخصیت بدلې شوې. په هره مستعمره کې له مجموعي نفوس څخه  په پنسلوانیا کې له ٪۳۰ نیولې په ماساچوست کې تر ٪۸۵ پورې اوسېدل. له ۱۷۲۰مې زیږدیزې لسیزې څخه تر ۱۷۷۵ز کال پورې د غیر انګلیسي مهاجر جمیعت لوی شمېر لکه جرمنیانو (۱۰۰۰۰۰ یا ډېرو)، سکاچ ایرلنډیانو (۲۵۰۰۰۰)، د انګلیسي کلتور رېښه بډایه کړه او بڼې ته یې تغیر ورکړ. مذهبي لیدلوری د پروتستانت عیسویت ځینې نسخې وې (چې د نفوس ٪۱.۶ انګرېز، جرمني او ایرلنډي کاتولیکان وو). [۳][۴][۵]

جېفرسني دېموکراسي یو بنسټیز امریکایي کلتوري نوښت و، کوم چې تر اوسه پورې د دې هېواد د هویت یوه اساسي برخه ده. د جېفرسن  د وېرجینیا ایالت په اړه یادښتونو په نامه کتاب ښایي د یو امریکايي له خوا لومړنی اغېزناک کورنی کلتوري نقد و، او د ځینو مطرحو اروپایانو د هغو نظریو پر وړاندې چې ځایي امریکايي نباتات او ژوي (د انسانانو په شمول) یې کم اصل بلل، لیکل شوی و. [۶]

د تاریخي مهاجرتونو په واسطه لویې کلتوري اغېزې راوړل شوې دي، چې نوموړې اغېزې په ځانګړې توګه د هېواد په زیاترو  برخو کې له جرمني څخه، په شمال لوېدیځ کې له ایرلنډ او اېټالیې څخه، او په هاوایي کې له جاپان څخه راوړل شوې دي. د لاتیني امریکا کلتور په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې پخوا پکې هسپانویان مېشت وو، څرګند دی، په داسې حال کې چې یو څه یې له مهاجرتونو څخه هم اخیستی دی، لکه اسیايي-امریکايي کلتورونه (په ځانګړې توګه په شمال لوېدیځو او د لوېدیځ ساحل په سیمو کې). د کارابین کلتور په زیاتېدونکې بڼه د مهاجرت په واسطه معرفي شوی دی او په زیات شمېر ښاري سیمو کې راڅرګند شوی دی. د غلامۍ له لغوه کېدو راهیسې، کارابین د تر ټولو لومړنیو او لویو تور پوستو مهاجرو ډلو سرچینه، په متحده ایالاتو کې د تور پوستو د جمیعت د ودې د پام وړ سرچینه بلل کېږي او په زده کړو، موسیقۍ، سپورټونو او سرګرمۍ/ساتېرۍ کې یې لویه اغېزه درلودلې ده.[۷][۸]

اصلي کلتور په هغو سیمو کې چې لویه پیمانه توزېع شوی یا بې ځایه شوی نفوس نه لري، پیاوړی دی، چې پکې په دودیزه حکومتولي، او د جایدادونو ګډې ادارې چې اوس په قانوني ډول د سپما د هندي ادارو (Indian reservations) له خوا اداره کېږي، شاملې دي (د سپما لویې ادارې تر ډېره په لوېدیځ کې، په ځانګړې توګه په ارېزونا او سوېلي ډاکوټا کې دي). له اروپایانو سره له اړیکې وروسته د اصلي کلتور برخلیک ډېر زیات بدل شوی دی. د بېلګې په توګه، د متحده ایالاتو په کارابین قلمروونو کې د تاینو کلتور تقریباً نشت شوی دی او د زیاتو امریکایي ژبو په څېر نور په تاینو ژبه خبرې نه کېږي. په پرتلیزه توګه، د هاوايي ژبه او د هاوايي د اصلي اوسېدونکو کلتور په هاوايي کې ژوندي پاتې شوي دي او د متحده ایالاتو له اصلي خاورې څخه د راتلونکو مهاجرینو (چې له ۱۸۹۸ز کال له ادغام څخه مخکې پیل شوي وو) او تر یوې کچې د جاپاني مهاجرینو له هغو سره مخلوط شوي دي. چې نوموړو په ځینې برخو کې لکه د څپو د سپرلۍ او د هاوايي د کمیسونو په څېر له پام وړ صادراتو سره اصلي امریکايي کلتور اغېزمن کړی دی.[۹]

د هغو سیمو زیاتره ژبې چې اوس د متحده ایالاتو قلمرو دی له انقراض یا نشت کېدو سره مخ شوې دي،[سرچینې ته اړتیا لري]  او د انګرېزانو د اقتصادي او اصلي کلتوري بهیر واکمني په زیاترو ځایونو کې نور ژوندي پاتې شوي کلتورونه تهدیدوي. تر ټولو عمده اصلي ژبې: ساموان، هاوايي، ناواژو، چېروکي، سیوکس، او د اېنوئت ژبو یو طیف شاملوي. ( د پوره فهرست کولو په موخه د امریکاګانو اصلي ژبې ورسره په پاسفیک قلمرو کې چامورو او کارولینایي  وګورئ). [معتبرې سرچینې ته اړتیا لري]   توکمیز ساموایان په امریکایي ساموا کې اکثریت دي؛ چامورو (که څه هم یوه لږکۍ یا اقلیت ژبه ده) لا تر اوسه هم  په ګوام کې تر ټولو لویه توکمیزه ډله ده، او ورسره په څنګ کې رافالواچ  یا کارولینايي ژبې د شمالي ماریانا په ټاپو ګانو کې کوچینۍ اقلیت ژبې دي.

امریکایي کلتور دواړه محافظه کار او لېبرال عناصر، ساینسي او مذهبي رقابتونه، سیاسي جوړښتونه، رېسک قبلول او ازاد بیان، ماتریالېستي او اخلاقي عناصر شاملوي. د ځانګړو ثابتو ایدیولوژیکي اصولو (د بېلګې په توګه فرد پالنې، برابرۍ غوښتنې، او په ازادۍ او جمهوري غوښتنې باندې باور) سره سره، امریکایي کلتور خپل جغرافیایي مقیاس او نفوسو ته په کتو سره بېلابېل بیانونه لري.[۱۰]

متحده ایالات په دودیز ډول د ویلې کولو د یو لوښي په توګه په نظر کې نیول شوي دي، چې مهاجرینو پکې ونډه درلودلې ده اما په پای کې له امریکایي اصلي کلتور سره یو شان شوي دي. په هر ترتیب، په ۱۹۶۰مه زېږدیزه لسیزه کې په پیل کولو سره تر نن ورځې پورې، دغه هېواد د کلتوري تکثر پالنې او ګوند  پالنې خوا ته میل موندلی دی. د دې هېواد تاریخ، ځانګړو فرعي کلتورونو (که هغه د توکم پر بنسټ دي یا د نورو مشترکاتو لکه ګېتو یا هغه سیمې چې اوسېدونکي یې له یو قوم یا یومذهب څخه وي) په یو شمېر ګاونډیانو باندې غلبه درلودلې ده، یوازې په نسبي ډول له یو لا پراخ کلتور سره ترکیب شوي دي. د امریکایي کلتور وسعت ته په کتو سره، په متحده ایالاتو کې زیات شمېر مدغم شوي اما بې ساري فرعي کلتورونه موجود دي، چې ځینې یې له هېڅ یوې ځانګړې جغرافیې سره تړاو نه لري. په متحده ایالاتو کې د یو وګړي کلتوري تړاو ښايي په عمومي ډول په ټولنیزه طبقه، سیاسي جهت ګیرۍ او زیات شمېر شخصي ځانګړتیاوو لکه دیني مخینې، دندې او د توکمیزې ډلې غړیتوب پوري تړلی وي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سیمه ییز توپیرونه سمول

د متحده ایالاتو نیمه-نیمه متمایزې کلتوري سیمې نیو انګلنډ، منځنی اتلانتیک، جنوب، منځنی لوېدیځ، سوېل لوېدیځ، او لوېدیځ ـــ داسې یوه سیمه چې نوره هم د ارام سمندر په ایالتونو او په غرنیو ایالتونو باندې وېشل کېدی شي، شامل دي.

د قاره یی متحده ایالاتو لوېدیځ ساحل چې له کالیفورنیا، اورېګون، او واشنګټن له ایالت څخه تشکیل شوی دی، ځینې وختونه همداراز ورته چپی ساحل ویل کېږي چې د هغه چپې سیاسي جهت ګیرۍ او ټولنیز لېبرالېزم ته اشاره ده.

د متحده ایالاتو سوېل په ټولنیزه توګه خپل محافظه کار ټولنیز پروتستانېزم ته په کتو سره، کوم چې د دغې سیمې یوه د پام وړ برخه ده، ځینې وختونه په غیر رسمي توګه د انجیل کمربند بلل کېږي. هلته په عمومي توګه د ټولو اړوندو فرقو تر منځ په عیسوي کلیسا کې حضور له ملي اوسط څخه لوړ دی. دا سیمه معمولاً له منځني اطلس له کاتولېزم او هندويېزم، په اوتاه او ایداهو کې د مورمون له دهلېز، او د منځني لوېدیځ او لویو سواحلو د نسبتاً سیکولر نوي انګلنډ د پروتستانېزم له اصلي لیکې سره پرتله کېږي. د بې دینه وګړو سلنه په شمال ختیځ او د نوي انګلنډ په وېرمونټ ایالت کې په ٪۳۴ سره د الاباما د انجیل کمربند له ایالت له ٪۶ سره په مقایسې سره تر ټولو لوړه ده.[۱۵]

سرچينې سمول

  1. Galloway, Joseph (1780). Cool thoughts on the consequences to Great Britain of American independence [microform] : on the expence [sic] of Great Britain in the settlement and defence of the American colonies; on the value and importance of the American colonies and the West Indies to the British Empire. Canadiana.org. London : Printed for J. Wilkie ... د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-665-20596-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hall, Ford W. (1950). "The Common Law: An Account of Its Reception in the United States". Vanderbilt Law Review. 4: 791. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The American Revolution, Colin Bonwick, 1991, p. 254
  4. Becoming America, Jon Butler, 2000, pp. 9–11
  5. The Encyclopedia of Colonial and Revolutionary America, Ed. John Mack Faragher, 1990, pp. 200–202
  6. "Mr. Jefferson and the giant moose: natural history in early America", Lee Alan Dugatkin. University of Chicago Press, 2009. کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN. University of Chicago Press, 2009. Chapter x.
  7. Kirschbaum, Erik (1986). The eradication of German culture in the United States, 1917-1918. H.-D. Heinz. د کتاب پاڼې 155. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-88099-617-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Fraizer, Martin (July 8, 2005). "Continuity and change in Caribbean immigration". People's World. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Most Commonly Spoken Native American/First Nations Languages". Native-languages.org. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. McDonald, James (2010) Interplay:Communication, Memory, and Media in the United States. Goettingen: Cuvillier, p. 120. کينډۍ:ISBN.
  11. Adams, J.Q.; Pearlie Strother-Adams (2001). Dealing with Diversity. Chicago, IL: Kendall/Hunt Publishing Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7872-8145-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Center for Politics Partnership Probes the Deep Divides in American Politics and Society". UVA Today (په انګلیسي ژبه کي). 2021-09-30. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. . Red and Blue America intermingle a lot more than you think.
  14. Clack, George; et al. (September 1997). "Chapter 1". One from Many, Portrait of the USA. United States Information Agency. د اصلي آرشيف څخه پر November 22, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 26, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "American Religious Identification Survey". gc.cuny.edu. د اصلي آرشيف څخه پر July 9, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)