د متحده ايالتونو د محرميت قوانين
د متحده ايالتونو د محرميت قوانين له بېلابېلو قانوني مفاهيمو څخه بحث کوي. يو يې د محرميت تېری يا يرغل دی، چې په عمومي قانون کې د تاوان پر بنسټ يوې ځورېدلې ډلې ته د هغه شخص پر وړاندې د دعوې راوړلو کولو اجازه ورکوي، چې په ناقانونه ډول د دوی په شخصي چارو کې لاسوهنه کوي، د دوی شخصي معلومات ښکاره کوي، په ناسمه ډول يې خپروي يا دا چې د دوی له نوم څخه شخصي ګټه پورته کوي. [۱]
د قانون شتون د محرميت له حق څخه اخېستل شوی دی، چې په پراخ ډول د ځانته اوسېدلو د حق په توګه راپېژندل شوی دی. دا قانون په عادي ډول هغه شخصي فعاليتونه يا مسايل له مخې لرې کوي، چې ښايي په مناسب ډول د عامه ګټې لپاره وي. لکه: د نامتو شخصيتونو يا د خبر وړ پېښو کې ګډونوال. د محرميت د حق بريد يا يرغل له حق څخه د تېري کوونکي شخص يا هستۍ پر وړاندې د زيانونو لپاره د يوې دعوې بنسټ کېدلی شي. په دې کې د څلورم تعديل حق چې د ناقانونه پلټلو يا نيونې څخه خالي وي، د ازادې غونډې لپاره د لومړي تعديل حق، او د څوارلسم تعديل د غوښتنې له مخې د بهير حق شامل دي، چې د سترې محکمې له لورې ځکه پېژندل شوي دي، چې په کورنۍ، واده، مورولۍ، زيږونه او د ماشوم پالنې برخو کې د محرميت د عمومي حق ساتنه کوي. [۲][۳]
د ۲۰۱۷ کال د Equifax معلوماتو په راپورته کېدنه کې په متحده ايالتونو کې د مصرف کوونکي د محرميت ساتنو ته د ودې ورکولو هڅې، چې د متحده ايالتونو ۱۴۵،۵ ميليونه مصرف کونکي يې اغېزمن کړل؛ په کانګریس کې ونه منل شو. [۴]
د محرميت حق
سموللومړني کالونه
سمولد محرميت د حقونو په پرمختګ کې لومړني کالونه په انګليسي عام قانون سره پيل شول، چې يوازې د ژوند او ملکيت د فزیکي لاسوهنې ساتنه کوي. د (Castle) اصول د يو شخص کور د هغوی کلا يانې هغې سيمې سره ورته کوي، چې شخصي ده او د څښتن له اجازې څخه پرته بايد د لاسرسي وړ نه وي. د عام قانون له لورې د تاوان درملنې يا چارې پرمختګ د محرميت قانون په تاريخ کې يو له خورا مهمو څپرکو څخه دی. دا حقونه د يو شخص د معنوي طبيعت د پېژندنې، د هغه د احساساتو او عقل د رانغاړلو په موخه پراخ شوي دي. په پای کې د يادو حقونو د عمل ساحه د ځانته اوسېدلو په موخه د اجازې ورکولو د يو بنسټيز حق د رانغاړلو په موخه ان زيات پراخ شوه او د ملکيت پخوانۍ پېژندنه يا تعريف به بيا د ملکيت هره بڼه (حس کېدونکې او نه حس کېدونکې) راونغاړي. د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې د چاپي رسنيو په ځانګړي ډول د ورځپاڼو د ودې په پايله کې د محرميت برخه کې لېوالتيا زياته شوه. [۵][۶]
د ۱۸۵۰ او ۱۸۹۰ ز کالونو تر منځ د متحده ايالتونو د د ورځپاڼو دوران ۱۰۰۰ سلنه وده وکړه. د ودې کچه يې د ۸۰۰۰۰۰ لوستونکو په درلودلو سره له ۱۰۰ پاڼو څخه له ۸ ميليون څخه د زياتو لوستونکو په درلودلو سره ۹۰۰ پاڼې وه. د دې تر څنګ د ورځپاڼې ژورنالېزم يو څه زيات پاروونکی يا حساس شو او د ژيړ ژورنالېزم اصطلاح ورته وکارول شوه. د صنعتي کېدو وده د پخوانيو سټوډيو کېمرو په خلاف د لاسي کېمرو په ګډون ټېکنالوژۍ کې د چټکو پرمختګونو لامل شو. د سټوډيو کېمرې د لاسې هغو په پرتله خورا درندې او لويې وې. په ۱۸۸۴ ز کال کې ايسټمېن کوډک (Eastman Kodak) شرکت خپل د “Kodak Brownie” په نوم کېمرې بازار ته وړاندې کړې، چې په ۱۹۰۱ ز کال کې د ډله ییز بازار کېمره شوه او د عامو خلکو لپاره پوره ارزانه وه. دې چارې خلکو او ژورنالېستانو ته په لومړي ځل عامه ځايونو کې د رښتينو انځورونو اخيستلو لاره هواره کړه. [۶]
محرميت په اړه به په دولتي کچه معامله کېدله. د بېلګې په ډول: په ۱۹۰۵ ز کال کې د “Pavesich” په نوم د ژوند د بيمې نوې انګلينډي شرکت (Pavesich v. New England Life Insurance Company) د متحده ايالتونو په قانون کې له طبيعي قانون څخه د اخېستل شوي قانون په توګه د محرميت د حق له لومړنيو مشخصو تاييدونو څخه و. جوديت واګنر ډيسيو (Judith Wagner DeCew) وويل: «Pavesich هغه لومړنۍ قضيه يا حالت و، چې د طبيعي قانون، عمومي قانون او بنسټيزو اساسي قانوني ارزښتونو په مرسته يې محرميت د تاوان قانون کې د يو حق په توګه وپېژنده. [۷]
سمويل ډي وارن (Samuel D. Warren) او لويس ډي برېنډيس (Louis D. Brandeis) چې په يو نوي قانوني شرکت کې ملګري [شريکان] وو په دې وېره کې شول، چې د کوچنۍ کېمرې دا نوې ټيکنالوژي به د «پارونکو مطبوعاتو» له لورې وکارول شي. د دې په ليدلو سره چې دا به د شخصي حريم د حقونو پر وړاندې يوه شونې ننګونه شي، يادو دوه تنو په ۱۸۹۰ کې د «محرميت حق» تر سرليک لاندې (Harvard Law Review) ته يو لارماتوونکې مقاله وليکله. د قانونپوه روسکو پونډ (Roscoe Pound) په وينا يادې مقالې «زموږ قانون ته د يو څپرکي له ورزياتولو څخه پرته نو هيڅ هم ونه کړل» او په ۱۹۶۶ ز کال کې د قانوني درسي کتاب ليکوال هارري کالوين (Harry Kalven) ياده مقاله د قانون د بيا کتنې تر ټولو اغېزناکه وګڼله. د متحده ايالتونو پر وړاندې د کېللو “Kyllo” د سترې محکمې قضيه 533 U.S. 27 (2001) کې د مخالف او موافق دواړو ډېری قاضيانو له لورې له يادې مقالې څخه اقتباس (پرتله) وشوه. [۸][۹]
د برېنډېس “Brandeis” او وارن “Warren” مقاله
سمولد محرميت د تېري تاوان ته په پام سره د دوکتورين يا مفکورې وده «د محرميت حق» تر سرليک لاندې د وارن او برېنديس د مقالې په مټ خورا هڅول شوې وه. دوی په مقاله کې څرګندوي چې دوی ولې د مقالې په سريزه کې ليکلي دي: «سياسي، ټولنيز او اقتصادي بدلونونه د نوي حقونه رانغاړي او عمومي قانون په خپله تلپاتې ځوانۍ کې د ټولنې د غوښتنو پوره کولو په موخه وده کوي». په يو څه مشخص ډول، دوی پر ورځپانو باندې خپل تمرکز هم بدلوي: [۸]
مطبوعات په هر لوري کې د تناسب يا نزاکت او درنښت له څرګندو پولو څخه تېرېږي. بې بنسټه خبرې له دې وروسته د بېکاره او ناوړه [معلوماتو] سرچينه نه ده، مګر يوه سوداګري ګرځېدلې ده چې په صنعت او همدارنګه سپين سترګۍ (بې شرمۍ) سره په پام کې نيول شوي دي. د شهواني خوند د پوره کولو په موخه د جنسي اړيکو بشپړ معلومات د ورځنيو ورځپاڼو په کالمونو کې خپرېږي. ... د ژوند سختي او پېچلتيا چې د تمدن پر پرمختګ باندې ملتيا له نړۍ څخه يو څه شاتګ ته اړتيا رامنځته کړې ده او انسان د کلتور د چاڼولو تر اغېز لاندې د څرګندونې يا اعلان پر وړاندې يو څه زيات حساس شوی دی؛ د همدې له امله يو شخص لپاره يواځېتوب او محرميت يو څه زيات اړين شوی دی، مګر معاصر تشبث او نوښت د نوموړي پر حریم باندې د تېريو له لارې نوموړی د رواني درد او کړاو سره مخامخ کړی دی، چې دا حالت يوازې د بدني ټپ له لارې د مرګ ژوبلې په پرتله خورا سخت دی. [۸]
دوی بيا خپلې موخې روښانه کوي: «زموږ موخه د دې خبرې په پام کې نيول دي، چې ايا شته قانون داسې کوم اصل لري، چې د يو شخص د محرميت د ساتلو په موخه په مناسب ډول د کارونې وړتيا ولري او که داسې وي، نو د دې ډول خونديتوب طبيعت او اندازه څه ده». [۸]
سرچينې
سمول- ↑ "Invasion of Privacy Law & Legal Definition", US Legal. Retrieved October 17, 2013.
- ↑ "Right to Privacy Law & Legal Definition", US Legal. Retrieved 17 October 2013.
- ↑ "Results for '"the law of privacy explained"' [WorldCat.org]". www.worldcat.org (in انګليسي). بياځلي په 2019-11-05.
- ↑ Lazarus, David (5 January 2018). "Months after Equifax data breach, we're still no closer to privacy protections". بياځلي په 6 January 2018 – via LA Times.
- ↑ Gormley, Ken. "One hundred years of privacy". Wis. L. Rev.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Solove, Daniel J., Marc Rotenberg, and Paul M. Schwartz (2006), Privacy, Information, and Technology, Aspen Publishers, pp. 9–11, ISBN 0735562458.
- ↑ DeCew, Judith Wagner (1997). In Pursuit of Privacy: Law, Ethics, and the Rise of Technology. Ithica, NY: Cornell University Press. p. 23. ISBN 978-0801484117.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ Samuel Warren and Louis D. Brandeis (1890), "The Right To Privacy", Harvard Law Review (Vol. 4, No. 193). Retrieved 17 October 2013.
- ↑ Mason, Alpheus Thomas (1946), Brandeis: A Free Man's Life, Viking Press, p. 70.