د متحده ايالاتو تاريخ (1945-1964)
د متحده ايالاتو لپاره 1945-1964 کلونه د لوړې اقتصادي ودې او عمومي سوکالۍ وخت و. دا همدا راز د تصادم يو وخت هم و، ځکه چې پانګوال متحده ايالات او متحدينو يې له سياسي پلوه د شوروي اتحاد او نورو کمونستي دولتونو مخالفت څرګند کړ؛ او سړه جګړه پيل شوې وه. افريقايي امريکايان سره يو او منظم شول، او د ملکي حقوقو د تحريک برياليتوب په سويلي متحده ايالاتو کې د Jim Crow (يو ډول قوانين وو) ګوښه والی پای ته ورساوه. نور قوانين تصويب شول چې توپيري چلند يې غېر قانوني وګرځاوه او د رايې ورکولو د حقوقو د تضمين لپاره يې فدرالي څارنه چمتو کړه.[۱]
په دې موده کې، د دويمې نړيوالې جګړې د ويجاړۍ څخه د لوېديځې اروپا او اسيا په را ايستلو کې د مرستې لپاره يوه فعاله بهرنۍ تګلاره خپله کړای شوه. مارشال پلان له لوېدېځې اروپا سره د جګړې د مهال د ويجاړۍ د بيا رغونې برخه کې مرسته وکړه. اساسي امريکايي موخه د کمونيزم مخنیوی و. د پياوړو هستوي وسلو په مټ د وسلو يوه سيالي چټکه شوه. شوروي اتحاد د امريکا تر مشرۍ لاندې د شمالي انتلانتیک تړون سازمان (NATO) ايتلاف د مخالفت لپاره د اروپايي تحت الحمايه دولتونو د وارسا تړون جوړ کړ. متحده ايالاتو په کوريا کې يوه خونړۍ، بې پايلې جګړه پر مخ يوړه، او د دې مودې په پای ته رسېدو سره يې په ويتنام کې جګړه چټکوله. فيډل کاسترو په کيوبا کې واک په لاس کې واخيست، او کله چې USSR له کيوبا څخه د دفاع په موخه هستوي توغندي واستول، نو له متحده ايالاتو سره د 1962ز کال د کيوبا د توغنديو بحران پيل شو، کوم چې د دې پړاو تر ټولو خطرناکه نقطه وه.[۲]
په کورني محاذ کې، له يو لنډ لېږد وروسته، اقتصاد په چټکۍ سره وده وکړه، په داسې حال کې چې په پراخه کچه سوکالي، د مزد زياتېدل، او ښارونو او ښارګوټو ته د ډېرو پاتې کروندګو لېږدېدل پيل شول. له سياسي اړخه، ليبرال ديموکراتان په دې پړاو کې واکمن وو، څوک چې د نوې معاملې له ايتلاف سره ملګري وو: Franklin D. Roosevelt (1933–1945)، Harry S. Truman (1945–1953)، John F. Kennedy (1961–1963) او Lyndon Johnson (1963–1969). جمهوري غوښتونکی Dwight D. Eisenhower (1953–1961) منځلاری و، چا چې د سوداګرۍ د مقررې او د مزدور اتحاد د ملاتړ په څېر د نوي معاملې د پروګرامونو د بدلولو هڅه ونه کړه؛ نوموړي ټولنيز امنيت پراخه کړ او د ايالتونو تر منځ د لويو لارو سيستم يې جوړ کړ. د دې پړاو په ډېره موده کې، ديموکراتانو په کانګريس واک درلود؛ په هر حال، دوی عموماً د محافظه کار ايتلاف د قدرت له امله، نه شول کولای هومره زيات ازاد خيال قوانين تصويب کړي، څومره چې دوی هيله درلوده. ازادخيال ايتلاف په 1963ز کال کې د کينيډي له وژل کېدو وروسته د کانګريس واک په لاس کې واخيست، او د Great Society ټولنې پروګرام يې پيل کړ.[۳]
د دويمې نړيوالې جګړې د اقتصادي پراختيا په دې پړاو کې د کلیوالو سيمو چټکه وده او د منځنۍ طبقې خلکو د ودې شاهده وه.
سړه جګړه
سمولسړه جګړه (1945-1991) د شوروي اتحاد او د هغه د متحدو دولتونو او د لوېديځې نړۍ د قدرتونو تر منځ چې مشري يې متحده ايالاتو کوله، د سياسي ټکر، پوځي ترينګلتيا او اقتصادي سيالۍ مسلسل حالت و. که څه هم د لومړيو ګډونوالو پوځي ځواکونه کله هم په رسمي ډول نېغ په نېغه سره په جګړه کې ښکېل نه شول، دوی د پوځي ايتلافونو، ستراتيژيکو دوديز ځواکونو ځای پر ځای کولو او هستوي وسلو د سيالۍ، جاسوسۍ، نيابتي جګړو، تبليغاتو او تيکنالوژيکي سياليو، لکه خلايي سيالۍ له لارې د ټکر څرګندونه وکړه.[۴]
منشاً
سمولپه داسې حال کې چې «روزويلټ» باوري و چې له جګړې وروسته هغه له سټالین سره همکاري کولای شي، «ټرومن» ډېر زيات شکمن و. متحده ايالاتو د مارشال پلان (1951-+1948) تر مخې لوېديځې اروپا ته په پراخه کچه مرستې چمتو کړې، چې په پايله کې يې چټکه اقتصادي بيا رغونه منځ ته راغله. شوروي اتحاد خپلو تابعو دولتونو ته د امریکا د مرستو تر لاسه کولو د اجازې ورکولو څخه انکار وکړ. د دې پر ځای، کريميلين سيمه يیز کمونستي ګوندونه او سور پوځ وکارول، تر څو په مطلق العنان ډول ختيځه اروپا کنترول کړي. انګلستان چې په ژور اقتصادي مشکل کې ايسار و، نور نه شول کولای له کمونستانو سره په کورنۍ جګړه کې له يونان څخه ملاتړ وکړي. انګلستان له متحده ايالاتو وغوښتل چې یونان ته ورکول کېدونکې مرسته په واک کې واخلي. ټرومن په 1947ز کال کې د ټرومن په مفکورې سره غبرګون وښود. ټرومن د بهرنيو چارو وزارت فکري مشرتابه تعقيب کړ، کوم چې د شوروي کمونستۍ د پراختيا د مخنيوي غوښتنه وکړه. هيله دا وه چې د متنوعې ملتپالنې په څېر داخلي تضادات به بالاخره د شوروي هيلې کمزورې کړي. [۵][۶]
تر 1947ز کال پورې، شورويانو د بالکان درې دولتونه په بشپړ ډول جذب کړي وو، او پولنډ، ختيځ المان، چيکوسلواکيه، رومانيه او بلغاريا يې په عملي ډول په واک کې اخيستي وو. اتريش او فنلينډ بې پرې او غېر پوځي شوي وو. کرملين په يوګوسلاويه واک نه درلود، کوم چې د Marshall Tito تر واکمنۍ لاندې يو جلا کمونستي حکومت و؛ دوی په 1948ز کال کې دايمي تريخ جلا والی درلود. د وسپنيزې پردې (دا د سياسي پولو لپاره کارېدونکی نوم دی) سره په اروپا کې د سړې جګړې لیکې تثبيت شوې، او جګړې نه وې. متحده ايالاتو په 1949ز کال کې په ناټو کې د يو پياوړي پوځي ايتلاف جوړولو سره مرسته وکړه، په کوم کې چې د لوېدېځې اروپا ډېرې هېوادونه او کاناډا شامل وو. په هر حال، په اسيا کې، ډېر زيات خوځښتونه وو. متحده ايالات د خپلو متحدينو، د Chiang Kai-shek تر واکمنۍ لاندې ملتپال چين، او ذ Mao Zedong تر واکمنۍ لاندې کمونستانو تر منځ په جوړجاړي کولو کې ناکام شول. په 1949ز کال کې کمونستان په چين کې واک ته ورسېدل او ملتپال حکومت له ساحل هاخوا د Formosa (تايوان) ټاپو ته ولېږدېد، کوم چې د امریکا تر حمایت لاندې راغی. سيمه ييزو کمونستي خوځښتونو هڅه وکړه چې ټوله کوريا (1950) او ويتنام (1954) ونيسي. کمونستي تسلط د نړۍ د ځمکې يو په درېيمه برخه تر پوښښ لاندې راوستې وه، په داسې حال کې چې متحده ايالات د نړۍ د زیات اغېزناک زبرځواک په توګه سر راپورته کړ، او په ټوله نړۍ کې يې د پوځي ايتلافونو يوه شبکه جوړه کړه.[۷]
د پانګوال جمهوریت او مطلق العنان کمونيزم تر منځ د متحده ايالاتو او شوروي اتحاد د تصوراتو په منځ کې بنسټيز ټکرونه موجود وو. متحده ايالاتو د راتلونکو ستونزو د حل لپاره نوي ملګري متلونه د «ولسوني» وسيلې په توګه بلل، خو په خپله موخه کې ناکام شول. متحده ايالاتو د 1941ز کال د اتلانتيک په منشور کې وضع شويو اصولو سره په سمون، مطلق العنانيت او نيواکګري رد کړل چې هغه: خپلواکي، برابر اقتصادي لاسرسی، او بيا جوړ شوی پانګوالي نظام، ديموکراتيکه اروپا، کوم چې يو ځل بیا کولای شول په نړیوالو چارو کې د یو مرکز په توګه کار وکړي، وو.[۸]
مخنيوی (مهارول)
سمولد ناټو لپاره، د شوروي اتحاد د اغېز د خپرېدو مخنیوی د بهرنۍ تګلارې يو اصل وګرځېد؛ هيله دا وه چې بالاخره بې اغېزې شوروي نظام به د کورنۍ کمزورۍ له امله نړېږي، او د کومې "تودې" جګړې (يعنې په پراخه کچه جګړه) اړتيا به نه وي. جمهوري غوښتونکو (چې مشري يې د مشيګن سناتور Arthur Vandenberg، د نيويارک Governor Thomas Dewey او د ايشنهاور جنرال Dwight D کوله) د مخنیوي څخه ملاتړ وکړ، خو د ګوښه حالت پلويانو يې مخالفت وکړ، چې مشري يې د اوهايو سناتور Robert A. Taft کوله.
سرچينې
سمول- ↑ James T. Patterson, Grand Expectations: The United States, 1945–1974 (1988) pp 771-90
- ↑ Alan P. Dobson and Steve Marsh, US foreign policy since 1945 (2006) pp 18-29, 76-90
- ↑ Alonzo L. Hamby, Liberalism and Its Challengers: From F.D.R. to Bush (2nd ed. 1992) pp 52-139
- ↑ Gaddis, John Lewis (2005). The Cold War: A New History. Penguin Press. p. 54. ISBN 978-1-59420-062-5.
- ↑ Anne Applebaum, Iron Curtain: The Crushing of Eastern Europe, 1944–1956 (2012) p. xxii - xxv.
- ↑ Carole K. Fink, Cold War: An International History (2013) pp 53-79.
- ↑ John Lewis Gaddis, The Cold War: A New History (2006) pp 31-95
- ↑ Townsend Hoopes and Douglas Brinkley, FDR and the Creation of the U.N. (2000) pp 205-22