د متحده ايالاتو تاريخچه

شمالي امريکا ته له ميلاد مخکې په نژدې ۱۵۰۰۰ کال کې د اصلي امريکايانو په رسېدو سره د متحده ايالاتو تاريخ پيلېږي. په شپاړسمه پېړۍ کې ګڼ لرغوني کلتورونه جوړ او ډېر له منځه ولاړل. په ۱۴۹۲ز کال کې د کرسټوفر کولمبس په رارسېدو سره د اروپايانو له خوا د امريکامتحده ایالاتو نيول پيل شول. ډېرې مستعمرې له ۱۶۰۰ز کال وروسته جوړې شوې، په ۱۷۶۰ز کلونو کې په ديارلسو بریتانوي مستعمرو کې دوه اعشاريه پنځه ميلیونه خلک اوسېدل، دا مستعمرې د اپلاچين غرونو ختيځ لور ته د اتلانتيک سمندر په ساحلونو کې جوړې شوې وې. فرانسې ته له ماتې ورکولو وروسته، بریتانوي حکومت يو لړ ماليات وضع کړل، په دې مالياتو کې د ۱۷۶۵ز کال د سټامپ قانون هم شامل و، کوم چې د مستعمرو د اساسي قانون دا استدلال رد کړ، چې ګني نوي ماليات د دوی تاييد ته اړتيا لري. د دې مالياتو پر ضد مبارزې او په ځآنګړي ډول په ۱۷۷۳ز کال کې د «بوسټن ټي پارټي» (پر چايو د مالياتو په وړاندې يو لاريون و)، پارلمان اړ کړ، چې له خپلې خوا د حکومت کولو ته د پای ورکولو په موخه جزايي قوانين صادر کړي. په ۱۷۷۵ز کال کې په ماساچوسټس کې وسله والې نښتې پيل شوې.  

په ۱۷۷۶ز کال کې، په فيلاډيلفيا کې د لويې وچې په دويم کانګريس کې د متحده ايالاتو مستعرو خپلواکي اعلان کړه. د جورج واشنګټن په مشرۍ متحده ايالاتو انقلابي جګړه وګټله. د ۱۷۸۳ز کال د سولې تړون د هېواد نوې پولې رامنځ ته کړې. د کانفډريشن اصولو مرکزي حکومت جوړ کړ، خو دا دولت د ثبات په راوستلو کې اغېزمن نه و؛ ځکه چې نه یې شول کولای ماليات راغونډ کړي او اجرائيوي مشر يې هم نه درلود. په يو کانوانسيون کې نوی اساسي قانون وليکل شو، چې په ۱۷۸۹ کې ومنل شو او په ۱۷۹۱ز کال کې په کې د حقوقو اصول زیات کړای شول، تر څو د نه جلا کېدونکو حقوقو ضمانت وکړي. د ولسمشر په توګه د واشنګټن او د هغه د ستر سلاکار په توګه د الکساندر هميلټن يو پياوړی مرکزي حکومت رامنځ ته شو. په ۱۸۰۳ز کال کې له فرانسې څخه د لوايزينيا سيمې په رانیولو سره د متحده ايالاتو جغرافيه دوه برابره زياته شوه.

د ملت د څرګند برخليک په ملاتړ سره متحده ايالات د ارام سمندرګي تر څنډو پورې پراخ شول. په داسې حال کې چې هېواد د ځمکې له نظره پراخ و، په ۱۷۹۰ز کال کې يې نفوس يوازې څلور ميليونه کسان و. نفوس يې په تېزۍ سره زيات شو او اقتصادي وده تر دې هم زیاته وه. د اروپايي طاقتونو په نسبت، له ۱۹۴۰ز کال مخکې د سولې په کلونو کې د متحده ايالاتو پوځي ځواک په پرتليز ډول محدود و. د لويديځ لور ته پراختيا د «يومان» کروندګرو او مريانو د څښتنانو لپاره د ارزانه ځمکې په لټون کې تر سره شوه. د مریيتوب پراختيا مخ پر زياتېدو لانجمنه موضوع وه او پر سياسي او اساسي قانوني جګړو يې تيل وشيندل، چې دا ستونزې د جوړ جاړي له لارې حل شوې. په ۱۸۰۴ز کال کې د ماسين ډيکس لاين په ټولو شمالي ايالتونو کې مریيتوب له منځه يووړل شو، خو په سويل کې بيا هم دا چاره روانه وه او تر ډېره بريده د پنبې د توليد لپاره کارېدل. ابراهام لينکلن په ۱۸۶۰ز کال کې په دې موخه د ولسمشر په توګه وټاکل شو، چې د مریيتوب د پراختيا مخه به نيسي. اووه سويلي مرييو ايالتونو سرکښي وکړه او د ائتلاف بنسټ يې کېښود. په ۱۸۶۱ز کال کې پر يوې فدرالي کلا د هغوی بريد کورنۍ جګړه پيل کړه. په ۱۸۶۵ز کال کې د کانفډريشن د ماتې له امله مریيتوب پای ته ورسېد. له جګړې وروسته د بيا رغونې په پړاو کې، آزادو شوو مريانو ته د هغوی قانوني او د رايې ورکولو حقوق ورکړل شول. ملي حکومت لا پياوړی شو او د فردي حقوقو د ساتنې څرګنده دنده يې تر لاسه کړه. په هر حال، کله چې په ۱۸۷۷ز کال کې د سويل سپين پوستو په سويل کې واک تر لاسه کړ، په عمومي توګه د پارلمان له خوا د رايې ورکولو د فشار له لارې، دوی د «جيم کريو» قانون تصويب کړ، تر څو د سپين پوستو برتري خوندي کړي، په ورته وخت کې يې د نوو ايالتي اساسي قوانينو څخه د دوی حقوق واخستل، کومو قوانينو چې ډېر افريقايي الاصله امريکايان او بې وزله سپين پوستي د رايې ورکولو له حق نه بې برخې کړل.

د شلمې پېړۍ په پيلېدو سره متحده ايالات د نړۍ په مخکښ ځواک بدل شول او د دې لامل متحده ايالاتو ته د سوداګريو پيدا کولو او صنعتي کولو او همدا راز د ميليونونو کارکوونکو کډوالو او کروندګرو ورماتېدل وو. د اورګاډي سرتاسري ملي لاره بشپړه شوه او په پراخه کچه کانونه او کارخانې جوړې شوې. ډله یيز خپګان، فساد، نا اغېزناک والی او دوديز سياست له ۱۸۹۰ز څخه تر ۱۹۲۰ز کال پورې پرمختلونکی خوځښت په حرکت راوست او له دې امله سموونې رامنځ ته شوې، په دې اصلاحاتو کې پر امدن ماليات، د سناتورانو نېغ په نېغه ټاکنې، د شرابو منعه کول او مېرمنو ته د رايې ورکولو حق شامل وو. په داسې حال چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال متحده ايالات بې پری و، په ۱۹۱۷ز کال کې يې د المان پر ضد جګړه اعلان کړه او په ورپسې کال کې يې د ائتلافي ځواکونو د بريا بوديجه په خپله غاړه واخیسته. له سوکالۍ ډکې لسمې لسيزې وروسته، په ۱۹۲۹ز کال کې د وال سټريټ سقوط په ټوله نړۍ کې د اقتصادي رکود د سترې نړيوالې اقتصادي لسيزې پيل و. ولسمشر «فرانکلين ډي. روزويلټ» خپلې طرحې عملي کړې، چې په هغې کې د وزګارو خلکو سره مرسته کول، د کروندګرو ملاتړ کول، ټولنيز امنيت او تر ټولو کم مزد ورکول شامل وو. نوو طرحو عصري امريکايي ليبراليزم تعريف کړ. په ۱۹۴۱ز کال کې پر «پرل هاربر» د جاپان له بريد وروسته، متحده ايالات په دويمه نړيواله جګړه کې داخل شول، د متحدينو له جګړه یيزو مبارزو سره يې مالي مرسته وکړه او په اروپا کې يې د نازي المان او فاشستي المان په ماتې کې مرسته وکړه. د ارام سمندرګي په جګړه کې د جاپاني سترواکۍ د ماتولو لپاره د جاپان په دوو ښارونو د نوو اختراع شوو هستوي وسلو په کارولو سره په جګړه کې د متحده ايالاتو ښکېلتيا خپل اوج ته ورسوله.  [۱]

له دویمې نړيوالې جګړې وروسته، متحده ايالات او شوروي اتحاد د دوو سترو سيالو ځواکونو په توګه راڅرګند شول. د سړې جګړې په پړاو کې، دواړه هېوادونه په غېر مستقيم ډول د وسلو په سيالۍ، د فضا په سيالۍ، تبليغاتي جګړې او د کمونيزم په وړاندې سیمه یيزې شوې جګړې په ډګر کې سره مخامخ شول. په ۱۹۶۰ز کلونو کې، د مدني حقوقي خوځښتونو د پياوړتيا له امله، د ټولنيز سمون يوه بله څپه عملي شوه، کوم چې د اساسي قانون تر مخې افريقايي الاصله امريکايانو او نورو توکميزو لږه کيو ته د رايې ورکولو او خوځښت د خپلواکۍ حق ورکړ. د شوروي اتحاد په ړنګېدو سره سړه جګړه پای ته ورسېده او په دې ډول متحده ايالات د نړۍ يوازيني زبرځواک وګرځېد. له سړې جګړې وروسته د متحده ايالاتو بهرنۍ تګلارې په منځني ختيځ، په ځانګړي ډول د سپتمبر مياشتې يوولسمې نېټې بريدونو ته په ځواب ويلو او اسلامي دولت په راڅرګندېدو سره، په عصري نښتو تمرکز کاوه. د يووېشتمې پېړۍ په پيل سره، متحده ايالت ستر اقتصادي رکود او د کرونا وبا ته داخل شول، چې په دې پړاوونو کې د متحده ايالاتو اقتصادي وده له معمول څخه زياته ښکته حالت ته راغله.

له تاريخ څخه مخکې سمول

دا په دقيق ډول نه ده معلومه چې، اصلي امريکايان په لومړي ځل په متحده ایالاتو او اوسنيو متحده ايالاتو کې کله او څه ډول مېشت شوي دي. د عامه نظر اټکل دا دی چې، له يوروايشيا څخه ځينو خلکو په کنګل عصر کې د هغه ځمکني پول له لارې چې سايبيريا له اوسنۍ الاسکا سره نښلوي، د «برينګيا» ورهاخوا لوبه تعقيب کړه او بيا د جنوب پر لور په متحده ایالاتو کې خپاره شول. شونې ده چې دا کوچ ۳۰۰۰۰ کاله مخکې پيل شوی وي او تر ۱۰۰۰۰ کاله مخکې وخت پورې يې دوام درلود، تر هغه وخته چې د کنګلونو د وېلې کېدو او اوبو د کچې د لوړېدو له امله دا ځمکنی پول تر اوبو لاندې شو. دا لومړي اوسېدونکي، د «پالي-انډينز» (سور پوستي هنديان) په نوم يادېږي او دوی ډېر ژر په سلګونو بېلا بېلو قبيلو او کلتورونو بدل شول.[۲][۳]

له کولمبيا څخه دمخه په دې پړاو کې په امريکايي لويه وچه کې د اروپايي اغېز له راڅرګندېدو دمخه، ټول تاريخي پړاوونه شامل دي، کوم چې له لومړيو لوړو ډبرينو زمانو، له اصلي ميشتېدو څخه پيل او بيا په نوې زمانه کې تر اروپايي نيواک پورې رسېږي. په داسې حال کې چې، له تخنيکي نظره دا اصطلاح، په ۱۴۹۲ز کال کې د کرسټوفر کولمبس له سفر څخه مخکې وخت ته اشاره کوي. په اصل کې معمولاً په دې اصطلاح کې د لرغونې امريکا د کلتورونو تاريخ هم شامل دی، تر هغه وخته چې دا سيمې امريکا ونيولې يا تر اروپايي اغېز لاندې راغلې، آن که دا چاره په ياده سيمه کې د کولمبس د لومړي ورتګ څخه لسيزې يا پېړۍ مخکې هم رامنځ ته شوې وي.

سرچينې سمول

  1. Milkis.
  2. (په October 29, 2007 باندې). New Ideas About Human Migration From Asia To Americas. ScienceDaily.
  3. Kennedy, Cohen, and Bailey، ص. 6.