د مالیکولي تیوري تاریخ


په کېمیا کې، د مالیکولي تیوري تاریخ، د دوو یا زیاتو اټومونو ترمنځ د غښتلو کېمیاوي اړیکو د شتون د مفهوم یا مفکورې ریښې تعقیبوي.

د مالیکولونو نومهال مفهوم مخینه کېدای شي د ساینس او یوناني پخوانیو فیلسوفانو، لکه لیوکیپوس او دېموکریتوس ته وروګرځي، چې د ادعاوو له‌مخې یې ټول کاینات له اټومونو او خلا څخه جوړ شوي دي. کابو ۴۵۰ کاله مخکې له میلاده، امپيدوکلېس د څلورو اساسي عناصرو )اور، خاوره، هوا او اوبه) او هغو دافعه او جاذبه «قوو» په هکله فکر کاوه چې عناصرو ته د تعامل زمینه برابروي. مخکې تر دې، هېراکلیتوس ادعا وکړه چې اور یا بدلون زموږ د خلقت بنسټ دی، چې د مخالفو ځانګړنو د ترکیب له‌لارې رامنځ‌ته شوی دی. اپلاتون په «تیمایوس» تبصره کې، د فیثاغورث په تعقیب، د عدد، ټکي، کرښې او مثلث په څېر ریاضیکي واقعیتونه د دې فاني نړۍ بنسټیزې اجزاوې یا عناصر ګڼلي دي او او اور، هوا، اوبه او خاوره یې د جوهرونو داسې حالتونه انګېرلي دي چې سم ریاضیکي اصلونه یا عناصر به له هغو څخه تېرېږي. پنځم عنصر، د اثیر خوسا نه‌کېدونکی جوهر دی، چې د آسماني جِرمونو د بنسټیز جوړوونکي جز په توګه ګڼل شوی دی. د اثیر په هکله، د لیوپیکوس او امپیدوکلېس لیدلوری د ارسطو له‌خوا منل شوی ؤ او د منځنیو پېړیو او رنسانس پېر اروپا ته ورسېده. د مالیکولونو نومهال مفهوم په نولسمې پېړۍ کې مخ په پراخېدو شو. په دغه پېړۍ کې د خالصو کېمیاوي عناصرو لپاره تجربي شواهد لاس‌ته راغلل او ولېدل شول چې څرنګه د هایدروجن او اکسیجن په څېر د بېلابېلو کېمیاوي عناصرو اټومونه، د اوبو مالیکولونو په څېر د پایدارو مالیکولونو د رامنځ‌ته کولو لپاره کېمیاوي تعامل کوي.[۱][۲]

اوولسمه پېړۍ

سمول

د اټومونو د بڼې او اړیکو په هکله لومړنۍ نظریې د لیوکیپوس، دېموکریتوس او اپیکوروس له‌خوا وړاندې شوې، چې د هغو د استدلال له‌مخې، د مادې کلکوالی د جوړوونکو اټومونو له بڼې سره مطابقت لري. نو له‌دې امله، د اوسپنې اټومونه کلک او غښتلي دي او داسې چنګکونه لري چې اوسپنه د یوې جامدې مادې په بڼه سره تړي؛ د اوبو اټمونه اوار او ښویېدونکي دي؛ د مالګې اټمونه، د خوند له‌امله، تېره دي او څوکې لري؛ او د هوا اټمونه سپک او تل تاوېدونکي دي، او په ټولو نورو مادو کې خپرېږي. دېموکریتوس د دغې نظریې اصلي ملاتړ کوونکی ؤ. هغه، د حسونو په هکله د تجربو پر بنسټ د قیاسونو په کارولو سره، د داسې یوه اټوم انځور یا تصویر وړاندې کاوه چې په هغه کې اټومونه د بڼې، اندازې او د بېلابېلو برخو د ترتیب له‌مخې سره توپیر کېږي. سربېره پر دې، اتصالونه د مادې داسې اړیکو له‌لارې بیانېږي چې په هغو کې واحد اټومونه په نښلوونکو وسیلو مجهز شوي دي: ځینې له چنګکونو او سوریو سره او ځینې نور له توپونو او ساکټونو سره.[۳][۴]

د ښوونیزې فلسفې په ظهور او د روم ټولواکمنۍ په نړېدا سره، د زیات‌شمېر پېرونو لپاره، پام د څلورو عناصرو بېلابېلو تیوري‌ګانو او وروسته بیا د کېمیاګرۍ تیوري‌ګانو په لور واړول شو او اټومي تیوري هېره شوه. سره له‌دې، په اوولسمې پېړۍ کې، تر ډېره د ګاسندي او نیوټن د آثارو له‌لارې، اټومي تیوري بېرته راژوندۍ شوه. ګاسندي، د هغه وخت د نورو ساینس‌پوهانو په منځ کې، لرغونی تاریخ په ژوره توګه مطالعه کړ، د اپیکوروس د طبیعي فلسفې په هکله مهم آثار ولیکل او په دلیل ویلو او قناعت ترلاسه کولو یې دغه تیوري ترویجوله. هغه دلیل راوړ چې په خلا کې د حرکت کوونکو اټومونو د اندازې او بڼې د محاسبه کولو لپاره کېدای شي د مادې ځانګړنې په پام کې ونیول شي. تودوخه د کوچنیو او ګردو اټومونو له‌امله شتون لري؛ ساړه بیا هِرمي اټومونه او تېرې څوکې لري، چې دغه ادعا، په ډېره سړه هوا کې د برېښېدلو د احساس په پام کې نیولو سره شوې ده؛ او جامدې مادې د اوبدېدونکو چنګکونو پر مټ سره نښتې دي.که څه هم نیوټن د خپل وخت د اټوم اتصالي متداولې تیوري‌ګانې (یعنې، «چنګک شوي اټومونه»، «سرېښ شوي اټومونه یا جسمونه د سکون په حال کې»، او «د یوځای کېدونکو حرکتونو له‌لارې سره سرېښېدل» تیوري‌ګانې) تاییدولې، خو پر هغو یې باور نه‌درلود، څرنګه چې د خپل کتاب «اپتیکس–Opticks» (۱۷۰۴ز) په «۳۱ پوښتنه» کې بیانوي چې، ذرات د یوې قوې پر مټ یو بل جذبوي، چې «په ناببره تماس کې خورا غښتلې ده، په لنډو واټنونو کې کېمیاوي تعاملونه رامنځ‌ته کوي او د هرې اغېزې په احساسولو سره له ټاکلي واټن څخه لېرې له ذراتو نه‌بېلېږي».[۵][۶]

په ۱۶۸۰ز  کال کې، د بنسټ په توګه د ذروي تیوري په کارولو سره، فرانسوي کېمیاپوه «نیکولاس لمري» څرګنده کړه چې د هرې مادې تیزابیت د هغې مادې د تېرو څوکو لرونکو ذراتو څخه رامنځ‌ته شوی دی، په داسې حال کې چې القلي‌ګان په بېلابېلو اندازو منفذونه لري. د دغې نظریې له‌مخې، یو مالیکول له داسې ذرو څخه جوړ شوی دی چې بېلابېل ټکي او منفذونه یې د هندسي تړښت له‌لارې سره یوځای کېږي.[۷]

اتلسمه پېړۍ

سمول

د اټومونو تړل شویو ترکیبونو مفکورې لومړنۍ سریزه، د «کېمیاوي تمایل له‌لارې ترکیب» نظریه وه. د بېلګې په توګه: په ۱۷۱۸ز کال کې، فرانسوي کېمیاپوه «اتین فرانسوا جوفروی»، د کلسترونو د ترکیب په هکله د بویل د مفهوم پر بنسټ، د ذراتو د ترکیب بیانولو لپاره د کېمیاوي ترکیبي تمایل تیوري‌ګانې وپنځولې او استدلال یې وکړ چې یوه ځانګړې کېمیاوي «قوه» کېمیاوي عناصر یو بل ته نږدې کوي. جوفروی د «ترکیبي تمایل جدول (tables des rapports)» لپاره مشهور دی، چې دغه جدول یې په فرانسوي اکاډمۍ کې په ۱۷۱۸ او ۱۷۲۰ز کلونو کې وړاندې کړ.

دغه جدول، هغه لېستونه وو چې د مادو د عمل او عکس‌العمل مشاهداتو په راټولولو سره ترتیب شول او د بېلابېلو ښودونکو مادو لپاره یې د ورته اجسامو د ترکیبي میل بېلابېلې درجې ښودلې. دغه جدولونه د پېړۍ تر پایه، تر هغو پورې خپل شهرت وساته چې په ځای یې د کلود لویي برتوله له‌خوا لا ژور مفهومونه وړاندې شول.

په ۱۷۳۸ز کې، سویسي فزیک‌پوه او ریاضي‌پوه، دانیل برنولي، خپل «هایدرودینامیکا» کتاب خپور کړ، چې د ګازاتو حرکي تیوري بنسټ یې کېښود. په دغه اثر کې، برنولي داسې یو استدلال بیان کړ، چې تر نن ورځې کارول کېږي؛ د دغه استدلال له‌مخې، ګازات ډېرشمېر مالیکولونه لري چې په هر لوري کې د حرکت په حال کې دي، پر یوې سطحې د هغو اغېزه د ګازي فشار رامنځ‌ته کولو لامل ګرځي چې موږ یې احساس کولای شو، او هغه څه چې موږ ته تودوخې په توګه ښکاري، د هغو مالیکولونو د حرکت کولو په پایله کې رامنځ‌ته شوې حرکي انرژي ده. دغه تیوري له واره ونه‌منل شوه، تر یوه بریده یې دلیل دا ؤ چې د انرژي پایښت تر هغه مهاله ثابت شوی نه‌ؤ او د فزیک‌پوهانو لپاره څرګنده نه‌وه چې څنګه امکان لري د مالیکولونو ټکر په بشپړه توګه ارتجاعي وي.

په ۱۷۸۹ز کال کې، ویلیام هیګینز د خپلو نظریو یوه ټولګه خپره کړه او هغې ته یې «د وروستیو ذراتو ترکیب» نوم ورکړ، چې د ظرفیت اړیکو مفهوم یې بیانوه. د بېلګې په توګه: د هیګینز له تیوري سره سم، که چېرې د اکسېجن د وروستۍ ذرې او د نایتروجن د وروستۍ ذرې ترمنځ قوه 6 وي، نو په دغه توګه او په ورته ډول به د قوې پياوړتیا د نورو وروستیو ذراتو د ترکیبونو لپاره تقسیم کېدلای شي.  [۸]

سرچينې

سمول
  1. Russell, Bertrand (2007). A History of Western Philosophy. Simon & Schuster. p. 41. ISBN 978-1-4165-5477-6.
  2. Russell, Bertrand (2007). A History of Western Philosophy. Simon & Schuster. p. 145. ISBN 978-1-4165-5477-6.
  3. Pfeffer, Jeremy, I.; Nir, Shlomo (2001). Modern Physics: An Introduction Text. World Scientific Publishing Company. p. 183. ISBN 1-86094-250-4.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  4. See testimonia DK 68 A 80, DK 68 A 37 and DK 68 A 43. See also Cassirer, Ernst (1953). An Essay on Man: an Introduction to the Philosophy of Human Culture. Doubleday & Co. p. 214. ISBN 0-300-00034-0. ASIN B0007EK5MM.
  5. Leicester, Henry, M. (1956). The Historical Background of Chemistry. John Wiley & Sons. p. 112. ISBN 0-486-61053-5.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  6. (a) Isaac Newton, (1704). Opticks. (pg. 389). New York: Dover. (b) Bernard, Pullman; Reisinger, Axel, R. (2001). The Atom in the History of Human Thought. Oxford University Press. p. 139. ISBN 0-19-515040-6.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  7. Lemery, Nicolas. (1680). An Appendix to a Course of Chymistry. London, pgs 14-15.
  8. Ley, Willy (June 1966). "The Re-Designed Solar System". For Your Information. Galaxy Science Fiction. pp. 94–106.