د مادی اسبابو څخه مخکې تقوی ځان کې راوستل

ترتیب کوونکی : محمد بشیرمدنی

سمول

امام ابن القيم رحمت الله علیه د غه معنی  پخپل كتاب قصيده نونیه كې راوړي وايي:

سمول

1- دغه داسې ده چې د الله جل جلاله دلښكر جګړه په اعمالو سره وي نه د زړه ورو ګرو پونو په زور سره.

سمول

2- زما دپه الله جل جلاله سره سوګند وي چې  هېوادونه يې په ډېر ښت فتح كړي نه دي په داسې حال كې چې دښمن يې بې شماره ډېر وه .

سمول

3- همدارنګه زړونه يې په دې نظرياتو سره نه دې فتح كړي بلكې په علم او ايمان سره یی فتح كړي دي.

سمول

موږ ته قران كريم بيان كړي چې زموږ څخه وړاندې دمومنانو حالت هم همداسې وه يقيناً الله جل جلاله دبني اسرائيلو دحالت څخه بيان كوي كله يې چې د دښمن،زور،قوت زیات اوخپل شمېر او قوت لږ وليد الله جل جلاله فرمایی : وَلَمَّا بَرَزُواْ لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالُواْ رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ . [1] .

سمول

ژباړه: اوکله چې راووتل جل جلاله  مخامخ شول ) دوی لپاره جل جلاله  د جنګ ) دجالوت او د لښکرو دده نو وویل دوی جل جلاله  یعني مومنانو) ای زموږ ربه نازل جل جلاله راتوی ) کړه پرموږ صبر او کلک کړه قدمونه زموږ جل جلاله په جنګ کې ) او مرسته وکړه له موږ سره په قوم د کافرانو .

سمول

كله يې چې الله جل جلاله ته رجوع وكړه او دخپل مسكين توب او عاجزۍ لاسونه يې د الله جل جلاله په وړاندې پورته كړل نو نتيجه يې ډېره زرپه جل جلاله فاء) سره چې ترتيب دتعقيب سره افاده كوي راغله فرمايي: فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ [2] .

سمول

ژباړه: نومات کړل مومنانودوی جل جلاله یعني کافران ) په اذن جل جلاله  حکم ) د الله سره او مړ کړ داود جالوت لره او ورکړ ده ته جل جلاله  یعنی داود ته ) الله سلطنت او حکمت جل جلاله او نبووت وروسته له مرګه دطالوت او اسموئیل علیه السلام ) او ویی ښودل ده ته له هغو شیانو چې اراده یی کوله .

سمول

قران كريم يې نه يادوي بلكې په دې پرېكنده نتيجه كې يې د مادي زور او قوت هېڅ اشاره نده كړې دا دخپلو مجاهدو بندګانو لپاره يو تنبیه ده چې په الله جل جلاله  باندې توكل په رښتيا سره همدغه ذات اقدس ته ځان سپارنه او په مخ كې يې عاجزي كول او د الله جل جلاله په لار كې د جهاد ريښتينی نيت كول همدغه مخ په وړاندې وسله په ټولو جنګونو اوجګړو كې پرېكنده وسله ده. دهغو جامع آياتونو څخه چې د دښمن سره د مقابلې نه وړاندې د تقوى او اطاعت د وسلې كارولو اهميت او ارزښت بيانوي او دا چې ددغې وسلې اغېز ډېر لوى دى او بې له شكه د نصرت  او برياليتوب د رامنځ ته كېدو لامل دى الله جل جلاله  فرمايي:

سمول

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ . [3]

سمول

ژباړه: ای مومنانو که مددګاري وکړی تاسې له جل جلاله  دین د الله او رسول د ) الله سره نو مدد به وکړيجل جلاله  الله ) له تاسې سره جل جلاله  په غلبه پردښمن ) او ثابت کړي قدمونه ستاسې جل جلاله  په ځای د جنګ ) .

سمول

او همدا رنګه الله جل جلاله  فرمايلي دي:  وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ . [4]

سمول

ژباړه: او خامخا مرسته به وکړي هرو مرو الله له هغه چا سره چې مرسته ورکوي جل جلاله دین د) دغه جل جلاله  الله ) ته بیشکه چې الله خامخا قوي جل جلاله د خپلو احکامو په تنفیذولوکې ) ‌‌ډیر زورور دی جل جلاله  په هرچا) .

سمول

يقيناً الله جل جلاله يې برياليتوب په هغه څه پورې درولي چې څوك د الله جل جلاله دپيغمبرصلی الله علیه وسلم نصرت كړى وي او دالله جل جلاله د دين نصرت كوي او دا د برياليتوب په راتلوكې دشرط په بڼه دى او ان شاءلله تعالى په راتلونكي مبحث كې به يې په تفصيل سره دغه څانګه د تيارى په هغه بحث كې وڅېړو چې هغه آدابو پورې اړه لري چې بايد دالله جل جلاله دلارې مجاهدين ځان پرې سنبال کړي چې دا د برياليتوب په ګټلو كې ډېر مهم او ارزښتناك دى. موږ وينو چې د بندګانو څخه د نصرت او برياليتوب د وروسته والي اصلي او اساسي سبب او لامل دادى چې دالله جل جلاله او دپيغمبرصلی الله علیه وسلم  په حق كې كوتاهي او دخپلو وروڼو په برخه كې دهغوى دحقوقو نه مراعات كول دي، ځكه چې دالله جل جلاله سنت او لاره په خلكو كې تېره شوې او هېڅكله نه بدلېږي هغه داچې ګناه او كوتاهي د جګړې او جهاد څخه د وروسته والي لامل ګرځي دامير پيروي او زيار ايستل دبرياليتوب او كاميابۍ سبب دى، دغه لار او طريقه نه وروسته كېږي او نه تغير مومي آن تر دې چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم د صحابه كرامو په وړاندې هم پلي شوي او له دوى سره موجود وه.

سمول

كله چې ځينې صحابه كرامو دپيغمبرصلی الله علیه وسلم دامر په اجتهادي ډول مخالفت وښود داحد په غزا كې يې اجتهاداً امر ونه مانه نو د مشركانو غشي او نېزې پس له هغه ورته ورسېدې چې د ورځې په اول كې مسلمان غالب وه له همدې سببه راشد خليفه عمر بن الخطاب رضی الله عنه سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه  یی دغه ټكي ته متوجه كړ او ويې فرمايل: يقيناً تاسې خپل دښمن د الله جل جلاله داطاعت او پيروي په سبب او دښمن مو د هغه د نافرمانۍ په سبب ورسره جګړه كوي كه چېرې تاسې او هغوى په ګناه كې سره برابر شوي نو پرتاسو غالبېږي بيايې ورته وفرمايل: دغه ټكى د تاپه دوكه كې ونه غورځوي چې تاته د د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  صحابي او ماما ويل كېږي.

سمول

د الله جل جلاله  اوكوم چا تر منځ پرته د هغه داطاعت او پيروي څخه بل كوم سبب نشته دخلكو اصل او كم اصل دالله جل جلاله  په وړاندې سره برابر دى الله جل جلاله يې رب او پالونكى دى او دوى يې بندګان دي يو تر بل د اخري خاتمې په ښه والي غوراوی دی او هغه څه چې د الله سره دي د هغه په پيروي سره موندل كېږي. [5] .

سمول

كه موږ وغواړو چې اسلامي خلافت منځته راشي اوپه دښمن باندې غالب او بريالي شو نو د مادي اسبابو څخه وړاندې بايد الله جل جلاله په حق كې د كوتاهۍ او ګناه جبيره وشي او حتماً بايد دتقوى او پرهېزګارۍ اسباب و لټول شي تر دې چې د الله جل جلاله څخه څه و غواړو او دعاورته وكړو الله جل جلاله يې د قبوله كړي الله جل جلاله  ښه پوهېږي.

سمول

امام طبري رحمت الله علیه د اعداد او تياري دآيت شريف په تفسير كې ويلي دي: الله جل جلاله فرمايلي دي : ددې خلكو لپاره چې پخپل رب كافران شوي او ستاسو او دوی ترمنځ عهد او پيمان هم شته كله چې د دوى د خيانت او غدر څخه ووېرېدی نو تيارى ورته ونيسی، او په الله جل جلاله او پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ايمان راوړونكو. جل جلاله مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ) وايي: څومره چې توان يې لرى دآلاتو څخه یی ورته تياركړئ چې ستاسو لپاره د دوى په مقابل كې يو قوت او ځواك وي لكه وسله، آسونه، جل جلاله تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ) وايي: تاسې په دې تيارى سره د الله جل جلاله او خپل دښمنان جل جلاله له مشركانو څخه ) وېروي دغه اثر امام طبري رحمت الله علیه پخپل سند سره راوړي دي.

سمول

د علي الهمداني رحمت الله علیه څخه راغلي چې ده دعقبه بن عامر رضی الله عنه څخه په داسې حالت كې اورېدلي چې په منبرباندې ناست وه اوويل يې: الله جل جلاله فرمايلي دي: وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ ) [6]خبر دار اوسئ چې قوت دغشى ويشتل دي خبردار اوسئ چې قوت د غشى ويشتل دي درې ځلې يې وويل.داحديث امام مسلم رحمت الله علیه،امام ترمذي رحمت الله علیه،امام أبوداد رحمت الله علیه، امام ابن حبان رحمت الله علیه،امام ابن ماجه رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه او امام بيهقي رحمت الله عیه روايت كړى دى.

سمول

د عكرمة رضی الله عنه څخه دالله جل جلاله ددې مبارك فرمان په اړه چې: وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ ) څخه يې مطلب نر آسونه دي  او دجل جلاله رباط الخيل) څخه يې مطلب ښځې آسونه دي. در جاء بن ابي سلمه رحمت الله علیه څخه روايت دى چې ويلي يې دي يو سړى په مكه مكرمه كې دمجاهد رحمت الله علیه سره يو ځاى شو او د مجاهد رحمت الله علیه سره جوالونه جل جلاله بوجی )  وي ده وويل چې مجاهد رحمت الله علیه وفرمايل: دغه توانايي ده او مجاهد رحمت الله علیه دجهاد لپاره ځان تياراوه او د سدي رحمت الله علیه څخه روايت دى چې جل جلاله وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ) څخه مطلب وسله ده او دا فرمان درب العالمين دی چې: جل جلاله تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ ) نو دعبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه راغلي چې ويلي يې دي: مطلب داچې پدې قوت سره دالله جل جلاله او ستاسې دښمنان پرې سپكوي تر دې چې ويې ويل: ابن زيد رحمت الله علیه د الله جل جلاله ددې فرمان په اړه ویلي دي چې : جل جلاله وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ): دغه ډله منافقان دي تاسې نه پرې پوهېږى ځكه چې ستاسې سره دي او په خوله وايي لااله الا الله او ستاسې ترڅنګ جنګېږي نورو علماو ويلي چې دا دپيريانو څخه يوه ډله ده، ابوجعفررحمت الله علیه ويلي دي: صحيح قول په دې كې دادى چې وويل شي: الله جل جلاله مومنانو ته دجهاد كولو تيارى دجنګې وسلو برابرول او دهغه څه برابرول چې د الله جل جلاله د دښمنانو او د دوى د دښمنانو چې مشركان دي لكه وسله، لنده، دآسونو تنظيمول او داسې نور او همدارنګه بايد وويل شي چې دا دليل كېداى نشي چې دقوت او توانمندى څخه مطلب د توانايي د معناګانو څخه يوه ښكته معنى ده په داسې حال كې چې الله جل جلاله د هغو په ټولو عامو معناوو سره امر كړى دى، كه چېرې كوم ويونكى ووايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده كړې چې له دغه عام والي څخه يې مطلب دغه ځانګړ تيا ده چې فرمايي: الاان القوة الرمي) په دې خبردار اوسئ چې توانايي دلندۍ ويشتل دي. په ځواب كې يې ويل كېږي: اګر كه په حديث شريف كې دا ذكر شوي وي نو دا ترې مطلب نشي څرګندېداى چې د خير څخه هدف يواځې دغشي ويشتل دي پرته د توانايى دنورو معناګانو څخه ځكه چې دغشي ويشتل دتوانايى دمعنا ګانو څخه يوه معنى ده ځكه چې په حديث شريف كې ويل شوي دي خبر دار چې قوت او توانايي د غشي ويشتل دي او دا يې نه دي ويلي چې نوره توانايي نشته او دتوانايى څخه توره، لينده، نېزه او هر هغه څه چې د مشركانو په وژنه كې ترې كار اخيستل كېږي لكه د غشي ويشتل يا ددې څخه ښه وسله چې دكفارو په سپكوالي او ذلت كې ترې كار واخيستل شي. [7]

سمول

امام قرطبي رحمت الله علیه دالله جل جلاله ددې مبارك فرمان په اړه چې : جل جلاله وَأَعِدُّواْلهم ) ويلي دي: الله جل جلاله مومنانو ته امر كوي چې د دښمنانو د مقابلې لپاره قوت او توانايي تر لاسه كړئ خو په دې يې زور راوړئ چې بايد لومړى دتقوى په لباس ځان سنګار كړي كه الله جل جلاله  غوښتي وي نو كفار به يې په خبرو او يا هم په مخونو يې د يوموټي خاورې په شيندلو سره ناكام كړي واى لكه چې رسول صلی الله علیه وسلم  همداسې وكړل مګر الله جل جلاله غواړي چې ځينې خلك په ځينې نوروسره د مخكيني علم او پلي شوي پرېكړې په اساس امتحان كړي كله چې ديو ملګري لپاره نيكى او ديو دښمن لپاره بدی برابروي داهم په تيارى نيولو كې شامل دي، غشي

سمول

ابن عباس رضی الله عنهما وايي: تياری دلته وسله او روپی دي ، په صحيح امام مسلم كې دعقبه بن عامر رضی الله عنه څخه روايت دى چې فرمايي: ما دپيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه اورېدلي دي چې هغه په منبرناست وه فرمايل يې: جل جلاله وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ ) په دې خبردار شئ چې قوت دغشي ويشتل دي خبردار شئ قوت دغشي ويشتل دي خبردار اوسئ چې قوت دغشي ويشتل دى. يو بل حديث شريف د عقبه جل جلاله رضی الله عنه ) څخه روايت دى چې فرمايي: ما د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه اورېدلي دي چې فرمايل يې: زر دى چې الله جل جلاله په تاسو ډېرې سيمې فتح كړي الله جل جلاله ستاسو لپاره بس دى ، نو يو ستاسې څخه دناتوانه او عاجز نه كېږي چې په خپلو عشو لوبې وكړئ دا حديث شريف امام مسلم رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه،امام طبراني رحمت الله علیه،امام ابوعوانه رحمت الله علیه،او امام بيهقي رحمت الله علیه روايت كړى دى.

سمول

په بل حديث شريف كې پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: په هر څيز چې يوڅوك لوبې كوي باطل او ناحق دى مګر دغشي ويشتل،خپل آس ته تمرين وركول او دخپلې مېرمنې سره ساعت تېرول دا درې څېزونه صحيح او حق دي.

سمول

دا حديث شريف امام ترمذي رحمت الله علیه،امام آبوداود رحمت الله علیه او امام نسايي رحمت الله علیه روايت كړى او صحيح يې بللى او همدارنګه امام احمدرحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه ، امام ابن حيان رحمت الله علیه  او امام ابن ابي شيبه رحمت الله علیه هم روايت كړى دى.

سمول

ددې حديث شريف معنى داده : الله جل جلاله ښه پوهېږي هر هغه څېز چې سړى پرې لوبې كوي خو دا نه اوس او نه به په راتلونكي كې څه ګټه ولري نو دا کار باطل او ناروا دى او مخ ګرځول ترې غوره دي، دغه درې څېزونه اګر كه پرې لوبې كېږي او ذهن پرې تازه كېږي خو دا حق دى چې په هغه څه پورې تړل دي چې ګټه لري ځكه د غشي ويشتل او آس تربيه كول دا ټول هغه څيزونه دي چې په جګړه كې مرسته كوي او د خپلې مېرمنې سره لوبې كول ښايي هغه څه ته واوړي چې زوى يې تولد شي چې بيا به الله جل جلاله  په يو والي مني او د همغه ذات عبادت به كوي له همدې امله دغه درې څيزونه حق او صحيح دي دحضرت عقبه بن عامر رضی الله عنه څخه روايت دى چې د نبي كريم صلی الله علیه وسلم څخه يې ذكر كړى چې: الله جل جلاله درې كسان په يو غشي جنت ته داخلوي: جوړوونكى يې چې په جوړولو كې يې د الله جل جلاله څخه اجر غواړي،او ويشتونكى يې .

سمول

دا حديث شريف امام أبوداود رحمت الله علیه،امام ترمذي رحمت الله علیه  او امام نسايي رحمت الله علیه په دې لفظ سره روايت كړى چې: په جوړولو كې يې دالله جل جلاله څخه خير او اجر غواړي، همدا حديث د امام نسايي رحمت الله علیه سره دخالد بن يزيد رضی الله عنه  په روايت سره ذكر شوی او امام نسايي رحمت الله علیه وايي: حسن بن اسماعيل بن مجالد خبر راكړى چې عيسى بن يونس دعبدالرحمن بن يزيد جابر څخه روايت كړى او ويلي يې دي چې ماته أبوسلام دمشقي ويلي چې خالد بن يزيدجهني  ويلي عقبه بن عامر زما تر څنګ تېرېده ويې ويل اى خالده راځئ چې لاړ شو غشي وولو يوه ورځ له دوى څخه وروسته شوم بيايې وويل اى خالده: راشه چې د هغه څه نه دخبر كړم چې رسول صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي نو زه راغلم بيايې وويل چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: الله جل جلاله  په يوغشي باندې درې كسان جنت ته داخلوي جوړوونكى يې چې په جوړولو كې يې دالله جل جلاله څخه اجر غواړي، د هغه ويشتونكى اولینده یی،غشى وولئ په آسونو سواره شئ، چې غشي وولئ ماته ډېرګران دي تر هغه چې په آسونو سواره شي، لوبې يواځې په درې څېزونو كې دي يو سړى د خپل آس تربيه كول ا و دخپلې مېرمنې سره لوبې كول، پخپل غشي او ليندى سره ويشتل چاچې دغشي ويشتل د هغې د زده كړې څخه وروسته پرېښودل چې مخ ترې وګرځوي نو دانعمت دې ناشكري او كفران يې وكړ. بيايې وويل: په هغه نعمت يې ناشكري وكړه. خالد بن يزيد يواځې امام ابن حبان رحمت الله علیه توثيق كړى ، کله چې سنن دامام أبوداد رحمت الله علیه ته مراجعه وكړې نو دخالد بن يزيد څخه یی روايت كړى وه ويل يې: سعيد بن منصور خبر راكړى چې عبدالله بن مبارك راته ويلي چې عبدالرحمن بن يزيد بن جابر راته ويلي چې: ابو سلام راته ويلي چې خالد بن زيد او هغه دعقبه بن عامر څخه روايت كړى ويلي يې دي چې ما دپيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايل يې: الله جل جلاله په يو غشي سره درې كسان جنت ته داخلوي جوړوونكى يې چې په جوړولو سره يې د الله جل جلاله څخه اجر غواړي او د هغه ويشتونكى او لینده یی،غشى وولي آو په اسونو سواره شي چې غشي وولي دا ماته ډېر غوره دى له دې چې په آسونو سواره شي،نشته لوبې مګر په درې څېزونوكې: يوسړى خپل آس ته تمرين وركوي او د خپلې مېرمنې سره لوبې كوي په خپل غشي او لیندې سره ويشتل كوي چاچې د غشي ويشتل وروسته ترزده كړې هېركړل او مخ يې ترې وګرځاوه دا د الله جل جلاله نعمت دى چې پرې يې ښود او يايې دهغه ناشكري وكړه په زيات ګومان سره كوم چې په سنن نسايي كې راغلي غلط دى او صحيح یی خالد بن زيد دى.

سمول

همدارنګه امام احمد رحمت الله علیه دغه حديث له څلورو طريقو څخه روايت كړى چې په درې واړه سندونو كې دخالد بن زيد څخه او څلورم سند يې دعبدالله بن ازرق څخه روايت شوى،امام مناوي رحمت الله علیه په فيض القدير كې ويلي دي: امام احمد رحمت الله علیه د عقبه بن عامر رضی الله عنه څخه روايت كړى په سند كې يې خالد بن زيد دى ابن قطان رحمت الله علیه ویلي دي : هغه مجهول الحال دى دهمدې سببه حديث نه صحيح كېږي. [8]

سمول

امام ابن ماجه رحمت الله دا حديث د بلې لارې د عبدالله بن زید بن أزرق رحمت الله علیه څخه روايت كړى او ويلي يې دي: امام ابو بكر بن ابي شيبه رحمت الله علیه را ته ويلي چې يزيد بن هارون رحمت الله علیه را ته ويلي دي چې هشام الدستوايي رحمت الله علیه خبر كړي يو ديحیى بن أبي كثير څخه له ابوسلام هغه له عبدالله بن ازرق څخه او هغه له عقبه بن عامر جهني او هغه له پيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه روايت كړى چې فرمايلي يې دي: يقيناً الله جل جلاله په يوه غشي سره درې كسان جنت ته داخلوي جوړوونكى يې چې په جوړولو كې يې د الله جل جلاله څخه اجر غواړي او ويشتونكى يې او مرسته ورسره كوونكى يې .

سمول

او همدا رنګه پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: غشى وولئ او سورلي وكړئ او چې غشى وولئ ماته ډېر غوره دى له دې څخه چې په آسونو سواره شئ هرهغه څه چې مسلمان پرې لوبې كوي باطل دي مګر ويشتل يې د غشي او دخپل آس تمرين يې او دخپلې مېرمنې سره لوبې دا درې څيزونه حق او صحيح دي. عبدالله پرته له امام حبان رحمت الله علیه څخه بل چانه دي توثيق كړى او همدا رنګه دغه حديث شريف امام دارمي رحمت الله علیه د عبدالله بن زيد الأزرق له لارې روايت كړى دى .

سمول

د الله جل جلاله دغه مبارك فرمان چې: وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ) امام حسن، امام عمرو بن دينار اوامام ابو حيوة رحمت الله علیهم اجمعین ويلي چې: ومن رُبُط الخيل) د راء او باء په ضمي جل جلاله پيښ) سره جمع د رباط لکه كتاب او كُتُب،امام ابوحاتم رحمت الله علیه دامام ابن زيد رحمت الله علیه څخه نقل كړى چې: رباط) د آسونو څخه پنځه او له هغه څخه زياتو ته وايي او ټولى يې دجل جلاله ربط) دى دا هغه دى چې يوله بل سره تړل كېږي دا د دښمن په وړاندې دآسونو تړلوته وایی . شاعر ويلي دي:

سمول

الله جل جلاله دآسونو د تړلو امر د دښمن په وړاندې كړى

سمول

په جګړه كې چې بېشكه الله جل جلاله  ښه بريالى كوونكى دى

سمول

مكحول بن عبدالله رحمت الله علیه ويلي دي:

سمول

تاسو ما په دې ملامتوى چې د دښمن په وړاندې آسونه برابروم او ساتم يې

سمول

او الله جل جلاله خپل پيغمبرصلی الله علیه وسلم ته ددې كار امر كړى دى

سمول

د آسونو د ساتلو ډېر لوى فضيلت او اوچت مقام دى دعروة البارقي رحمت الله علیه او يا آسونه دجهاد لپاره تيار ولاړ وه مستحب او ښې يې ښځې اسپې دي.

سمول

حضرت عكرمه رحمت الله علیه او نورو امامانو ويلي چې : همدا صحيح نظر دى ځكه چې د اسپې خېټه خزانه ده او شايي فخر او وياړ دى او همدا رنګه د جبريل جل جلاله علیه السلام ) سورلى اسپه وه، امامانو جل جلاله علیهم السلام ) دأبو هريره رضی الله عنه څخه روايت كړى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: اسونه درې ډوله دي يو د سړي لپاره اجر يو ډول آس د سړي لپاره د الله جل جلاله  د عذاب څخه ساتنه او بل دسړي لپاره عذاب وي...: دا حديث شريف امام بخاری رحمت الله علیه،امام مسلم رحمت الله علیه،امام نسايي رحمت الله علیه، امام ترمذي رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه او امام ابن ماجه رحمت الله علیه روايت كړى دى، په دې كې دآس د اسپې څخه څه ځانګړتيا او امتياز نشته، دښه آس ډېر اجر او زياته ګټه ده، د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وشوه چې كومه غاړه جل جلاله الرقاب) غوره دى؟ پيغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمايل: دكومې چې قيمت زيات او د خپل څښتن په وړاندې ارزښتناكه او قيمتي وي. په دې لفظ سره امام بخاری رحمت الله علیه، امام ابن ماجه رحمت الله علیه او امام بیهقي رحمت الله علیه روايت كړى او امام مسلم رحمت الله علیه ، امام ابن خزيمه رحمت الله علیه امام ابن حبان رحمت الله علیه د حضرت ابوذر رضی الله عنه څخه په دې لفظ روايت كړى چې: د كومې غاړې خلاصول ډېر غوره دي پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل: د خپل اهل په وړاندې چې ډېر غوره او ښه وي او د قيمت په لحاظ اوچته وي .

سمول

او امام نسايي رحمت الله علیه دابووهب الحشمي رضی الله عنه څخه روايت كړى چې ده لره صحبت هم شته ويلي يې دي چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي: تاسو دپيغمبرانو نومونه كېږدى او الله جل جلاله ته غوره نومونه عبدالله او عبدالرحمن دى دجهاد لپاره آسونه تيار كړى په تنديو او شاوو يې لاسونه كش كړى په كافرانو پسې يې وزغلوى د مسلمانانو دفاع پرې وكړئ دخپل منځي انتقام لپاره يې مه كاروئ. او تاسو بايد هغه آسونه خپل ځان ته غوره كړئ چې رنګ يې د توراو سره ترمنځ وي په تندي كې يې سپين رنګ وي او پښې يې هم سپين رنګ ولري. او يا هم تك سور چې په تندي او پښو كې يې سپينوالى وي او يا هم تك تور چې په تندي او پښو كې يې سپينوالى موجود وي. دا حديث شريف امام ابو داود رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه،امام طبراني رحمت الله علیه او ابو يعلي ابو وهب الجشمي رضی الله عنه څخه روايت كړى او ابو وهب صحابي دى.

سمول

او همدارنګه امام ترمذي رحمت الله علیه دابوقتاده رضی الله عنه څخه روايت كړى چې نبي كريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: بهترين د آسونو تك تور كوم چې دتندي په وسط كې يې لږ سپينوالى او په پاسنۍ شونډه كې يې هم سپين والى موجود وي، بيا هغه آس دى چې د تندي په منځنۍ برخه كې يې سپين والى وي، پښې يې تر ښنګرو سپينې وي او دغه سپين والى يې تر زنګنونو جل جلاله ركبتينو) پورې نه وي بيا كه چېرې تك تور آس نه وي نو بيا سوربخن تور په ياد شوو ځانګړتيا وو سره غوره دى. دغه حديث امام ابوداودرحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه او ابن ماجه روايت كړى دى. او همدارنګه امام دارمي رحمت الله علیه دحضرت ابو قتاده رضی الله عنه څخه روايت كړى چې يو سړي وويل: اى دالله رسوله: غواړم چې يوآس په بيه واخلم نو كوم يو واخلم؟ پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل: تك تور چې په پاسينۍ شونډه كې يې سپين والى موجود وي او مخكينۍ پښې يې هم ترښنګړو سپينې وي او پښې يې تر ورنونو پورې سپينې وي او يا هم سور بخن په همدې ورته والي سره یی واخله غنيمت به هم ترلاسه كړي او ځان به هم وژغورې، پيغمبرصلی الله علیه وسلم به جل جلاله شكال) آس نه خوښاوه، شكال: هغه آس ته وايي چې درې پښې يې سپينې او څلومه يې سپين والي ونه لري.

سمول

دغه حديث امام مسلم رحمت الله علیه،امام ابوداودرحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه،امام ابن ماجه رحمت الله علیه او امام بيهقي رحمت الله علیه ټولو دحضرت ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت كړي .

سمول

كه چېرې وويل شي چې دالله جل جلاله  ددې مبارك فرمان په اړه جل جلاله وَأَعِدّوا لَهُم مَا استَطَعتُم مِن قُوَّةٍ  [9].

سمول

ژباړه : او تیاروی جل جلاله  ای مومنانو) لپاره جل جلاله  د جنګ ) ددغو جل جلاله  عهد ماتوونکو یا مطلق کفارو ) څومره چې توانیږی جل جلاله  جمع کولی شی ) تاسې له قوت جل جلاله  اسباب د جنګ ) او له روزل شوو او ساتل شوو آسونو جل جلاله  لپاره د جهاد ) .

سمول

كفايت كوي نو دغشو ويشتلو او آسونو تيارولو ځانګړى يادښت ته څه اړتياوه؟ ويل كېږي چې : كله چې آسونه دجګړې اصلي او بنسټيزه وسيله ده دكومو په تنديو كې چې خير او نيكي ليكله شوې وي،دا يوه ډېره محكمه او قوي وسيله،او ټينګ سنګرونه دي په همدې سره مجاهدين دجګړې په ډګر كې تاوېږي او په سختو او خطرناكو حالاتو كې ګرځي را ګرځي، نو له همدې كبله دقدرت او احترام په سبب يې ياد كړي. دعزت په سبب الله جل جلاله دهغو په ګردونو سوګند يادكړى او فرمايلي يې دي: جل جلاله وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا) [10] سورت العاديات. ايت اول .

سمول

ژباړه: قسم دى دآسو نو په ځغلېدونكيو چې آواز ايستونكي دي له سينو څخه آواز پورته كول له ګېډوڅخه .

سمول

كله چې غشي دجګړې د برياليتوب او دښمن ته د غاښ ماتوونكو وسلو څخه دى او ځاني تلفاتو وركولو ته ډېر نږدې او غوره وسله ده نو پيغمبرصلی الله علیه وسلم په ځانګړي ډول ياد كړي او زياته پاملرنه يې ورته وركړې ددې په ډول په قران كريم كې د جبريل او ميكائيل جل جلاله علیه السلام ) مثال او داسې نور مثالونه هم ذكر شوي دي.

سمول

او دا مبارك فرمان چې الله جل جلاله فرمایلی دی :  جل جلاله تُرهِبونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُم ) [11]       

سمول

ژباړه: چې تاسې وېروى په دې سره د الله جل جلاله دښمنان او ستاسې خپل دښمنان له يهودو، قريشو او د عربو نور كافران، جل جلاله وَآخَرينَ مِن دونِهِم ) يعني: د امام سدي رحمت الله علیه په قول سره فارسيان  او رومیان تري مطلب دي، ځينې وايي: مطلب تري پيريان دي همدا قول امام طبري رحمت الله علیه هم غوره كړى دى، ځينې وايي: په دې سره ټول هغه اشخاص مقصد دي چې دښمني يې نه پېژني، دا قول د امام سهيلي رحمت الله علیه دى. ځينې وايي: دوى بنو قريظه دي، ځينې وايي: دوى پيريان دي. ځينې وايي: نور څوك دي.

سمول

دا مناسب نه دي چې ددوى په هكله څه وويل شي ځكه چې اللهجل جلاله جل جلاله  فرمايلي دي: جل جلاله واخرين من دونهم لاتعلمونهم الله يعلمهم) [12]

سمول

ژباړه: او نور کسان یی له دوی نه چې نه پیژنې تاسي هغوی الله عالم دی ، په جل جلاله  عداوت د ) هغوی .

سمول

نو څنګه چې يو څوك په دې علم لرلو د عوى كوي مګر كوم چې صحيح حديث د پيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه په دې اړه راغلى او هغه دا چې : په دې آيت شريف كې راغلى چې دوى پيريان دي، بيا پيغمبرصلی الله علیه وسلم  فرمايلي: بېشكه شيطان هغه چاته د مرض او خفګان باعث نه كېږي چې په هغه كور كې ښه او غوره آس موجود وي.

سمول

دغه حديث شريف حارث بن ابي اسامه د ابن المليكي او هغه د خپل پلار او بيا خپل نيكه څخه د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  نه روايت كړى دی ، عبدالباقي بن قانع په معجم الصحابه كې د عمروبن عريب المليكي او هغه د خپل پلار او بيا يې د خپل نيكه څخه روايت كړى دى. آس ته يې ځكه عتیق ووايه چې دا د هر عيب څخه پاك وي. روايت دى چې: پيريان هغه كور ته نه داخلېږي جې په هغه كې آس وي او پيريان د آس د شڼانمې څخه تښتي. [13].

سمول

وروسته تر هغه چې امام جصاص رحمت الله علیه په احكام القرآن كې د جل جلاله رمی جل جلاله  غشى ويشتلو)  او د هغه دزده كړې په فضيلت كې او د هغه د نه پرېښودو په اړه احاديث ذکركړل ويې ويل: ددې حديث شريف مطلب چې : خبردار چې زور او قوت په غشي وشتلو كې دى، دادهغو عمده او اساسي وسلو څخه دى چې برابر ول يې د دښمن د مقابلې لپاره واجب او لازم دي، داد دې نفې نه كوي چې نورې وسلې د قوت او زور له ډلې نه دي بلكه دا عام لفظ دى چې ټول هغه څېزونه چې د دښمن د مقابلې او جګړې لپاره كار ول كېږي ورته شامل دي او همدارنګه نورې ډول ډول وسلې او جنګي آلات په دې كې شامل دي.

سمول

په خپل سند سره يې د حكم بن عمير رضی الله عنه څخه روايت كړى هغه ويلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: موږ ته پيغمبرصلی الله علیه وسلم  امر كړى وه چې په جهاد كې به خپل نوكان نه پرې كوو او فرمايلي يې دي چې: په نوكانو كې زور او قوت دى .

سمول

داحاديثو په مستندو كتابو نوكې مي ونه موند، ابن قدامه رحمت الله علیه ويلي دي: امام احمدرحمت الله علیه ويلي دي: عمر رضی الله عنه ويلي: خپل نوكان اوږده كړى ځكه چې دا د دښمن ټپي کیدو ته ضرور دي اود دښمن په سيمه كې وسله ده ، امام احمدرحمت الله علیه ويلي: ددښمن په سيمه كې نوكانو ته اړتياشته، ايا ديته نه ګورى كله چې غوټه خلاصوى او يا كوم څيز ته اړتيا وي نو كه نوكان ونه لرى خپله اړتيا پوره كولى نه شى.

سمول

د حكم بن عمیررضی الله عنه څخه يې روايت كړى چې: موږ ته پيغمبرصلی الله علیه وسلم امر كاوه چې په جهاد كې خپل نوكان پرې نه كړو ځكه چې زور او قوت په نوكانو كې دى . [14].

سمول

دا په دې دلالت كوي چې كوم شى چې د دښمن د مقابلې لپاره اړين وي او مجاهدينو ته ځواك وربښي هغو ته د تيارى او برابرى امر كړل كېږي، الله جل جلاله  فرمايلي: جل جلاله وَلَوْ أَرَادُواْ الْخُرُوجَ لأَعَدُّواْ لَهُ عُدَّةً) [15].

سمول

ژباړه :او که اراده وي ددوی د وتلو جل جلاله  غزاته له تاسره ) نو هرومرو تیارکړی به ؤ دوی دپاره د وتلو غزا ته څه اسباب د تیاری .

سمول

الله جل جلاله بد پرې ويلي ځكه چې دوى د دښمن په مقابل كې تيارى او د مقابلې څخه وړاندې يې ورتګ پرېښى وي. [16] .

سمول

د شيخ الاسلام ابن تیمیة رحمت الله علیه څخه د غشي ويشتلو او د هغې د زده كړې دفضيلت او د هغه و عيد په اړه چې چاغشي ويشتل زده كړل او بيا يې پرېښودل، د غشي ويشتلو ، په نېزه وهلو او په توره باندې وهلو ترمنځ په فضيلت او غوره والي كې توپير چې كوم يو ډېر غوره دى نو ده رحمت الله علیه جواب وركړ چې: الحمد الله رب العالمين: د الله جل جلاله په لار كې د غشي ويشتل او د الله جل جلاله په لار كې د نېزې كارول او د الله جل جلاله  په لار كې د تورې وهل دا ټول هغه څيزونه دي چې الله جل جلاله او دهغه پيغمبرصلی الله علیه وسلم يې امر كړى دى او يقيناً الله جل جلاله دغه درې واړه ذكر كړى، په يقيني ډول الله جل جلاله دا درې واړه ذكر كړي او فرمايلي يې دي: جل جلاله فَإِذا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا)  [17].

سمول

ژباړه: نو كله چې مخامخ شوى جل جلاله په جنګ كې ) له جل جلاله هغو كسانو) سره چې كافران شوي دي نو ووهي ، وهل د ورمېږو جل جلاله  دهغو) تر هغه پورې چې ښه ډېر مو ووژل دوى او پرې غالب شوي نو جل جلاله  وتړئ دوى)، بيا سخت محكم كړئ تړل، جل جلاله  د دوى چې درڅخه خلاص نشي)، پس بيا يا احسان ورسره وكړئ احسان كول وروسته جل جلاله له بندي كولو او تړلو يې)، او يا تاسو فديه كړى دوى فديه كول جل جلاله  په عوض يې مال واخلى يا مسلمانان بنديان را خلاص كړئ) جل جلاله جنګ ورسره كوئ)، تر هغه پورې چې كېږدي جل جلاله جنګياليان د) جنګ وسلې.

سمول

او همدارنګه الله جل جلاله فرمايلي دي: جل جلاله فَاضْرِبُواْ فَوْقَ الأَعْنَاقِ وَاضْرِبُواْ مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ ) [18]

سمول

ژباړه: نو ووهئ تاسې جل جلاله سرونه ددې كافرانو) دپاسه، د ورمېږونو، او ووهئ تاسې له دغو جل جلاله كفارو څخه هر هربند) او ټولې ګوتې.

سمول

او همدارنګه الله جل جلاله فرمايلي دي: جل جلاله يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لَيَبْلُوَنَّكُمُ اللّهُ بِشَيْءٍ مِّنَ الصَّيْدِ تَنَالُهُ أَيْدِيكُمْ وَرِمَاحُكُمْ) [19]سروت مائده آيت ۹۴.

سمول

ژباړه: اى هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى جل جلاله يعنې اى مؤمنانو) خامخا ازمويي تاسې هر ومرو الله جل جلاله په يوه شي له ښكاره جل جلاله په وخت د احترام كې) چې رسېږي جل جلاله  ځينو د) هغو ته لاسونه ستاسې جل جلاله  چې واړه دي) او جل جلاله ځينو د هغو ته) نېزې ستاسې جل جلاله چې غټ دي دغه ازميښت كوي).

سمول

او همدا رنګه الله جل جلاله  فرمايلي دي: جل جلاله وَأَعِدّوا لَهُم مَا استَطَعتُم مِن قُوَّةٍ وَمِن رِباطِ الخَيلِ تُرهِبونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُم وَآخَرينَ مِن دونِهِم )  [20]

سمول

ژباړه: او تياروی جل جلاله  اى مؤمنانو) لپاره جل جلاله  دجنګ) د دغو جل جلاله ماتوونكو د عهد يا د مطلق كفارو) څومره چې توانېږى جل جلاله جمع كولى شی ) تاسې له قوت جل جلاله اسباب د جنګ) او له روزل شوو ساتل شوو آسونو جل جلاله لپاره د جهاد) چې وېروي تاسې په دغه جل جلاله دقوت او تيارى) سره دښمنان د الله او دښمنان ستاسې، او نور كسان، بې له دوى نه.

سمول

امام مسلم رحمت الله علیه پخپل صحیح او دنورو احاديثو په كتابونو كې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه ثابته ده چې په منبر باندې يې د غه آيت شريف تلاوت كړو او ويې فرمايل: خبر دار اوسى چې په يقيني ډول قوت د غشي ويشتل دي، خبردار اوسى چې يقيناً زور د غشي ویشتل دي، خبردار اوسئ چې يقيناً زور او قوت د غشي ويشتل دي.

سمول

په صحيح كتاب كې له پيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې فرمايلي يې دي: غشى وولئ په آسونو سواره شئ او كه په غشي ويشتل وكړئ ماته تر هغه خوښ دى چې په آسونو سواره شي او چاچې په لينده د غشي ويشتل ياد او زده كړل بيا يې هېر كړل زما له امت څخه نه دى.

سمول

امام مسلم  رحمت الله علیه په دې لفظ سره روايت كړى چې: چاچې د غشي ويشتل زده كړه بيا يې پرېښوده زما له امت څخه نه دى يا يقيناً ګناه کار شو .

سمول

امام ابو داود رحمت الله علیه دحضرت خالد بن زيد رضی الله عنه او هغه دحضرت عقبه بن عامر رضی الله عنه څخه په دې لفظ سره روايت كړى چې : چاچې د غشي ويشتل وروسته د زده كړې څخه دمخ اړولو په سبب پرېښودل نو دايقيناً يو نعمت دى چې پرېښى يې دى او يا هم ددغه نعمت ناشكري يې كړې ده، امام ابن ماجه رحمت الله علیه د ابن لهيعه او هغه د عثمان بن نعيم الرعيني رحمت الله علیه او هغه دمغيره بن نهيك رحمت الله علیه څخه روايت كړى چې د دعقبه بن عامر الجهني رضی الله عنه څخه اورېدلي چې ويلي يې دي : ماد پيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه اورېدلي چې فرمايل يې: چاچې د غشي ويشتل زده كړل او بيا يې پرېښودل يقيناً زما نافرماني يې وكړه، امام احمد رحمت الله علیه دخالد بن زيد او هغه د عقبه بن عامر رضی الله عنه له لارې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه روايت كړى چې فرمايلي يې دي: چاچې دغشي ويشتل زده كړل بيا يې هېر كړل وروسته تر هغې چې ياد يې كړل نو دا يو نعمت دى چې كفران او ناشكري يې كړېده . اوهمدارنګه امام احمد رحمت الله علیه دعبدالله الازرق رحمت الله علیه او هغه د عقبه پن عامر الجهني رضی الله عنه څخه پدې لفظ روايت كړى چې : چاچې د غشي ويشتل د زده كړې څخه وروسته هېر كړل په يقيني ډول يې د هغه ذات ناشكري وكړه چې ورښودلې يې وه.

سمول

او همدارنګه امام الدارمي رحمت الله علیه دعبدالله بن زيدالازرق رحمت الله علیه او هغه د عقبه بن عامر رضی الله عنه څخه په دې لفظ سره روايت كړى چې: چاچې د غشي ويشتل وروسته د زده كړې څخه هېر كړل په يقيني ډول يې دهغه ذات کفران او ناشكري وكړه چې ورښودلي يې وه.

سمول

په يو روايت كې راغلي دي چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: چاچې د غشي ويشتل وروسته د زده كړې څخه هېر كړل نو دا يونعمت دى چې ناشكري يې وكړه، د سنتو په كتابونو كې راغلي چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: هره لوبه چې انسان يې كوي باطله ده مګر د غشي ويشتل او خپل آس ته تمرين وركول او د خپلې مېرمنې سره ساعت تيري كول دغه ټول څېزونه صحيح او حق دي. او همدارنګه پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: زرده چې ستاسو لپاره به فراخه سيمې فتح شي او الله جل جلاله ستاسې لپاره بس او كافي دى. نه عاجز كېږي يو ستاسې څخه تر دې چې په خپلو غشو لوبې وكړى، امام مكحول رحمت الله علیه ويلي دي: عمر رضی الله عنه د شام خلكو ته وليكل چې خپلو اولادونو ته د غشي ويشتل او د آسونو سورېدل ورووښيئ، په صحيح امام بخاری كې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه په مبارك حديث كې راغلي دي چې فرمايلي يې دي: اى د اسماعيل اولادې غشي وولئ ځكه چې ستاسې پلار غشى ويشتونكى وه.

سمول

دغه حديث امام بخاری رحمت الله علیه او امام احمد رحمت الله علیه روايت كړى، او همدارنګه امام احمد رحمت الله علیه او امام ابن ماجه رحمت الله علیه په دې لفظ سره چې: غشي وولئ اى د اسماعيل جل جلاله علیه السلام ) اولادې ځكه چې ستاسې پلار غشى ويشتونكى وه ) .

سمول

پيغمبرصلی الله علیه وسلم دبنو اسلم د قبيلې دڅوتنو سره تېرېده چې غشي يې ويشتل نو پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل: اى داسماعيلجل جلاله علیه السلام ) ځامنو! غشي وولئ ځكه چې ستاسو پلار غشي ويشتونكى وه، غشي وولئ زه دفلاني ځامنو سره ملګرى يم نو يوې ډلې خپل لاسونه د ويشتلو څخه ونيول پيغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمايل: ولې غشي نه ولى؟ دوى په ځواب كې وويل: موږ به څنګه غشي وولو او ته ورسره يې؟ پيغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمايل: غشي وولئ زه ستاسو ټولو سره يم سعدبن ابي وقاص رضی الله عنه وويل : پيغمبرصلی الله علیه وسلم دخپلې چانټې څخه ماته غشي راويستل يعنې داحددغزا په ورځ يې خپله چانټه را پرانيستله او ويې فرمايل: زما مور او پلار د درڅخه جار شي غشى ووله.

سمول

د غه حديث امام بخاری رحمت الله علیه، امام ترمذي رحمت الله علیه  او امام احمد رحمت الله علیه روايت كړى دى.

سمول

علي رضی الله عنه ويلي دي: ما پيغمبرصلی الله علیه وسلم  داسې نه دى ليدلى چې خپله مور او پلار يې د يو ځاى چاته ياد كړى وي پرته له سعدرضی الله عنه نه چې یوازې هغه ته به يې ويل: اى سعده! غشى ووله زما پلار او مور د درڅخه جارشي. انس رضی الله عنه ويلي دي چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: د ابوطلحه غږ  په سنګر كې تر سلو كسانو غوره دى.

سمول

په دې لفظ سره امام ابن عبدالبر رحمت الله علیه په استيعاب كتاب كې ياد كړى او امام نووي رحمت الله علیه په تهذيب الاسماء كې راوړی او ابو بكر محمد بن عبدالغني البغدادي رحمت الله علیه په تفييد نومي كتاب كې په دې لفظ ياد كړى چې : په لښكر كې د ابو طلحه غږ تر يوې ډلې غوره دى. په دې اړه [21] .

سمول

كله به چې په لښكر كې وه د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  په مخكې به په ګونډو شو او خپله چانټه به يې پرانيستله او ويل به يې: زه ستا څخه جار او قربان شم زما مخ دستا دمخ پرده او ډال شي، پيغمبرصلی الله علیه وسلم  به ورته دتورې، غشي او ليندى شكل غوره كاوه، دسنتو په كتابونو كې راغلي دي چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: چاچې دالله جل جلاله په لار كې غشی ګوزار كړكه دښمن ته ورسېداو خپل هدف يې وويشت او ياهم ونه رسيد ويشتونكى ته دغلام د ازادېدو هومره ثواب دى.

سمول

دغه حديث شريف امام نسايي رحمت الله علیه روايت كړى دى او همدا رنګه يې په دې لفظ سره روايت كړى چې: چاچې د الله جل جلاله  په لار كې يو غشى ګوزار كړ دښمن ته ورسېد هدف يې وويشت او يا هم خطا شو،ده ته د يو غلام د ازادېدو هومره ثواب دى. اوهمدارنګه امام ابن ماجه رحمت الله علیه دغه حديث روايت كړى دى او امام احمد رحمت الله علیه په دې لفظ سره چې: هر هغه شخص چې د الله جل جلاله  په لار كې يې غشى ګوزار كړ هدف ته ونه رسيد او يا هم ورسيد ده ته دومره ثواب دى لكه د حضرت اسماعيل جل جلاله علیه السلام ) د اولادې څخه يې كوم غلام او ياونيزه ازاده كړى وي، او همدارنګه امام ترمذي رحمت الله علیه پرته له ښايي څخه په دغه لفظ سره روايت كړى چې: چاچې كوم غشى د الله جل جلاله  په لار كې ګوزار كړ نو دومره ثواب يې دى لكه كوم غلام يې چې آزاد كړى وي امام ترمذي رحمت الله علیه وايي: دغه حديث صحيح دى .

سمول

د سنتو په کتابونو کې راغلي چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: الله جل جلاله په يوغشي سره درې کسان جنت ته داخلوي جوړوونکی يې چې په جوړولو كې يې خير او نيكي غواړي، ويشتونكى يې، او د هغه برابر وونكى چې د دوى مرسته يې كړې وي. ځكه چې د غه د جهاد كړنې او  اعمال دي او جهاد هغه غوره عمل دى چې انسان يې ترسره كوي. دا دحج او نورو نفلي عباداتو څخه غوره دى... تر دې چې ويې ويل: له همدې امله د جهاد په سنګرونو كې اوسېدل د مكې او مدينې تر اوسېدلو غوره او بهتر دي په سنګرونوكې د نېزې او غشي كارول او په هغې تمرين كول د نفلي عبادت څخه غوره دي.

سمول

په صحيحينو كې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه روايت دى چې فرمايلي یی دي: په يقيني ډول په جنت كې سل درجې دى چې دهرو دوو درجو تر منځ دومره مسافه ده لكه د ځمكې څخه تر اسمان پورې ، دا الله جل جلاله  د خپلې لارې مجاهدينو ته ځانګړې كړې دي.

سمول

دغه ټول عملونه چې ياد كړل شول د هر يوه لپاره خپل مناسب ځاى دى چې د بل څخه په كې غوره والى لري.

سمول

توره د دښمن د يو ځاى كېدو په وخت كې او نېزه ددښمن د نږدې كېدو په مهال ، لنده د دښمن دلرې كېدو په مهال او يا هم په هغه وخت كې چې پرده موجوده وي لكه سيند او يا جنګي كلا او داسې نورو ځايونو كې كارول كېږي.

سمول

کوم عمل چې د دښمن د نابودى لپاره ډېر اغيزمن او د مسلمانانو لپاره ډېر ګټور وي همغه غوره او بهتره دى دا كار د دښمن دحالاتو او دمجاهدينو دحالاتو د اختلاف په سبب مختلف او ځانګړي حالات لري كله د غشي ويشتل ډېر ګټور وي او كله هم د نېزې وهل ډېر ګټور وي دا هغه څيزونه دي چې غازيان پرې ښه پوهېږي [22]

سمول

د الله جل جلاله ددې فرمان په تفسير كې چې جل جلاله ولو أرادوا الخروج لأعدوا له عدة )  امام قرطبي رحمت الله علیه ويلي دي: كله چې داسې وه او همدى ددوى په كمښت او له بشپړى مرتبې څخه په ټيټوالي يې دلالت و كړ نو له همدې امله درې ګوني احكام پرې مرتب شول:

سمول

لومړى: دوى ته په فئ او غنيمت كې هيڅ ونډه نشته

سمول

لكه چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  په صحیح امام مسلم  كې د بريده رضی الله عنه په روايت شوي حديث شريف كې فرمايلي دي: بيا دوى را وبوله چې دخپلوكورونو څخه دمهاجرينو كورونو ته راشي او په دې يې خبر كړه كه دوى دا كار وكړ نو هغه حقوق وركول كېږي كوم چې په مهاجرينو اچول شوي دي كه چېرې يې له دې كار څخه سر غړونه وكړه نو بيايې په دې خبر كړه چې د بانډه چې مسلمانانو په څېر به وي په دوى به د الله جل جلاله هغه فرمان پلى كېږي چې په نورو مومنانو به وي دوى ته به په فئ او غنيمت كې څه ونډه نه وي مګر په هغه وخت كې دوى ته برخه وركول كېږي چې د مسلمانانو سره يو ځاى جهاد وكړي.

سمول

دوهم: د بانډه چيانو ګواهي به د ښاري وګړو په برخه كې نه قبلېږي

سمول

ځكه په دې كې تهمت منځ ته راځي دېته امام ابوحنيفه رحمت الله علیه جواز وركړى او ويلي يې دي: په دې كې د هر تهمت مراعات نه كېږي او دده په وړاندې ټول مسمانان عادلان دي. امام شافعي رحمت الله علیه جواز وركړى په دې شرط چې د ګواهى وركوونكى به عادل او خلك به ترې راضي او خوښ وي همدا نظر صحيح دى ځكه چې همدا مسأله مو په سورت بقره كې بيان كړې وه.

سمول

اللهجل جلاله جل جلاله  اعراب جل جلاله  بانډه چيان) دلته په درې صفتونو سره يادكړي چې يو يې: كفر او نفاق دى ، دوهم يې: كوم څه چې خيرات كوي دا سې ګڼي لكه قرض او پور او د دې انتظار كوي چې تاسو ته به كوم تكليف او ناكامي ورسي.

سمول

دريم صفت يې دادى چې: په الله جل جلاله  او د اخرت په ورځ ايمان لري او هغه څه چې د الله جل جلاله  او دپيغمبرصلی الله علیه وسلم يه وړاندي یی خيرات كوي عبادت یی شمېري نو هغه څوك چې داصفت ولري نو ډېره لرې ده چې ګواهي يې ونه منل شي او ددوهم او لومړي صفت والاوو سره يې وصلول باطل دي او دريم دا چې د ښاري خلكو لپاره يې امامت ځكه منع دى چې په سنتو نه پوهېږي او د جمعې لمونځونه نه كوي، امام ابو مجلز رحمت الله علیه د بانډه چې امامت بدګڼلى او مكروه يې بللى دى امام مالك رحمت الله علیه ويلي دي: امامت دنه كوي اګر كه بانډه چې قاري هم وي ، امام سفیان ثوري رحمت الله علیه امام شافعی رحمت الله علیه امام اسحق رحمت الله علیه او أهل الرای ویلی دي : د بانډه چې پسې لمونځ كول روا دى او دا قول امام ابن المنذر رحمت الله علیه هم غوره كړى خو په دې شرط چې د لمانځه حدود قايم كړي . [23]

سمول

امام شوكاني رحمت الله علیه ددې مبارك آيت په برخه کې چې: جل جلاله وَلَوْ أَرَادُوا الْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً) په هكله وايي: كه چېرې پخپله دعوى كې ريښتيني وي او ته يې په دې خبرولاى چې ستاسره جهاد كوي مګر له دوى سره د جهاد لوازم او ضروري څيزونه نه وه نو د جهاد اړينو څيزونو تيارول او لاس ته راوړل به يې د جهاد څخه وړاندې نه واى پرېښي لكه چې مومنان دجهاد تيارى نيسي نو معنى دا چې دوى جهاد ته تلل او د غزا لپاره تيارى يې اصلاً نه غوښت.

سمول

تيارى: هغه څه ته وايي چې يو مجاهد ورته اړتيا لري لكه وسله، سورلي، او خوراكي څيزونه.

سمول

او دا مبارك آيت چې: جل جلاله وَلَٰكِن كَرِهَ ٱللَّهُ ٱنبِعَاثَهُم ) يعنى الله جل جلاله ددوى تلل جهاد ته ښه نه ګڼل، نو جهاد ته له تللو څخه پاتې شول.

سمول

او دا مبارك آيت چې: جل جلاله وقيل اقعدو امع القاعدين) ويل كېږي چې ددې قول ويونكي شيطان وه چې دوى ته به يې وسواس وراچوه داسې هم ويل كېږي: ځينو به ځينې نوروته پخپل منځ داسې ويل، داسې هم ويل كېږي: دا قول پيغمبرصلی الله علیه وسلم  دوى ته د غصې او قهر په حالت كې ووايه.

سمول

داسې هم ويل كېږي چې : دا دذلت او سپكاوي څخه عبارت دى يعنى الله جل جلاله ددوى په زړونو كې د جهاد څخه وروسته والى وروغورځاوه چې دا كار دوى ته ذلت او سپكاوى دى.

سمول

او دا مبارك لفظ چې جل جلاله مع القاعدين) يعنې د معذورو وګړو لكه ړندو، مريضانو، ښځو او ماشومانو سره كيناستل په دې كې د دوى بدي، سپكوالى او كموالى داسې ښئي چې هېڅ پټوالى په كې نشته.[24]

سمول

امام آلوسي رحمت الله علیه ددې مبارك آيت چې و أعدوالهم) په هكله وايي: دا د ټولو مومنانو لپاره خطاب دى ځكه چې د كفارو په مقابل كې تيارى د ټولو ګډه دنده ده معنى دا چې د هغو چا لپاره چې عهد او وعده يې ماته كړې د جګړې تيارى و نيسي او د مقابلې لپاره يې ځانونه آماده او تيار كړي لكه څنګه چې دا دمبارك آيت د سياق غوښتنه ده، يا په مطلق ډول د كفارو د جګړې لپاره تيارى دى همدا نظر غوره او بهتر دى لكه څنګه چې د آيت راتلونكی يې غوښتنه او تقاضا لري، او دا جې مااستطعتم من قوة) معنى دا چې هر هغه څه چې په هر ډول له هغه څخه په جګړه كې ګټه اخيستل كېږي، د قوت اطلاق يې د مبالغې له وجې پرې وكړ دا يې ځكه ذكر كړ چې د بدر په غزوه كې يې تیاری نه درلود نو خبردارى يې وركړ چې له پوره تيارى پرته په هر وخت كې برياليتوب منځ ته نه راځي د ابن عباس رضی الله عنهما څخه د قوت تفسير د وسلو په انواعو شوى دى، عكرمه رضی الله عنه ويلي: قوت: جنګي كلاګانې او د پټېدو ځايونو ته ويل كېږي، په يو بل روايت كې د عكرمه رحمت الله علیه څخه راغلي چې د قوت څخه مطلب نرآسونه دي. وروسته تر هغه چې د غشي ويشتلو په اړه يې احاديث شريف ذكركړل ويې ويل: په دې پوهېږی چې نن ورځ په غشي ويشتلو سره د دښمن اصلي هدف نه ويشتل كېږي ځكه چې دوى كلاشنكوپونه او توپونه كاروي ددوى نوو وسلو د غشو استعمال څه ګټه نه لري كه د دوى په څېر وسله ونه كارول شي هلاكوونكى مرض به عام شي، دمسلمانانو شړل به زيات شي، مسلمانان به بې زړه او كمزوري شي په نړۍ به د كفارو او بې لارو سلطنت او واكمني راشي، كوم چې زما نظر دى ،الله جل جلاله ډېر ښه پوهېږي. دغه مقابله په مسلمانو واكمنو او ددين په مرسته كوونكو ده، ښايي د هغه غشو ويشتلو فضيلت او بهتري داوسني غشو ويشتل ثابتوي ځكه چې هغه ددې په ځای دریږي ترڅو داسلام داصل او اساس څخه دفاع وكړي، زه دا نه وينم چې يو داعي به ويشتلو ته ضرورت نه لري مګر دغه ويشتل به يې جنت ته ان شاءالله دبرياليتوب سبب وګرځي او دا لرې نه ده چې دغه ويشتل به د الله جل جلاله په دې عموم مبارك فرمان كې چې جل جلاله واعدوالهم ما استطعتم من قوه....) كې شامل شي ... تر اخره قوله پورې يې الله جل جلاله د پرې رحم وكړي. [25]

سمول

كله چې مسلمانان د مستقيم جنګ او جګړې څخه عاجز شي نو د وسلې او ضروري آلاتو د حتمي او لازمي پوره كېدو په اړه شيخ الاسلام ابن تيمه رحمت الله علیه وايي: لكه څنګه چې دجهاد تياري لپاره دقوت او آسونو د برابرى په هلكه كله چې د كېدلو څخه يې عاجز وي نو هر هغه څه چې پرته له هغه څخه واجب نه بشپړېږي نو هغه هم واجب دي.[26]

سمول

بېشكه ايماني برابرښت جل جلاله ايماني تربيه) واجبه او د برياليتوب اساسي عنصر ګڼل كېږي، او ګناه په ناكامى كې يو واضح او څرګند اثر لري او د ځينې غړو ګناه او د الله جل جلاله نا فرماني كله هم ټول لښكر ته زيان رسوي مګر دا صحيح ده چې وويل شي چې ددغه تياري په سبب بايد جهاد وروسته شي؟ هغه ځواب چې شرعي نصوص او اوسنی وضع پرې د لالت كوي دادى: چې كله جهاد فرض عين شي نو د ايماني تربيې د پوره كېدو لپاره يې وروسته كېدل نشته او يا هم چې كله دښمن د مسلمانانو په كوم هېواد يا سيمه يرغل وكړي، يا كفار پرې تېرى وكړي او هلته په خلكو غير شرعي جل جلاله وضعي) قانون چلوي اوس د ټولو يا زياترو اسلامي هېوادونو همدا حالت دى، په دې ډول جهاد د فرض عين دى د ايماني تربيې د بشپړېدو لپاره يې وروسته والى ناروا دى، د دې ډول فرض عين جهاد وروسته كېدل ديو لوى فساد او زيان منځ ته راتللو سبب ګرځي.

سمول

ايا هلته له دې څخه لويه فتنه بله هم شته چې كفارو د اسلامي هېوادونو مركزونه تر خپلې ولكې لاندې راوستلي پر دوى باندې كفري وضعي قوانين پلي كوي د مسلمانانو په منحرف او بې لارې كېدوكې بې حده هڅې كوي ترڅو يې په مختلفو لارو او فريبنده وسيلو سره د خپل دين نه وګرځوي ګمراه يې كړې او اسلامي هېوادونه د هغوى دښمنانو ته په دې ډول و سپاري چې ټوله شتمني يې لوټ ، فساد او بې لارې په كې خپره كړي نو هغه څوك چې ددې كفارو په مقابل كې د جهاد د ورسته كېدو په نظر دي تر څو دمجاهدينو تربيه بشپړه شي نو ددوى دا نظر د هغو عامو دلايلو مخالف دى كوم چې د جهاد د وجوب، دوام او ترقيامته پورې د هغه په استمرار او اوږدېدو باندې دلالت كوي.

سمول

ددې نظر څښتن په دې نه پوهېږي چې كفار د مومنانو په مقابل كې هغې پورې جګړه كوي چې د خپل دين څخه يې وګرځوي او هېڅكله دجهاد تربيه وركوونكو ته دا فرصت او موقع نه پرېږدي چې د خپل فكر سره سم مجاهدين وروزي زموږ اوسنى وضع ددې خبرې غوره ګواه ده. ځكه دغه مجرمان دخپلو ټولو تشويقي او ويره خپراوي وسيلو په درلودلو سره كومې چې د زياتې اغېزې ،خبري رسنيو او مادي وسيلو په شتون سره كولاى شي چې په عامو وګړو اغېز وكړي په دې ډول كوم كسان چې د تربيې په نوم ورسره يو ځاى شي او يو قدم وړاندې لاړ شي نو په حقيقت كې مجاهدين څو قدمه وروسته راولي او نتيجه ډېره ښكاره او څرګنده ده او هغه دډېرو خلكو د توري او مال تر اغېزې لاندې ددين ضايع كېدل او له منځه تلل دي د الله جل جلاله  څومره ريښتينى فرمان دى چې وايي: جل جلاله وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ..... ) [27]

سمول

ژباړه : اوهمبشه به وي دوی جل جلاله  کافران ) چې جنګ به کوي دوی له تاسې سره ترهغه پورې چې بیرته وګرځوي دوی تاسې له دینه ستاسې که یی لاس ورسیږي جل جلاله  او موقع و مومي ) .

سمول

او همدارنګه الله جل جلاله  فرمايلي دي چې:  جل جلاله وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ .. ) [28]

سمول

ژباړه : او هیڅکله به راضي نشي له تانه جل جلاله  ای محمده ) یهودان او نه نصرانیان ترهغه پورې چې متابعت وکړې ته ددین ددوی .

سمول

همدا رنګه دغه كافران هېڅكله هم د صالحې او نيكى تربيې كومه وسيله نه پرېږ دي تر دې چې د هغه په وړاندې خنډونه پيدا كړي او يا يې هم د خپل معنوی مفهوم څخه داسې خالي کړي چې یواځې نوم او شكل يې پرته له كومې ګټې او معنى څخه پاتې شي له همدې امله الله جل جلاله  فرمايلي دي: وَلَولا دَفعُ اللَّهِ النّاسَ بَعضَهُم بِبَعضٍ لَهُدِّمَت صَوامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَواتٌ وَمَساجِدُ يُذكَرُ فيهَا اسمُ اللَّهِ كَثيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزيزٌ﴿40﴾) [29]

سمول

ژباړه : که چیرې نه وای دفع کول د الله خلکوسره څینې ددوی لره په ځینو نورو باندې خامخا نړولي شوي به وي تکیی او مدرسې او عبادتخانې او مسجدونه چې یادولی شي په هغو کې نوم د الله ډیر او خامخامرسته به وکړې هرو مرو الله له هغه چا سره چې مرسته ورکوې جل جلاله  دین د) دغه الله ته بیشکه چې الله خامخا قوي د خپلو احکامو په تنفیذولوکې ) ډیر زور والادی په هرچا ).

سمول

كه چېرې الله جل جلاله كافران د خپلې لارې په مجاهدينو دفع كړي نه واى نو د الله جل جلاله  د عبادت لپاره به كوم نيك او سپڅلى ځاى پاتې نه وه.

سمول

امام قرطبي رحمت الله علیه ويلي دي: كه چېرې الله جل جلاله خپلو پيغمبرانو او عامو مسلمانانو ته ددښمنانو(كافرانو) وژل نه وى رواكړي نو مشركانو به اسلامي نړۍ تر خپلې ولكې لاندې راوستې وى اودعبادت هغه ځايونه به يې له عبادت كولو څخه خالي او تش كړي واى چې د ټولو آسماني دينونو مشرانو ښوولي دي، مګر دا كافران يې دفع كړل او مخه يې ونيوله جهاد يې پرې واجب كړ ترڅو دينداره خلك دعبادت كولو لپاره موقع ومومي، جهاد په ټولو امتونو كې يو پخوانى امر او فرمان دى په همدې سره شرائع جوړ شوي او ټول دعبادت او پرستش ذوات پرې را غونډ شوي، لكه چې ويې ويل: د جهاد كولو اجازه دارنګه وركړشوه چې مومنان دغزا وكړي ، بيا دغه امر او فرمان په دې قول سره نورهم زور وموند چې جل جلاله وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ ) [30]

سمول

معنى دا چې كه چېرې غزا او جهاد نه واى نو حق به مغلوب كړى شوى واى، كوم چې نصاری او صابئين جهاد بدبولي دايې د مذهب سره مخالف نظر دى ځكه كه چېرې غزا نه وى نو هغه دين به له منځه تللى وى چې دفاع ترې كوي او همدارنګه دغه مواضع كومې چې وړاندې ددوى د تحريف ، تبديل او منسوخ كېدونه ددې معنى لپاره ذكر شوى دى ، معنى دا چې كه د جهاد په وسيله ددې كفارو مقابله نه وى نو د موسى علیه السلام په زمانه كې به كليسا وې نړېدلې واى او د عيسي علیه السلام  په زمانه كې به صومعى او بيعي جل جلاله چې دواړه د عبادت ځايونه دي) نړېدلي واى اودمحمدصلی الله علیه وسلم په زمانه كې به جوماتونه له منځه تللى واى امام ابن عطيه رحمت الله علیه ويلي دي: ددې مبارك آيت په تفسير كې همدغه صحيح نظر ويلى شوى دى.[31]

سمول

ددې مبارك آيت د معنى په څېر د الله جل جلاله دغه فرمان دى چې: وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ . [32] .

سمول

ژباړه : او که چیرې نه وای دفع جل جلاله  منع ) کول د الله جل جلاله خلکولره ځینو ددوی لره په ځینو نوروسره نو خامخا به خرابه شوې وه ځمکه د هیواد په ظلم سره و لیکن الله جل جلاله څښتن د فضل جل جلاله احسان ) دی په خلکوباندې جل جلاله  نو ځینې په ځینو نورو سره له فساد څخه منع کوي ) .

سمول

په دې معنى چې الله جل جلاله كافران په مومنانو او ظالمان په مظلومانو سره ، مفسدان په نيكانو سره دفع كوي او مخنيوى يې كوي كه داسې نه واى نو كافران او مفسدان به غالب شوي واى ځمكه به يې د خباثت او فساد څخه ډكه كړې واى او مومنانو او نيكانو به نه د الله جل جلاله  عبادت كړى واى او نه به يې د اسلام سپېڅلى دين ته دعوت تر سره كړى واى.[33]

سمول

له همدې امله امام ابن القيم رحمت الله علیه مجاهدين په دې ډول ستايلي دي:

سمول

يقيناً چې خپل نفسونه يې د الله جل جلاله په مينه د هغه ددين په دفاع او نصرت، او د لااله الاالله په اوچت والي او د هغه د دښمنانو په مخنيوي كې يې وبايلل، دوى دهر هغه چا دعملونو په اجر كې چې پخپلو تورويې ساتنه كوي اګر كه پخپلو كورونو كې شپه تېره هم كړي ورسره شريك دى او ددې مجاهدينو لپاره دهغو عابدانو د عبادت په څېر اجر دى چې د دوى د جهاد او فتوحاتو په سبب يې كوي ځكه چې همدغه مجاهدين يې يواځينى سبب دى او شارع متسبب د بشپړ فاعل په مقام كې په ثواب او عذاب كې يو شانته ذكر كړى دى. له همدې امله د نيكى بلونكي او د بدى بلونكي د هر يوه لپاره هغه دكړنې په سبب د هغوى د پيروانو په څېر ثواب او عذاب دى . [34]

سمول

دا يو څرګند حقيقت دى چې ايماني چمتووالى د ژوند په ټولو مرحلو او وختو نو كې ترسره كېږي كه دا دجهاد په پيل يا د جهاد په درشل او يا هم وروسته مرحله كې وي ځكه چې الله جل جلاله  خپل پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ته دعبادت په دوام او استمرار تر هغې امر كړى چې مرګ ورته راشي الله جل جلاله  فرمايي: وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّىٰ يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ) [35]

سمول

ژباړه: او عبادت کوه د رب خپل ترهغه پورې چې راشي تاته یقین جل جلاله  یعني مرګ ) .

سمول

د تربيې دغورو انواعو څخه هغه ډول ده چې دجهاد په اوږدوكې تر سره كېږي په خلكو باندې الله جل جلاله ته نږديكت غالبېږي او ددې حالت څارنه ځانګړي خونه لري داځكه چې د نفسونو وژل ورته ډېر نږدې او د سر په سترګو يې ويني.

سمول

بېشكه دپيغمبرصلی الله علیه وسلم په زمانه كې ځينې د مخالفت پېښې د هغو خلكو له اړخه رامنځته شوې چې جهاد ته ورسره تللي وه په دوى كې مشران او عادي مجاهدين شامل وه چې د دوى د لوړ مقام او اوچتې مرتبې سره سره بيا هم پيغمبرصلی الله علیه وسلم جهاد ونه دراوه تر څو ددې خلكو تربيه بشپړه كړي او همدارنګه څوك يې د خپل لښكر څخه ونه شړل بلكه دوى امر په معروف او نهي له منكر څخه د دوى دحالاتو او كړنې سره سم تر سره كوله، دا يو معلوم او مشهور حقيقت دی چې چايې سيرت لوستلى وي. زه يې هم د دې پند يو اړخ يادوم چې د حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه څخه روايت دى چې: پيغمبرصلی الله علیه وسلم خالدبن وليدرضی الله عنه بنوجذيمه ته ورولېږه دوى د جل جلاله أسلمنا) يعنې موږ اسلام راوړى، لفظ اسلام یی نشو تلفظ كولاى نو ويل يې: موږ ددين نه وتلي يو، موږ د دين نه وتلي يو، نو خالدرضی الله عنه ددوى په وژلو او بندي كولو پيل وكړ، زموږ هر يو ملګري ته يې يو بندي وركړ، بيا يې زموږ هر يو ملګري ته د خپل بندي د وژلو امر وكړ نو ما ورته وويل زما د په الله جل جلاله سوګند وي چې خپل بندي به ونه وژنم او هيڅ يو ملګرى به زما هم خپل بندي ونه وژني نو دا واقعه مو پيغمبرصلی الله علیه وسلم ته ذكر كړه هغه صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: اى الله جل جلاله زه له هغه كړنې چې خالد بن وليد تر سره كړې بېزاريم. دايې دوه ځله تكرار كړه. [36]

سمول

د غه حديث امام بخاری رحمت الله علیه په باب اذا قضي الحاكم بجور او خلاف اهل العلم فهو رد او همدارنګه امام احمد رحمت الله علیه امام ابن حبان رحمت الله علیه امام نسايي رحمت الله علیه او امام بيهقي رحمت الله علیه روايت كړى دى.

سمول

نو خالد رضی الله عنه داسې يو عمل و كړ چې دغه خلك یی ووژل او حال داچې هغوى مسلمانان شوي وه له همدې امله پيغمبرصلی الله علیه وسلم ددوى ديت او هغه مالونه يې چې تلف شوي وه ورولېږل حتى د سپي كودىجل جلاله  لوښی )  يې ورولېږه.

سمول

مقصد داچې پيغمبرصلی الله علیه وسلم حضرت خالد رضی الله عنه یی نه منفك كړ او نه يې دلښكر څخه وويست او نه يې ددې كړنې په سبب جهاد معطل كړ، بلكې هغه څه چې شرعاً ورباندې وه لكه د ديت وركول او د حضرت خالدرضی الله عنه دغه كړنه او عمل یی بد وباله. [37]

سمول

د حضرت علي رضی الله عنه څخه روايت دى چې ويلي يې دي: پيغمبرصلی الله علیه وسلم  يوه سريه جل جلاله نظامي ګروپ) وليږلو چې يو انصاري یی پرې امير وټاكه او دوى ته يې امر وكړ چې د خپل امير اطاعت كوي نو دغه انصاري په قهر شو او ورته ويې ويل: آاتاسو ته پيغمبرصلی الله علیه وسلم  زما د اطاعت امر ندى كړى؟ دوى ورته وويل: هو، هغه ورته وويل: يقيناً دا زما قصد دى چې لرګى را غونډكړى اوربل كړى او بيا ځانونه په كې ورواچوى، نو صحابه كرامو لرګي راټول كړل اور يې بل كړ كله يې چې د ورغورځېدو قصد وكړ يو بل ته يې كتل، ځينو ويل: موږ د پيغمبرصلی الله علیه وسلم ځكه اطاعت و كړ چې د اور څخه وتښتو آيا اوس په كې ورننوځو دوى په همدې كې وه چې د اور لمبې غلې شوې او غصه يې كښېناسته، نو دا واقعه يې پيغمبرصلی الله علیه وسلم ته ياده كړه پيغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: كه چېرې ور ننوتلي واى نو هېڅكله به بيا ترې وتلي نه واى يقيناً اطاعت په نيكى او معروف كې دى. دا حديث شريف امام بخاری رحمت الله علیه، امام مسلم رحمت الله علیه ، امام أبوداودرحمت الله علیه، امام نسايي رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه او امم ابو يعلی رحمت الله علیه روايت كړى دى.

سمول

بېشكه د غه امير دوى ته د اور ننوتلو امر وكړ په يقيني ډول دغه كار ګناه او په ناحقه سره د ځان وژل دي خو ددې سره سره پيغمبرصلی الله علیه وسلم  د جهاد د درېدلو امر ونه كړ او نه يې له لښـكر څخه ويستل تر څو جهادي تربيه بشپړه كړي او نه يې هم ددې خلكو په څېر خبرې وكړې.

سمول

د عبدالله بن عمرورضی الله عنه څخه روايت دى چې ويلي يې دي: د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  سره يو کس اوسېدو چې جل جلاله كركره) نومېده مړ شو پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل: جل جلاله هغه په اوركې دى) خلك لاړل چې ويې ګوري حالت يې و ګوري نو يو ډول لباس لكه د چپنې په شان يې پرته له اجازې په پټه سره اخيستى وه . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه، امام مسلم رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه ، امام ترمذي رحمت الله علیه ، امام ابن ماجه  رحمت الله علیه او امام بيهقي رحمت الله علیه روايت كړى دى.

سمول

نو دغه کس پيغمبرصلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غنيمتونو امين ټاكلى وه مګر نفس او شيطان يې په بدى سره ورته امر وكړ او دغه لباس يې په پټه سره واخيست، پيغمبرصلی الله علیه وسلم خبر وركړ چې د جهنم په اور كې به يې اغوستى وي، خو سره ددې پيغمبرصلی الله علیه وسلم د جهادي تربيې د بشپړېدو له امله جهاد نه دى درولى تر څو مجاهدين دا تشته ډكه كړي او نه يې هم د ځينې مجاهدينو د نافرمانى او ګناه له كبله خلك د جهاد څخه منع كړي دي.

سمول

په يوه غزا كې اسامة بن زيد رضی الله عنهما يو كس د لااله الاالله كليمې ويلو څخه وروسته وواژه پيغمبرصلی الله علیه وسلم دغه كار په ډېره سختۍ سره و غندلو، حضرت اسامةرضی الله عنه په دې كار باندې ډېر زيات پښيمانه شو، خو پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ددې كار څخه وروسته هم حضرت اسامه رضی الله عنه د جهاد كولو څخه منع نه كړ بلكې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  د وفات څخه وړاندې د هغه لښكر مشر او امير هم وټاكل شو چې پخپله پيغمبرصلی الله علیه وسلم د كفارو د مقابلې لپاره چمتو كړى وه.

سمول

د حضرت أسامة بن زيد رضی الله عنه څخه روايت دى وايي: پيغمبرصلی الله علیه وسلم  حرقي ته وليږلو سهار كفارو ته ورغللو او پرې غالب شوو ما او يو انصاري په يو کس پسې شوو كله موچې لاندې كړ ويې ويل: لااله الاالله ، انصاري لاس ونيو ولې ما په نېزه وواهه تر څو چې ومې واژه، كله چې له جهاد څخه را وګرځېدو، پيغمبرصلی الله علیه وسلم  پرې خبرشو او ويې فرمايل: آی اسامه وروسته تر هغه چې لااله الاالله يې وويل تا و واژه، ماوويل: په همدې باندې یی خپل ځان ژغوره، خو پيغمبرصلی الله علیه وسلم  تر هغه پورې دا لفظ تكراراوه چې ما دا هيله وكړه كاش له دې ورځې وړاندې مسلمان شوى نه واى. دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه امام مسلم رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه او امام بيهقي رحمت الله علیه روايت كړى دى.

سمول

د ځینې صحابه كرامو څخه پرته له دې ځينې غلطی شوې مګر پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ددې په سبب د جهاد كولو څخه نه دي منع كړي او نه يې په ټولنېز ډول جهاد درولى تر دې چې د مجاهدينو د جهادي تر بيې له بشپړېدو څخه متأكد او يقيني شي بلكې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  د هغه څه چې ليدلي يې دي او يا ورته رسېدلي دي په كلكه مخالفت كړى او د هر ې خبر ې يې د هغه مناسب غبرګون ښودلى دى، دا د هغه څه چې پېښ شوي دي د تبصرې او شننې پرته وړاندې كېږي.

سمول

د ابن ابي مليكه څخه په صحيح الامام بخاری رحمت الله علیه كې روايت شوى چې ويلي يې دي: نږدې وه چې د نبوي امت غوره شخصيتونه جل جلاله ابوبكر، او عمر) رضی الله عنهما هلاك شوي واى كله چې د بني تميم وفد راغى دوى دواړو د پيغمبرصلی الله علیه وسلم په حضور كې غږونه اوچت كړل يوه داقرع بن حابس چې د بنو مجاشع د قبيلې څخه وه ، اوبل د يو بل شخص جل جلاله نافع رحمت الله علیه وايي: نوم يې را څخه هېرشوى) د تعين كېدو اشاره وكړه، ابوبكررضی الله عنه عمررضی الله عنه ته وويل: ستا زما د مخالفت څخه پرته بل مطلب نه وه، عمررضی الله عنه وويل: زما مطلب ستا مخالفت نه دى، په دې هكله يې غږونه اوچت شول نو الله جل جلاله دغه آيت شريف نازل كړ: جل جلاله يا ايهاالذين آمنو الاترفعوا اصواتكم) دغه حديث شريف په صحيح الامام بخاری رحمت الله علیه باب: لاترفعوا اصواتكم فوق صوت النبي) الايه كې ذكر شوى او همدارنګه امام ترمذي رحمت الله علیه د ابن ابي مليكه رحمت الله علیه څخه روايت كړى چې ويلي يې دي: ماته عبدالله بن زبيررضی الله عنه وويل: چې: اقرع بن حابس پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ته راغى، ابوبكررضی الله عنه وويل: يارسول الله! دخپل قوم مشر يې وټاكه، عمررضی الله عنه وويل: يارسول الله! مشري مه وركوه، د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  په وړاندې يې خبرې وكړې تردې چې غږونه يې جګ شول ابوبكررضی الله عنه عمررضی الله عنه ته وويل: ستا زما دمخالفت څخه پرته بل مقصد نه وه، عمررضی الله عنه وويل: ما ستا مخالفت نه غوښت. راوي وايې: له دې وروسته دغه آيت شريف نازل شو چې:جل جلاله  لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ) [38]راوي وايي: له دې وروسته به چې كله عمر رضی الله عنه د پيغمبرصلی الله علیه وسلم په وړاندې خبرې كولې په داسې ډول به وې چې هېڅ به نه اورېدلې كېدې تر دې چې دپوهاوي لپاره به يې بيا پوښتنه ترې كوله، امام ترمذي رحمت الله علیه وايي: ابن زبير يې خپل نيكه ابوبكررضی الله عنه ياد نكړ، امام ترمذي رحمت الله علیه وايي: دغه حديث حسن او غريب دى ، ځينو دغه حديث د ابن ابي مليكه رحمت الله علیه څخه په مرسل ډول روايت كړى دى او عبدالله بن زبير يې په كې نه دى ذكر كړى ،

سمول

أبوعمرو عبد الحکیم حسان وايي: په كوم لفظ يې چې دلته روايت كړى هغه دامام بخاري رحمت الله دى .

سمول

واصل الاحدب د معرور څخه روايت كوي وايي: د ابوذررضی الله عنه په اوږه مې يوه ليك داره جامه او د مريي په اوږه مې يې هم يوه ليك داره جامه وليده، ما وويل: كه ددغه ترې اخيستې وى او اغوستې د دوي نو بشپړه جوړه به شوې واى او مريي ته به دبله جامه وركړې وى ابوذر رضی الله عنه وويل: زما او د دغه سړي تر منځ خبرې وې او مور يې اعجمی وه ما يې د مور په هكله څه بدې خبرې وكړې، دامې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ته يادكړل هغه مبارك راته وفرمايل: ايافلاني شخص ته د ښكنځل و كړل، ما وويل: هو، بيايې و فرمايل: مورته يې د ښكنځل او بد وويل، ما وويل: هو، بيا يې وفرمايل: په تاكې اوس هم د جاهليت اغېزه شته ما وويل: په دې مهال هم چې عمر مې زيات شوی او زوړ شوى يم ويې فرمايل: هو، دوى ستاسو وروڼه دي الله جل جلاله  ستاسې تر لاس لاندې ګرځولي دي ،دچا تر لاس لاندې چې الله جل جلاله خپل ورور وګرځوي نو دهغه څه نه چې خوري يې بايد خوراك وركړي او د هغه خه نه چې اغوندي يې بايد لباس وركړي او د خپل وس څخه زيات بايد كار پرې ونه كړي او كه چېرې يې په زيات كار وګوماري بايد پخپله مرسته ورسره وكړي.

سمول

دغه حديث شريف: امام بخاری رحمت الله علیه په كتاب الايمان باب: المعاصي من أمر الجاهلية ولايكفر صاحبها الا بالشرك كې روايت كړى او همدارنګه امام مسلم رحمت الله علیه ، امام ابو داود رحمت الله علیه، امام ترمذي رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه ، امام ابن ماجه رحمت الله علیه، امام بيهقي رحمت الله علیه ، اوامام بزار رحمت الله علیه يوبل ته په نږدې الفاظو سره د حضرت أبوذررضی الله عنه څخه روايت كړى دى.

سمول

ددې حديث ځينې اړخونه د افك په واقعه كې ذكر شوي دي د حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روايت دى وايي: پيغمبرصلی الله علیه وسلم به چې كله سفر ته د تللو اراده وكړه نو د خپلو ميرمنو تر منځ به يې پچه جل جلاله قرعه) اچوله د هرې يوې به چې پچه وختله همغه به ورسره تلله، نو زموږ ترمنځ يې هم په يوه غزاكې پچه واچوله او زما نوم وخوت او تر هغه وروسته چې د حجاب پردې) آيت نازل شو ورسره ووتلم، په كجاوه كې یی وړلم او په هغه كې به يې كوزولم سفر مو پيل كړ تر دې چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم د غزا څخه فارغ شو او بېرته راوګرځېد مدينې منورې ته رانږدې شو، د شپې د سفر غږ وشو، زه جګه شوم چې كله مې دسفر غږ واورېد دلښكر څخه وړاندې تېره شوم كله چې دقضاء حاجت څخه فارغه شوم بېرته لښكر ته راوګرحېدم غاړې ته مې لاس كړ چې غاړكی مې كومه چې د يمنۍ وړو دانوڅخه جوړه شوې وه شلېدلې وه بېرته وګرځېدم چې خپله غاړه كۍ ومومم په دې سره ځند شوم نو هغه كسان چې زما كجاوه به يې پورته كوله راغلل او كجاوه يې په اوښ باركړه او زما هغه اوښ يې روان كړ چې زما كجاوه يې وړله دوى ګومان كاوه چې زه په كې يم په هغه زمانه كې ښځې سپكې او ډنګرې وې غوښې يې نه وې اخيستې ځكه چې د طعام څخه به يې يوازې يوه كاشوغه كتغ خوړلو، نو له همدې كبله هغه كسان چې زما كجاوه يې پورته كوله داسې فكر ونه كړ چې زه په كې نشته يم زه وړوكې نجلى وم اوښ يې روان كړ تر دې چې رضی الله عنها وويل: هغه شخص چې دغه بهتان يې ووايه عبدالله بن ابي بن سلول وه مدينې منورې ته راغلو بشپړه يوه مياشت مې الله جل جلاله ته شكايت وكړ د بهتان ويونكو د پوچو خبروڅخه زما په موجوده تكليف يې شك كاوه او د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه مې هغه نرمي نه ليدله كومه به مې چې د مرض په مهال ترې ليدله بلكې كوټې ته به راتلو او سلام به يې اچوه او بيا به يې فرمايل: څنګه يې، په هېڅ باندې نه پوهېدم تر هغه چې ددې بهتان نه پاكه شوم، يو ځلې زه دام مسطح سره قضاء حاجت لپاره لاړو هلته به يوازې يوه شپه بله شپه تللو او دا هغه مهال وه چې د كورونو سره نږدې مو احاطه نه وه جوړه كړې د لومړنيو عربو په څېر مو په صحرا او تفريح ګاه كې ژوند كاوه، نو زه اوام مسطح بنت ابي رهم رواني وو د هغه په جامه كې پښه بنده شوه او ولوېده هغې وويل: مسطح د هلاك شي ما ورته وويل: ډېره بده خبره د وكړه ايا هغه چاته بدوايي کوم چې د بدر په غزا كې ګډون كړى، هغې وويل: اى هوښيارې آيا هغه څه د نه دي او رېدلي چې ويلي يې دي، بيا د بهتان ويونكو په باطلو خبرو خبره كړم نو مرض مې نور هم لازيات شو تر دې چې ويې ويل: يوه ورځ پيغمبرصلی الله علیه وسلم  په منبر پاڅېد او ويې فرمايل: عبدالله بن ابي بن سلول ماته تكليف راكوي او ناحقه خبرې كوي نو بيا يې وفرمايل: څوك د هغه شخص ضرر راڅخه دفع كوي چې شر يې زما تر اهل او كور پورې رسېدلى زما د په الله جل جلاله سوګند وي چې د خپل اهل په هكله پرته له خير څخه بل څه را ته معلوم نه دي او داسې څوك يې ښودلي چې په هغه كې هم له خير څخه بل څه نه وينم او زما څخه پرته زما كور ته ننوځي، سعد بن معاذرضی الله عنه پاڅېد ويې ويل: يا رسول الله! زما د په الله جل جلاله  سوګند وي چې زه به يې شر در څخه دفع كړم كه د اوس له قبيلې څخه وي سر به يې ووهم او كه چېرې زموږ د وروڼو خزرج له قبيلې څخه وي ته امر وكړه هغه به پلى كړو، سعد بن عباده رضی الله عنه دخزرج قبيلې مشر پاڅېد مخكې ډېر نيك سړى وه مګر قوميت اغېز پرې وكړ ويې ويل: دروغ دوويل: زما د په الله جل جلاله سوګند وي چې نه به يې ووژنې او نه به دا توان ولرې، په دې مهال اسيدبن حضيررضی الله عنه پاڅيد او ويې ويل: دروغ د وويل زما دپه الله جل جلاله  سوګند وي چې هرو مرو به یی ووژنو ته منافق يې د منافقينو دفاع كوې دواړه قبيلې اوس او خزرج سره پاڅېدل تر دې چې د جنجال قصد يې وكړ او پيغمبرصلی الله علیه وسلم په منبر باندې وه پيغمبرصلی الله علیه وسلم  د منبر څخه راكوز شو غلي يې كړل تر دې چې چپ شول اوعايشې ام المومنين رضی الله عنها وويل: تر دې چې په پيغمبرصلی الله علیه وسلم وحى نازله شوه نو هغه غم او تكليف چې وړاندې به ورته رسيده اوس هم ورته ورسيد تر دې چې د مرغلرو په څير به د ژمي د وریځو په سخته يخنى كې خولې پرې راتللي كله چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ددې تكليف څخه راووت خندل يې نو لومړنى لفظ چې دمباركې خولې څخه يې راغى داوه: اى عايشې د الله جل جلاله  شكر وكړه چې د تهمت څخه يې پاكه كړې، مور مې راته وويل: پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ته پاڅېږه ما ورته وويل: نه هېڅكله به ورته جګه نشم او يوازې د الله جل جلاله دغه مبارك آيت نازل كړ چي: إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ [39]

سمول

ژباړه: - بیشکه هغه کسان چې راغلل په دروغو سره هغه یوه ډله ده ستاسو نه .

سمول

كله چې الله جل جلاله دغه آيتونه زما په پاكوالي كې نازل كړل ، ابوبكر رضی الله عنه چې مسطح بن اثاثه ته يې دخپلولى له امله مصرف او خرڅ وركاوه وويل: زما د په الله جل جلاله سوګند وي چې وروسته تر دې چې د عايشې رضی الله عنها په هكله ناحقه خبرې وكړي هيڅ شى ورنكړم نو الله جل جلاله دغه آيت شريف نازل كړ: وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا ۗ أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ [40]

سمول

ژباړه: - او نه خوري قسم  خاوندان د فضل ستاسو نه ، ا و خاوندان د فراخئ دې خبرې ته ، چې وکړي هغوئ خاوند د خپلولئ ته اومسکینانو ته اوهجرت کوونکو ته په لاره د الله کې او په کار ده چې معافې وکړي او مخ واړوي آیا نه خښوئ تاسو چې بښنه وکړي الله تاسو ته ، او الله بښونکئ مهربانه دی .

سمول

د غه واقعه په تفصيل سره امام بخاري رحمت الله علیه ، امام مسلم رحمت الله علیه ،امام احمد رحمت الله علیه ، امام حبان رحمت الله علیه، امام بيهقي رحمت الله علیه او امام طبراني رحمت الله علیه روايت كړې دۍ.

سمول

ځينې صحابه كرام په زنا او ځينې نور د غلا په ګناهونو ككړ شوي چې په دې دواړو حد واجبېږي، د حضرت أبو هريره رضی الله عنه څخه روايت دى ويلي يې دي پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ته يو سړى راغى او هغه صلی الله علیه وسلم  په جومات كې تشريف درلود جګ غږ يې وكړ ويي ويل: اى د الله رسوله! مازناكړې ده، پيغمبرصلی الله علیه وسلم  مخ تر ې وګرځاوه، بيا د پيغمبرصلی الله علیه وسلم د مخ مبارك هغه اړخ ته ورتاو شو چې مخكې يې ترې بل لوري ته اړولې وه ويې ويل: اى د الله رسوله! ما زنا كړې ده پيغمبرصلی الله علیه وسلم  بيا مخ ترې وګرځاوه بيا د پيغمبرصلی الله علیه وسلم د مبارك مخ هغه اړخ ته راغى چې مخكې يې ترې اړولې وه كله يې چې پخپل ځان څلور ځله ګواهي وويله پيغمبرصلی الله علیه وسلم  را وغوښت او ورته ويې فرمايل: اياته ليونى يې؟ هغه وويل: نه اى د الله رسوله! پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل: واده د كړى دى هغه وويل: هو، يا رسول الله! پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل: دى بوځى او په تيږو يې ووژنى جل جلاله سنګسار) يې كړى. ابن شهاب رحمت الله علیه وايي: ماته هغه شخص ويلي چې د جابررضی الله عنه څخه يې اورېدلي وه : زه د هغه كسانو په ډله كې وم چې دغه شخص يې سنګسار كړ نو موږ په مصلى كې په تيږو وواژه.

سمول

دغه حديث شريف: امام بخاری رحمت الله علیه، امام مسلم رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه او امام بيهقي رحمت الله علیه روايت كړى او امام  بخاری رحمت الله علیه په دې لفظ سره د أبوهريره رضی الله عنه څخه روايت كړى چې ويلي يې دي: موږ د پيغمبرصلی الله علیه وسلم سره د خيبر په غزا كې ګډون وكړ يو شخص ته يې وويل چې دغه د اور د څښتنانو څخه دى خو كله چې جګړه پيل شوه نوموړي شخص سخته جګړه وكړه او بيا مړ شو پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل: دغه شخص جهنم ته لاړ، وايي چې نږدې ځينې خلكو شك وكړ، دوى په همدې كې وه چې وويل شول نو موړى پخپله مړشو بلكې سخت ټپي شو كله چې شپه شوه د ټپ تاب يې را نه وړ او صبر يې ونه كړ نو خپل ځان يې پخپله وواژه پيغمبرصلی الله علیه وسلم  له همدې واقعې خبر وركړ، بيا يې وفرمايل: الله اكبر زه په دې ګواهي وركوم چې زه د الله جل جلاله  بنده او د هغه رسول يم بيا يې بلال رضی الله عنه ته امر وكړ چې خلكو ته آواز وكړه چې: جنت ته يواځې مسلمان شخص دا خېلېږي او يقيناً الله جل جلاله  دغه دين د فاجر شخص په وسيله نصرت او غلبه ورپه برخه كوي حاشيه ختمه شوه.

سمول

حضرت عبدالله بن صفوان يې د خپل پلار صفوان څخه روايت كوي چې هغه په جومات كې خپل څادر ته ډډه وهلې ويده وه چې يو چايې دسر څخه دغه څا در واخيست نو دغه غل يې پيغمبرصلی الله علیه وسلم ته راوست پيغمبرصلی الله علیه وسلم د هغه د لاس پرې كولو امر وكړ، صفوان رضی الله عنه وويل: يارسول الله د لاس پرې كول يې نه غواړم دغه څادر خيرات وركوم پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل: يعني وړاندې له دې څخه كېده اما كله د چې راوست اوس يې د پرېښیدو هېڅ امكان نشته.

سمول

دغه حديث امام نسايي رحمت الله علیه، امام أبوداود رحمت الله علیه، امام ابن ماجه رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه او امام دارمي رحمت الله علیه روايت كړى دى.

سمول

د عروه بن زبيررضی الله عنه څخه روايت دى چې يوې ښځې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  په زمانه كې د مكې مكرمې د فتحې په درشل غلاوكړه نو قوم او ټبريې سخت وارخطا شو اسامه بن زيد ته يې زارى ګانې پيل كړې تر څو پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ته د دوى سپارش وكړي عروه رضی الله عنه وايي: كله چې حضرت اسامه رضی الله عنه په دې اړه پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ته وويل نو د پيغمبرصلی الله علیه وسلم د مبارك مخ رنګ واوښت او ويې فرمايل: ايا دالله جل جلاله دحدودو څخه د يو حد په اړه ماته سپارش كوئ، اسامه رضی الله عنه وايي: يارسول الله ماته بخښنه وغواړه كله چې شپه شوه پيغمبرصلی الله علیه وسلم دخلكو په منځ كې پاڅېده او پخپله خطبه كې يې د الله جل جلاله د ثنا او صفت بيان وكړ بيا يې وفرمايل: امابعد: يقيناً ستاسو خخه ړومبني خلك په دې سره هلاك او تباه شول چې كله به كوم عزتمن او قدرمن شخص غلاوكړه پرته له جزا څخه به يې پرېښود او كله به چې كوم كمزوري شخص غلا په كې وكړه نو بيا به يې حد پرې جاري كاوه زما دپه هغه ذات چې محمدصلی الله علیه وسلم  نفس يې په لاس جل جلاله بلاكيف) كې دى. كه چېرې فاطمه د محمدصلی الله علیه وسلم  لور غلا وكړي نو زه به يې لاس پرې كړم.

سمول

يعنې كه زما خپله لور هم دا جرم وكړي نو زه به د الله جل جلاله حد پرې جاري او لاس به يې پرې كړم، بيا پيغمبرصلی الله علیه وسلم د هغه ښځې د لاس پرې كېدو امر وكړ او لاس يې پرې قطع كړ وروسته دغه ښځې توبه ويسته او خپل عمل يې صحيح كړ او واده يې هم وكړ، عائشه رضی الله عنها وايي: بيا به زموږ كره راتلله او اړتيا به مې يې پيغمبرصلی الله علیه وسلم ته وړاندې كوله.

سمول

د غه حديث امام بخاری رحمت الله علیه، مسلم، امام ترمذي رحمت الله علیه، امام نسايي رحمت الله علیه، امام أبوداود رحمت الله علیه، امام ابن ماجه رحمت الله علیه او امام احمد رحمت الله علیه روايت كړى دى.

سمول

ايماني تربيه د جهاد په درشل كې پرمخ بيول كېږي او دهغې لپاره جهاد نه وروسته كېږي، دا يواځې د بنده په مرګ سره پاى ته رسېږي، او څوك چې وايي د جهادي تربيې په نه بشپړېدو سره بايد جهاد وروسته شي دا په مكمل ډول د جهاد بنديدوته مفضي كېږي يعني د جهاد د بندېدو باعث او لامل جوړېږي، كله چې په قرون فاضله يعني په نيكو پېړيو كې داسې حالات او واقعات منځ ته راغلي نو دا وروستني به له هغوى څخه غوره او يا هم له ګناهونو څخه پاك او معصوم وي او بېشكه پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: په تاسې به داسې وخت نه راځي مګر وروستني به له ړو مبني څخه بدوي تر دې چې د خپل پروردګار سره ملاقي او هغه جل جلاله ته به ورشي.

سمول

د غه حديث امام بخاری رحمت الله علیه روايت كړى او بشپړ يې داسې دى چې: د زبير بن عدي رضی الله عنه څخه روايت دى ده ويلي چې موږ أنس بن مالك رضی الله عنه ته راغلو او د حاجيانو د كړنو څخه مو ورته شكايت او ګيله وكړه هغه وويل: صبر وكړئ بېشكه په تاسې باندې داسې زمانه نه راځي مګر وروستنی زمانه به تر ړومبنۍ څخه بده او خرابه وي تر دې چې خپل پروردګار ته ورشي، دغه حديث مې ستاسې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه اورېدلى دى.

سمول

په مسلمانانو لازم دي چې د ناتوانئ له امله مستقيماً جهاد نشي كولاى نو بايد تيارۍ ورته ونيسي تر دې چې د كافرو پاچايانو د مقابلې لپاره لازمه توانمندي و مومي داسې نه لكه ځينې د جهادي فريضې څخه ناست خلك چې باطلې او  ناروالارې ورته لټوي بيا قانوني او وروا نوم ورته اخلي لكه طاغوتي پارلماني مجالسوته ننوتل ، كوم چې پرته د الله جل جلاله د قانون څخه خلكو قوانين جوړوي، مخكې موهم وويل چې دا په اصل كې د الله څخه پرته باطل خدايان او الهة دي.

سمول

كوم تيارئ چې الله جل جلاله دهغه په چمتووالي امر كړئ دئ دخلكو تدريب، چمتووالى، په ايماني تربيې، نيك عمل، زړورتيا، قرباني ځان تيريدنې، د امير د امر منل او د هغه تابعداري كول دي او همدارنګه په دې كې دوسلې تيارى او لازم نظامي پروګرامونه جوړول دي دغه ټول كارونه يواځې او يواځې تجربه لرونكي مجاهدين تعين وي نه د جهاد څخه ناست او بهانه لټوونكي خلک .

سمول

و الله اعلم

سمول

- سورت بقره آیت 250 . [1]

سمول

- سورت بقره آیت 251.[2]

سمول

- سورت محمد آیت 7 . [3]

سمول

- سورت حج آیت 40 . [4]

سمول

- الاکتفاء بما تضمنه من مغازی رسول الله و الخلفاء ج 4 ص 158 . [5]

سمول

- سورت انفال آیت 60 . [6]

سمول

- تفسیر طبري ج 10 ص 32 . [7]

سمول

- فیض القدیر ج 2 ص 299. [8]

سمول

- سورت انفال آیت 60 . [9]  

سمول

- سورت العادیات آیت 1 . [10]

سمول

- سورت انفال آیت 60. [11]

سمول

- سورت انفال آیت 60 . [12]  

سمول

- تفسیر قرطبی ج 8 ص 38 . [13]

سمول

- مغنی د ابن قدامه ج 9 ص 467 . [14]  

سمول

- سورت توبه آیت 46 . [15]

سمول

- احکام القرآن للجصاص ج 4 ص 253 . [16]  

سمول

- سورت محمد آیت 4 . [17]

سمول

- سورت انفال آیت 12 . [18]

سمول

- سورت مائدة آیت 94 . [19]  

سمول

- سورت انفال آیت 60 . [20]  

سمول

- تقیید ج 1 ص 416. [21]

سمول

- مجموع الفتاوی ج 18 ص 8-12.[22]

سمول

- تفسیر قرطبي ج 8 ص 232. [23]

سمول

-فتح القدیر ج 2 ص 366 . [24]

سمول

- روح المعانی ج 2 ص 110. [25]

سمول

- مجموع الفتاوی ج 28 ص 259 . [26]

سمول

- سورت بقره آیت 217 . [27]

سمول

- سورت بقره آیت 120 . [28]

سمول

- سورة حج آیت 40 . [29]

سمول

- سورت بقره آیت 251 . [30]

سمول

- تفسیر قرطبی ج 12 ص 70 ، تفسیر بیضاوی ج 4 ص 129 ، فتح القدیرج 3ص 157، زاد المسیر ج 1 ص 300 . [31]

سمول

- سورت بقره آیت 251. [32]

سمول

- تفسیر قرطبي ج 3 ص 260 ، ابن کثیر ج2 ص 633 ، ابو السعود ج 1 ص 265 مخونه وګوری . [33]

سمول

- طریق الهجرتین ص 335 . [34]

سمول

- سورت الحجر آیت 99 . [35]

سمول

- صحیح البخاری ، باب اذا قضی الحاکم بجور او خلاف أهل العلم فهو رد . [36]

سمول

- تفسیر ابن کثیر ج 1 ص 536 . [37]

سمول

- سورت الحجرات آیت 2 . [38]

سمول

- سورت نور آیت 11 . [39]

سمول

- سورت نور آیت 22 . [40]

سمول