د لیبیا کورنۍ جګړه (۲۰۱۱)

د لیبیا کورنۍ جګړه هغه اوښتون وو چي د لیبیا په ځینو ښارونو کي ددغه هیواد د پخواني کرنل معمر قذافي د رژیم په وړاندي د ولسي پاڅونونو په نتیجه کي د فبرورۍ په ۱۵مه د قربانیانو د وکیلانو له نیول کېدو وروسته پیل سو، او په شخصي توګه د قذافي د رژیم د نسکوریدو غږونه پکشي پورته سول. په دې لاریونونو کي له پوليسو وغوښتل سوه ترڅو د لاريون کوونکو پر وړاندي له تاوتريخوالي کار واخلي، خو لاريون ددې سره سره تر سهاره پوري دوام وکړ.

د ليبيا کورنۍ جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځای
نور اړين مالومات
برخه د
Arab Spring (en) ژباړلLibyan crisis (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پيل موده
۱۵ فبروري ۲۰۱۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۲۳ اکتوبر ۲۰۱۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۱°۱۱′۴۴″شمال ۱۶°۳۱′۱۷″ختیځ / 31.19562°شمال 16.52141°ختيځ / 31.19562; 16.52141 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د لیبیا د لاریون په راتلونکې ورځ ددغه هیواد په لوېديځ کي الرقالدين، الجميل او الاحيلات سیمي هم له انقلاب سره یو ځای سوې، خو البيضاء د فبرورۍ په شپاړسمه کله چي یاده سیمه د لومړيو تلفاتو سره مخ سول د رژیم د نسکوریدو غوښتني پکښي زور واخیست. [۱] د لیبیا امنیتي ځواکونو د جبل نفوس، زینتان ، یفران ، نلوت او راجبان په ښارونو کي یو شمیر لاریون کوونکي په ډزو ووژل او په عیني وخت کي د [۲] الجیلات لاریونوالو د انقلابي کمیټو مرکزي دفتر، د محلي پولیسو مرکز او د ښار د املاکو بانک ودانۍ وسوځولې او په دې توګه لاریونونه نور هم [۳] زیات سول. د فبروري پر 17 نېټه د یو مشهور پاڅون په بڼه چۍ په ختیځه لیبیا کي ترسره سو، تر 400 زیات خلک د ګولیو له امله مړه یا ټپیان سول. د لیبیا یاد لاریونونه د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کي په عربي نړۍ کي د پراخو لاریونونو له اغیزي څخه رامنځ ته سول، هغه لاریونونه چي له امله یې د تونس انقلاب او د مصر د جنورۍ د ۲۵مې انقلاب چي د تونس ولسمشر زین العابدین بن علي او د مصر ولسمشر حسني مبارک یې نسکوره کړل. د معلوماتو پر بنسټ د دغه اوښتون مشري د ځوانو ليبيايانو له خوا ترسره سوه چي د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اصلاحاتو غوښتنه يې کوله. اوښتون په پیل کي په سوله ییزه بڼه پیل سوه، خو د معمر قذافي سره تړلي لوا د بې وسلې لاریونوالو د ځپلو لپاره د درنو وسلو او هوايي بمباریو په کارولو سره پېښه په وسله وال انقلاب واړول. ددې لاریونو په پایله کي وروسته له هغه چي مخالفینو د لیبیا په ختیځ کي خپل کنټرول بشپړ کړ، سمدستي یې د ملي انتقالي شورا په مشرۍ د لیبیا د جمهوریت د جوړولو اعلان وکړ، ورپسې د اګست په 21 او 22 نېټه انقلابیان پلازمینې ته هم ننوتل او ټولو په ګډه د قذافي وروستی کلا بشپړه سقوط کړه.

  1. أنباء عن ثلاثة قتلى بمظاهرات ليبيا...
  2. بيان قبيلة الرجبان المجاهدة Archived 2017-11-07 at the Wayback Machine. ليبيا اليوم.
  3. إحراق مقرات إدارية وأمنية ومصادر تؤكد عدم سقوط قتلى صحيفة برنيق، تاريخ النشر: 17-02-2011.