مخکې له دې، چې د ليکواى په فن ځانگړې خبرې و کړو ښه دا وي، چې په لومړي قدم کې د ليک په تېر تاريخ لنډ نظر واچوو. هغه وخت چې د آدم (ع) خلقت و شو او د ده له پښتۍ بي بي هوا پيدا شوه او بيا د الله (ج) په امر د ځمکې پر مخ په خلافت و گمارل شول او د نسل د زياتيدو هدايت ورته وشو، نو روښانه ده چې د ژبې له نعمت نه يې هم برخمن کړل دوى دخپلو غوښتنو د انتقال لپاره غږونه ايستل د نسل په زياتيدو او پر ځمکه د دوى په خپريدو بيا دا ستوزه هم پيداشوه، چې دوى نه شوى کولاى خپل مقصده ورسوي، د دې اړتيا د پوره کولولپاره يې يو شمير نښې په قرار دادي بڼه ومنلې د بيلگې په توگه له دغې نښې څخه( ) به يې مراد لمر و اويا له دغې نښې څخه ( ) په غر مراديده. همدا چې ولسونه منځ ته راغلل، ټولنه جوړه شوه، وگړي ډير شول نو دغو نښو هم د دوى د اړتيا ځواب نه شوي ويلاى نو ځکه يې خپلو اوازونو ته بڼې وټاکلې، هر اواز ته يې يو شکل مانه او په دې ترتيب د وخت په تيريدو دغه اوسني توري د خاصو اوازونو لپاره ومنل شول او بيا يې ترې ليک ليکل پيل کړل په دې تر تيب د ليک د پيدايښت سلسله له همدې ځايه پيليږي. د ليک لومړنې مخترعين فنيقان بلل شوي چې له هغو نه پخوانيو يو نانيانو يا لاتينيانو او بيا د ارپايانو اقتباس وکړ او له دعو اثوري حروفو څخه بيا د ختيځو هيوادونو ليک دود رامنځته شو.

ليک څه ته وايې؟ په پورته بحث کې مو دليک په تاريخ لنډه رڼا واچو له اوس به راشو دې ته چې ليک څه ته وايې؟

ليک: ليک دادى، چې د هغه پ وسيله خپل افکار بل چاته څرگند کړى شي او له غائبو خپلوانو سره د قلم په ژبه خبرې وشي. داڅوقسمه دي:

الف: کورني ليکونه ب: د خپلوۍ ليکونه ج: تجارتي ليکونه د: اجتماعي ليکونه هـ: علمي او ادبي ليکونه

انشاء يا ليکنه:

انشاء د عربو په لغت کې ايجاد او نوي شي او اختراع ته وايې. مگر په ادبي اصتلاح هغه ليک او بيان دي چې له خپله فکره وليکل شي يا به بل عبارت هغه علم دي چې هر ليکونکى د هغه په مرسته کولاى شي چې خپل افکار په ښه صورت د الفاظو په واسطه ښکاره کړي او له انشاء څخه اساسي غرض د نوي مضمون پيداکول او په ښو الفاظو کې مجسم کول دي.

د شکل له مخې د انشا ډولونه:


دشکل له مخې انشا هم په نثر او هم په نظم کې پر لاندي څلورو برخو باندي ويشل کيږي.

لومړى تمثيلي انشا:

دا هغه انشا ده چې ليکوال، اديب او شاعر خپل مضمون يا ليکنه داسي ترتيب کړي چې د هغه مضمون او ليکنه په ويلو او يا لوستلو او يا اوريدل باني د هغه او يا هغو په ذهنونو او فکرونو کې داسې يو احساس او درک را پيداکړي کوم چې پخپله د ليکونکې په ذهن کې راپيدا شوي او ده په خپل ذهن او فکر کې انځور کړي دى لکه ځنې اشعار او يا داستانونه.

دوهم تشريحي انشاء:

تشريحي انشاء ته وايې چې ليکوال، اديب او يا شاعر خپله ليکنه او يا مضمون داسي وليکي چې د موضوع موخه په هغه ليکنه کې د تشريح او تفسير په ډول پکې رانخښتي وي لکه په دې بيت کې: د عقرب شپيره جلوه کې د بيلتون زهر دي نغښتي د بلبلو کوچوبار دي د گلبڼ توټي سوې لښتي

درېيم استدلالي انشاء:

استدلالي انشاء هغه ليکوالي ته وايي چې يوه موضوع او يا يوخبره ديوه فکر او ذهن څخه وبل فکر او ذهن ته تحليل او استلال په واسطه د نثر او نظم په ډول عمدتا داسي راوړل شي چې اوريدونکى د هغه تحليل او استدلال ته وهڅوي لکه دا بيت:

د گلانو په گلشن کې څه توپير را معلوميږي دې حقله کې چې راتاودي يو رنگ نه رامعلوميږي

په پورته بيت کې يو داسي استدلال راعلى دي، چې اوريتونکى مجبور دى چې يې له دې چې هغه و غواړي او يا ونه غواړي بايد د هغه په ذهن کې يو مخيزه تحليل او استدلال رامنځنته شي. او يا د نثر په مثال کې د گل پاچا الفت هغه مضمون چې د (زاړه فکر) تر سر ليک شوى دي.

څلورم داستاني او حکايوي انشاء:

دا بايد داسي يوه انشا ده چې په يوه ليکنه کې د يو چا او يا دنوې پېښي او پديدې حکايت د داستان په ډول راوړل شوي وي، د دې ډول انشاء مثالونه هم په نظم او نثر کې ډېر زيات دي چې لاندي څوبيتونه د نظم په مثال کې راوړلاى شو. سالار د زمانې وي هم اتل د دې خطي وي قربان دي تر تدبير شو دروږونه درلېږم ته بابا د ولسو يې هم نيکه د پرگنويې د ملک ملي واکداره ولسونه درليږم محمد دې قهرمان وو، اشرف دي ستر انسان وو حسين د اديب ستورى سو غاتونه در ليږم )ترپايه( دانظم ډېر او ږد دى د (پوړندي) کتاب کې راغلى دي. په نثر کې هم زيات مثالونه شته، چې زيات کتابونه پرې ډک دي لکه: کونډه نجلۍ، پېغله، هغه ليونۍ وه، ښوونکى او داسي نور

د انشاء درې گونې برخې:

۱) سريزه: کله چې غواړئ دې يوې واقعې په هکله خبرې وکړئ لومړى دنو موړې پښې د ځاي او وخت په هکله بشپړ معلومات ورکړئ او وروسته بيا په اصل موضوع لاس پورې کړئ. دغه د اصل موضوع نه وړاندې چې تاسو په کوم شي خبرې کوئ دغې خبرو ته سريزه وايې. چې د انشا لومړى برخه جوړوي.

۲) متن يا شرح: متن د انشا دوهمه برخه ده چې په دې برخه کې ليکوال د موضوع په اصل مطلب باندي غږيږي او په پوره ډول پکې موضوع څېړل شي. د انشا دا برخه ډيره مهمه ده او بايد د موضوع ټول اړخونه پکې ښه وڅېړل شي.

۳) نيجه يا پاي: کله چې خپلې ليکنې ته مو سريزه ورکړه او بيا مو په اصل مطلب هم پيل وکړ او هغه مو هم وليکه نو ايا داسې په وکولاى شي چې په يو وار موضوع خوشي کړئ او ترې په شاشئ او ختمه يې کړئ؟ البته چې هيڅ کله نه! ښه ليکوال دښه موټر چلونکي حيثيت لري چې کله غواړي موټر ودروي او يقيني وي چې منزل ته رسيدلي نو ورو ورو د موټر سرعت کموي او بيا نو په ارامى بريک نيسي او موټر دريږي ليکوال هم بايد په يو وار ليکنه ونه دروي بلکه په ډېره اوښيارۍ خپله ليکنه په داسې کلمو او عباراتو راغونډه کړي چې لوستونکى د خپلي ليکنې پاي يا نتيجې ته ورسوي او لوستونکې د گمان ونکړي چې ليکنه نور چزيات هم لري او يا نا تمامه ده. محمد صديق روهى په خپل اثر څېړنې لارښود کې ليکي ( په دې برخه کې خېړونکى د خپلې څېړنې او ليکنې و ارزښت بحث کوي نيمگړتياوې يې هم را بر سېره کوي ا ځنې ضروري ټگې چې له ده نه پاتې شوې وي او څېړنه يې ضروري بريښي لوستونکو ته څرگندوي که نتيجه کوم عملي مفاد لري د هغې تطبيقي اړخ هم شرح کيږي).

د ښې انشا صفات

د هره ليکنه له دوه اړخه د ارزيابۍ وړ ده. الف: پيغام له دې اړخه يوه ښه ليکنه ددې صفاتو لرونکې وي.

۱- د وخت غوښتنو ته پاملرنه: په دې کې شک نشته چې هر اصل يا په بلون کې وي او يا په خپله بڼه پاتې کيږي. د پيکگې په توگه يو وخت د بيليارد لوبه چا نه خوښول او لوبوال به يې بد خلک بلل، حال دا چې نن دالمپيک په چوکاټ کې يوه رسيمي لوبه ده يوه ښه ليکنه هغه ده چې همدې مسالې ته پاملرنه ليکل شوي وي.

۲- د مخاطب له غوښتنو سره هماهنگي: هره ليکنه ځانته خاص لوستونکې لري ليکوال بايد پوه وي چې ليکنه يې د چا لپاره ده د ماشومانو ځوانانو او يا په ځانگړي برخه کې د تخصص لرونکو ته. ليکوال بايد د مخاطبو د سنينو په پام کې نيولو سره ليکنه پيل لو بشپړه کړي.

۳- د قطعي واضح او مسايلوبيان: تر هغه چې د يوې مسالې اړخونه واِضح او مسلم نه وي ښه ليکاوال د هغو په ليکلو لاس نه پورې کوي.

ب: انشا

د ليکوالۍ د اصول په بنياد بايد يو ښه دانو لاندينيو اصولو لرونکې وي:

۱- رواني او ساده گي: هر څومره چې لغات ساده او روان وي د ليک په ښايستوب کې مرسته کوي. يو شمير کسان دي غواړي په خپلو ليکنو کې مغلق او پېچلي لغات، اصطلاحگانې او تر کيبات و کاروي، دوي نه دي پوه چې او س خلک په داسې ليکنو سر نخوږوي او يوازې غواړي چې له ليکنو نوې موضوغ گانې ترلاسه کړي.

۲- يو والۍ او وحدت: د موضوع تر منځ وحدت هم دې ښې انشا يوه نښه ده. هره موضوع بايد يوه اساسي يا اصلي او څو فرعي پيغامونه لري. اصلي پيغام بايد د ليکنې تر پانه پورې و ساتل شي او فرعي پيغامونه هم بايد دومره ډېر نشي چې اصلي پيغام تر خپلې اغيزې لاندې راولي.

۳- ښايستوب: له لفظي او معنوي ښايستونو، اصطلاحگانو، متلونو او تليمح گانو گټه اخيستنه ليکنې ته جذايبيت وربښي. په دې شرط چې له افراط نه کار وانخيستل شې. ۴- د قلم د عفت ساتل: د قلم د عفت ساتل په دې مانا چې ليکوال بايد د رکيکو او ادب له چو کاټه نه بهر الفاظ په ليکنه کې ونه کاروي دا ځکه چې د اکار ليکوال او ليکنه دواړه د خلکو له سترگو غورځوي.

۵- امانتداري: ليکوال بايد د هر مهم مطلب د نقل په صورت کې د هغه موخذ ذکر کړي او د ليکنې په پاي کې يې وليکي. حتى که دا نقل يوه جمله او يا نوه وړه اصطلاح هم وي هغه بايد په لينديو کې وليکل شي پرته له دې ليکنه له اعتباره لويږي او ددې کار کړونکي ادبي غل بلل کېږي.

۶- موسيقي او اهنگ: دا په دې مانا چې بايد جملو کې وزن او قافيه او د لنډو او لوړو او ازونو تکرار په سمه توگه وشي. ځکه د اکار جملو ته موسيقي او اهنگ وربښي او ليکنې ته ښايسته ورکوي.

۷- اعتدال: د يوې موضوع په ليکلو کې بايد اعتدال وساتل شي نه ليکنه دومره وغزيږي چې اضافي خبرو ته لار پرانيستله شي او نه دومره لنډه شي چې مطلب تري ورک شي.

۸- ښکلى جوړښت: يوه ليکنه له سريزه پيليږي بيا له پلوه ددې لاندې ټکو لرونکې وي.

الف: منطقي نظم: هره ليکنه له سريزې پيليږي بيا اصل موضوع او په پايله تماميږي. ليکوال دې ټکي ته په پام کې نيولو سره بايد داسې ليکنه و کړي چې هره برخه يې له بلې سره د اندازې او موضوع په اساس منطقي نظم ولري داسې نه چې سريزه له اصلې موضوع څخه اوږده او يا اصل موضوع بيځايه ډېره و غزول شي.

ب: د بندونو يا پراگرافونو بيلونه: ددې لپاره چې لوستونکى ژر موضوع ته ورسېږي او يوه موضوع له بلې بېله شي نو بايد هره برخه په بيل پراگراف کې ونيول شي.

ج: سمه املا: الفاظ، ترکيبونه او لغات بايد هم سم وليکل شي اوهم پرې پوه شئ تر هغه چې د هر يوه په مانا نه يې يوه شوي مه يې ليکئ.

د: گرامري جوړښت: د گرامر مراعات په ليکنه کې اړينه برخه ده ليکوال بايد په گرامري اصولو پوه او پ ليکنه کې يې د مراعات توان ولري.

هـ: دليک نښو مراعات: د ليک نښو مراعات په ليکنه کې، لوستونکي ته په لوستو کې مرسته رسوي چې ليکنه سمه ولولي او ژر ځان پرې پوه کړي.

و: د پرديو لغاتو او اصطلاحگانو ډه ډه: د پرديو او پيچلو لغاتو او اصطلاحگانو کارول په ليکنه کې لوستونکې ته دا ستونزه پيداکوي چې ژر دليکوال په موخه پوه شي او لاس ته راوړنه ترې وکړي.

ز: سم او ښکلي ليکل: مقصد د ښکلي ليکلو نه د خط ښکلا نه ده بلکه واضح او خوانا ليکل مراد دي. د ليک په وخت بايد ليکوال د پاڼې حشيه او د کرښو تر منځ فاصلې ته هم پاملرنه وشي.

ښه انشاء

ښه انشاء هغه ده چې لاندي صفتونه په کښې وي، دا صفات چې په کومه انشاء کې نه وي هغه ته مونږه ښه انشاء نه شو ويلاي.

وضاحت: د ښې انشاء يو مهم صفت و ضاحد دي په ليک او وينا کښې بايد هيڅ قسم ابهام التباس او خفا نه وي موجوده او دا کار هله کېږي چه د کلماتو د لالت پخپله معنى باندى واضح او روښانه وى. په جمله کښې بايد ډېر آدات روابط او عوامل دا نه شي او نه په کښې د ضميرونوشت او ډېر تعدد وليدل شى. د جملو سبک بايد جلي وي او عبارات داسى اتصال او ارتباط ولري چه هيڅ راز تعقيد او التباس په کښې نه وي.

معترضه جملې بايد ډېري نه شي او په خبره کښى بچى نمسۍ او کړوسۍ پيدانشي.

صراحت: صراحت دادي چه په انشاء کښى د تاليف او ترکيب ضعف نه وي او الفاظ له مقصودي معنا گانو سره تناسب ولرى. د صراحت او وضاحت فرق دادى چه هر صريح واضح وى مگر هر واضح صريح نه وي. د عوامو کلام واضح وى مگر صريح نه وي ځکه چه د ترکيب او تاليف ضعف په کښې وي. صراحت هغه وخت په کلام کښې پيدا کېږي چه الفاظ فصيح وي او د بيان طرز داسې وي چه معانى يو په بل بارنه وي، هره معنا ځانته حيثيت ولرى، د فصل او وصل مراعات په ښه شان وى او د عطفو استيناف ځانونه معلوم وى.

ضبط: له ضط څخه مقصد دادي چه په کلام کښې زياتې او بې ضرورته برخى نه وى د قصر او حصر مراعات په ښه شان شوي وي تقديم او تاخير د دقت له مخې وي او د حذف واضمار په واسطه د کلام تمکين او متانت په شه شان ساتل شوي وي.

طبيعت: يعنى په کلام کښې له تکلف او تصنع څخه کار نه اخستل: څنگه چه په وينا کښې فصاحت ښه دي او تفصح ( په تکلف سره فصاحت ښودنه) ښه نه ده ادبې صنعت هم بايد په طبيعي ډول وي او په دغه باب کښې له تکلف او تصنع څخه کار وا نخستل شي. غرض دا چه په انشاء کښې په صنعت، ښکلا او رنگ آميزي په داسي ډول وي چه هر چاته به طبيعي معلومېږي نه داچه صنعت او ښکلا به په کښې بيخي نه وي او ادبې رنگ به نه لري. د ادب گرانوالي هم په همدغې دقيقو مراعاتونو کښې دي چه سړى بايد د هرشي اندازه وساتي او دهنر باريکۍ په نظر کښې ونيسي. ادبې ذوق ډېر نازک مزاج لري او ترضميه ئې ډير گران کار دي. د هنر خوندان د عواو په شان نه دي چه په محض سرو او شنو رنگونو و غوليږي او په مصنوعي گلونود حقيقي گلانو گمان وکړي.

سهولت: سهولت آساني ته وائې په انشاء کښې د سهولت مراعات او په آسانه لاره تلل په کار دي. څنگه چه بې لارى تگ ښه نه دي دغه شانه لاره پرېښودل او په گرانه لاره تلل هم ښه کار نه دي. د انشاء خاوند بايد کوشش وکړي چه د ژبې اسانه او بې تکليفه لاره پيدا کړي او په پيچومو او لوړو وزورو سر نشي. ځينو بلغاؤ ويلي دي پام کوئ چه پخپلو خطابو او ميناؤ کښې له ډېرو عميقو الفاظو او مشکلو تعبيراتو نه کار وانخلئ. د لفظ او معنا حسن په اسانۍ کښې ولتوۍ او د لاس غوټه په خوله مه خلاصوئ.

انسجام: په لغت کښې د اوبو جريان ته وائې د بلغاؤ په نزد هغه کلام منسجم دي چه لفظي او معنوي تعقيد ونه په کښې نه وي او د اوبو په شان روانې ولري. تاسي فرض کړئ چه په يوه لښتي کښې اوبه ډېري ورو او ډپ روانې دي چه لکه يو ډنډ معلومېږي او په بل لښتي کښې د اوبو جريان گړندى دي او رواني ئې زياته ده په همدغه وجه دا اوبه او هغه او به د پاکۍ او صفايۍ په لحاظ د هر چا په نظر کښې ډېر فرق لري. د يوه او بل انشاء هم د روانۍ او انسجام په لحاظ مختلف مدارج لري او هماغه انشاء زړونو ته ژر لاره پيدا کوي او دعام مقبوليت درجې ته په بيړه رسيږي چه روانى ئې زياته وي. لکه چه رحمان بابا د شعر په نسبت چاويلي دي: ستا اشعار دي رسيدلي تر هر ځايه هر پښتون ته د اوبو په شانې وينم ســـتا د شــــعــــــــر رواني

انساق: د معانيو ټينگ اتصال ا ارتباط ته اتساق وائي که د کلام تناسب ښه و ساتل شي او جملې يو له بله يې ربط نه وي نو په انشاء کښې دغه صفت پيدا کېږي او د انشاء حسن ززياتوي.

جزالت: ښه معاني په مناسبو الفاظو اداء کول جزالت دي. د معنا او مقصد د اداء کولو د پاره مختلفي لاري موجو دي دي، ځيني تعبيرات سپک او رکيک وي ځيني ښه او مهذب وي سړى کولي شي چه يو مطلب په رکيک او ناوړه تعبير هم پوره اداء کړي چه هيڅ خفاء او اشتباه په کښې نه وي مگر د ادب او قلم له ژبې سره دغه راز تعبيرات نه ښايې اديب او ليکوال بايد ښه عبارت پيدا کړي او د معنا شرافت وساتي.

ساده گي: کوم صفتونه چه د ښې انشاء لپاره په کار دي هغه د الازموي چه بايد ليکوال د ساده سبک پيروي وکړي او شعرو ادب دي د خلقو فکر او فهم ته نژدې کړي. په اوسني عصر کښې چه طبقاتي امتيازات له مينځه تللي يا د تاو په حال کښې دي د خواصو هغه آسمانې مقام ځمکې ده را ټيټ شوي او عوامو ته اوس (کا الانعام) څوک نه شي ويلي. شعر او ادب هم بايد اوس د ديمو کراسۍ او سوسيالسپۍ اقتضا آتو ته وگوري او د څوتنو له حسن نظر نه عمومي التفات او عام مقبوليت ښه و گڼي. که مونږ په عمومي ډول د شعر او ادب تاريخي سير او اوسني موقف په نظر کښې ونيسو دا به ومنو چه تر ډېره حده د شعرو ادب مخه د جاه وجلال له بارگاه نه د خلقو درگاه ته راگرزيدلې ده او خپله قبله يې بدله کړيده. څنگه چه په اوسني ادب کښې خلق او وطن د غزلي سروي بايد د ادب ژبه هم د خلقو له فکر او فهم سره براره وي او ليکوال داسي کلمات او تعبيرات انتخاب کړي چه د عوامو ذهن ته نژدې وي. اوس هغه وخت نه دي چه په نظم او نثر کښې به له لفظي او معنوي صنايعو نه ډېر کار اخستل کيده او په استعارو او اشارو به خبري کيدې په نثر کښې به هم سجع قافيه يا وزن موجودو، خملې به يېري اوږدې او کړ کېچني وې يو مطلب به څوځله په څوډوله په غريبو الفاظو اداء کيده مکررات او متنې ادفات به ډېر زيات و او د پېريانو ژبه به وه چه خاص يو څو تنه پرې پوهېداى شوه او بس. اوس د وقت قيمت چاته د اجازه نه ورکوي چه کوم ادبي اثر يه مطالعه داغلاق او اشکال په وجه ډير وخت ضايع کړي. ددې زمانې ځيني ليکوال او پوهان هم ساده انشاء ښه گڼي و مشکل سبک ته په ښه نظر نه گوري. ځيني وائې هغه انشاء چه ډېري قلقلې په کښې وي او ډير جلبل لري يعني لکه رعد او برق ځليدل او غريدل ئې زيات وي د ليونکي عجز او تصنع ښئ، دا راز هنر ښودنه دو اعظانو کاړدي په شعر او ادب کښې سادگې لوي صفت دي نه کاکه توب او طمطراق، څومره چه د چا فکري او معنوي پانگه زياته وي هغو مره ئې سبک ساده او روښانه وي. مغلق ا پيچيده ليکل غالبا د ليکونکي له علمي او معنوي فقر څخه پيداکيږي هغه څوک چه د عبارت په ډول وسينگار پسي ډېر گرځي او له لفظۍ نه ډېر کار اخلي خپل معنوي فقر د الفاظو په برق او زلق پټوي. رحمان بابا هم خپله انشاءساده بولي او همدغه ساده انشاء دهر چا په نزد ډېره مقبوله ده.

گرامري لحاظ: په انشاء کښې بايد گرامري غلطي نه وي او کلمات له قوانينو سره سم په صحيح ډول استعمال شي. په دې برخه کښې ځکه ډېر دقت کار دي چه د پښتو د مشهور و ليکوالو په ليک ا انشاء کښې هم د ژبې د گرامري قوانينو په لحاظ ځينې اختلافات موجود دي چه فيصله ئې په کار ده. ځينې کلمات لکه (موضوع،موسيقي، راډيو...) د يوه په ليک کښې په مذکر ډول راغلي دي او د بل په ليک کښې مؤنث گڼل شويدي. همدارنگه کله چه مبتدا او خبر د تذکير او تانيث په لحاظ موافق نه وي نو هلته د جملې په اخر کښې څوک (دي) ليکي او څوک (ده) راوړي لکه په دې جمله کښې: دانړۍ د ځينو د پاره دوزخ دي (ده) يعنې يو مبتدا ته اعتبار ورکوي او بل خبر ته. په دغسي ځايونو کښې د يوه ليکونکې په اثارو کښې هم دواړه مختلق او مخاف صورتونه موندلي شو په ځينو داسې جملو کښې: ښځه ووژله شوه). خبره ومنل شوه (ومنله شوه) دليکوالو ليکونه يو راز نه دي. پړ وونکو تورو په لحاظ هم ځيني اختلافي جملې شته چه د ژبې د قوانينو په لحاظ فيصله غواړي مثلا يو ليکې: (د پښتانه په کاله کښې) او بل ليکي (د پښتون په کور کښي) د يوه په ليک کښې وينو (وريجي ئې پخ کړي دې، ډوډۍ ئې پخ کړې ده) بل کيکي (وريجي ئې پخې کړې دي، ډوډۍ ئې پخه کړې ده) په صرفي لحاظ هم د ځينو اختلافاتو فيصله کول په کار دي چه بايد يو صحيح صورت انتخاب شي لکه: (ونيو مونيسه، واووښت، واوريد، بيولي دي، بوتللي دي...)

دلغاتو استعمال: څومره چه کېداي شي بايد د پښتو خپل لغات استعمل شي او بې صورته پر دي لغات را نوړل شي. غرض دانه ده چه ليک دې پ خالصه پښتو وي ځکه چه د اکار په دايمي او عمومي ډول ممکن نه دي او که ممکن وي نو مفيد نه دي. د پښتو له هغو مړو او متروکو لغاتونه چه پښتانه ئې په معنا نه پوهېږي د هغو پر دو لغاتو استعمال ښه دي چه به پښتو ژبه کښې له ډېره وخته داخل دي او په عامه محاوره کښې هر چېرته اوهر کله استعمالېږي بلکه عواموئې په پر ديتوب نه پو هېږي اوخپل ئې گڼي. مگر داسي پر دي لغتونه چه عوامو ته ئې معنا نه ده معلومه او په پښتو کښې ورته الفاظ هم موجود دي ليکل ئې نه دي پکار ځکه چې يو خو د دغي لغاتو ليکل ژبه د عام فهمۍ څخه لري باسي او بل داچې ډېر ځله ئې ليکوال په استعمال کې تيروځي او بې ځايه ئې استعمالوي. هغه پردي لغاتونه چې په پښتو کې استعماليږي که د جمعي په صورت کې راوړو بايد د پښتو ژبې په قانون ئې جمعه کړو لکه: عالم – علمان، کتاب – کتابونه، که دغه راز لغاتونه د پښتو په قانون جمعه نه کړو او عربي لغاتونه د عربي ژبې په قانون جمعه کړو د ډېرو غلطيو د پيښيدو احتمال شته او کېداي شي چې په معنا کې يې ډېر تغير راشي لکه چې په يو کتاب کې ليکل شوي دي: ( د پټې خزانې د نثر جملي وړې وړې دي او عواطف هم په کې لږ استعمال شويدي). پدې عبارت کې د ليکونکې غرض عطفونه دي چې عربې جمعه ئې (عطف – عطفه ) راځي او عواطف د عاطفي جمعه ده.

فعلونه: ځنې فعلونه شته چې هم په بسيط ډول استعماليږي هم په مرکب ډول، مگر د دوهم ډول نه د لمړي ډول افعالو استعال غوره دي يعنې د ښکاره کولو نه څرگندول له پيداکولونه د موندلو او په معنا د موندل، له تېښتې کولونه تښتيدل غوره دي چې بايد افعال ترينه مشتق شي. همدارنگه په داسي مصدرونو کې لکه کيناستل، کيناستيدل لومړى صورت د افعالو د اشتقاق لپاره بهتر دي د افعال ډېر تکرار هم د نورو کلمو د تکرار په شان انشا بې خونده کوي.

استدلال او منطق: په انشاء کې بايد د منطق او استدلال په لحاظ قوت موجود وي او په همدغه قوت د انشاء متانت او معقوليت وساتل شي مگر په ادبې او شاعرانه مضامينو کښې استدلال او منطق هم بايد شاعرانه وي. ليکوال بايد د انشاء او مضمون حال ته و گوري او له محل او مقام سره مناسب دليل پيدا کړي، که څوک شاعرانه او ادبي مضامين په ملائې منطق او محض علمي استد لال تحليل وي (د ادب ماڼۍ په ټولي کړي ميراتي).

آهنگ: په انشاء کښې د آهنگ مراعات هم ضرور دي توري او حېني کلمات شته چه د سماع په لحاظ يې خوند نه شته او د کلام لفظي او صوتي خوند له منځه وړي د يو ښه ليکونکي هنر دادي چه د کلماتو په نتخاب او تاليف کښې د روانۍ اوښه آهنگ لحاظ وساتي

د لفظ او معنا تول: له ليکوال سره بايد نوه حساسه او دقيقه تله موجوده وي چه د لفظ او معنا تول په ښه شان وکړي چه خبره ئې په کنډه برابره وي يعنې لفظ او معنا بايد مساوي وي او په کلام کښې د مساوات لحاظ ساتل شوي وي مثلا يو ليکلي دي (خلکو پخواني ملاله ملائې خخه و يست) د لته ملائې کلمه دومره ښه نه ده لکه چه د امامت کلمه متاسبه ده ملايى که څه هم د ځينو په محاوره کښې د امامت معنا لري مگر ملا په اصل کښې د (امي) په مقابل کښې استعمالېږي خلق کولۍ شي چه پر ملاله امامت څخه لرې کړي مگر له ملائې څخه ئې (په هغه اصلي معني) نه شي ويستلي. په يوه جمله کښې زايده کلمه چه په لرې کولوئې معنا ته زيان نه رسېږي د انشاء ارزښت کموي يوه ليکوال په يو ځاي کښې ليکلي دي (رسم گذشت شروع شو او مونږ ئې د تېريدلو ننداره کوله) دلته د تېريدو کلمه هماغسي ده لکه چه څوک د ليلته القدر شپه ووائې. نه پوهېږم چېرته مي په کوم کتاب کښې وليدل (مونږه ددې حقيقت له پېژندلو سره نا اشناوو) په دغسې ځانويو کښې بايد حمدومره وويل شي ( مونږ له دې حقيقت سره نا اشناوو) يا مونږ دغه حقيقت نه پيژانده داحقيقت مونږه ته معلوم نه و.

د مضمون راښکون: د مضون ترتيب او دبيان طرز بايد داسي وي چه لوستونکې په ځان پسئ را کاږې او د لوستلو شوق ورغبت زيات کاندي که ليکوال د انشاء په هنر ښه پوه وي هغه لومړي د انشاء شروع په ډېر خوندور ډول کوي او بيا دغه شروع په داسي ډول اخر ته رسوي چه د جملو او کلماتو د جذب قوت نه قطع کېږي يعني سړي چه يوه حمله لولي يائې اوري نوبلي جملې ته ئې تنده او تلوسه زياتيږي او غواړي چه ژر نتيجي ته وريېږي. د ليکوال عقيده: څوک چه څه ليکي هغه بايد دده د زړه او ضمير اواز وي او ټينگه عقيده پرې ولري. يو ليکونکې هغه وخت نور خلق د خپلو افکارو او احساساتو تاثير لاندې راوستل شي چه دي پخپله د عقيدې او ايمان خاوند وي او په ليک :ې ئې صميميت او صداقت موجود وي. هغه څه چه له يوه ساړه زړه نه را ووزي او ليکوال پخپله پرې معتقد نه وي د يوه پْ روحه جد مثال لري چه که هر څومره ښکلي وي د چا عشق او علاقه ورسره نه پيداکيږي.. د انشاء ژوند او حيات په همدغه شي پوري تړلي دي او ژوندي اثر هماغه دي چه د ايمان او عقيدې مظهر وي.

نظم او ترتيب: په انشاء کښې گډوډي او بي ترتيبي لوي عيب دي. ليکونکي بايد يوه موضوع په داسي ډول اخر ته ورسوي چه د مضمون سلسله بې نظمه او بې ترتيبه نه شي. د تاليف معني همدغه ده چه د موضوعاتو او مطالبو ترمنځ مناسبت او رابطه موجوده وي هغه افکار چه گډوډ ليکل شوي وي او يو له بله رابطه ونه لري د تاليف ارزښت نه لري او د انشاء صحيح مفهوم نشي پيدا کولي. هغه نظم چه ناظمان ئې د لفظ په اعتبار په يوه منظوم کلام کښې ساتې د انشاء خاوندئې بايد په نثر کښې د معنا او مضمون په لحاظ وساتي او د مطالبو تر منځ داسي ارتباط قايم کړي چه يوه خبره د بلې خبري سره اړخ ولگوي او يو مطلب له بل مطلب سره نا اشنا او بې علاقي نه وي.

ابتکار: په انشاء له ابتکار نه کار اخيستل ډېر اهميت لري او د ادب په دنيا کې ډېره لويه کاميابې همدغه ده چې سړى نوي فکر او نوي مضمون پيدا کړي يائې د اداء طرز نوي وي يو شاعر او لېکوال چه د ابتکار قوه اري هغه خپل فکر او نظر په داسي رنگ او طرز کښې ښئي چه خلقوته نوي معلومېږي او نوي ايجاد ئې کښې چه ځينې کسان ورته تخليقي ادب وائې. د همدغه قوت په وسيله سړى له خپلو کتنو اوريدنو څخه نوي فکرونه پيداکوي او له عادي پېسونه فوق العاده نتايج اخلي. که د غه قوه په چا کښې نه وي هغه نوي معنې نشي خلق کولي او د يوه نقال او مقلد حيثيت لري. ابتکار د انشاء معنوي برخه ده او په معني پوري تعلق نيسي يعنې يو نوي لفظ او نوي ترکيب يا نوي استعاره او نوي تشبيه د نوي فکر او نوي مضمون ځاي نشي نيولي همدغه وجه ده چه نوي فکر او نوي مضمون ته بکر ويلي شو او بکره موضوع هم ادبې اصطلاح ده. څنگه چه يوې کوچنۍ او صغيري نجلۍ ته باکره نه وائې او دا صفت له پېغلي سره ښائي يعني بلوغ په کښې شرط دي همدارنگه ناقص کلام چه مصمون ورته نشو ويلي د ابتکار په صفت نه ستايل کېږي.

تخيل: د ا قوه د ابتکار تومنه ده څومره چه د يوه شاعر يا ليکوال تخيل قوي وي هغومره ئې د ابتکار فوه زياته وي. د همدغه قوت په مرسته سړى هغه څه پخپل تصور کښې دا وستلي او مجسم کولي شي چه په سترگوئې نه وي ليدلې او په غوږو ئې نه وي اوريدلي کله چه د تخيل له قوت سره عقل هم ملگري شي نو داسې ادبې آثار ترېنه پيداشي چه زمانه ئې نشې مخوه کولي د شعر او ادب دنيا يوه خيالي دنيا ده او په خيال ودانه ده. شاعر او اديب په همدغه قوه الوزي او همدغه الوتنه د انسان د نظر سطحه لوړ وي او له بل عالم سره ئې اشنا کوي. شاعرانه تخيلات هغه خواږه او خودور خوبونه دي چه يو شاعر اوليکوال ئې په ويښه ميني او نورئې په خوب کښې هم نشې ليداي.

ذوق: د ادب پ اصطلاح هغه قوه ده چه د لطف او ښکلا ادراک کوي او د هنر خاوندان ورته ډېر اړدي څنگه چه د انسان په خوله کښې يوه قوه او استعداد موجود دي چه د څکاو په وسيله خوندور او بيخونده شيان پېژني دغه راز يوه بله قوه هم په ځينو انسانانو کښې شته چه د کلام خندور نه او ښيگڼي پري معلو ميږي. د فن او صنعت خاوندان د دغه قوت په مرسته پخپلو هنري اثارو کښې ښايسته او ښکليتوب پيدا کوي او ډېر ښه هنر هماغه دي چه له سليم ذوق پکښې کار اخستل شوي وي. رسامي، نقاشي، معماري، موسيقي او شعرو ادب د انسان دښه ذوق په مرسته ترقي کوي او په جهان کښې ښايسته او ښکليتوب زياتوي. په شعر او ادب کښې ځيني داسي ښيگڼي او عيبونه شته چه هغه يوازې د ښه ذوق په مرسته معلومېږي او بې له سليم ذوقه بل معيار نه لري. همدغه سبب دي چه ادبي پوهه يوازي په زده کړه او تعليم نه حاصلېږي او ذوقي برخه ئې د ذوق لارښود ته غواړي.

حافظه: هغه څه چه انسان ئې احساسي او ادراک وکړي نو بيائې حافظه له ځان سره ساتي او د ضرورت په وخت کښې ئې بيرته انسان ته يا دوي ځکه د غي قوي ته حافظه يا ذاکره وايې. داقوه له يوه ليکوال سره په انشاء کښې ډيره مرسته کوي يعني د انشاء مواد همدغه قوه تهيه کوي که دا قوه نه وي نو څوک له خپلو کتنو اوريدنو څخه معنوي استفاده نه شي کولي و د پوهي پانگه ضايع کېږي. حافظه د قت نه ډېر ضرورت لري څومره چه د يوه ليکوال حافظه د يوي خوضوع جزئيات له ډېر د قت ثبت کړي هغو مره يې په ليک او انشاء کښې د هغې موضوع مکمل او دقيق تصوير موجود وي. څنگه چه د يوه رسام پوره مهارت دادي چه يوه منظره پخپل رسم کښې هماغسي وښئ چه ډېر واړه شيان او جزئيات په نظر کښې نيول شوي وي او د باريک بينۍ برخه زياته وي د يوه ليکوال هنر هم په دې کښې د ي چه خپلي ليدنې کتنې يې په پوره ډول او په ډېر دقت په خپل ليک کښې ثبت کړې وي او په حافظه کښې ئې دقت موجود وي . هغه کالي چه يوه ښه خياط گنډلي و هغه چه يوه بد خياط گنډلي دي همدغه فرق لري چه يوه په سکنلو او گنډلو کښې د قت کړي او بر نه دي کړي که د غسي نه وي نو هر کميس غاړه لستونې او لمن لري.

ذکاء: چه ذهن هم ورته وائې د انسان هغه استعداد دي چه د علومو او معانيو ادراک کوي د يوه ليکوال دغه برخه هم بايد نيمگړې نه وي او په دغه وسيله ئې بايد له علومو او معارف څخه ښه برخه موندلې وي.

دليکوال شخصيت او اخلاقي شجاعت: د هر چا په ليک او انشاء کښي دهغه شخصيت او اخلاقي شجاعت ډېر اثر لري. کوم ليکونکې چه ځانته په درانه نظر گوري او ځان ورته سپک او وړوکي نه ښکاري خپل مسئوليت د يوه ليکوال په حيث ښه پيژنې او دجامعي په مقابل کښې ورته خپله و ظيفه ډېره درنه معلوميږي. همدغه احساس هغه ته جرئت ورکوي چه د ناپوهانو له انتقاد او ملامتۍ نه ونه وريږي او د جامعي عيبونه او دردونه په صراحت بيان کړي.

د ادبي اثارو مطالعه: دلو يو سترو ليکوالو د اثارو مطالعه د انشاء د زده کوونکو د پاره ډېر گټوره ده ځکه چه ښه انشاء او ادب ټولي ښيگڼې څوک چاته په درس او تعليم نشي ښودلۍ، دا پوهه ترډېره حده د ادبې اثارو په مطالعه حاصليېږي. سړي بايد د نظم او نثر ادبې متون په دقت ولولي او د همدغې مطالعي په وسيله د ادب په باريکيو رمزونو او ذوقي کيفياتو پوه شي چه هغه د ادبي اصولو او قوانينو په زده کړه نه حاصليږي مگر دا زده کړه نه حا صليږي مگر دا زده کړه بايد داسي نه وي چه ليکونکي به له يوه او بل نه څه را اخلي او خپله انشاء به ئې گڼئ. د انشاء معنا داده چه نقل او غلا به نه وي ايجاد به وي.

د فکر آزادي: څومره چه يو ليکوال يا شاعر ازاد فکر کولي شي او له ذهي اسارت نه خلاص وي هماغومره ئې انشاء هم تقليد او ابتذال څخه لرې وي. په همدغه وجه ليکوال او شاعر ته ښائې چه د اجتماع او محيط دعرف او عادت په مقابل کښې د نورو په شان په پټو شترگو سر ټيب نگړي بلکه د خرافاتو او مو هو ماتر په مقابل کښې د بغاوت جنبه ولري. هغه څوک چه ډېر مقثد او محتاط روزل شوي او ويريدونکى وي فکر او خيال ئې لکه کورني مرغه لوړ پرواز نشي کولي په اثارو کښي ئې د عالي فکر او آزاد خيال نښي نښانې نشوليدلي.