د لوی او کوچني ماهي کیسه
د لوی او کوچني ماهي کیسه
سمول«په زړه پوري تمثیلي او پوهنیزه کیسه»
سمولیوه ښکاري په اوسپنیزه تېره کونډه کې د غوښي ټوکړه بنده او اوبو ته یې واچوله، یو ماهی د دې کونډې لور ته ورمنډه کړه، هلته یوه غټ ماهي چې ولید ویې دروه او ورته ویې ویل: ګوره دې غوښي ته ورنږدې نه شې! په دې غوښه کې دننه تېره کونډه پټه ده، لیدل کېږي نه، کله چې ته دا غوښه له ستوني تېروې؛ هغه تېره کونډه به دې په ستوني کې داسې سخته ونښلي چې هر څومره تَرَپکې ووهې وبه یې نه کاږې.
ستا په ترپکو سره به هغه نری مزی وښورېږي چې یوه سر کې یې کونډه تړلې ده او بل سر یې د ښکاري لاس کې ده! په دې سره به ښکاري پوه او خوشاله شي او د هغه نري مزي په ورڅنډلو سره به دې بهر وغورځوي! په چاړه به دې ټوټه ټوټه کړي، په مرچو او ترخو به دې ولړي او په جوش غوړیو کې به دې وریت کړي. هغه ښکاري! هغه انسان لس ګوتې لري! او دودېرش غاښونه! هغه انسان به دې وریتې ټوکړې په لسو ګوتو ژر ژر ورټولې کړي، په دودېرش غاښونو به دې ژر ژر وځبي او ونغړي! نو خبر اوسه کوچنک ماهیه! که هغې د غوښي بوټۍ ته دې خوله وروړه؛ همدا به دې پایله یي چې ما یې تفصیل درکړ.
لوی ماهي چې نصیحت وکړ پخپله مخه رهي شو او ولاړ، خو کوچني ماهي هماغلته اوبو کې شاوخوا ریسرچ او څېړنه پیل کړه! هلته نه ښکاري و او نه اور! نه جوشیدلي تېل او نه مرچ و ترخه! نه لس ګوتې او دودېرش غاښونه لرونکی انسان ښکاریده او نه چاړه وه! لنډا دا چې هیڅ هم پیدا نه شول! کوچني ماهي له خان سره وویل: لوی ماهی انپړ او جاهل دی، هغه د تیږو د زمانې خبرې کوي او خبرې یې هیڅ حقیقت نه لري، ما پخپله پوره تحقیق وکر، د هغه خبرې تولې له حقیقته لري راته ښکاره شوې، هغه چټي له غیبو غږیدی، د ساینس په دې پرمخ تللې نړۍ کې د هغه دا فرسوده او زړې خبرې ناچله دي.
بناءً کوچني ماهي د خپل لید او تحقیقاتو په رڼا کې د غوښي پر بوټۍ خوله خښه کړه! سمدستې د لوی ماهي له غیبیاتو! سره سم د ماهي په ستوني کې تېره کونډه ونښتله! ماهی په ترپکو شو، ښکاري مزی ورکش کړ ، هماغه د لوی ماهي داستان کټمټ پیل شو! او هماغه مراحل یو یو په نوبت سره مخته ورتلل!
انبیاؤ علیهم السلام خلکو ته په ستوني کې د مرګ د کونډې نښتلو وروسته راتلونکي ټول غیبي حالات روښانه کړې او بیان کړي دي، پوهه خلکو د لوی ماهي په څېر د انبیاؤ خبرې منلې دي او له هغو سره سم یې ژوند بیل کړی دی، د کوچني ماهي په څېر نظر لرونکو خلکو د انبیاؤ لاره پرې ایښې ده او د خپلو ظاهري څېړنو پر لاره روان دي! چې ستوني کې د مرګ کونډې له نښتلو وروسته به ټول حالات مخته راشي!
کوچنی ماهی چې له اوبو ووت، بېرته سمندرته ونه ګرځېد! انسان هم چې له دنیا ولاړ سي بېرته یې راتګ نسته، همدا د ځان پوهولو وخت دی، د رسول الله صلی الله علیه دین او لارښوونې؛ باید ژوند لاره وګرځول شي او ګام پر ګام پر هغو عمل وکړل شي.إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ۗ .
حامد افغان