د لوی افغانستان مېړني افغانان پښتانه

د لوی افغانستان مېړني افغانان پښتانه

کله چی نادر افشار 3000 ابدالي پښتانه د کندهار ښار په دیوالونو وخېژول

مېړنی سپاسالار سیدال خان ناصري یې ونیوی

او سترګي یې ترېنه وویستلې او د شاه حسین هوتک زوئ محمد ته یی زولنی ورواچولې

د میروس خان هوتک میړنۍ لور بي بي زینب چی د سیدال خان څخه خبره شوه نو داسي ناره یې وکړه

که ځاله ده زړه مې د غم ځاله ده

ماویل رابه سیلمانخېل شي

اوس خبره شومه د ړوندوالي له سیداله

بي بي زینب یوې مدبیري ، په پښتو او پښتونوالی پوه پښتنې تل پښتنو ته داسې لارښونه کوله

چې پښتانه باید هیڅکله بې اتفاقه نه شي

کله چې شاه اشرف افغان د روسانو او ترکانوعثماني دوه 2 امپراتورۍ ووهلی نو له جګړې ډېر ستړی شو ځکه د وخت د دوو امپراتوریو په شاه تمبول او تار مار کول اسانه خبره نه وه

نادر افشار د زلمي شاه اشرف د ستړتیا څخه ګټه واخیسته او ځان یې پیاوړی کړ او د شاه اشرف مقابلې ته ورغی

شاه اشرف د هرات د ابدالیانو او د کندهار د غلجیانو څخه مرسته وغوښته خو هیڅ یو یې هم مرستي ته رانغی او همدا وه چې نادر افشار ځوان شاه اشرف مات کړ او بیا یې د هرات ابدالیان او ورپسې د کندهار غلجیان له پښو وغورځول

بي بي زینب په دې هکله د خپل زړه غم داسې بیانوي

شاه اشرف ویل ماته جوړ له دې غم شو

اوس به نادر کله مات شي؟

چی زما پښتانه عسکر ډیر کم شو.