د لوگر ولايت د بيارغونې ډله
د لوگر د ولایتي بیارغونې ټیم | |
---|---|
Provinční rekonstrukční tým | |
هېواد | د چېک جمهوریت |
پیدایښت | ۲۰۰۸ |
د عسکرو شمیر | ۳۰۰ |
پوځ | د چېک پوځ |
قوماندان | Petr Svačina |
د لوگر د ولایتي بیارغونې ټیم (په چېکي ژبې کې:Provinční rekonstrukční tým) د چېک د دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت یوه پروژه ده. دغه ټیم یا ډله د لوگر په ولایت کی د ۲۰۰۸ کال څخه کار کوي او د ښوونځیو روغتونو او نورو عام المنغمه ودانیو په جوړولو کې مرسته کوي او د لوگر د حکومت سره همکاري کوي. د چېک جمهوریت د ولایتي بیارغونې ټیم هم ژمن دی چې په بېلابېلو برخو کې د خلکو له غوښتنو سره سم د بیارغونې کارونه ترسره کړي. د لوگر د ولایتي بیارغونې ټیم ۱۱ کارپوهان او ۲۹۲ عسکران لري. د لوگر د ولایتی بیارغونې ټېم څلورو اساسي مقصدونو ته د رسېدلو هڅه کوي چی هغه په لاندي ډول دي:
- د کرهڼې د چارو پرمختیا
- د پوهنې او روزنی د سطی لوړتیا
- د مځکو آبیاري (خوړبولو ) په برخه کی پر مختگ
- د خوارو او غریبو خلگو د ژوند د کچی لوړتیا