د لومړۍ نړیوالې جګړې مرګ ژوبله
په لومړۍ نړیواله جګړه کې شاوخوا ۴۰ میلیونه ملکي او پوځي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته: د اټکلونو له مخې په دغه جګړه کې له ۱۵ څخه تر ۲۲ میلیونو پوځیان مړه او شاوخوا ۲۳ میلیونه نور ټپیان شوي دي چې له امله یې دغه جګړه د بشري تاریخ تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کېږي. [۱]
د ټولو وژل شوو کسانو ترمنځ له ۹ څخه تر ۱۱ میلیونو تنو پورې پوځيان شامل دي. د وژل شوو ملکي وګړو شمېر هم له ۶ میلیونو څخه تر ۱۳ میلیونو پورې دی. درې ګوني اتحاد (چې متفقین یې هم بولي) خپل شپږ میلیونه سرتېري له لاسه ورکړل په داسې حال کې چې د مرکزي ځواکونو له اړخه یې بیا شمېر ۴ میلیونه و. لږ تر لږه ۲ میلیونه کسان د ناروغیو له امله مړه او ۶ میلیونه نور بیخی نادرکه شول چې ګمان کېږي هغوی هم وژل شوي دي. دلته یادې شوې شمېرې د رسمي سرچینو له خوا د خپرو شوو معلوماتو پر بنسټ دي.[۲][۳]
د نوولسمې پېړۍ د نورو نښتو پر خلاف چې په هغو کې به د مړینې ډیرې کچې له ناروغیو سرچینه اخیسته، په لومړۍ نړیواله جګړه کې د پوځیانو د مړینې دوه پر دریمه برخه د جګړې په ډګر کې وه. ورته مهال ناروغیو هم خپل رول درلود؛ له دې ډلې د ۱۹۱۸ زکال کې د انفلونزا وبا په جګړه کې د نیول شوو پوځي بندیانو د پریمانه مړینې لامل وګرځېده او د ټولو ښکېلو غاړو د پوځي تلفاتو یو په دریمه برخه یې جوړوله.
له جګړې وروسته (۱۹۲۴ زکال) پولو بنسټ مرګ ژوبله
سمولپه دغه جګړه کې د لویې بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې، اتریش – هنګري او ترکیې په څېر څو قومي سترواکیو ونډه لرله. په دغو قلمروونو کې ډیری قومي ډلې پوځي خدمت ته اړ کړای شوې. له جګړې وروسته ۱۹۲۴ زکال د پولو پر بنسټ د دغې جګړې د مرګ ژوبلې اټکلونه د روسي تاریخ لیکونکي وادیم ارلیکمن له خوا په شلمه پېړۍ کې د انساني تلفاتو په لارښود نومي کتاب کې خپاره شوي چې په ۲۰۰۴ زکال کې چاپ شو؛ د هغه له خوا د وړاندې شوو شمېرو منابع د شوروي پر مهال او یا هم له شوروي وروسته د روسیې په دوره کې خپاره شوي دي. د ۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ زکال د انلاین پوهنغونډ مطابق «په دغه جګړه کې د پریمانه افریقايي پوځیانو او هغو کارګرانو له مړینې سربېره چې د دوی له عملیاتو څخه یې ملاتړ کاوه، د جګړې پر مهال پریمانه خو نامعلوم شمېر افریقايي ملکي وګړي هم وژل شوي دي». دغه پوهنغونډ د وادیم ارلیکمن د څېړنې پر بنسټ په افریقا کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېر ۷۵۰ زره تنه اټکل کړی دی. هغوی څرګندوي چې د ارلیکمن له خوا وړاندې شوې شمېرې د روسي ټولنپوه بوریس اورلانیس د کار پر بنسټ دي، له دې سره چې څرګندوي دغه اټکلونه «ناسم» دي، خو «کولای شي د لا زیاتو څېړنو په موخه د مرجعي اډانې په توګه کار ورکړي». د لومړۍ نړیوالې جګړې اړوند د اکسفورډ تاریخ څرګندوي چې «د افریقا په ختیځ او مرکز کې، د جګړې له امله راولاړې شوې ستونزې د خوراکي توکو د کمښت او قحطۍ لامل وګرځېدې چې په یو شمېر سیمو کې د وګړو د شمېر د کمښت او ساري وژونکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل شوې او له امله یې په سلګونو زره کسان او همدارنګه غویان مړه شول». [۴][۵][۶]
اتریش
سمولد معاصرو پولو له مخې د اتریشي وژل شوو وګړو دغه اټکل د روسي تاریخ لیکونکي ارلیکمن له خوا په خپل اثر؛ د شلمې پېړۍ د انساني تلفاتو لارښود کې وړاندې شوی. د دغه اثر پر بنسټ په یاده جګړه کې ۱۷۵۰۰۰ اتریشي وګړي وژل شوي چې په دغو کې ۱۲۰ زره د اتریش – هنګري په پوځ کې اتریش ته اړوند سرتېري او ۳۰ زره نور جنګي بندیان شامل دي. ورته مهال یې د قحطۍ او ناروغیو له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۲۵۰۰۰ تنه و. [۷][۸]
بلاروس
سمولروسي تاریخ لیکونکي ارلیکمن په دغه جګړه کې د بلاروسي وژل شوو کسانو شمېر په پورته یاد شوي خپل اثر کې ۱۳۰ زره تنه ښوولی: په دغو کې د روسي پوځ په اډانه کې ۷۰ زره بلاروسي پوځیان او همدارنګه ۶۰ زره ملکي وګړي شامل دي. [۹]
اوکراین
سمولد معاصرو پولو پر بنسټ په دغه جګړه کې تاریخ لیکونکي ارلیکمن د اوکرایني وژل شوو کسانو شمېر ۵۹۰ زره تنه ښيي: په دغو کې ۴۵۰ زره پوځیان او ۱۴۰ زره ملکي وګړي شامل دي. [۱۰]
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت
سمولد جګړې پر مهال بلژیکي کانګو د بلجیم د پاچاهۍ برخه وه. روسي تاریخ لیکونکي ارلیکمن د ۲۰مې پېړۍ د انساني تلفاتو د لارښود کتاب په نامه اثر کې چې په ۲۰۰۴ زکال کې خپور شوی د شوروي اتحاد او روسیې د خپرو شوو منابعو پر بنسټ په بلژیکي کانګو کې د وژل کسانو شمېر ۱۵۵ زره تنه ښوولی دی. [۱۱]
چکسلواکیا
سمولچکسلواکیا د جګړې پر مهال د اتریش – هنګري د سترواکۍ برخه و. ارلیکمن په خپل اثر کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د دغه هېواد د وژل شوو کسانو شمېر ۱۸۵ زره تنه ښوولی: د وژل شوو په دغه شمېره کې د اتریش – هنګري په پوځ کې دغه هېواد ته د اړوندو ۱۱۰ زره پوځیانو په ګډون ۴۵ زره بندیان هم شامل وو. د ناروغیو او قحطۍ له امله د وژل شوو کسانو شمېر هم ۳۰ زره تنه و. په دغه جګړه کې چکسلواکیایي لښکرو د متفقینو پر وړاندې جګړه وکړه. [۱۲]
استونیا
سمولاستونیا د جګړې پر مهال د روسیې د سترواکۍ برخه و او دغه مهال شاوخوا ۱۰۰ زره استونیايي وګړو د روسیې په پوځ کې خدمت کاوه. له دغو څخه ۱۰ زره یې د جګړې په اوږدو کې ووژل شول. [۱۳]
فنلنډ
سمولفنلنډ له ۱۸۰۹ زکال راوروسته د ۱۹۱۷ زکال تر پایه پورې د روسیې په سترواکۍ کې لویه دوک نشینه سیمه وه. د فنلنډ کورواکه وضعیت په دې معنی و چې فنلنډي وګړي د روسیې په پوځ کې له اجباري خدمت کولو څخه معاف وو. خو له دې سره هم نږدې ۸۰۰ فنلنډي وګړو په دواطلبانه ډول د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د روسیې د پوځ په لیکو کې خدمت وکړ. فنلنډي تلفاتو ته د اړوندو منابعو پر بنسټ له ۱۹۱۴ زکال څخه تر ۱۹۱۷ زکال پورې په دغه جګړه کې ۳۱۷ تنه فنلنډي وګړي ووژل شول. [۱۴][۱۵]
هنګري
سمولد معاصرو پولو پر بنسټ د هنګري د تلفاتو شمېر ارلیکمن په خپل اثر کې ۳۸۵ زره تنه ښوولی دی: په دغو کې د اتریش هنګري د پوځ په اډانه کې د دغه هېواد ۲۷۰ زره سرتېري او همدارنګه ۷۰ زره جنګي اسیران شامل وو. د قحطۍ او ناروغیو له امله د وژل شوو کسانو شمېر هم ۴۵ زره تنه وو. [۱۶]
پولنډ
سمولپولنډ له ۱۷۹۵ زکال راوروسته تر ۱۹۱۸ زکال پورې د جرمني او اتریش – هنګري د سترواکۍ برخه و او یوه اندازه برخه یې بیا روسیې ته اړوند وه. د ۱۹۱۵ زکال په وروستیو کې جرمني په معاصر پولنډ بشپړ کنټرول ترلاسه کړ. په ۲۰۰۵ زکال کې یوه پولنډۍ څېړنه ښیي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ۳۳۷۶۸۰۰ پولنډیان په جبري ډول د جګړې لیکو ته بوتلل شول او او ۳۰۰ زره نور هم د جرمنانو له خوا د اجباري کار په کمپونو کې په دندو ترسره کولو مکلف شول. ورته مهال روسانو او اتریشیانو په زوره سره د جګړې له ډګره ۱.۶ تر ۱.۸ میلیونه پولنډي وګړي کډه کېدو ته اړ کړل. د مایکل کلودفلتر په خبره، د پولنډ په جګړه کې ۱۰۸۰۰۰۰ پولنډیان ووژل شول، په داسې حال کې چې ۲۰۰ زره ملکي پولنډیانو هم په ختیځه جبهه کې د جګړې پر مهال خپل ژوندونه له لاسه ورکړل. ورته مهال ۸۷۰ زرو پولنډیانو د جرمني، اتریش او روسیې په پوځونو کې خدمت کاوه. بل پلو روسي تاریخ لیکونکي ارلیکمن بیا د معاصرو پولو پر بنسټ د دغه هېواد د وژل شویو کسانو شمېر ۶۴۰ زره تنه ښوولی چې په دغو کې ۲۷۰ زره پولنډي سرتېري، د پوځي عملیاتو له امله وژل شوي ۱۲۰ زره ملکي وګړي او همدارنګه د قحطۍ او ناروغیو له امله وژل شوي نور ۲۵۰ زره ملکي وګړي شامل دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
سرچينې
سمول- ↑ "World War I - Killed, wounded, and missing | Britannica". Britannica.com. بياځلي په 5 December 2021.
- ↑ "World War I - Killed, wounded, and missing | Britannica". Britannica.com. بياځلي په 5 December 2021.
- ↑ "War Losses | International Encyclopedia of the First World War (WW1)". Encyclopedia.1914-1918-online.net. بياځلي په 5 December 2021.
- ↑ Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. ISBN 978-5-93165-107-1.
- ↑ "War Losses (Africa)". 1914–1918 Online Encyclopedia. بياځلي په 23 May 2016.
- ↑ Strachan, Hew (1999). World War I: A History. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-820614-9 p. 100
- ↑ Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 36 ISBN 978-5-93165-107-1.
- ↑ Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 36 ISBN 978-5-93165-107-1.
- ↑ Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 25 ISBN 978-5-93165-107-1.
- ↑ Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 34 ISBN 978-5-93165-107-1.
- ↑ Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 88 ISBN 978-5-93165-107-1.
- ↑ Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 54 ISBN 978-5-93165-107-1.
- ↑ "Estonian War Museum – General Laidoner Museum". esm.ee. خوندي شوی له the original on 21 January 2012. بياځلي په 14 April 2018.
- ↑ Haapala, Pertti (2014). “The Expected and Non-Expected Roots of Chaos: Preconditions of the Finnish Civil War,” in The Finnish Civil War 1918: History, Memory, Legacy, ed. Tuomas Tepora and Aapo Roselius (Leiden ; Boston: Brill Academic Pub, 2014), 36–37 ISBN 978-90-04-24366-8.
- ↑ "The registry of names of the war dead between 1914-1922". vesta.narc.fi. خوندي شوی له the original on 9 July 2009. بياځلي په 14 February 2022.
- ↑ Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 41 ISBN 978-5-93165-107-1
- ↑ Fergus Campbell, Land and Revolution, Nationalist Politics in the West of Ireland 1891–1921, p. 196
- ↑ David Fitzpatrick, Militarism in Ireland, 1900–1922, in Tom Bartlet, Keith Jeffreys ed's, p. 392
- ↑ Dúchas The Heritage Service, Visitors Guide to the Gardens
- ↑ "Irish soldiers in the first World War: who, where and how many?". The Irish Times. بياځلي په 14 April 2018.
- ↑ McGreevy, Ronan (2 August 2014). "Irish soldiers in the first World War: who, where and how many?". The Irish Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 April 2018. بياځلي په 28 April 2018.
- ↑ Dúchas The Heritage Service, Visitors Guide to the Gardens
- ↑ "Irish soldiers in the first World War: who, where and how many?". The Irish Times. بياځلي په 14 April 2018.