د لومړۍ نړیوالې جګړې متحدین

د لومړۍ نړیوالې جګړې متحدین یا د ځواکمنو دولتونو ملګرتیا، د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴ز کال—۱۹۱۸ز کال) په اوږدو کې د جرمني، اتریش-هنګري، عثماني سترواکۍ، بلغاریا او د دوی د مستعمرو د مرکزي یا محور قدرتونو په وړاندې د فرانسې، برتانیې، روسیې، اېټالیا، جاپان او متحده ایالاتو په مشرۍ د هېوادونو ائتلاف یا یووالی و.

د شلمې پېړۍ د لومړۍ لسیزې په پیل کې، ستر اروپایي قدرتونه د دوه ډلو، درې ګونو متحدینو او درې ګونو متفقینو ترمنځ ووېشل شول. درې متحدین له فرانسې، برتانیې او روسیې جوړ شوي وو. درې متفقین اصلاً له جرمني، اتریش-هنګري او ایټالیې څخه تشکیل شوي وو، خو ایټالیا په ۱۹۱۴ز کال کې بې طرفه پاتې شوه. څرنګه چې جګړه روانه وه، د هرې ډلې سره نور غړي یوځای شول. جاپان په ۱۹۱۴ز کال کې د متحدینو سره یوځای شو او د جګړې په پیل کې د بې طرفۍ له اعلانولو وروسته ایټالیا هم په ۱۹۱۵ز کال کې د متحدینو سره یوځای شوه. د "متحدینو" اصطلاح د "متفقینو" په پرتله ډېره کارول کېده، خو د فرانسې، برتانیې، روسیې، ایټالیې او جاپان اساسي متحدین کله کله پنځه ګوني متحدین هم بلل کېدل. هغه مستعمرې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د متحدینو ملکونو په واسطه اداره کېدې لکه: برتانوي هند، فرانسوي هندوچین او جاپاني کوریا هم د متحدو ځواکونو برخه وې.   [۱]

متحده ایالاتو د جنګ پای ته نږدې په ۱۹۱۷ز کال کې (په همغه کال کې چې روسیې له جنګه لاس واخیست.) د "شریک ځواک" په توګه، په جګړه کې ګډون وکړ، نه د رسمي متحد په توګه. صربستان، بلجیم، مونټینګرو، د عسیر ادریسه امارت، د نجد او حسا امارت، پرتګال، رومانیا، د حجاز ټولواکي هېواد، پاناما، کیوبا یونان، چین، سیام (اوسنی تایلنډ)، برازیل، ارمنستان، لوکزامبورګ، ګواتیمالا، نیکاراګوا، کوستاریکا، هایتي، لایبېریا، بولیویا، اېکوادور، یوروګوای او هندوراس د متحدینو نور "شریک غړي" وو. هغه تړونونه چې د پاریس سولې په کانفرانس کې لاسلیک شول، برتانیه، فرانسه، اېټالیا، جاپان او متحده ایالات یې د "اساسي متحدینو او شریکو ځواکونو" په توګه وپېژندل.[۲][۳]

مخینه سمول

هغه وخت چې په ۱۹۱۴ز کال کې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه نو، درې ګونو متحدینو د محور/مرکزي قدرتونو مخالفت وکړ.  یاد توافق په ۱۹۰۷ز کال کې د روسي سترواکۍ او برتانیې ترمنځ د تړون په ذریعه رامنځته شو چې په حقیقت کې د فرانسې د دریم جمهوریت، برتانیې او روسیې ترمنځ د شته تړون بشپړوونکی و.

جګړه هغه وخت پیل شوه چې، اتریش د ۱۹۱۴ز کال د جولای په ۲۸ نېټه په صربستان برید وکړ، د یاد برید ظاهري دلیل د سترواک فرانز جوزیف د ځای ناستي ارشیدوک فرانز فردیناند د غچ اخیستل وو؛ دې برید د صربستان متحد مونتینګرو د اګست په اتمه نېټه په جګړه کې دخیل کړ او د اتریش په سمندریزه اډه (د نظامي عملیاتو) یې په کاټارو اوسنی کوټور کې برید وکړ. په هماغه وخت کې د جرمني پوځونو د شلیفین پلان تطبیق کړ او بلجیم او لوکزامبورګ ته چې بې طرفه وو ننوتل؛ د بلجیم له ٪۹۵ څخه زیاته خاوره اشغال شوه، خو بلجیمي پوځ د جنګ په اوږدو کې د یسر په جبهه کې خپلې لیکې منظمې وساتلې. دې کار بلجیم ته اجازه ورکړه تر څو د یو متحد په توګه چلند ورسره وشي، د لوکزامبورګ برخلاف چې د کورنیو چارو کنټرول یې په لاس کې و خو د جرمني پوځ له خوا اشغال شوی و.   [۴]

په ختیځ کې، روسان د اګست د ۷مې او ۹مې نېټې ترمنځ د اګست په اوومه د اتریش ختیځې ګالیشیا، د جرمني ختیځې پروشیا سیمې ته ننوتل. جاپان د اګست په درویشتمه د جرمني سره او بیا د اګست په پنځه ویشتمه نېټه د اتریش سره د جنګ په اعلانولو د متحدینو سره یوځای شو. د سپتمبر په دویمه نېټه، جاپانی ځواکونو په چین کې د جرمني د ټیسینګټاو (اوسني کیګډاو) تړونیز بندر محاصره کړ او په ارام سمندر کې یې د ماریانا، کارولین او د مارشال جزیرو په ګډون د جرمني مستعمرات ونیول.     [۵]

د درې ګونو متحدینو د غړیتوب لرلو سره سره ایټالیا د ۱۹۱۵ز کال د مې تر ۲۳مې نېټې پورې له جرمني سره نه، بلکې له اتریش سره د جنګ په اعلانولو، د متحدینو سره تر یوځای کېدو په پورې بې طرفه پاتې شوه. د ۱۹۱۶ز کال د جنوري په ۱۷ نېټه مونتیګرو تسلیم شوه او متحدین یې پرېښودل؛ دا تشه هغه وخت ډکه شوه چې جرمني د ۱۹۱۶ز کال په مارچ کې د پرتګال سره د جنګ اعلان وکړ، په داسې حال کې چې رومانيا د اګست په ۲۷مه د اتریش سره د جنګ اعلان وکړ.[۶][۷]

د ۱۹۱۷ز کال د اپرېل په ۶مه نېټه، متحده ایالات په جګړه کې د یوه متحد جنګ کوونکي په توګه، د خپلو شریکو متحدینو لیبریا، سیام او یونان تر څنګ، ګډون وکړ. د ۱۹۱۷ز کال د اکتوبر انقلاب څخه وروسته روسیه له متحدینو بیله شوه او د ۱۹۱۸ز کال د مارچ په دریمه یې د بریسټ-لیټوویسک تړون په لاسلیک کولو، د مرکزي قدرتونو سره په یوه ځاني سوله توافق وکړ. د ۱۹۱۸ز کال په مې کې، په ورته ډول رومانیا د بوخارېست تړون ته مجبوره کړل شوه خو د نومبر په لسمه نېټه یې یاد تړون مات او یو وار بیا یې د مرکزي قدرتونو سره د جنګ اعلان وکړ.     

د یادو بدلونونو سبب هغه متحدین وو چې د ۱۹۱۹ز کال د ورسای په تړون یې خبرې اترې کړې وې په دې خبرو اترو کې د فرانسې، برتانیې، جاپان او متحده ایالاتو هېوادونه شامل وو؛ د یاد تړون په لومړۍ برخې کې د ۱۹۱۹ز کال د جنوري په ۲۵ نېټه د ملتونو د ټولنې یا اتحادیې په تاسیس کولو توافق شوی و. یاده ټولنه د ۱۹۲۰ز کال د جنورۍ په ۱۶مه نېټه رامنځته شوه، چې برتانیه، فرانسه، ایټالیا او جاپان یې د اجرایي شورا دایمي غړي وو؛ د متحده ایالاتو سنا د مارچ په ۱۹مه نېټه د ورسای تړون د تصویب کولو خلاف رایه وکاروله او په دې توګه یې د ټولنې سره د متحده ایالاتو د یو ځای کېدلو مخنیوی وکړ.   [۸]

شمېر او احصایه سمول

د لومړۍ نړیوالې جګړې د متحدو ځواکونو شمېر (1913)او د جګړې په اوږدو کې  ثبت شوي سرتېري او صاحب منصبان

مجهز سرتېري

جي ډي پي (میلیارد $، د ۱۹۹۰ز کال بیه)

ځمکه (میلیون کیلومتر مربع)

نفوس(میلیون)

هېواد

لومړۍ څپه: ۱۹۱۴ز کال


۱۲۰۰۰۰۰۰[۹]

۲۵۷.۷ ۲۱.۷ ۱۷۳.۲ روسیه (د پولنډ په ګډون)


د روسیې سترواکي

۶.۶ ۰.۴ ۳.۲ فنلنډ
۲۶۴.۳ ۲۲.۱ ۱۷۶.۴   مجموعه


[۹]۸۴۱۰۰۰۰

۱۳۸.۷ ۰.۵ ۳۹.۸ فرانسه


د فرانسې جمهوریت

۳۱.۵ ۱۰.۷ ۴۸.۳ د فرانسې مستعمرات
۱۷۰.۲ ۱۱.۲ ۸۸.۱   مجموعه
[۱۰]۶۲۱۱۹۲۲ ۲۲۶.۴ ۰.۳ ۴۶.۰ برتانیه



د برتانیې سترواکي

[۱۱][۱۲]۱۴۴۰۴۳۷ ۲۵۷ ۱۳.۵ ۳۸۰.۲ د برتانیې مستعمرات
[۱۱]۱۳۰۷۰۰۰ ۷۷.۸ ۱۹.۵ ۱۹.۹ د برتانیې تر واک لاندې سیمې
[۱۳]۸۶۸۹۰۰۰ ۵۶۱.۲ ۳۳.۳ ۴۴۶.۱ مجموعه


[۱۴]۸۰۰۰۰۰

۷۶.۵ ۰.۴ ۵۵.۱ جاپان


د جاپان سترواکي

۱۶.۳ ۰.۳ ۱۹.۱ د جاپان مستعمرات
۹۲.۸ ۰.۷ ۷۴.۲ مجموعه  
[۱۴]۷۶۰۰۰۰ ۷.۲ ۰.۲ ۷.۰ صربستان، مونتینیګرو او بوسنیا او هرزه ګوینا
دویمه څپه (۱۹۱۵-۱۶)



[۱۵]۵۶۱۵۰۰۰

۹۱.۳ ۰.۳ ۳۵.۶ ایټالیا


د اېټالیې ټولواکي

۱.۳




                                                                                                                                                             ۲.۰

۲.۰ د اېټالیې مستعمرات
۹۲.۶ ۲.۳ ۳۷.۶ مجموعه


۱۰۰۰۰۰

۷.۴ ۰.۱ ۶.۰ پرتګال


د پرتګال لومړی جمهوریت

۵.۲ ۲.۴ ۸.۷ د پرتګال مستعمرات
۱۲.۶ ۲.۵ ۱۴.۷ مجموعه  
۷۵۰۰۰ ۱۱.۷ ۰.۱ ۷.۷ د رومانیا ټولواکي


درېیمه څپه (له ۱۹۱۷ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز کال پورې)


لاتیني امریکا لاتیني امریکا


۴۳۵۵۰۰۰


۵۱۱.۶ ۷.۸ ۹۶.۵ متحده ایالات



د امریکا متحده ایالات

۱۰.۶ ۱.۸ ۹.۸ بیروني ناخپلواکه هېوادونه
۵۲۲.۲ ۹.۶ ۱۰۶.۳
۱۰.۶ ۰.۶ ۹.۰ مرکزي امریکا
۱۷۱۳ ۲۰.۳ ۸.۵ ۲۵.۰ د برازیل د متحده ایالاتو جمهوریت
۲۳۰۰۰ ۷.۷ ۰.۱ ۴.۸ د یونان ټولواکي
۱۲۸۴ ۷.۰ ۰.۵ ۸.۴ د سیام ټولواکي
۲۴۳.۷ ۱۱.۱ ۴۴۱.۰ د چین جمهوریت
۰.۹ ۰.۱ ۱.۵ د لیبریا جمهوریت



د متحدو قدرتونو مجموعي شمېر (په ۱۹۱۳ز کال کې)

جي ډي پي (میلیارد $)

خاوره (میلیون کیلومتر مربع)

نفوس (میلیونه)

                ډله

د ۱۹۱۴ز کال نومبر
۱۰۹۶.۵ ۶۷.۵ ۷۹۳.۳ د متحدینو، مجموعه
۶۲۲.۸ ۲۲.۶ ۲۵۹.۰ یوازې روسیه، برتانیه او فرانسه
د ۱۹۱۶ز کال نومبر
۱۲۱۳.۴ ۷۲.۵ ۸۵۳.۳ د متحدینو، مجموعه
۶۲۲.۸ ۲۲.۶ ۲۵۹.۰ یوازې برتانیه، فرانسه او روسیه
د ۱۹۱۸ز کال نومبر
۱۷۶۰.۵ ۸۰.۸ ۱۲۷۱.۷ د متحدینو، مجموعه
٪۶۴ ٪۶۱ ٪۷۰ د نړۍ سلنه
۸۷۶.۶ ۸.۷ ۱۸۲.۳   یوازې برتانیه، فرانسه او متحده ایالات
٪۳۲ ٪۷ ٪۱۰ د نړۍ سلنه
۳۸۳.۹ ۶.۰ ۱۵۶.۱   مرکزي یا محور قدرتونه
۲۷۳۳.۹ ۱۳۳.۵ ۱۸۱۰.۳ نړۍ، ۱۹۱۳ز

سرچينې سمول

  1. Torkunov, Anatoly V.; Wohlforth, William C.; Martyn, Boris F. (8 January 2020). History of International Relations and Russian Foreign Policy in the 20th Century (Volume I). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5275-4502-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Karel Schelle, The First World War and the Paris Peace Agreement, GRIN Verlag, 2009, p. 24
  3. Preamble, Treaty of Versailles Australian Treaty Series 1920 No 1
  4. Gilbert 1995، ص. 44.
  5. Mizokami, Kyle, "Japan's baptism of fire: World War I put country on a collision course with West Archived 31 July 2018 at the Wayback Machine.", The Japan Times, 27 July 2014
  6. Gilbert 1995، ص. 282.
  7. Gilbert 1995، ص. 225.
  8. Magliveras, Konstantin (1999). Exclusion from Participation in International Organisations: The Law and Practice Behind Member States' Expulsion and Suspension of Membership. Brill. د کتاب پاڼي 8–12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-411-1239-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Tucker, Spencer C (1999). The European Powers in the First World War: An Encyclopedia. New York: Garland. د کتاب پاڼې 172. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8153-3351-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Gilbert, Martin (1994). Atlas of World War I. Oxford University Press. OCLC 233987354. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-521077-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ War Office Statistics 2006، ص. 756.
  12. Indian Army only
  13. Baker, Chris. "Some British Army statistics of the Great War". www.1914-1918.net (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Tucker, Spencer C (1999). The European Powers in the First World War: An Encyclopedia. New York: Garland. د کتاب پاڼې 172. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8153-3351-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Tucker, Spencer C (1999). The European Powers in the First World War: An Encyclopedia. New York: Garland. د کتاب پاڼې 172. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8153-3351-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)