د لرګي ځانګړتیاوې


د لرګيو خصوصيات ( Wood characters) سمول

 
A timber stack
 
شکل دلرګي ښودنه کویe

‌د لرګي فزيکي خصوصيات( Physical characters of wood) سمول

طبعي رنګ (Natural color): سمول

د لرګي رنګ د ونو په انواعو کې فرق کوي.د لرګي رنګ په خاصو مرکباتو پورې اړه لري لکه د ونې شيره او يا د لرګي د انساجو په کيمياوي جوړښت پورې اړه لري . د لرګي طبعي رنګ خاص اهميت لري. ځکه  هر څومره چې د لرګي سطحه همواريږي په همغه اندازه يې په رنګ کې تغيرات راځي. يعنې څومره چې برش کېږي په همغه اندازه يې رنګ تبارز کوي. هغه مواد چې د رندې پواسطه د لرګي نه جوړيږي دا هم د لرګي په طبعي رنګ باندې تاثير لري.د طبعي رنګ په تغير کې نور مهم عوامل هم رول لري لکه د لمر شعاع ګانې چې د لرګي د رنګ په تغير کې رول لري. که لرګي په اازده هوا کې د لمر شعاع ګانو ته په مستقيم ډول کېښودل شي د طبعي رنګ تغيرات به په فوق العاده ډول زيات وي او که په کورونو کې پټ وي او د لمر سره مخامخ نه وي نود لرګي رنګ په کم ډول تغير کوي. د لرګي رنګ د خارجي عواملو ( اتموسفير) له امله په زيړ، خاکي، سور او يا تور رنګ باندې بدليږي. د لرګي رنګ د فنګسې امراضو او د مضره حشراتو په واسطه هم تغير کوي. او په ځينو وختونو کي رنګ په مکمل ډول تغير کوي. ځينې غټ تغيرات په خاص ډول د لرګي په طبعي رنګ کې ترسترګو کېږي.چې پدی سره د لرګي کيفيت خرابيږي. د لرګي رنګ د لرګي په عالي صنايعو کې په خاص ډول په موبل سازۍ ، موسيقي الات ، تعميرات، هنرې نمايشات او داسی نورو کې فوق العاده ارزښت لري. په اوسنۍ تکنالوژۍ سره که څه هم لرګيو ته مصنوعي رنګونه ورکول کېږي خو د لرګيو طبعي رنګ د آرت او نقاشۍ لپاره ډير د اهميت وړ دی.

ب) ځلا (Luster) : سمول

ځلا د لرګي هغه خاصيت دی چې د لرګي د قطع کيدو په وخت کې د خپل ځان څخه روښنايې ورکوي چې د لرګي د ځلا په نامه ياديږي. د لرګي ځلا د لرګي په اناتوميکي جوړښت پورې اړه لري. د لرګي ځلا د لرګي په انواعو کې مختلف وي چي پدی برخه کې مرکزي شعاع او کلنۍ حلقې عمده رول لري. په څومره اندازه چې د مرکزي شعاع تعداد ډير وي ، پراخه او مسطح وي په همغه اندازه د لرګي ځلا ډيره وي.د لرګي ځلا د Radial د مقطع په مخ باندې فوق العاده ډول زياته وي. د کلنۍ حلقو او عرضي مقطع په اساس د لرګي ځلا کميږي.د لرګي ځلا د برش کولو په طريقی او زاويې پورې اړه لري چې ددي په اساس د لرګي په مقطع باندې روښنايې زياتيږي . د مالش کولو او رنده کولو پواسطه هغه لرګي چي طبعي ځلا نلري ددي پواسطه ځلا داره کېږي.


ج) بوی(Odour) : سمول

د ونو مختلف انواع تيز او ضعيف بوی لري کله چې لرګي قطع کېږي نو پدی وخت کې د لرګي بوی زياتيږي. د لرګي بوی په خاصو کيمياوي موادو پورې اړه لري. چې د ونې په شيره کې موجود دي . څومره چې لرګي وچيږي په هم هغه اندازه يې بوی کميږي او حتي له منځه ځي . د ځينو ونو د لرګو بوی د لسګونو کلونو پورې دوام کوي. هغه کيمياوي مواد چې بوی توليدوي يواځې په عطري موادو پورې اړه نلري بلکه د تبخير په درجې پورې هم اړه لري.يعنې څومره چې د حرارت درجه لوړيږي په هم هغه اندازه ورسره تبخير زياتيږي. د تبخير په زياتوالی سره د لرګي بوی زياتيږي. په هغه وخت کې چې لرګي دوه ځاي شي يا رنده شي بوی يې زياتيږي. د لرګيو هغه ټولنې چې د نجارۍ نه پاتي شوی وي يو خاص بوی لري. هغه لرګي چې د فنګسي امراضو او مضره حشراتو په واسطه د تاثير لاندې راغلی وي خپل بوي ته تغير ورکوي. دا نوعه لرګي ځينې وخت ښه بوی لري او اکثره وخت بد بوی لري. د لرګي بوی نه يواځې د لرګي د نوعې د پيژندلو يو علامه ده بلکه د هغه پواسطه  د لرګي روغوالی هم ثابيتيږي.

د) د لرګي رطوبت (Humidity of wood):- سمول

اوبه يو د ايوکولوژيکي اساسې فکتورونو څخه دي چې د نبات په ژوند کي مهم رول لري چې د اوبو اندازه د نورو ترکيبي اجزاو په نسبت د حجرې په سايتوپلازم کې ډيره ده. د نبات په سايتوپلازم کې د ۷۵-۸۵٪ پورې اوبه دي. د اوبو مقدار د نبات په هغو برخو کې زيات وي چې نوی رشد يې کړی وی. او د نبات په نويو غړو کې هم د اوبو مقدار ډيروي.کله چې د انساجو عمر ډيريږي په تدريجي ډول اوبه ورسره کميږي. د ځنګلي ونو تازه لرګي د يو مقدار اوبو لرونکي دي چې په حجروي ديوال او حجرو ترمنځ خاليګاو کې موجودی دي. هغه اوبه چې په حجروي ديوال کې موجودی دي د Hygroscopic water په نامه ياديږي او هغه اوبه چې د انتقالي عناصرو په خاليګاو کې موجودی دي د Capillary water په نامه ياديږي.پورته کومې اوبه چې ذکر شوی د هغو موادو سره اړه لري کوم چې د حجروي ديوال په جوړښت کې ، په پروتوپلازم او حجروي شيرو کې برخه اخلي. د تړلو اوبو د انحلاليت قوه کمه ده. د حرکت فعاليت يې کم دی، کثافت يې زيات دی او په ډير کم حرارت سره منجمد کېږي. ازادی اوبه د انحلاليت زياته قوه لري او په اسانۍ سره تفکيک کېږي. د انجماد نقطه يې صفر درجه د حرارت ده. ددی رابطه د حجری د ساختماني موادو سره دومره کلکه نه ده. ددي ډول اوبو خواص د معمولي اوبو سره نږدې دي. د ازادو اوبو اندازه په هغه رطوبت پورې اړه لري کومې چې د ونو په ساقو کې موجودی وي.هغه لرګي چې تازه قطع شوی وي د هغوۍ د اوبو مقدار ډيروي او هغه لرګي چې مخکې قطع شوی وي او په ازاده هوا کې يا د اوسيدو په کور کې ذخيره شوی وي د اوبو اندازه يې کمه وي . اذادی اوبه د تنې په اطرافو کې ( په ژوندۍ برخو کې ) د هغې د هستې په نسبت زياتي وي.کله چې د يو لرګي رطوبت د هغې د کتلې د فيصدۍ په اساس پداسې حالت کې تعين شي چې لرګی په قطعي ډول وچ وی د قطعي رطوبت په نامه ياديږي.کله چې د يو لرګي رطوبت په داسې حالت کې تعين شي چې لرګی تازه قطع شوی وي او مرطوب وي د نسبتي رطوبت په نامه ياديږي. پداسې حال کې چې د لرګي رطوبت لرونکی کتله په m وښايو او د وچې قطع حالت په mo وښايو نو نسبتي او قطعي رطوبت په لاندې ډول لاسته راځي. نسبتي رطوبت (w) = m-mo/m*100 قطعي رطوبت (w`) = m-mo/mo* 100 پورتني فورمولونه په لرګي کې د اوبو اندازه راښايې خو پدی وروستيو وختونو کې د لرګي د رطوبت د اندازه کولو لپاره د برقي وسايلو نه استفاده کېږي. دا ډول برقي الات چې په لرګي کې د برق د ليږدولو په وخت کې د لرګي په رطوبت کې تغيرات منځته راوړي. بايد دغه اندازه د رطوبت اندازه کړل شي او بيا د لرګي د رطوبت سره يوځاي محاسبه کړل شي


ه) د تازه قطع شويو لرګيو رطوبت:- سمول

هغه لرګي چي نوي قطع کيږي د يو مقدار اوبو لرونکي وي چې د هغې اندازه د ونې په نوعې ، چاپيريال ، د ساقې مختلفو برخو او بالاخره د ونې د قطع کولو په وخت پورې اړه لري. چې پدی رابطه يو د بل سره تفاوت لري . د مترولوجيکي شرايطو د تغيراتو په اساس چې د کال د فصل په اوږدو کې ، شپې او ورځ کې ترسترګو کېږي ؟ د اوبو محتوا د نبات په مختلفو برخو کې تغير کوي يا کميږي او يا زياتيږي.لکه څرنګه چې د عرضي مقطع مخ او د تنې اوږدوالې يو له بل سره فرق لري او د حرارت په درجې ، د هوا په نسبتي رطوبت ، د ونې په عمر پورې مربوط وي. پداسې حالاتوکې چې اذادو اوبو په هغه کې کاملاً تبخير کړی وي اما تړلې اوبه په اعظمي ډول په هغه کې موجودی وي د فايبرونو د رطوبت د مشبوع نقطې په نامه ياديږي. د فايبرونو د رطوبت د اشباع نقطه د ونو په مختلفو انواعوکې فرق کوي. او دا د حرارت په درجې پورې اړه لري. د يقيني تحقيقاتو په اساس په 25c0 حرارت کي دا رطوبت په بلوط او کاج کې ۳۰٪ او په سرپ کې۳۱٪ ثابت شوی دی . د فايبرونو د اشباع نقطه د رطوبت د زيات اهميت درلودونکی ده . کله چې لرګي پدی حالت کې وي تخنيکي خاصيت يې حد اقل ته رسيږي . پړسوب او برقي هدايت يې اعظمي حد ته رسيږي .

ر( نقش (Pattern) : سمول

نقش د لرگي د طبعي تصويرونو څخه عبارت دی چې د مختلفو اناتوميکي عناصرو پواسطه په لرګي کښې رامنځته کيږي. د لرګي نقشې په اناتوميکي عناصرو پورې اړه لري کومې چې د لرګي د مقطع په مخ يا د لرګي په قطع شوی برخه باندې ظاهريږي. هغه لرګي چې د هر قسم نقش او نقشو نه خالي وي د ساده لرګيو په نامه ياديږي او هغه لرګي چې ښايسته منظرې ، تصويرونه او نقشې ولري نقشه لرونکي لرګي ورته وايي. د ځينو لرګيو شکلونه او نقشې غير متناوب وي چې په خپلو مختلفو شکلونو باندې بدليږي. لکه د تور لرګي (Acerpseudo Platans) د ځينو انواعو د مقطع په مخ باندې د مرغانو د سترګو په شان تصويرونه ښکاره کېږي. دا نوع غير متناسب شکلونه او نقشې د لرګي د نامتناسب ساختمان په نتيجه کښې تر لاسه کيږي. د لرګي نامتناسب ساختمان معمولا د کندې په برخه کښې ، د ښاخونو په بندونو او د ونو په ريښو کښې په نظر راځي. او په ځينو وختونو کښې په ټوله ساقه باندې ليدل کېږي. د لرګي هغه شکلونه او نقشې چې د لرګي د منظمو او نا منظمو اناتوميکي عناصرو پورې اړه لري په لاندې ډول دي. ۱: موج لرونکی نقشې: دا ډول نقشې او شکلونه د نا منظمو اناتوميکي عناصرو د جوړښت په اساس منځ ته راځي حال دا چې د ساقې په محور باندې په موازي ډول وي او موج داره په نظر راځي. ۲: داغ لرونکی نقشې: دا ډول نقشې او شکلونه د لرګي د مرکزي شعاع په واسطه منځ ته راځي چې د يو ښکلي چاپ په شکل د راډيل د مقطع په مخ ليدل کېږي. ۳: لاره لرونکی نقشې: د پسرلني او اوړني رنګونو د اختلاف په اساس منځ ته راځي چې د شعاعي مقطع په مخ باندې د خطونو په ډول ليدل کېږي. د لرګي نقشې قابل د اهميت وړ دي د لرګي نقشې د هغه علايمو د جملې څخه دي د کوم په واسطه چې لرګې پيژندل کېږي. د دی علامې په واسطه ثابيتيږي چې د لرګي پاخه شوې مواد د ونې د کومې برخې نه په لاس راځي. د لرګي نامتناسب جوړښت ځينې وخت ښکلي شکلونه منځ ته راوړي. چې د لرګينو لوښو جوړولو په صنعت کښې او هم د موبل سازۍ په صنعت کښې د اهميت وړ دی او ښه ښکلا توليدوي.

(۴-۱۱) شکل کې دلرګي نقش ښودل کیږي

ز: متعادل رطوبت (Equivalent humidity): سمول

د هغه ډول لرګيو رطوبت چې د يوې اوږدې مودې لپاره په ازاده هوا کښې د ثابت حرارت او معين نسبتي رطوبت لاندې کيښو دل شوی وي د متعادل رطوبت په نامه ياديږي. د لرګي رطوبت د حرارت درجه او د هوا رطوبت په واسطه کميدلی او زياتيدلی شي.هغه لرګي چې خپل رطوبت ته د حرارت درجې او د هوا د رطوبت په واسطه تغير ورکوي د هيګروسکوپي خاصيت په نامه ياديږي. د لرګي متعادل رطوبت په ټاکلي حرارت او د هوا په نسبتي رطوبت کښې تعينيږي چې د تجربوي دياګرامونو په واسطه اجرا کېږي. هغه لرګي چې د اوږدې مودې لپاره د ۲۰ سانتي ګراد حرارت او ۶۵ فيصده د هوا نسبتي رطوبت لاندې کېښودل کيږي ، نو په اوسط ډول د هغوۍ رطوبت ۲۱ فيصده کموالې کوي د وچ لرګي په نامه ياديږي. کله چې لرګي په يوه بنده کوټه کښې کېښودل شي او د ژمي په موسم کښې ګرم کړاي شي د کوټې د وچوالي يو حالت ته رسيږي ، رطوبت د هغه اطاق د حرارت مطابق او د اطاق د هوا نسبتي رطوبت مطابق ښکته کېږي ، چې د ۸ نه ۱۳ فيصده په حدودو کښې اندازه کېږي په هغه وخت کښې چې لرګي د يو ټاکلې مودې لپاره په يوه وچونکې دستګاه کښې د ۱.۳ نه تر ۲ سانتي ګيراد درجه د حرارت لا ند

ې کيښودل شي . ازادی او تړلی اوبه دهغه تبخير کيږ ي ،نو بيا لرګي دقطعي و چوالي حالت اختياروي. د هغه لرګيو متعادل رطوبت چې اصلا د ډول ډول اهدافو لپاره د استفادې لاندې نيول کيږي کاملا مختلف دی ۶۰ فيصده په حدودو کښې (هغه لرګينو وسايلو لپاره چې په پرله پسې توګه په ګرمو اطاقونو کښې کېښودل کيږي)  ۲۰ فيصده پورې ( د هغه وسايلو لپاره چې د ازادی هوا سره سم کېښودل کيږي ) اندازه کېږي.

ح: د لرګي وچوالې او پړسوب (Swelling and dryness of wood): سمول

وچوالې او پړسوب د لرګي هغه حالت دی چې رطوبت د لرګي د ۰ تر فايبرونو د اشباع کيدو نقطې پورې ښايي. هغه لرګي چې تازه قطع شوی وي او يا په کامله توګه مرطوب وي او په ازاده هوا کښې کېښودل شي ، د رطوبت په تبخير شروع کوي او په تدريجي ډول يې د لاسه ورکوي. اول ټولې ازادی اوبه چې په حجروي خاليګاو کښې موجودی وي ، دا چې هغوۍ د حجرې د ساختماني موادو سره کم استحکام لري تبخير کېږي. او په ازادو اوبو پسې تړلې اوبه او هايدروسکوپې په تبخير شروع کوي. د لرګي د وچوالي جريان د لرګي د پاسنۍ سطحې د رطوبت د تبخير په اساس د لرګي د داخلي برخې د رطوبت حرکت د لرګي د خارجي برخو يعنې اطرافو ته شروع کوي ، صورت نيسي. په داسې حال کښې چې ازادی اوبه د حجرو تر منځ خاليګاو کښې او تړلی اوبه په حجروي ديوالونو کښې موجودی وي او لرګي په تبخير باندې شروع وکړي ، اول د هغو وزن کميږي او حجمي اندازه يې تغير نه کوي. په هغه وخت کښې چې رطوبت د فايبرونو د اشباع کيدو نقطې لاندې راشي تړلی اوبه په تبخير شروع کوي او حجرات يو د بل سره منجمد کېږي حجم او وزن د لرګي کميږي ، او وچېږي. د لرګي وچوالې په ټولو اړخونو کښې يو شان نه وي ، د ساقې د اوږد والي په جهت چې کوچني ساختمان او نازک حجروي ديوال لري کم وي او د راډيل په جهت باندې زيات وي. د لرګي وچوالې د تانګسيل په طرف نسبت راډيل ته زيات دی. ځکه چې په دې برخه کښې اوړنې لرګی زر وچېږي او د پسرلني لرګي رطوبت ځانته راکش کوي. د ستن پاڼو ونو د لرګيو وچوالې د اوړني لرګيو د فيصدۍ د زياتوالی په اساس د تانګسيل او راډيل په جهت نسبت پسرلني لرګيو ته سريع وي او زياتوالی مومي. پړسوب  د لرګي د وچوالي ضد دی چې د لرګي په کيفې وضع باندې نامطلوب اثر کوي او صنعتي ارزښت يې راټېټوي هغه لرګي چې په مختلفو صنايعو کښې تری استفاده کېږي په دغه وخت کښې د ډير اهميت وړ وي چې د تانګسيل او راډيل په جهت کښې د اطاق يا هوا د وچوالي حالت اختيار کړي.

ط: کثافت (Density): سمول

لرګی د فزيکي خواصو له نظره يو جامده ماده ده چې لرونکی د حجروي ديوالونو ( لرګينه ماده) او د حجرو تر منځ خاليګاو ( د هوا يا اوبو په واسطه ډکې وي) دی. د دی حالت په ارتباط لرګی د کثافت د نقطې له نظره معمولا د لرګي د مادې کثافت او د لرګي کثافت د يو بل نه تفريق کېږي. د لرګي کثافت عبارت دی د لرګي د معين مقدار موادو څخه په يو واحد حجم د لرګي کښې چې د راتلونکې معادلې په واسطه ښودل کيږي. D = m/v په پورتني فورمول کښې D د لرګي د جسم کثافت په Kg/m3 ښودل کېږي. M = د جسم کتله په کيلوګرام (Kg) V = د جسم حجم په متر مکعب) (m3 د لرګي د حجروي ديوالونو د موادو کثافت د يو څخه لوی دی اود ونې په نوعې پورې اړه نه لري. د لرګي د ټولو انواعو کيمياوي ساختمان تقريبا يو شان دی. د لرګي د مختلفو انواعو کثافت د ۱۴۹۵نه تر ۱۵۶۴ کيلوګرام په هر في متر مکعب کښې اندازه شوی دی. څرنګه چې وسطي اندازه د هغې 150kg/m3 کيلو ګرام په هر في متر مکعب کښې او يا 0.15gr/cm3 ګرام په هر سانتي متر مکعب رسيږي. د لرګي کثافت د لرګي د نوعې او رطوبت په اساس تغير کوي او يا ارتباط د هغه د درې ډوله کثافت په واسطه تفکيک کېږي. ۱: د خام حالت کثافت ۲: د لرګي په ۱۲ فيصده رطوبت او د وچې هوا په حالت کښې کثافت ۳: په قطعي وچ حالت کښې کثافت د لرګي کثافت په مختلفو رطوبتونو کښې په لاندې جدول کښې ښودل کيږي. د جدول نمبر ( اول) د لرګي نوعه د يو متر مکعب لرګي وزن د راتلونکو رطوبتونو په حالت کښې

خام حالت د 23-25 % 18 - 23 % 12 – 18 % بلوط ، راش ، اکاسي، شنګ ۱۰۰۰ ۸۰۰ ۷۵۰ ۷۰۰ ريمه ، کستانيا ۹۰۰ ۷۰۰ ۶۵۰ ۶۰۰ وله ، چنار ، سور کاج ۸۰۰ ۶۰۰ ۵۵۰ ۵۰۰ سرپ ، بيجور ۸۰۰ ۵۵۰ ۵۰۰ ۴۵۰

د هغو لرګيو په باره کښې چې تخنيکي ارزښت ډير لري ، د هغې امتحاني پارچې جدا کيږي ، د لرګي کتله او حجم هر يو د هغې ټاکل کېږي. د دی په اساس د لرګيو کثافت ټاکل کېږي. په داسې حال کښې چې په قطعي ډول وچو لرګيو کثافت معلوم وي د هغو اجسامو د معادلې نه په استفاده د فزيکي خواصو له نظره يو شان لرګي وي د لرګيو د سوريو او يا خاليګاو د حجم فيصدي د لرګي په معينه کتله کښې په لاندې ډول تشريح کيږي.

100 - 100po/p او يا n = 1-po/p په پورتني فورمول کښې N د لرګيو د سوريو او يا خاليګاو فيصدي ، po په قطعي وچوالي کښې د لرګي کثافت په gr/cm3 ګرام پر في سانتي متر مکعب او p د لرګي د موادو کثافت ګرام پر في سانتي متر مکعب gr/cm3 دا چې p تقريبا مساوي په 9.5gr/cm3 دی. نو کولاي شو چې پورتنۍ معادله په لاندې ډول وښايو. N = 1 – 0.667po , 100 % - 66.7 % د خام لرګي کثافت وروسته د قطع کولو د ونې نه بې له ځنډه ټاکل کېږي.د هغې عملي اهميت په دی کښې دی چې اکثره لرګي ځنګل د ساحې نه په خام حالت کښې قطع کېږي او انتقال کېږي. د لرګي تکنالوژۍ په باره کښې د کثافت شرطي نه هم استفاده کېږي. دا ډول کثافت عبارت دي د تنې د لرګي د موادو کتله په قطعي وچ حالت کښې د لرګي په هغه حجم کښې چې په خام حالت کښې د هغه ښودل کېږي. مثلا p = mo/vf کثافت شرطي د لرګي د موادو اندازه چې په وچ قطعي حالت کښې د لرګي په يو ټاکلي حجم کښې چې لرونکی د خام حالت وی ښودل کيږي. د هغه ارزښتونو په اثر چې دا ډول لرګي په کيمياوي صنايعو ( د سلولوز جوړولو صنايع) او يا سوخت کښې استعماليږي ، تعين کيږي. د لرګيو کثافت په وچه هوا کښې چې رطوبت ۱۲ فيصده وي ټاکل کيږي.

(۵-۱۱) شکل کې دلرګي کثافت اندازه کېږی

۲: د لرګي ميخانيکي خواص(Mechnical Properties of Wood) سمول

د لرګي ميخانيکي خاصيت عبارت د هغه مقاومت څخه دی چې لرګي يې د خارجې قوې يا وزن په مقابل کښې له ځانه ښايې. چې د دغې خارجي قوی او وزن د وارديدلو په صورت کښې د شکل د تغير امکان لري او همدارنګه د اناتوميکي عناصرو د جلا کيدو زمينه برابروي. په هغه وخت کښې چې وزن يا خارجي قوه په يوه جسم باندې وارديږي ، داخلي قوه د جسم په داخل کښې منځ ته راځي ، د وزن يا خارجي قوی په مقابل کښې مقاومت کوي ، دا قوه د متر مربع يا سانتي متر مربع په اساس محاسبه کېږي ، د n/m2 په شکل ښودل کيږي. هغه تغيرات چې د لرګي په شکل او اندازه کښې د خارجي قوی او يا وزن د تاثير په اساس منځ ته راځي ، د لرګي د تغير شکل په نامه ياديږي. د لرګي ميخانيکي خواص د هغه په اناتوميکي جوړښت پورې اړه لري ، د دی په رابطه د ونې د تنې مختلفې برخې ، مختلف مقاومتونه د وزن يا خارجي قوی په مقابل کښې ښايې. هغه هم نوعه ونې چې د مختلفو اقليمي او محيطي شرايطو لاندې وده کوي د مختلف ډوله ميخانيکي خواصو لرونکي دي. د وزنونو او خارجي قوو په مقابل کښې په مختلفو شکلونو باندې مقاومت کوي. دا چې لرګي د ساختماني موادو په حيث په تعميراتو کښې استعماليږي ، نو ډيره خارجي قوه او وزنونه په خپل ځان باندې برداشت کولاي شي ، د لرګي په ميخانيکي خواصو باندې پوهيدل عملي او نظري اهميت لري. دا چې لرګي بيولوژيکي منشا لري په دی نسبت مغلق کيمياوي او فزيکي خواص لري. د لرګي د مختلفو برخو ميخانيکي خواص چې د خارجي قوی په مقابل کښې مقاومت کوي ، د نورو ساختماني موادو ( اوسپنه ، کانکريټ وغيره) په سختۍ سره ثابت کيږي. بعضې نور فکتورونه هم د لرګي په ميخانيکي خواصو باندې اغيزه کوي. د مثال په توګه د اناتوميکي عناصرو عدم هم اهنګي او د هغوۍ غير منظم ساختمان ، په داسې حال کښې د خارجي قوی تر اغيزې لاندې راشي د لرګي په طولي او عرضي جهت کښې مختلف تغيرات رامنځ ته کېږي. د لرګي د کلکوالي اختلاف د خارجي قوی په مقابل کښې د ونې د راډيل او تانګسيل په جهت په فوق العاده ډول احساس کېږي ، د دغه اصل په ارتباط د لرګي په مختلفو برخو باندې د خارجي قوی يا وزن د واقع کيدو په صورت کښې د لرګي مقاومت د د ی قوی په مقابل کښې په هغه زاويه پورې اړه لري چې د قوی جهت يا مسير او د لرګي د اليافو په امتداد تشکيل کېږي. د لرګي د رطوبت زياتوالی د قطعي وچوالي د حد نه د فايبرونو د رطوبت د اشباع په طرف ، د لرګي ميخانيکي خواص خرابوي.هغه لرګي چه دلوړ کثافت لرونکي وي ميخانيکي خواص يي زيات وي. د دې اصل په رابطه د اوړني لرګي د حلقو پلنوالی په خاص ډول په ستن پاڼو کښې فوق العاده ارزښت لري ، دا چې لرګي بيولوژيکي منشا لري او مقاومت د هغه د خارجي قوی په مقابل کښې د نورو اجسامو په نسبت يعنې فلزات فرق کوي. ( د هوګ د قانون په اساس د ارتجاعي اجسامو د شکل تغير مستقيما متناسب دی د هغه فشار سره کوم چې په هغه باندې وارديږي ) لرګی د فلزاتو په شان يو الستيکي جسم دی ، چې د خارجي قوی او وزن د تاثير لاندې يې په شکل کښې تغيرات راځي ، که دا تغير د اعظمي حد د هغه نه تجاوز و نه کړي ، نو د فشار د لری کولو وروسته چې په لرګي باندې واردشوی وي خپل اولنې شکل اختياروي ، دا ډول تغيرات د الستيکي تغيراتو په نامه ياديږي. هغه ډول فشار چې په يو جسم کښې الستيکي تغيرات منځ ته راوړي يو معين الستيکي حد لري. څه وخت چې ذکر شوی فشار د خپل حد څخه زيات شي جسم تخريب کوی او يا يې ماتوی. چې په همدی وجه جسمونه د قوی د تاثير د رفع کولو وروسته خپل اولنې شکل نه اختياروي او رامنځ ته شوي تغيرات په کښې په خپل ځای پاتي کېږي. د لرګي د خواصو څخه يو دا دی چې د ډير کم فشار په اثر جزوي يا الستيکي تغير کوي او دا تغيرات د اوږدې مودې لپاره په هغه کښې پاتي کېږي. د دی اصل په اساس الستيکي سرحد د لرګي په استعمال کښې کوم مفهوم نه لري او قابل د استعمال نه دی. د لرګي ميخانيکي خواص عموما د لرګي د استحکام ، وچوالي ، الستيکي خاصيت او همدارنګه د لرګي د سختوالي په اساس تعين کېږي.

د لرګي استحکام سمول

د لرګي هغه خاصيت دی چې د لرګي مقاومت د هغه د تخريب په مقابل کښې چې د خارجي قوی يا وزن په زريعه صورت نيسي ښايي.

د لرګي وچوالی سمول

د لرګي هغه حالت دی چې د لرګي د شکل د تغير په مقابل کښې مقاومت کوي.

د لرګي الاستيکي خاصيت: د لرګي هغه خاصيت دی چې خپل اولنې شکل د وزن يا خارجي قوی د لری کولو وروسته بيا اختياروي.

د لرګي سختوالی سمول

د لرګي هغه خاصيت دی چې ښکته تللو د يو جسم او يا د يو جسم د ننوتلو په مقابل کښې سخت مقاومت کوی. د لرګي دا ډول خصوصيات کيداي شي چې د ستاتيکي عمليو ( په تدريجي ډول زياتيدل ) ، د ضربو او د دوام داره قوی په واسطه ښايي. وزن او يا خارجي قوه چې کله په يو جسم باندې وارديږي اسباب د تغير شکل د هغه لره د زيات مقاومت په تناسب د هغه په لاندې ډول ښودل کيږي.

۱: که خارجي قوه په عمودي ډول د جسم په طولي محور باندې وارده شي او دا امکان وي چې جسم مات کړي ، نو داخلي قوه د دی په مقابل کښې مقاومت کوي چې د استحکام د فشار په نوم ياديږي. چې کولاي شو چې په لاندې معادله کښې يې وښايو.

W = Fmax/sƂ

Ƃw= لرګي دفشار قدرت دهغه درطوبت په نظرکې نيولوسره. Fmax=دواريديدلوقوه يازيات وزن د(N)په حساب. S=دعرضي مقطع ساحه دmمربع په حساب . ۲:که خارجي قوه په عمودي ډول دجسم په طولي محور وارده شي اودهغه دقات کېدوسبب شي .هغه داخلي قوه چې ددی په مقابل کې مقاومت کوي،دقات کېدوداستحکام په نوم يادېږي. =M/WƂ M= ستاتيکي لحظه خارجي قوه اويادقات کېدولحظه د(N)په حساب . W= دمقاومت لحظه. ۳:که چېرته خارجي قوه ديوجسم په مخ وارده شي اودی ته مايل شي چې جسم لره دموردنظرپه جهت اره کړي؛هغه قوه چې دهغې په مقابل کې مقاومت کوي،دپری کولوداستحکام په نامه يادېږي. ۴:که چېرته خارجي قوه دجسم په طولي محورباندې وارده شي اودهغه دطولي محور په جهت دتيت کېدوسبب شي،دتيت کېدلوداستحکام په نامه يادېږي.

الف ) دلرګي اشتقاقي اوماتولوقوه (Splibility of wood): هرکله چې ديولرګي په کتله باندې دلرګي ماتوونکي وساېل لکه تبر،تېشه ،فانه اوداسې نوراستعمال شي اولرګي مات شي ،نودغه خاصيت ته دلرګي اشتقاق وايې.څرنګه چې يولرګی په اسانۍ ياپه مشکل سره ماتېږي دغه خاصيت دلرګي داخلي جوړښت اوهم دلرګي اناتوميکي عناصروتنظيم سره اړيکه لري.په داسی حال کې چې دلرګي الياف متناسب اودلرګي دکلنۍ حلقوجوړښت منظم وي اشتقاقي خاصيت يې زياتوالی کوي نولرګي به په اسانۍ سره ماتېږي اودغه خاصيت دلرګي دونې په ټولوبرخوکې يوشان نه وي .داستحکام اوغښتلتيا په اساس ددوۍ اناتوميکي عناصر هم فرق لري.دونې تنه دښاخونو اوريښوپه نسبت په اسانۍ سره ماتېږي.دلرګي رطوبت دلرګي اشتقاقي قوه کموي اويايې زياتوي اوهم په دی ساحه کې داناتوميکي عناصروجوړښت سست کېږي نودلرګي ماتېدل اسانه کېږي.اوکه چېرته دلرګي دحجروداخلي جدارونوته نفوذوکړي نولرګي کلک خاصيت غوره کوي اودلرګي ماتول مشکل تمامېږي.دغه حالت دلرګي پّه مختلفوډولونوکې په مختلفوشکلونوسره ليدل شوی دی،لکه دسخت پلن پاڼولرګي درطوبت په زياتېدوسره نه کلکېږي؛په مرطوب حالت کې دوچ حالت په نسبت په اسانۍ سره ماتيږي.اوهغه پلن پاڼې ونې چې نرمې پاڼې لري (چينار،وله،ريما اوداسې نور)اوهم ستن پاڼې ونې درطوبت په زياتېدو سره کلکېږي اودهغوۍ ماتېدل په مرطوبوحالاتوکې نسبت وچوحالانوته مشکل تمامېږي.دلرګي زياته غښتلتيا دارثي خواصوپه وجه يادمحيطي عواملوپه وجه رامېنځ ته کېږي اومنفي اثرات دلرګي دماتېدوپه خاصيت باندې واردوي.دغه ډول حالت دلرګي ځېنې عېبونه دي چې دبادونوپه وجه يادفشارننوتلو په وجه دشاخچوپه تختاني برخوکې منځته راځي اودلرګي دماتېدوامکانات محدودوي.بعضی طبعي عېبونه دلرګي استحکام دماتېدوپه وړاندې زياتوي اوځېنې يې کموي.لرګي دراډيال په جهت کې په اسانۍ اوتانګسيال په جهت کې په مشکلاتوسره ماتېږي.لرګي په عمودي جهت په فاېبرونوکې هېڅ کله نه ماتېږي.نرم لرګي چې کم استحکام ولري نسبت کلک لرګي ته په اسانۍ سره ماتېږي .





(۶-۱۱) شکل کې دلرګي اشتقاقي اوماتولو قوه ښودل کېږی

ب) د لرگي کلکوالی(Hardness of wood): سمول

هغه لرگي چې د بانديني شيانو (ميخونه، پانې،ګلولې او داسي نورو) د ننوتلو په وړاندې مقاومت ولري د لرګي د کلکوالی په نامه ياديږي. د باندينيو شيانو ننوتل په لرګي کي په دوه شکلونو صورت نيسي. ۱: د تدريجي (ستاتيکي) فشار په زياتوالی. ۲:ضربي ( ډيناميکي) د لرګي کلکوالی د رطوبت د اندازې سره اړه لري کوم چې په لرګي کې موجود وي. د مرطوب لرګي کلکوالی د وچ لرګي په نسبت دوه چنده کم وي پداسي حال کې چې د لرګي رطوبت د يوی فيصدۍ ( ۸-۲۰٪ ) زياتيږي.د هغې کلکوالی په اوسط ډول په طولي جهت ۳٪ او د هغې په عمودي جهت کې ۱٪ کميږي. د لرګي کلکوالی په موازي جهت د لرګي اليافو ۱.۵- دوه چنده د راديال او تانګسيال جهت نه لوی وي. ژوندي لرګي چې اصلاً د غليظو او سختو ريزيني موادو څخه خالي وي نظر هستي ته يې سختوالی کم وي. د ستن پاڼو لرګي ريزيني مايع موادو لرونکي دي او کلکوالی يې کم وي. او هر کله چې دغه مواد غليظ او يا سخت کېږي د لرګي کلکوالی ور سره زياتيږي.






شکل کې دلرګي کلکوالی ښودل کيږی (۷-۱۱)

ج) : د لرګي په فزيکي او ميخانيکي خواصو باندې د ځنګل دارۍ د منجمنټ تاثير: سمول

په ځنګل کې د علمي منجمنټ تطبيق سره د ځنګلي ونو وده او نمو تنظيميږي. او د لرګي فزيکي او ميخانيکي خواصو ته ګټه رسوي. د لرګي فزيکي او ميخانيکي خواصو(غښتلتيا، استحکام، کلکوالی او داسی نور) د کلنيو حلقو په اندازه او عرض پورې اړه لري. په پسرلنۍ اواوړنۍ وده کې او هم د ونې نوعې سره فرق کوي. په داسی حال کې چې د ستن پاڼو کلنۍ حلقو عرض کوچنی او روش د اوړني لرګي يې د پلن پاڼو څخه لوی وي نو د هغې ميخانيکي خواص به ښه وي او هم په به لوړ استحکام ولري. برعکس دغه ډول د کلنۍ حلقو وده ددي حالت په خلاف په نظر راځي. د ځنګلي ونوپه طبعي ډول وده او په خپل سر نمو ځينې وخت د لرګي فزيکي او ميخانيکي خواصو د تخريب سبب کېږي. د ځنګلدارۍ په علمي ميتيودونو سره د ونې د کلنيو حلقو اندازې کنترول کېږي او په مناسب عرض کې راوړل کېږي. نو ددغه مقصدونو لپاره د ونې علمي قطع کونه ډير د اهميت وړ دي. په همدی ډول د ونې په مختلفو ګروپونو( ستن پاڼې او پلن پاڼې) باندې مختلف تاثيرات اچوي. ستن پاڼې د ځوانۍ مرحله کې د پورتنيو طبقو د تاثير لاندې واقع وي او دکلنۍ حلقو عرض يې کم وي. او د اوړني لرګيو کيفيت يې ښه وي. د ژوند په وروستيو مرحلو کې چې د رڼا سره مخامخ واقع کېږي د کلنۍ حلقو عرض يې ( پسرلني لرګي) زياتيږي خو فشردګي او استحکام يې کميږي.بعضي د پلن پاڼو هغه انواع چې د لرګي اناتوميکي جوړښت يې حلقوی سوري لرونکي او يا دايروی وي د ځوانۍ په مرحله کې د پورتنيو طبقو تاثير لاندې کم عرض لرونکی حلقې چې اوړنې لرګی غير منکشف وي تشکيليږي. فشردګي اود لرګي ميخانيکي کيفيت کميږي.هغه وخت چې رڼا سره مخامخ وي نو وده يې سريع او د اوړنۍ حلقو عرض يې زياتيږي ، ميخانيکي او فشردګي خاصيت يې ښه والی کوي. د يوی ونې د ودی تغيرات د معين ايکولوژيکي شرايطو لاندې د هغې په حالت او موقف پورې اړه لري چې د ځنګلي ونو د ټولنو په منځ کې وي. د ستن پاڼو په اړه چې خصوصاً لرګي يې فشرده وي د صنفونو د عنوان لاندې دوهم دريم او څلورم صنفونه د لمړي صنف تر تاثير لاندې واقع وي. بالخصوص په بلوط کې چې فشردګي لري. د ځنګلي ټولنو په لومړۍ طبقو کې قرار لري. د يوی ونې کيفي وضع د هغې فزيکي او ميخانيکي خواص تشکيلوي.د قطر، طول، شکل ، موقعيت او د شاخچو اندازه او په همدي ډول د لرګي د عيبونو په اساس تعين کېږي. د ذکر شو خصوصياتو موجوديت او يا عدم موجوديت د لرګي په استعمال کې (فرنيچر، تختي) زيات اهميت لري. د ځنګلدارۍ تدابير (تربيوي قطع، انتخابي قطع) د لرګي دغه ډول عيبونه کنترولوي او هغه ته ګټه رسوي. ددغه هدف د ترلاسه کولو لپاره څلور مرحلو کې تربيوي قطع کونه په معين فصلونو کې صورت نيسي. د هری ونې د بيولوژيکي خصوصياتو په نظر کې نيولو سره خپل منځي تاثيرات او متقابل د هغه تنظيميږي. شاخه بري يې په خپل سر تامين کېږي. د قطع کونې د څلورمې مرحلې په تطبيق سره د ناروغې ونې لري کول ، کږې ونې ، دوه شاخه ونې او هغه ونې چې ډير لوي او پراخه تاجونه ولري، قطع کول يي لازم او ضروري دي. ددی په اساس د ځنګلي ونو عيبونه کنترول کېږي او د بلی خوا د هغې کيفي حالت ښه کېږي. نوټ: د لرګي فزيکي او ميخانيکي خواص نه يواځې په صنعتي او ساختماني سکتورونو کې اهميت لري بلکي د ځنګلدارۍ په نورو امورو کې هم ګټور تماميږي.

3 – دلر ګي حرار تي خصوصيات (Thermal properties of wood): سمول

لر ګي هم دنورو اجسا مو په شان دحرارت درجې دتاثير لاندې انبساط کوي اوکله چه يخ شي منقبض کېږي. په داسي حال کښې چې ديو لر ګي معين اوږد والی دحرارت ديوی درجې دسانتي ګريد په اثر انبساط وکړي د طولي انبساط د ضريب په نامه ياديږي. لدی خاطره چې لرګی يو نا هم اهنګ او غير منظم جسم دی چې د اناتوميکي عناصرو موجوديت يې غير منظم دی. د طولي انبساط ضريب د لرګي په هر جهت کې يو شان نه دی. د طولي انبساط د ضريب اندازه څو چنده زياته د فايبرونو په جهت باندې نسبت هغې اندازې ته کومه چې د لرګي په عمودي جهت باندې تعين کېږي. کوم لرګي چې اذادي هوا ته کېښودل کېږي ګرميږي او په تدريجي ډول وچيږي. انبساط د لرګي د حرارت د درجې د زياتوالی په تناسب د لرګي د وچوالي په خلاف صورت نيسي او دومره اندازه کوچنی وي چې په نظر کې نه نيول کېږي. د لرګي دارنګه حرارتي خواص د تکنالوژۍ لپاره يو فوق العاده ارزښت لري. ددي نسبت په اساس د لرګيو حجم د زيات حرارت د تاثير لاندې زيات تغير نه کوي. په تعميراتي مواردو کې نسبت نورو ساختماني موادو ته کم متضرر کېږي. د لرګي د خطي انبساط ضريب د ونو په انواعو کې لکه په سرپ کې د فايبرونو په جهت 5.4*10-4 په حدودو کي او په عمودي جهت باندې 34.1*10-4 ثابت شوی دی. خو په نورو ساختماني موادو( فلزات وغيره) کې په فوق العاده ډول باندې کم دی. د لرګو ثابت خطي ضريب په عمودي جهت په فايبرونو د هغه ضريب څخه چې د اوسپنې ، مس لپاره تعين شوی دی زيات دی.

الف) د لرګي حرارتي هدايت او مخصوصه حرارت (Thermal conductivity and specific therm of wood): د لرګي حرارتي هدايت په هغه جهت پورې تړاو لري چې په کوم کې حرارت نفوذ کوي. د لرګي د فايبرونو په موازي جهت حرارتي هدايت دوه برابره زيات وي نسبت عمودي جهت د هغې ته . د لرګيو هدايتي حرارت د راديال په جهت نسبت مرکزي شعاع موجوديت ته په سرعت سره انتشار کوي. خو د تانګسيال په جهت دا ډول امکان کم تر سترګو کېږي. د لرګي حرارتي هدايت خاصيت معمولاً د يو ثابت ضريب په واسطه تعين کېږي.چې دا ثابت ضريب حرارتي مقدار د watt په حساب په يوه ثانيه کې يو جهت څخه بل جهت ته دلرګي په يو متر مکعب کتله کښې ښودل کېږي، په دي شرط چه دحرارت تفاوت دذکرشو يو جهتونو ترمنځ دسانتي ګراد يوه درجه وي. د لرګي د حرارتي هدايت د ضريب غټوالی په جهت ، رطوبت او کثافت د لرګي پورې اړه لري. په هره اندازه چي لرګی سپک وی او د اناتوميکي عناصرو د سوريو حجم زيات وي او د هوا په واسطه ډک شوي وي په همغه اندازه يې د حرارتي هدايت ضريب کوچنی وي. ددی په خلاف کله چې د لرګي د اوبو ظرفيت زيات وي او حجرات يې د اوبو پواسطه مشبوع شوې وي حرارتي هدايت يي زيات وي. لرګي د هغه موادو د جملې څخه دي په هغه اندازه د حرارت هادي نه دي لکه څنګه چې نور مواد دي لکه فلزات د هغوۍ په نسبت عايق د حرارت دي. د لرګي مخصوصه حرارت: هغه حرارت ته ويل کېږي چې د يو کيلو ګرام لرګيو حرارت د يو درجې سانتي ګراد په اندازه پورته يوسي. لرګي د يو معين حرارت لاندې د نورو موادو په نسبت کم ګرمېږي. نو پدی اساس د هغو سامانونو د لاستو په جوړولو کې د لرګي نه استفاده کېږي کوم چې د کار په جريان کې ګرمېږي. د لرګي حرارت د لرګي د رطوبت په مقدار پورې اړه لري چې د هغه په تناسب د حرارت هادي دي. يعنې که د لرګي رطوبت زيات وي د حرارت هدايت يې هم زيات وي او که رطوبت يې کم وي نو د حرارت هدايت به يي هم کم وي.




(۸-۱۱) شکل کې دلرګي حرارتي هدايت ښودل کېږي ب) برقي هدايت او د غږ د انتقال خاصيت (Electrical conductivity and noise transmission): دا چې لرګي په کامله توګه د برق هادي نه دي نو په برقي صنايعو کې د يوی عايقي مادي په ډول استفاده کېږي. د لرګي برقي هدايت د لرګي په رطوبت پورې اړه لري . په هره اندازه چې د رطوبت مقدار زياتېږي په همغه اندازه يې عايق خاصيت کميږي. وچ لرګي د عايق برق لپاره بهترينه ماده ده. د اشباع په نقطه کې فايبرونه د اوبو د برقي هدايت سره معادل ګرځي. د لرګي د غږ د انتقال خاصيت د لرګي د اناتوميکي عناصرو په فشردګۍ او داخلي ساختمان پورې اړه لري. په هره اندازه چې د لرګي داخلي ساختمان متناسب وي او قشر يې نازک وي په همغه اندازه يې د غږ د انتقال خاصيت ښه وي. کوم لرګي چې اواز په ښه ډول انتقالوي او اواز ته تغير نه ورکوي د فوق العاده ارزښت وړ دي. چې د موسيقۍ د الاتو په جوړولو کې تری استفاده کېږي. کله چې په لرګي باندې ضربه وارده شي يو اواز د هغه څخه خارجېږي چې دا اواز د لرګي د کيفيت څرګندونه کوي.پدی معني چې روغې تنې واضح او لنډ اواز لري او هغه تنې چې ورستې او منځ يې خالي وي اواز يې غير واضح او غير منظم وي او په اوازونو کې يې توپېر ليدل کېږي. د غږ انتقال د لرګي د فايبرونو په طرف نسبت د لرګي په نورو ټولو جهتونو ته زيات دی. د لرګي د غږ د انتقال سرعت په طولي، راديال ، تانګسيال په جهتونو کې په لاندې ډول ثابت شوې دي.(15:5:3). په هره اندازه چې داخلي ساختمان متناسب وي او تقرر د فايبرونو منظم وي په همغه اندازه يې د غږ د انتقال سرعت زيات وي.





(۹-۱۱) شکل کې برقي هدايت ښودل کېږی



۴- د لرګي کيمياوي خواص (Chemical properties of wood): سمول

د لرګي د حجم زياته برخه د عضوي مواده څخه جوړه شوی ده . ځيني عناصر لکه کاربن، هايدروجن، اکسيجن او کمه اندازه نايتروجن د هغې په ترکيب کې موجود دی. د لرګي په ساختمان کې د عضوې موادو او د پورته ذکر شويو عناصرو نه علاوه يوه اندازه معدني موادو يعنې منرالونه هم وجود لري. لکه څرنګه چې لرګي د سوځيدو نه وروسته په ايره باندې بدلېږي د ايری مقدار د لرګېو په مختلفو انواعو کې کاملاً فرق لري. معمولاً مقدار د هغې د 0,2-2% پورې اندازه کېږي.بغير د ۶٪ څخه چې دی ته هم رسېږي. هغه معدني مواد چې د ايری حل کوونکي برخه تشکيلوي عبارت دي له پوتاشيم کاربونيټ (K2CO3) ، سوديم کاربونيټ(Na2CO3) او هغه معدني مواد چې د ايری غير حل کيدونکي برخه تشکيلوي عبارت دي له کلسيم کاربونيټ(CaCO3) ، مګنيزيم کاربونيټ(MgCO3) او د اوسپني د مالګي څخه عبارت دي. د لرګيو لومړنې کيمياوي جوړښت د ونو په ټولو انواعو کې يو شان وي او د ونې په مختلفو برخو کې کم تغيرات لري. د يوی ونې د چاپيريال ساتنې شرايط هم د هغې د اندازې په زياتوالي او يا کموالي او د لرګي د اصلي عناصرو په مقدار هيڅ ډول تاثيرنه کوي.لرګي د Distillation د عمليې په واسطه د 430-360c0 لوړ حرارت لاندې د هوا د نشتوالي په صورت کی وچېږی. چې پدی سره يو سلسله ژور کيمياوي تغيرات منځته راځي چې په مايعاتو، ګازاتو او جامدو موادو يعنې ذوغالو باندې تبديليږي.ګازات د کيمياوي ساختمان له نظره يو له بل سره فرق لري. د کاربن ډای اکسايد(CO2) ، کاربن مونو اکسايد(CO) ، هايدروجن او د کاربن مختلف انواع يې تشکيلوي. د ذکر شويو ګازاتو مقدار او تشکيل د Distillation د عمليې په سرعت او حرارت درجې پورې اړه لري. د غه ټول ګازونه د لرګي د ګازونو په نامه ياديږي. هغه مايع چې د Distillation د عمليې په واسطه منځته راځي معمولاً په دوه ګروپونو ويشل کېږي. چې يوی ته يې (Catran) او بلې ته يې (Distillate) وايې.catran د فينول، ګليسرول، ګلايکول، بينزول، توول ، نفتالين وغيره څخه تشکيل شوی ده. که د ستن پاڼو د ونو څخه په لاس راځي نو بيا د Abitin او Olein تيزابونه هم لري. د Distillate مايع همدارنګه د سرکې د اوبو په نامه هم ياديږي. چې تور بخن نصواري رنګ لري او نسبتي کثافت يې 1.02 – 1.03 پورې رسېږي. د Distillate مايع د اوبو ظرفيت 80 -90 % په حدودو کې اندازه کېږي او يو خاص بوی لري. باقي پاتي مواد (10-20%) مختلف عضوي مرکبات دي چې لدې جملې نه د سرکې تېزاب ، ميتايل الکول او اسيتون ، فارم الديهايد، حل شوي catran ، فورفورول، د مېږي تېزاب، ايتايل الکول، پايريدين او داسي نور.د ِDistillation يا وچ تقطير د عمليې په واسطه علاوه د سرکې اوبو څخه ترپنتاين غوړي هم لاسته راځي. د سرکې اوبه 2-3% پورې ميتايل الکول لري.لکه څرنګه چې د Distillation عمليې په اثر او د catran څخه چې کوم الکول جلا کېږي د لرګي د الکولو په نامه ياديږي.دا ماده يوه اندازه د نورو مرکباتو لرونکی ده لکه اسيتون ، ميتايل اسيتيت، اسيت الديهايد،سيلوان او داسي نور دي چې د تکراري تصفيې (Rectification) په واسطه د هغه څخه جلا کېږي.پدې عمليه کې ذکر شوې محلول په بخار باندې تبديليږي او په اخر ه کې د سړولو د عمليې پواسطه په لاس راځي . علاوه لدې څخه چې د سرکِې د اوبو نه ميتايل الکول په لاس راځي بلکې د سرکې تېزاب هم ترې په لاس راځي . د عالي لرګي حجروي ديوال له سلولوز ، هيمي سلولوز، فرلون، اورلون، او ليګنين څخه جوړ شوی دی. علاوه لدې څخه د هغوۍ په جوړښت او حجروي خاليګاو کې مختلف مواد لکه تانين ، باګريل، ريزين، عطر لرونکې روغنيات او الکولايدونه برخه لري. سلولوز يوه اساسي عضوي ماده ده چې د حجروي ديوال په جوړښت کې برخه لري . سلولوز د حجروي ديوال په جوړښت کې په نازک رشتوي ډول وجود لرې چې په ګروپي ډول سره يوځای شي لوي ساختمانونه چې د مايکروفايبريل په نامه ياديږي لاسته راځي.د ستن پاڼو او پلن پاڼو لرګو نوعې ۵۰٪ سلولوز لري. چې د هغوۍ بهترينه خامه ماده تشکيلوي.د کيمياوي سلولوز اساس کاربوهايدريتونه دي چې د پولې ميرايز ګلوکوز څخه په لاس راځي.د سلولوز د توليد په جريان کې د محلل په وړاندې زيات مقاومت ښايې. دا ما ده په اوبو کې او بعضی معمولي عضوي محلولونو لکه ايتراو الکولو کې نه ده حل شوی. د غليظو تېزابونو تر تاثير لاندې (۷۲٪ د ګوګړو يا ۴۲٪ د مالګی تېزاب) هايدرولايز کېږي او په شکرو بدلېږي.په اخره کې دا کيمياوي عمليه ودرېږي او د هايدرولايز شوی مادي څخه الکول لاسته راځي. د هايدرولايز شويو موادو دتوليدپه منظور لرګي بقاياو]‎څخه چه دلرګي په صنايعو کې اويادونودساقو په سورت بندۍاوتنظيم کې د ۴-۵cm په اندازه ترې په لاس راځي استفاده کېږي. د سلولوز د استحصال لپاره د سلولوزو د هغه خاصيت څخه استفاده کېږي چې د خپل محلل په مقابل کې مقاومت ښايې. د لرګي کوچني قطعات د يو معين فشار په اساس د القلي او يا تېزابي داغداره محلولونو د داغ لاندې قرار ونيسي ليګنين او يوه برخه د هيمي سلولوز حليږي او سلولوز په خپل ځای پاتي کېږي. دسلفيت سلولوز دميتود په اساس دسرپ دلرګي دکلسيم بای سلفيت Ca(HSO3)} { د محلول د استعمال په اثر (۴-۶) اتموسفِير دفشار لاندې او (۱۴۲-۱۴۵) درجه دحرارت کې (۱۰-۱۴) ساعته کې په لاس راځي.دسلفات يعنې القلي دميتود په اساس، دجوش ورکولو عمليه دسوديم هايدرواکسايد (NaOH) يا سوديم سلفيت (Na2SO4) په محلول کې صورت نيسي.پدې ډول ميتودکې،د کاج ريزين لرونکي لرګي،دپلن پاڼو لرګي اونور انواع د خاصي مادي په توګه داستفادې لاندې قرار نيسي.سلولوز تجزيه دانزايمو دعملې په ذريعه چه دکوچنيو ارګانيزمونواو يا سمارقوپه واسطه تجزيه کېږی خصوصي اهميت لري.دسلولوزو دا ډول تجزيه داسي صورت نيسي چه هغه لرګي اونباتي مواد چه په طبيعت کې موجود دي،ورستېږي اوسلولوزدحيواناتودهضمي جهاز په واسطه هضم کېږي.پنتوزان اوهګسوزان چه په هيمي سلولوز پورې اړه لري،دکاربوهايدريتو دسلسلې څخه دي.په اصل کې سلولوز ته نږدې دي پنتوزان اوهکسوزان دحجراتو دجحروي ديوال په جوړښت کې برخه اخلي.پلن پاڼې پنتوزان [(C6H8O4)n] د (۲۵-۲۶٪ ) پورې لري اوستن پاڼې يې (۱۰-۱۵٪ ) پورې لري چه هکسوزان معمولا په ستن پاڼوکې د۱۳٪ څخه زيات دی اوپه پلن پاڼو کې يې اندازه په فوق العاده ډول کمه ده (۳-۶٪) پورې ده.پنتوزانونه دپولې ميرايزيشن ايزومير دمحصول دشکرې ماده ده دپولې ميرايزيشن ايزومير دمحصول دشکرې ماده ده هکسوزانونه [(C6H10O5)n] ستريوميتريک ګلوکوز، مالتوز، ګلکتوز دشکرو سنتيز دی ستريوميتريک ګلوکوز شکرې چه کله تخمر وکړي په الکولو بدليږي.نوپه دی اساس هکسوزانونه دهغه موادو په مواردو کې چه هايدرولايز دعمليې په نتيجه کې لاسته راځي فوق العاده اهميت لري.لګنين په اصل کې ديومعين کيمياو ي مرکب په صفت شميرل شوی او احتمال کېږي چه په ترکيب کې يوڅه اندازه زيات عضوي مواد لري.کيمياوي ساختمان يې په فوق العاده ډول مغلق دی،چه مختلف فرمولونه لري.لګنين دسلولوز په مقايسه دومره مستحکم نه دی،اوداغ لرونکی القلي د تعامل په واسطه تجزيه کېږي.په دی مورد کې چه لګنين دسلولوز سره دحجری په ديوال کې څرنګه اتحاد کوي مختلف فرضې موجودی دي.يوه له دی نه دا ده چه لګنين هميشه دسلولوز سره کيمياوي ارتباط نه لري.د ويمه فرضيه چه لګنين دسلولوز سره ميخانيکي رابطه لري.اود هغې ماليکولونه دمادي داسکليت رول ادا کوي.په هغه صورت کې چه حجروي ديوال لرګين کېږي دهغه په مخ باندې لګنين مواد هوارېږي اودهغه استحکام ډيريږي اوديم ځل لپاره ميخانيکي وظيفه اجرا کوي .


(۱۰-۱۱) شکل کې دلرګي کيمياوي خواص ښودل کېږی

==دلرګي د سوځيدوانرژي (Energy of burning wood):==
هره سوځيدونکی ماده چه دسوځيدوپه وخت کې د خپل ځان څخه حرارت توليد وي انرژي ورته ويل کېږي.کله چه دلرګي دسوخت قابليت (دلرګي دسوځيدوقوه )دهغه ديومعين مقدارلپاره لکه يوکيلوګرام تعين شي،دلرګي د مطلقه حرارت دقوی دتوليد په نوم ياديږي.اوکه دحرارت دتوليد دا قوه ديو حجمي واحد په توګه مثلا يومتر مکعب تعين شي په دغه صورت کې دنسبتي حرارتي قوی دتوليد په نوم ياديږي.دلرګي دحرارت دتوليد قوه،دلرګي ارزښت دسوخت دمادي په حيث ښايې اودهغه کيمياوي جوړښت په څرنګوالي پورې اړه لري.هغه عناصر چه دسوخت په وخت کې حرارت توليد وي عبارت دي له کاربن،هايدروجن څخه. دلرګی دحرارت دتوليد تقريبي قوه دلرګي دکيمياوي جوړښت په اساس اودفرمولونونه دلازمي استفادې په اساس تعين کېږي.دلرګي مطلقه حرارت دقوې توليد په لابراتوارنوکې دمعياري ميتودونو په اساس تعين کېږي.دلرګود حرارت دتوليد قوه تقريبا دټولوونو په انواعوکې يوشان وي.ځکه د لرګيودموادوکثافت (حجروي ديوالونه)اوکيمياوي ساختمان په ټولوکې تقريبا يوشان وي.دوچولرګيو دمطلقه حرارت دتوليد قوه د 4186.8*4700- 4100.8* 5100 joul/ kg په حدودو کې ثابت شوی دی دسوخت دلرګيو قيمت دوزن په اساس نه تعين کېږي  بلکی دحجم په اساس تعين  کېږي،نوپه دی اساس چه د لرګيو په نسبتي حرارت باندې پوه شونودا نسبتي حرارت   حاصل ضرب دلرګی دمطلقه حرارت دتوليد قوه اودهغه دکثافت سره په لاس راوړو،)دلرګی  کثافت*مطلقه اونسبتی حرارت* 

دلرګيود ټولوانوعو د سوخت قابليت ( چه قابليت دسوخت دنسبتي حرارت په واسطه معلوميږي دهغې اندازه د پلن پاڼو په سختو لرګو کې چه کثافت يې زيات وي زيات ملاحظه کېږي.دلرګي دنسبتي حرارت دتوليد قوه په عام ډول دلرګيو دمختلفو انواعو دارزشت دسوخت د مادې په عنوان ارايه کېږي.


(۱۱) شکل کې دلرګي دسوځيدو انرژي ښودل کېږی

سرچينې سمول

راټولوونکی حميد الله همدرد پورته کوونکی فیض الرحمن احمدی لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنه او ځتګلاتو څانګه باید یادونه وکړم چی نوموړی لیکنه شاید کومه غلطي ولری نو هیله کوم له ما سره. یی په دی نمبر شریکه کړی ۰۷۶۶۰۵۶۶۰۹مننه ورونو 1ـ امن.شاهدالله.(۱۳۹۲هـ ش).دلرګيوټکنالوژۍ لکچرنوټ.کنړسيدجمال الدين (افغاني)پوهنتون کرنې پوهنځی

2 ـ ناصري.غلام نقشبند.(۱۳۶۹ه ش ).دلرګيو ټکنالوژي.مخ(۸-۲۲).کابل پوهنتون کرنې پوهنځی.

3- Manikandan.K.and Prabhu.S.(2012).Indian Forestry. Pages(462-463).Jain Brothers (New DeLkhi).

4- WWW.google.com/search/wood charachter

5- WWW.google.com/search/pictures