د لرغوني یونان هنر

 

د لرغوني یونان هنرد طبیعي، خو د انسان د بدن د ایډیالي انځورونو له پراختیا سره د نورو لرغونو کلتورونو ترمنځ  له غوره درېځ نه برخمن دی، چې په هغوی کې د نوښت عمومي تمرکز د نارینه‌وو په لوڅو څېرو و. له میلاد نه مخکې شاوخوا د ۳۰۰ ـ ۷۰۰ کلونو تر منځ د سبکي ودې د پرمختګ کچه له لرغونو معیارونو سره د پام‌وړ وه او په ژغورل شوو آثارو کې په مجسمه سازۍ کې په څرګند ډول لیدل کېږي. په نقاشۍ کې ډېر اړین نوښتونه شته وو چې د اصلي کیفیت د بقا د نشتوالي په وجه د کلالي لوښو له ځانګړې برخې پرته په اساسي ډول بیا رغول شوي. 

یوناني معمارۍ، له تخنیکي پلوه ډېر ساده هم‌غاړی سبک له کره تفصیلي تړونونو سره رامنځته کړ، چې په لویه کچه د روم د معمارۍ له خوا ومنل شو او لا هم په ځینې مدرنو ساختمانونو کې څارل کېږي. په دې کې د ښکلا (سینګار) له کلیمې نه کار اخیستل کېده، چې د کلالۍ، فلزکارۍ او نورو وسایلو له لارې شریکېده او د اېروسیا(Eurasian ـ په ځمکه کې لویه قاره‌يي سیمه چې ټوله اسیا او اروپا په کې شامل دي) پر هنر یې ډېر زیات اغېز درلود. په ځانګړي ډول، کله چې د لوی سکندر له خوا رامنځته شوی بودیزم له یوناني نړۍ نه بهر ته ولېږدول شو. د ټولنیزې لرغونتیا له پلوه په یوناني هنر کې د رادیکال سیاسي پرمختګ او د سوکالۍ په برخه کې ډېروالی شامل و. په فلسفه، ادبیاتو او ګڼو نورو برخو کې د یونان برابرې اغېزمنې لاس ته راوړنې خورا مشهورې دي.

د یونانیانو لومړنی هنر، په عمومي ډول له لرغوني یوناني هنر نه وتلی او د دې پر ځای ورته د یوناني ډبرمهال هنر او ترهغه وروسته د اجیېن Aegean)) هنر په نوم پېژندل کېږي. په وروستي ډول کې د یونان د برنزو د مهال  سېکلاډیک او د منوي اومېسني کلتور هنرونه شامل دي. د لرغوني یونان هنر معمولاً د سبک له پلوه په څلورو برخو وېشل کېږي: هندسي، لرغونی، کلاسیک او هېلنستیک (Hellenistic). هندسي عصر، معمولاً له میلاد نه شاوخوا ۱۰۰۰ کاله مخکې مهال ته ورګرځي. که څه هم په حقیقت کې د یونان د لرغوني هنر په اړه د مخکې ۲۰۰ کلونو په بهیر کې لږ معلومات شته، چې په دودیز ډول د یونان د تورې دورې په نوم پېژندل کېږي. له میلاد نه مخکې اوومه پېړۍ د ارکائیک سبک (بېلګه یې: د ګل‌داني نقاشۍ تور شکل سټایل(black-figure style) د ورو پرمختګ شاهده وه. شاوخوا ۵۰۰ کاله مخکې له میلاد نه د پارس د جګړو له پیل نه لږ مخکې (له میلاد نه مخکې له ۴۸۰ -۴۴۸) دوره، معمولاً د لرغونو او کلاسیکو دورو تر منځ د وېشونکې کرښې په توګه په پام کې نیول کېږي او د لوی سکندر د واکمنۍ مهال (له میلاد نه مخکې ۳۲۳- ۳۳۶) د کلاسیکې او هېلنستیکي دورې د بېلوونکي په توګه په پام کې نیول کېږي. له میلاد نه مخکې د لومړۍ پېړۍ وروسته په رومي- یوناني دوره کې د ختیځ یونان نړۍ ته د ځايي اصطلاحاتو نه کار اخیستل کېده.  [۱][۲]

په حقیقت کې، له یوې دورې نه بلې دورې ته هېڅ  سخت لېږد نشته. د هنر بڼې له بېلابېلو سرعتونو سره د یونان په بېلابېلو برخو کې وده کړې او د بلې هرې دورې په څېر ځينې هنرمندانو به د نورو سبکونو په پرتله خورا نوښت لرونکي سبکونه کارول. پیاوړي سیمه‌ییز دودونه او د سیمه‌ییزې شخصیت‌پالنې اړتیاوې تاریخ لیکونکي اړ باسي چې د هنري آثارو رېښې د پيدايښت له سرچینې نه ومومي. د یوناني هنر بېلابېل ډولونه په پراخ ډول صادر شوي دي. په یونان کې ټوله دوره د سوکالۍ  او له ګاونډیو کلتورونو سره د یوناني نړۍ د سوداګریزو اړیکو د پرله پسې عمومي ډېروالي شاهده وه.    

د یوناني هنر د پاتې شونو کچه د رسنیو تر منځ ډېرزیات توپیر لري. موږ په زیاته کچه کلالي لوښي، سیکې، ډبریزې مجسمې، څو لویې برونزي مجسمې او ان ډېرې رومي کاپيانې لرو. نقاشي فلزي لوښي او هرهغه څه چې په ژوبلېدونکو موادو، لکه:  لرګي کې شته، نژدې ټول په بشپړ ډول له منځه تللي دي. د ځینو معبدونو او تیاترونو ‌ډبريز پوستونه ژغورل شوي، خو د هغوی له پراخو سینګارونو نه ډېر لږ پاتې شوي دي. [۳]

کلالي سمول

له تړون سره سم بالاخره د رنګ کړل شوو لوښو ټولو بڼو ته ګلدانۍ ویل کېږي، چې له ۱۰۰۰۰۰ نه زیاتې اړینې ټوټي يې په بشپړ ډول ژغورل شوې دي، چې له هغو ډبرلیکونو سره چې ډېری یې له ځان سره لري، د یوناني ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه بې ساری ليدلوری وړاندې کوي. د مجسمې‌جوړونې یا معمارۍ کلالي زیاتره نقاشي کېږي او په زیاته کچه د ژغورل شوو کلالیو په توګه پېژندل کېږي. په ډېریو ادبیاتو کې کلالي یوازې د نقاشي شویو لوښو يا ګلدانۍ په معنا ده. کلالي د قبر د توکو اصلي بڼه وه چې په قبرونو کې کارول کېده، زیاتره د «خښولو د لوښي» په توګه چې سوځول شوې اېرې به په کې وې او په پراخ ډول صادرېدلې. [۴]

د یوناني ګلدانۍ د نقاشۍ نامتو او ځانګړی سبک، د پیاوړو کرښو او لیکنو له بڼو سره، چې د کرښو د ننه له نریو کرښو سره کښل شوې دي، له میلاد نه شاوخوا ۳۵۰-۶۰۰ کلونه مخکې خپل اوج(څوکې) ته رسېدلي وو او په دوو برخو وېشل کېږي، چې تقریباً د یو بل برعکس دي، تور فیګور(بڼه) او سور فیګور رنګول، نور رنګونه په هر مورد کې د شالید(بک‌ګرونډ) رنګ جوړوي. نور رنګونه خورا محدود وو، په نارمل ډول د کوچنيو برخو لپاره سپین او د لویو لپاره ارغواني ته ورته سور بېل رنګ کارېده. د دې تخنیکونو له محدودیتونو او ګڼو نورو پیاوړو تړونونو سره د ګلدان نقاشانو د پام‌وړ پایلې ترلاسه کړې چې ظرافت او پياوړې تشرېحات یې سره ترکیبول. د سپينې ځمکې د ټاکلو تخنیک به انځور ته زیاته آزادي ورکوله، خو په ښه توګه ونه اغوستل شو او تر ډېره د خښولو لپاره جوړ شوی و.  [۵] 

په دودیز ډول ویل کېږي چې، لرغونو یونانیانو کلالي لوښي تر ډېره د ورځنۍ کارونې لپاره جوړول، نه د نندارې لپاره. استثناوې په کې لویې لرغونې تاریخي ګلدانۍ وې، چې د قبر د نښګر، په لوبو کې د ګټل شویو سوغاتونو، لکه: د زیتون له غوړو نه ډک پاناتینیک امفورا -Panathenaic Amphorae (له زیتون غوړو نه ډک لوی سرامیکي لوښي و چې په لوبو کې به د جایزې په توګه ورکول کېده) او په قبرونو کې د اېښودلو لپاره د ځانګړو ټوټو په توګه کارېده. د عطرو ځینې بوتلونه په لګښت کې د سپما لپاره یوازې تر خولې لاندې یوه لاندینۍ برخه لري، نو ځکه لږ مقدار دوی ډک ښيي. په وروستیو لسیزو کې ډېری څېړونکو دې موضوع ته د شک په سترګه کتلي او وایي چې: په یونان او ايټړوریا دواړو کې د فلزي لوښو د ارزانه بدیل په توګه ډېر تولیدېدل او په قبرونو کې ځای پر ځای کېدل. [۶][۷]

په ژغورل شويو لوښو کې ډېری هغه لوښي دي چې د خدمت کولو یا د څښلو د مایعاتو لکه امفورا د ذخیره کولو، کراټر-kraters (د شرابو او اوبو د مخلوطولو لپاره مخصوص لوښی)، هایډریا- hydria (د اوبو جک)، د تویونې- لېبرېشن (libation) کاسې، د تشناب- تاېلیت لپاره د غوړو او عطرو بوتلونه، جکونه او پيالې په کې شامل دي. د خوړو د خوړلو او خدمت لپاره رنګ شوي لوښي ډېر لږ عام دي. رنګ شوي لوښي، ان د عادي وګړو لپاره هم سپموونکي و او د یوې برابرې ټوټې پنځه یا شپږ ډوله سینګارول دوه درې ورځې مزدوري لرله. رسامۍاومیناتورۍ هم په زیاته کچه توليدېدلې او اساساً په معبدونو کې کارول کېدې. په هېلنستیکي دوره کې د کلالیو پراخ طیف توليد شو، خو تر ډېره له لږ هنري ارزښت نه برخمن وو.  [۸][۹]

په مخکینیو دورو کې، ان د یونان ډېرو کوچنیو ښارونو د خپلې سیمې لپاره کلالي تولیدوله. دا د سبک او سټنډردونو له پلوه ډېر متنوع و. ممتاز کلالیان چې د هنر په توګه درجه‌بندي کېږي، د اېجیېن (Aegean ) ټاپو په ځینې سیمو، کريټ (Crete) او د ايټالیا او سیسيلي (Sicily) د سويل په بډایه مستعمراتو کې تولید شوي دي. په وروستیو لرغونو او لومړنیو کلاسیکو دورو کې دوه لوی سوداګریز ځواکونو کورېنث (Corinth) او اتن (Athens) واک تر لاسه کړ. د هغوی کلالي د یونان ټولې نړۍ ته صادره شوه او سیمه‌ییز ډولونه یې له منځه یووړل. د کورنېث او اتن ګلدانونه په لرو پرتو سیمو، لکه: هسپانیا او اوکراین کې موندل شوي او په ایټالیا کې ډېر عام دي چې د لومړي ځل لپاره په اتلسمه پېړۍ کې د اتروسکي (Etruscan vases) د ګلدانیو په توګه راټول شول. ډېری دغه لوښي د ټیټ کيفیت د تولید کتلې محصولات دي. په حقیقت کې کلالي له میلاد نه مخکې تر پنځمې پېړۍ پورې په یوه صنعت بدله شوه او د کلالیو نقاشي رنګ، نور یو اړین هنر نه وو.  [۱۰][۱۱]

سرچینې سمول

 

  1. Boardman, 3–4; Cook, 1–2
  2. Cook, 12
  3. Cook, 14–18
  4. Home page Archived 2019-05-18 at the Wayback Machine. of the Corpus vasorum antiquorum, accessed 16 May 2016
  5. Cook, 24–26
  6. Cook, 27–28; Boardman, 26, 32, 108–109; Woodford, 12
  7. Preface to Ancient Greek Pottery (Ashmolean Handbooks) by Michael Vickers (1991)
  8. Boardman, 86, quoted
  9. Cook, 24–29
  10. Cook, 30, 36, 48–51
  11. Cook, 37–40, 30, 36, 42–48