د لرغوني روم معماري (مهندسي)

د پخواني روم د تمدن د موخو لپاره، د لرغوني روم معماري د کلاسیکې یوناني معمارۍ بهرنۍ بڼه غوره کړه، خو د یوناني ودانیو نه یې توپیر درلود، چې له دې امله د نوي معمارۍ بڼه یې خپله کړه. دا دوه بېلګې ډېری د کلاسیکې معمارۍ یوه برخه ګڼل کېږي. د روم معمارۍ د روم په جمهوریت کې ان یو څه د سترواکۍ د واک په موده کې هغه وخت وده وکړه، چې ډېرۍ ځواکمنې ودانۍ و رغول شوې. په دې ودانیو کې نوي مواد، په ځانګړې توګه رومي کانکریټ او نوې ټیکنالوژۍ، لکه: قوسونه او گنبدې د ودانیو د جوړولو لپاره و کارول شوې، ترڅو داسې ودانۍ جوړې کړي چې ځواکمنې او د غوره انجینري نمونه وي. لوی شمېر ودانۍ د پخوانۍ سترواکۍ په اوږدو کې په یوه بڼه پاتې شوې دي، چې ځینې وختونه بشپړې او تر نن ورځې پورې کارول کېږي.

د روم معماري، په ۵۰۹ ز کال مخکې له میلاد نه د روم جمهوریت له تاسیس نه تر څلورمې پېړۍ پورې دوره تر پوښښ لاندې نیسي، چې له هغه وروسته بیا د وروستیو لرغونو یا بېزانس معمارۍ په توګه انګېرل کېږي. له ۱۰۰ کاله مخکې له میلاد نه یو څو د پام وړ بېلګې پاتې دي او ډېری لویې پاتې شوې نمونې د ۱۰۰ میلادي کال نه وروسته پاتې شوې دي. د رومي معمارۍ بڼې، د ډېرو پېړیو لپاره په پخوانۍ سترواکۍ کې په ودانیو اغېز درلود او د ۱۰۰۰ کال په پیل کې، په لوېدیځه اروپا کې کارول کېدونکې بڼه، د رومانسک معمارۍ په نامه  یادېږي چې له بنسټیزو رومي بڼو سره د دې بڼې اړیکه په ګوته کوي.  

رومیانو د معمارۍ په برخه کې یوازې د سترواکۍ د دورې په پیل کې پراخ نوښتونه پیل کړل، له هغې وروسته دوی د خپل اصلي اترسکن (Etruscan) معمارۍ اړخونه له یونان نه د اخیستل شوو نورو اړخونو، لکه: د طرحې ډېری هغه عناصر چې موږ یې اوس کلاسیکه معمارۍ بولو، سره یوځای کړل. دوی د افقي ستونونو له جوړښت نه  د لویو دېوالونو پر بنسټ، د قوسونو او وروسته د گُنبدو پر لور حرکت وکړ، چې په دې دواړو طرحو، د رومیانو تر واک لاندې دوره کې پراخه وده وکړه. کلاسیکه کړنلاره، پرته له ستونونو نه، اوس په پراخه کچه د ساختماني اړخ پرځای زینتي شوې ده. زینتي پرمختګونه د توسکان کړنلاره او ګډه کړنلاره تر پوښښ لاندې نیسي، چې لومړۍ بڼه یې د ډوریک په کړنلاره کې لنډه او اسانه ده، خو ګډ یې د کورنتیانو او د آیونیک د حلقو په بڼه ګلداره تګلاره ده. له ۴۰ کاله مخکې له میلاد نه، تر ۲۳۰ میلادي کال پورې دوره، د لویو لاس ته راوړنو شاهده وه، خو د درېیمی پېړۍ د ناورین او وروسته کړاوونو د مرکزی حکومتونو شتمني او تنظیم کوونکی ځواک کم کړ. 

رومیانو په پراخه کچه، د عامه ودانیو او د ملکي انجینرۍ آثار وړاندې کړل او د کور او عامه حفظ الصحې په برخه کې د پام وړ پرمختګونو، د بېلګې په توګه د دوی عامه او شخصي حمامونه او تشنابونه، د تاوخونې په بڼه تر سطحې لاندې تودوخه، د معدني ښیښې پر مټ پوښښ (بېلګې یې په اوستیا انټیکا) او د پایپ له لارې ګرمې او سړې اوبه (نمونې يې په پومپي او اوستیا کې) را منځ ته شول.

لنډه کتنه سمول

د روميانو په تخنيکي پرمختګونو سربېره، چې خپلې ودانۍ يې د يوناني لید نه په بېله بڼه ودانولې، چې د درنو چتونو او بامونو د درېدو لپاره ستونونه ته اړتيا وه، دوی په رسمي عامه ودانيو کې د کلاسيکې تګلارې پرېښودلو ته زړه نه ښه کاوه، سره له دې چې په په اساسي توګه یې زینتي بڼه اخیستې وه. خو دوی د یونان د ښکلا د موضوعاتو په اړه په بشپړه توګه د محدودیت احساس نه کاوه او خپله تګلاره یې په آزاده توګه پر مخ بېوله.  

نوښت له میلاد نه مخکې په درېیمه یا دویمه پېړۍ کې د رومي کانکریټ په را منځ ته کېدو سره پیل شو، چې د تیږو او خښتو د غوره یو ځای کوونکي یا ځای ناستي په توګه ګڼل کېده. په ودانیو کې زړورتیا را منځ ته شوه چې د سترو ستنو پر مټ لوی قوسونه او گنبدې درېدلای شوې. د کانکریټ را منځ ته کېدو د کالونایډ (سیوره اچوونکي) د ودانیو د مخې طرحو ته بدلون ورکړ، چې د اصلي دېوال مخ ته د ستونونو یوه زینتي لړۍ ده. په کوچنۍ معمارۍ کې، د کانکریټ د بام سطحه، له مستطیلي خونو نه آزاده شوه او پراخ چاپېریال ته یې اجازه ورکړه.  

بېلابېلولاملونو، لکه: شتمني او په ښارونو کې د نفوسو لوړ تراکم، لرغوني رومیان دې ته اړ کړل چې د ځان لپاره د معمارۍ د نوو حل لارو په لټه کې شي. د ودانیزو توکو په اړه د سمې پوهې پر مټ د طاقونو او قوسونو کارولو، دوی ته لاره هواره کړه چې د عامه زیربنا په جوړولو کې بې ساري بریالیتوبونه ترلاسه کړي. د روم کانالونه، د دیلولیکتیان حمامونه او د کاراکلا حمامونه، ماڼۍ او سالونونه یې له بېلګو نه دي. دا ودانۍ د سترواکۍ په ډېرو مهمو برخو او ښارونو کې په کوچنۍ کچه ورغېدلې. ځینې پاتې شوي جوړښتونه، تقریباً بشپړ دي، لکه:  د هسپانیې په تاراکونیسیس کې د لوګو ښار دېوالونه، چې اوس شمالي هسپانیه ده. د سترواکۍ اداري جوړښت او شتمنۍ او د ماهرو او غیر مسلکي غلامانو کارولو، ان د اصلي مرکزونو نه په لرې ځایونو کې د لویو پروژو پلي کولو ته لاره هواره کړه. [۱]

په ځانګړې توګه د سترواک په واکمنۍ کې، معمارۍ ډېری وخت سیاسي دنده ترسره کوله، ترڅو په عمومي توګه د روم دولت د ځواک او ځانګړي کسان چې د معمارۍ مسئول وو، نندارې ته وړاندې کړي. رومي معمارۍ ښایي د هادریان په واکمنۍ کې خپل اوج ته رسېدلې وه، چې ډېری لاسته راوړنې یې په اوسني شکل کې د پینتیون (رومي معبد) بیا رغول وو او د هاډریان دېوال پر مټ یې د شمالي بریتانیا په منظره کې خپله لویه نښه پر ځای پرېښې ده.

سرچینې سمول

  1. Henig, 26