د لرغوني انجيل د پيدايښت کيسه


د لرغوني انجيل د پيدايښت کيسه د يهوديت او عيسويت دواړو د پيدايښت افسانه ده. ياده کيسه يا داستان له دوه کيسو څخه جوړه شوې ده، چې د لرغوني انجيل د لومړيو دوه څپرکيو سره نږدې برابرې دي. په لومړۍ کيسه کې الوهيم “Elohim” (عبراني ژبه کې د «خدای» لپاره کارېدونکی ويی) اسمانونه او ځمکه په شپږو ورځو کې جوړوي، وروسته پر اوومه (عيسويت کې د يکشنبې او يهوديت کې د شنبې په ورځ) ورباندې استراحت کوي، برکت ورکوي او سپېڅلی کوي يي. په دويمه کيسه کې خدای چې اوس ورته يهوا “Yahweh” شخصي نوم ویل کېږي، له خاورې څخه جوړ لومړنی انسان ادم (عليه السلام) پيداکوي او د جنت په باغچه کې يې ځای پر ځای کوي. ادم عليه السلام ته د جنت پر ټولو ژويو باندې واک يا حاکميت ورکړل شوی و. د حوا “Eve” په نوم لومړنۍ ښځه له ادم عليه السلام څخه د هغه د ملګرې په توګه پيدا شوې ده. [۱]

دا د بين النهرين د افسانو له پوهې يا تاريخ سره برابرې موضوعګانې څرګندوي، چې پر يو خدای باندې د اسرايلي خلکو پر ايمان لرلو باندې ټينګار کوي. د پينځه ګوني کتاب (د هغو پينځو کتابونو ټولګه ده، چې له پيدايښت څخه پيل او په تورات په دويم کتاب سره پای ته رسېږي) لومړنۍ تر ټولو پراخه يا جامع مسوده له ميلاد څخه مخکې د اوومې يا شپږمې پېړۍ په وروستيو کې ليکل شوې وه (يهودي سرچينه) او وروسته د نورو ليکوالانو له لورې (د پادري يا روحاني سرچينې له مخې) د نني پېژندل شوي پيدايښت په شان کار ته پراخه شو. يادې دوه يانې د يهوديت او روحاني يا پادري سرچينې د پيدايښت کيسه کې يو ډول ثابتېدلی شي. ګډ داستان يا کيسه د پيدايښت په اړه د بين النهرين ديني پوهې يا دينيات يوه نيوکه ده: لرغونی انجيل پر يو پالنې ټينګار کوي او د څو خدايانو پالل (شرک) ردوي. روبرت الټر “Robert Alter” د پيدايښت ګډه کيسه د خپلې اصلې بڼې په ځانګړتيا کې له توحيدي کړنو د افسانې ... [۲][۳][۴][۵][۶]

پوه بريوس والټکي “Bruce Waltke” د لرغوني انجيل د دوه لومړيو څپرکيو د «لرګين لفظي» يا ټکي په ټکي لوستنې پر وړاندې له پوره پاملرنې څخه کار اخلي، چې د پوهې د پيدايښت او لکه «د خلا نظريې»، «د ځوانې ځمکې» انګېرنې او «د تکامل» د نه منلو په شان ناشونو ژباړو لامل کېږي. پوهنيزې ليکنې په پرله پسې ډول لرغوني انجيل د افسانې په توګه ځکه ګڼي، چې د ۱۱-۱ لرغوني انجيل ليکوال د بابلي افسانو د هغو عناصرو په له منځه وړلو سره خپله کيسه نا افسانوي کوي، چې د نوموړي له خپل باور يا عقيدې سره شمون نه کوي او دا د اصليتونو د کيسې اوسېدلو په حس کې يوه افسانه پاتې کېږي. [۷][۸]

جوړښت

سمول

سرچينې

سمول

که څه هم دود يا روايت لرغونی انجيل موسی عليه السلام ته منسوبوي، مګر انجيلي پوهان په دې باور دي چې لرغونی انجيل له راتلونکو څلورو کتابونو سره يو ځای (چې يهودي پوهان يې تورات او عيسوي پوهان يې پينټاټيوچ “Pentateuch” بولي) يو ګډ يا جامع کار او د زياتو لاسونو او دورو توليد دی. د بابلي پوهانو په منځ کې يوه عامه ننۍ انګېرنه دا ده، چې د پينځه ګوني کتاب لومړنۍ پراخه يا جامع مسوده له ميلاد څخه مخکې د اوومې پېړۍ په وروستيو يا شپږمه پېړۍ کې ليکل شوې وه (عيسوي سرچينه) او دا چې د (پادري يا روحاني سرچينې له مخې) وروسته ياده نسخه د بېلابېلو کيسو او قوانينو د ورزياتولو له مخې داسې يو کار ته پراخه شو، چې له نني شته کار سره خورا ورته دی. [۵][۹]

که څه هم لکه د تاريخي شاليد لپاره چې په خپله د کيسې د پيدايښت لامل شو، هغه نظریه چې د پام وړ لېوالتيا يې تر لاسه کړه او که څه هم تر اوسه له مخالفتونو سره مخامخ ده، «د پارسي ستر واک» نظريه ده. دا نظريه وړانديز کوي چې پارسيانو له ميلاد څخه مخکې په ۵۳۸ کال کې د بال ښار له نيونې څخه وروسته هوکړه وکړه، چې بيت المقدس ته په سترواکۍ کې يو څه پراخه سيمه ييزه خپلواکي ورکړي، مګر له ځايي چارواکو څخه يې د قوانينو د يوې داسې ټولګې “Law Code” د جوړولو غوښتنه وکړه، چې د ټولې ټولنې لپاره د منلو وړ وي. ياده نظريه همدارنګه وړانديز کوي، چې په ټولنه کې دوه پياوړې ډلې وې: يوه يې پادري يا روحاني کورنۍ وې، چې معبد يې اداره کاوه او بله يې ځمکوالې کورنې وې، چې «مشران» يې جوړول. يادې دوه ډلې د بېلابېلو مسئلو په اړه يو له بل سره په شخړه کې وې او دا چې هرې يوې يې د پيدايښت خپل تاريخ درلود، مګر د ټولو لپاره په ستر ډول د زياتې شوې سيمه ييزې خپلواکۍ په اړه د پارسيانو ژمنې د يو متن په توليدولو کې د مرستې کولو پياوړې انګېزه رامنځته کړه. [۱۰]

جوړښت

سمول

د پيدايښت کيسه له دوه کيسو څخه جوړه شوې ده، چې د لرغوني انجيل کتاب له لومړيو دوه څپرکيو سره نږدې برابرې دي (په اصلي عبراني متن کې د څپرکې وېشونه نه شته). لومړی دليل (د لرغوني انجيل ۱:۱ – ۲:۳) د الهي امر او تر سره کولو يو پرله پسې جوړښت او وروسته دا بيان کاروي، چې «د پيدايښت د هرو شپږو ورځو لپاره سهار او ماښام دواړه وو». په هرو لومړيو درې ورځو کې د وېش يو عمل دی: لومړۍ ورځ له رڼا څخه تياره بېلوې، دويمه ورځ له لاندې اوبو څخه پاس اوبه او درېيمه ورځ له ځمکې څخه سمندر بېلوې. په هرو راتلونکو درې ورځو کې يادې وېشنې ابادېږي: څلورمه ورځ تياره او رڼا له لمر، سپوږمۍ او ستورو سره ډکوي، پينځمه ورځ سمندرونه او اسمانونه په کب او مرغانو سره ډکوي او په پای کې د ځمکې پر مخ جوړښتونه او انسانان ځمکه ابادوي. [۱۱][۱۲]

د نږدې ختيځ په لرغوني ادبياتو کې ټينګار يا ثبات په ښکاره ډول د کيسې ويلو لپاره اړين نه ګڼل کېده. د لومړي او دويم لرغوني انجيل رانغاړونکي کيسې يو د بل ضد او په ورته وخت کې بشپړوونکې دي، چې لومړنۍ (پادري کيسه) د ټولې نړۍ له پيدايښت څخه بحث کوي، په داسې حال کې چې دويمه (يهوا “Yahwist” کيسه) پر انسان باندې د اخلاقي استازي او د چاپيريال د مدني کوونکي په توګه تمرکز کوي. د لومړي لرغوني انجيل د خورا لوړ تنظيم شوې اوه ورځو کيسه يو بشپړ توانا يا قادر خدای څرګندوي، چې خدای ته ورته انسانيت رامنځته کوي. د دويم لرغوني انجيل د يوې ورځې پيدايښت له يو ساده خطي کيسې څخه ګټه پورته کوي، چې له مخې يې يو خدای بريالی او پې پايلې کېدلی شي او يو انسانيت چې خدای ته ورته نه دی، مګر د خپلو عملونو له امله سزا ورکول کېږي، چې خدای ته ورته د جوړېدلو لامل يې ګرځي. ان د پيدايښت ترتيب او لاره چاره هم توپير کوي. د برابرې خانګړتيا او متضاد پروفايل دا ترکيب په ګډه په لومړي او دويم لرغوني انجيل کې د موادو بېلابېل اصليت ته اشاره کوي، که څه هم دوی اوس په ښه ډول سره يو ځای شوي دي. [۱۳][۱۲][۱۴][۱۵]

په هر څپرکي کې لومړني دلايل په لرغوني انجيل ۲:۴ کې د يو ادبي پل په واسطه سره يو ځای شوي دي، «دا د اسمانونو او ځمکې نسلونه رامنځته شوي نسلونه دي». دا د لومړي لرغوني انجيل لومړۍ کرښه منعکس کوي: «خدای په پيل کې اسمان او ځمکه پيدا کړل» او په دويمه نيمګړې غونډله کې يې شاتګ کړی: «... په هغه ورځ چې څښتن خدای ځمکه او اسمانونه پيداکړل». دا ايت په ټول لرغوني انجيل کې د «لس نسلونو» د نيمګړو جملو يا عبارتونو له ډلې څخه دی، چې د کتاب ادبي جوړښت برابروي. دا د وروسته راتلونکو لپاره د سرليکونو په توګه دنده تر سره کوي، مګر د دې دريځ، چې د لړۍ لومړی دريځ دی؛ د زياتره بحثونو موضوع ده. [۱۶][۱۷]

د بين النهرين نفوذ

سمول

د افسانې پرتليزه پوهه د يهودي افسانه پوهې لپاره تاريخي او له کلتوري څخه پورته ليد برابروي. د لرغوني انجيل د پيدايښت کيسې تر شا دواړو سرچينو د بين النهرين له افسانه پوهې يا تاريخ څخه موضوعګانې پور کړې، مګر پر يو خدای باندې د دوی له باور سره يې سمون ورکړ او د لرغوني اسرايل د ګاونډيانو د شرکي جوړښت افسانې په خلاف يې د يو خدای پالنې پيدايښت رامنځته کړ. [۶][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې

سمول
  1. Leeming او Leeming 2004، م. 113.
  2. Alter 2004، م. xii.
  3. Wenham 2003b، م. 37.
  4. Bandstra 2008، م. 37.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Davies 2007، م. 37.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Sarna 1997، م. 50.
  7. Hamilton 1990، مم. 57–58.
  8. Waltke 1991، مم. 6–9.
  9. Speiser 1964، م. xxi.
  10. Ska 2006، مم. 169, 217–18.
  11. Ruiten 2000، مم. 9–10.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Alter 1981، م. 141.
  13. Levenson 2004, p. 9 "One aspect of narrative in Genesis that requires special attention is its high tolerance for different versions of the same event, a well-known feature of ancient Near Eastern literature, from earliest times through rabbinic midrash. ... This could not have happened if the existence of variation were seen as a serious defect or if rigid consistency were deemed essential to effective storytelling."
  14. Carr 1996، م. 64.
  15. Carr 1996، مم. 62–64.
  16. Thomas 2011، مم. 27–28.
  17. Cross 1973، مم. 301ff.
  18. Smith 2001.
  19. Leeming 2004.
  20. Levenson 2004، م. 9.
  21. Lambert 1965.