د لرغونو او عصري انسانانو د نسلونو یوځای کول
د لرغونو او عصري انسانانو د نسلونو یوځای کول د منځنۍ ډبرې دورې او نوې ډبرې دورې پرمهال ترسره شوې ده. دغه ډول د نسلونو یوځای کېدنه په داسې څو خپلواکو پېښو کې ترسره شوه چې په هغوی کې نیندرتالونه او ډینیسووانونه او همدارنګه یو شمېر ناپېژندل شوي هومینین شامل وو.[۱]
په یوریشیا کې، د عصري انسانانو د نیندرتالونو او ډینیسووانونو ډولونو د نسلونو یوځای کول څو ځلې ترسره شول. په عصري انسانانو کې د جینونو د تداخل پېښې اټکلوي چې د نیندرتالونو د جینونو د تداخل پېښه نږدې ۴۷،۰۰۰ تر ۶۵،۰۰۰ کلونه دمخه او ډینیسووانونو د جینونو د تداخل پېښه نږدې ۴۴،۰۰۰ تر ۵۴،۰۰۰ کلونه دمخه رامنځ ته شوې.
د نږدې ټول عصري نفوس په جینومونو کې له نیندرتال څخه ترلاسه شوې ډي این ای موندل شوې او دا ګڼه د سیمې له پلوه د پام وړ توپیر لري. د صحراء د سویل لورې افریقایي سیمو څخه دباندې خلکو ۱ تر ۴ سلنې پورې عصري جینومونه درلودل، خو بیا هم اټکلونه توپیر لري او – له وروستیو څېړنو سره سم – د افریقا په نفوس کې هېڅ یا نږدې ۰.۳ سلنه عصري جینوم موجود وو. نوموړې کچه د ختیځې اسیا په خلکو کې تر ټولو لوړه، په اروپایانو کې منځنۍ او د سویل ختیځې اسیا په خلکو کې تر ټولو ټیټه ده. د ځینو څېړنو له مخې، دغه کچه د ختیځې اسیا د خلکو او اروپایانو په پرتله په میلانیزیانو کې هم ټیټه ده. په هر حال، نورو څېړنو موندلې چې په اسټرالو – میلانیزیانو او همدارنګه په اصلي امریکاییانو کې د اروپاییانو په پرتله د نیندرتال د ترکیب کچه لوړه ده (که څه هم دا کچه د ختیځه اسیا د خلکو په پرتله لوړه نه ده).[۲][۳][۴]
د افریقا او لویدیځې یوریشیا په عصري وګړو کې له ډینسووان څخه رامنځ ته شوی نسل تر ډېره کچه نشته دی. تر دې دمه، د ډینیسووان د ترکیب نسل تر ډېره بریده په لوړه کچه د اوشینیا په وګړو او د سویل ختیځې اسیا په ځینو وګړو کې موندل شوې او په اټکلیزه توګه د عصري میلانیزیانانو ۴ تر ۶۰ سلنې جینوم له ډینیسووان څخه اخېستل شوی دی. په داسې حال کې چې د سویل ختیځې اسیا د نیګریټو ځینې وګړي د ډینیسووان له ترکیب څخه دی او د اندامانیز په څېر نورو وګړو کې دغه ترکیب نه لیدل کېږي. پردې برسېره، په مرکزي/منځنۍ اسیا کې د ډینیسووان د رامنځته شوي نسل لږې نښې لیدل شوي دي او د مرکزي سیمې د وګړو په پرتله د سویلي اسیا په وګړو کې د ډینیسووان د نسل کچه لوړه ده.
د افریقا په نیمه وچه کې څو خپلواکو مرکبو پېښو ته ورته لرغوني ایلیلونه موندل شوي، خو اوسمهال څرګنده نه ده چې دغه لرغوني افریقایي هومینین څوک وو.[۳]
که څه هم د انسان د تکامل په اړه روایات ډېری وخت متضاد وي، خو د ډي این اې شواهد ښیي چې د انسان تکامل باید د یو ساده ځنځیري یا څانګې لرونکي تکامل په توګه نه، بلکې د اړونده ډولونو د ترکیب په توګه وګڼل شي. په حقیقت کې، جینومي څېړنې ښودلې چې د انسان په تکامل کې د پام وړ بېلابېلو نسلونو ترمنځ دوه رګه کول (هایبرایډیزیشن) یو قاعده ده، نه استثناء. پردې سربېره، دغه استدلال کېږي چې دوه رګه کول د عصري انسانانو په ظهور کې یو اړین خوځنده ځواک و.[۵]
نیندرتالونه
سمولوراثت پوهنه
سمولد مرکب تناسب
سمولد ۲۰۱۰ ز کال د می د میاشتې په ۷مه نېټه، د وینډیجا ډوله دریو نیندرتالونو د جینوم ترتیبولو وروسته، د نیندرتال جینوم د ترکیب یوه طرحه خپره شوه او څرګنده یې کړه چې د افریقا د ختیځې صحراء وګړو (د بېلګې په توګه: یوروبا او سان) په پرتله د یوریشیا وګړو د (بېلګې په توګه: فرانسوي، هان چینایي، او پاپوا نیو ګیني) له نیندرتال سره ډېر ایلیلونه شریک کړي دي. د ګرین او ورسره نورو لیکوالانو په وینا (۲۰۱۰ زېږدیز کال)، له افریقا دباندې ګډوالۍ څخه وروسته، له نیندرتالونو څخه تر عصري انسانانو پورې د جین په وروستي جریان کې د جین زیات ورته والی په غوره توګه روښانه شوی دی. دوی اټکل وکړ چې له نیندرتال څخه د رامنځ ته شوي نسل تناسب باید ۱ تر ۴ سلنې یوریشیایي جینوم ولري. پروفر او ورسره نورو لیکوالانو (۲۰۱۳ ز کال) اټکل وکړ چې د نا افریقایي وګړو تناسب باید ۱.۵ تر ۲.۱ سلنې پورې وي، لوهسي او فرنټز (۲۰۱۴ زکال) په یوریشیا کې د ۳.۴ تر ۷.۳ سلنې پورې لوړه کچه وښووله. په ۲۰۱۷ ز کال کې پروفر او ورسره نورو لیکوالانو له اوشینیا څخه دباندې د غیر افریقایي وګړو لپاره خپل اټکل ۱.۸ تر ۲.۶ سلنې ته بدل کړ.[۶][۷][۸][۹]
د چین او ورسره نورو لیکوالانو (۲۰۲۰ زېږدیز کال) له خوا له وروستۍ څېړنې سره سم ، افریقایان (په ځانګړي ډول د افریقایي وګړو ۱۰۰۰ جینومونه) هم د نیندرتال ترکیب لري او د نیندرتال دغه ترکیب په افریقایي وګړو کې ۱۷ میګابیس په پام کې نیول کېږي چې د دوی د جینوم ۰.۳ سلنه ده. د لیکوالانو په وینا، افریقایانو خپل د نیندرتال ترکیب په پراخه کچه د هغو خلکو (عصري انسانان چې د نیندرتال ترکیبات لري) د کډوالۍ پرمهال ترلاسه کړی چې له اجدادي اروپایانو جلا شوي (د ختیځې اسیا د وګړو او اروپایانو له جلا کېدو وروسته).[۱۰][۱۱][۱۲]
د فرعي نفوس د ترکیب کچه
سمولد اروپایانو په پرتله د ختیځې اسیا په وګړو کې د نیندرتال لوړ ترکیب وموندل شو او اټکل کېږي د ختیځې اسیا په وګړو کې نږدې ۲۰ سلنه ډېر تداخل شته. دا کېدای شي د ختیځې اسیا د وګړو او اروپایانو له جلا کېدو وروسته د ختیځې اسیا د وګړو په لومړنیو نسلونو کې د ترکیب د زیاتو پېښو په رامنځ ته کېدو، له وروستیو ګډوالیو څخه د لږ نیندرتال نسل درلودونکي وګړو له خوا په اروپایانو کې د نیندرتال د نسل په کمولو یا په داسې طبیعي ټاکنې سره تشریح کړل شي چې د اروپایانو په پرتله د ختیځې اسیا په وګړو کې نسبتاً ټیټه وي. هغه څېړنې چې د ترکیب ماډلونه انځوروي، ښیي چې د ختیځې اسیا په وګړو کې د نیندرتال الیلونو پر وړاندې د تصفیه کوونکې ټاکنې لږ اغېزمنتوب د ختیځې اسیا د وګړو نیندرتال نسل لوی تناسب په پام کې نه شي نیولی او له همدې امله هغو خورا پېچلو ماډلونو ته ترجیح ورکوي چې د نیندرتال تداخل اضافي تخم د ختیځې اسیا په وګړو کې ور شاملوي. دا ډول ماډلونه په اصلي/ابایي یوریشیایانو کې هغه تخم ښیي چې وروسته بیا جلا کېږي او د ختیځې اسیا وګړو ته یو اضافي تخم ور بښي. دا لیدل شوې ده چې د اروپا په وګړو کې د نیندرتال د ترکیب په کچو کې یو کوچنی خو د پام وړ توپیر شته، خو د ختیځې اسیا په نفوس کې د پام وړ توپیر نشته دی. پروفر او ورسره نور لیکوالانو (۲۰۱۷ ز کال) یادونه وکړه چې د ختیځې اسیا وګړي (۲.۳ څخه تر ۲.۶٪) د لویدیځو یوریشیایانو (۱.۸ څخه تر ۲.۴٪) په پرتله د نیندرتال د ډي این کچه لوړه ده.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
وروسته د چین او ورسره نورو لیکوالانو (۲۰۲۰ ز کال) له خوا په ګوته شوه چې د ختیځې اسیا وګړي د اروپایانو په پرتله د نیندرتال ۸ سلنه ډېر نسل لري، چې دغه کچه په تېرو راپورونو کې د نیندرتال نسل له ۲۰ سلنې کچې بدله شوې ده. دا له دې حقیقت څخه سرچینه اخلي چې له افریقایانو سره شریک شوی د نیندرتال نسل پټ کړل شوی وو، ځکه چې تصور کېده چې افریقایان د نیندرتال هیڅ ترکیب نه لري او له همدې کبله د مرجع نمونو په توګه کارول کېده. له همدې کبله، افریقایانو سره د نیندرتال په ترکیب کې هر ډول اضافه والی په غیر افریقایانو او په ځانګړې توګه په اروپایانو کې د نیندرتال ترکیب په کم ارزښت تمام شو. له افریقا څخه د وتلو او په نوره نړۍ کې له خپرېدلو وروسته، د نیندرتال ترکیب یو واحد تخم په ختیځ اسیا کې د بډایه کېدو په موخه لیکوالانو خورا توجیه کوونکي توضیحات ورکړل، خو دوی زیاتوي چې د نیندرتال په نسل کې توپیر ښایي همدارنګه پراخېدو ته ځانګړی شوی وي څو اوسني خورا ارزښتناک موندل شوي توپیرونه په پام کې ونیسي. د هر ډول وګړو د نیندرتال ترتیب د ټولې اندازې تناسب په توګه، په اروپایانو کې د ترتیب ۷.۲ سلنه په ځانګړې توګه له افریقایانو سره شریکه شوې، په داسې حال کې چې د ختیځې اسیا په وګړو کې د ترتیب ۲ سلنه په ځانګړې توګه له افریقایانو سره شریکه شوې ده. [۱۸]
سرچينې او ياداښتونه
سمول- ↑ Woodward, Aylin (5 January 2020). "A handful of recent discoveries have shattered anthropologists' picture of where humans came from, and when". Business Insider. بياځلي په 6 January 2020.
- ↑ Price, Michael (31 January 2020). "Africans, too, carry Neanderthal genetic legacy". Science. 367 (6477): 497. Bibcode:2020Sci...367..497P. doi:10.1126/science.367.6477.497. PMID 32001636.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Wolf, A. B.; Akey, J. M. (2018). "Outstanding questions in the study of archaic hominin admixture". PLOS Genetics. 14 (5): e1007349. doi:10.1371/journal.pgen.1007349. PMC 5978786. PMID 29852022.
{{cite journal}}
: CS1 maint: unflagged free DOI (link) - ↑ Sankararaman, Sriram; Mallick, Swapan; Patterson, Nick; Reich, David (2016). "The Combined Landscape of Denisovan and Neanderthal Ancestry in Present-Day Humans". Current Biology. 26 (9): 1241–1247. doi:10.1016/j.cub.2016.03.037. PMC 4864120. PMID 27032491.
- ↑ Rogers Ackermann, Rebecca; Mackay, Alex; Arnold, Michael L. (2016). "The Hybrid Origin of "Modern" Humans". Evolutionary Biology. 43: 1–11. doi:10.1007/s11692-015-9348-1. S2CID 14329491.
- ↑ Green, R.E.; Krause, J.; Briggs, A.W.; Maricic, T.; Stenzel, U.; Kircher, M.; et al. (2010). "A Draft Sequence of the Neandertal Genome". Science. 328 (5979): 710–22. Bibcode:2010Sci...328..710G. doi:10.1126/science.1188021. PMC 5100745. PMID 20448178.
- ↑ Prüfer, K.; Racimo, F.; Patterson, N.; Jay, F.; Sankararaman, S.; Sawyer, S.; et al. (2014) [Online 2013]. "The complete genome sequence of a Neanderthal from the Altai Mountains". Nature. 505 (7481): 43–49. Bibcode:2014Natur.505...43P. doi:10.1038/nature12886. PMC 4031459. PMID 24352235.
- ↑ Lohse, K.; Frantz, L.A.F. (2014). "Neandertal Admixture in Eurasia Confirmed by Maximum-Likelihood Analysis of Three Genomes". Genetics. 196 (4): 1241–51. doi:10.1534/genetics.114.162396. PMC 3982695. PMID 24532731.
- ↑ Prüfer, K.; de Filippo, C.; Grote, S.; Mafessoni, F.; Korlević, P.; Hajdinjak, M.; et al. (2017). "A high-coverage Neandertal genome from Vindija Cave in Croatia". Science. 358 (6363): 655–58. Bibcode:2017Sci...358..655P. doi:10.1126/science.aao1887. PMC 6185897. PMID 28982794.
- ↑ Chen, Lu; Wolf, Aaron B.; Fu, Wenqing; Li, Liming; Akey, Joshua M. (January 2020). "Identifying and Interpreting Apparent Neanderthal Ancestry in African Individuals". Cell. 180 (4): 677–687.e16. doi:10.1016/j.cell.2020.01.012. PMID 32004458. S2CID 210955842.
- ↑ Zimmer, Carl (31 January 2020). "Neanderthal Genes Hint at Much Earlier Human Migration From Africa". The New York Times. بياځلي په 31 January 2020.
- ↑ Price, Michael (31 January 2020). "Africans, too, carry Neanderthal genetic legacy". Science. 367 (6477): 497. Bibcode:2020Sci...367..497P. doi:10.1126/science.367.6477.497. PMID 32001636.
- ↑ Vernot, B.; Akey, J.M. (2014). "Resurrecting Surviving Neandertal Lineages from Modern Human Genomes". Science. 343 (6174): 1017–21. Bibcode:2014Sci...343.1017V. doi:10.1126/science.1245938. PMID 24476670. S2CID 23003860.
- ↑ Meyer, M.; Kircher, M.; Gansauge, M.T.; Li, H.; Racimo, F.; Mallick, S.; et al. (2012). "A High-Coverage Genome Sequence from an Archaic Denisovan Individual" (PDF). Science. 338 (6104): 222–26. Bibcode:2012Sci...338..222M. doi:10.1126/science.1224344. PMC 3617501. PMID 22936568.[مړه لينکونه]
- ↑ Wall, J.D.; Yang, M.A.; Jay, F.; Kim, S.K.; Durand, E.Y.; Stevison, L.S.; et al. (2013). "Higher Levels of Neanderthal Ancestry in East Asians than in Europeans". Genetics. 194 (1): 199–209. doi:10.1534/genetics.112.148213. PMC 3632468. PMID 23410836.
- ↑ Sankararaman, S.; Mallick, S.; Dannemann, M.; Prüfer, K.; Kelso, J.; Pääbo, S.; et al. (2014). "The genomic landscape of Neanderthal ancestry in present-day humans". Nature. 507 (7492): 354–57. Bibcode:2014Natur.507..354S. doi:10.1038/nature12961. PMC 4072735. PMID 24476815.
- ↑ Nielsen, R.; Akey, J.M.; Jakobsson, M.; Pritchard, J.K.; Tishkoff, S.; Willerslev, E. (2017). "Tracing the peopling of the world through genomics". Nature. 541 (7637): 302–10. Bibcode:2017Natur.541..302N. doi:10.1038/nature21347. PMC 5772775. PMID 28102248.
- ↑ Chen, Lu; Wolf, Aaron B.; Fu, Wenqing; Li, Liming; Akey, Joshua M. (January 2020). "Identifying and Interpreting Apparent Neanderthal Ancestry in African Individuals". Cell. 180 (4): 677–687.e16. doi:10.1016/j.cell.2020.01.012. PMID 32004458. S2CID 210955842.