د لبنان کلتور
د زرګونو کلونو په اوږدو کې د لبنان کلتور او د لبنان خلک له بېلابېلو تمدنونو نه راڅرګند شوي دي. دا ښار د فنیقیانو د اوسېدو ځای و او وروسته د اشوریانو، یونانیانو، رومیانو، ایرانیانو، عربانو، صلیبیانو، عثماني ترکانو او فرانسويانو له خوا فتح او اشغال شو. دا توپیر د لبنان په متنوع نفوس کې چې له بېلابېلو مذهبي ډلو نه رامنځته شوی او د هغوی ځانګړتیاوې د لبنان په جشنونو، ادبیاتو، هنري اثارو، خواړو او معمارۍ کې منعکسې کېږي.
د اتلسمې پیړۍ په لومړیو کې مارونیت کاتولیک او دروزیانو د لبنان د متصرفات په غره کې د واکمن او ټولنیز نظام له خوا چې د «مارونیت-دروز دوالیزم» په نوم مشهور و عصري لبنان تاسیس کړ. لبنانیان د مذهبي او فرقه يي توپیرونو په درلودو سره سره، «تقریبا یو ګډ کلتور» لري. د لبنان د اساسي قانون د ۱۱ مادې پر بنسټ: «عربي رسمي ملي ژبه ده». لبناني وینا یا ژبه هغه لهجه ده چې د عامو خلکو ترمنځ کارول کېږي او د پورته ذکر شويو کلتورونو د ژبو ترکیب دی. [۱][۲]
د لبنان د غرنۍ مدیترانې جغرافیې د لبنان د تاریخ او کلتور په جوړولو کې رول لوبولی دی. د لبنان لرغونپوهنه ددې سیمې د پخوانیو یا تیرو سپړلو لپاره ترسره کیږي.
هنرونه
سمولد شلمې پیړۍ په پای کې، بیروت د ډیریو ورځپاڼو، مجلو او ادبي ټولنو په درلودلو سره له قاهرې سره د نږدې ختیځ او منځني ختیځ د فکرونو د لوی مرکز د بدلېدو په پار رقابت کاوه. برسېره پر دې، بیروت د بېلابېلو تولیداتو په درلودلو سره چې ارمنستان ته یې صادرول د ارمنستان د کلتور یو پرمختللی مرکز وګرځېد.[۳]
لیدیز یا بصري هنرونه
سمولداوود کورم (۱۸۵۲ـ ۱۹۳۸)، حبیب سیرور (۱۸۶۰ـ ۱۹۳۸) او خلیل سیلبی (۱۸۷۰ـ ۱۹۲۸) په لبنان کې د لومړيو مسلکي سټوډیوګانو بریالي هنرمندان ګڼل کیږي، چې د دوی دا مسلک تر اروپا پورې وِغځېد. ټول له لبنان نه بهر روزل شوي وو، د کورم او سیرور په ګډون چې د روم اکاډمۍ او سلیبي بریټانوي او امریکاییانو په اکاډمیو کې روزل شوي وو. هغوی د لبنان د لوړې ټولنې او مذهبي نارینه وو د انځورولو لپاره ډېر شهرت ترلاسه کړی وو. [۴][۵]
مصطفی فروخ (۱۹۰۱ـ ۱۹۵۷) د ۱۹۲۰ او ۱۹۵۰ لسیزو ترمنځ د لبنان یو له نامتو انځورګرانو نه و. هغه په رسمي توګه په روم او پاریس کې روزل شوی و، چې د خپلو کارونو په بهیر کې یې له پاریس او نیویارک نه تر بیروت پورې ځایونه یې نندارې ته وړاندې کړل.[۶]
معاصر هنر
سمولپه بیروت کې معاصر هنر د کورنۍ جګړې (۱۹۷۵ـ ۱۹۹۱) له پای ته رسیدو وروسته په سمدستي توګه پیل شو.
اوسمهال ډیری معاصر هنرمندان فعاله دي، لکه: ولید رعد، د معاصرو رسنیو هنرمند چې اوسمهال په نیویارک کې اوسیږي.[۷]
د BIEL په سیمه کې د معاصر هنر دوه د نندارتون مرکزونه، د بیروت هنري مرکز او د بیروت نندارتوني مرکز د لبنان د معاصر هنر رنګینې صحنې منعکسې کوي. دا دوه مرکزونه د نندارتونونو کوربه توب لپاره په پام کې نیول شوي دي، چې د نړیوال او سیمه ییز معاصر هنر په نړۍ کې اړین دي. ډیرې هنري ګالرۍ هم د سیمه ییز هنر صحنو ته اضافه کېږي، او د ډېریو هنرمندانو لکه: ایمن بعلبکي، اکرم زعتري، مروان سحراني، ندیم اسفار، لامیا جوریګ، جان مارک نهاس، ریکارډو مبارخو، منصور الهابر، انیتا توتیکیان او ډیریو نورو کارونه نندارې ته وړاندې کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
معمارۍ
سمولمعمارۍ په لبنان کې د بیلابیلو نیواکګرو د واکونو میراثونه چې له هغې ډلې رومیان، فنیقیان، عثمانیان او فرانسویان او همدارنګه له خپلواکۍ وروسته پرمختګونه هم په کې شامل دي.
کله چې عثمانیانو په ۱۶۱۳ کې فخرالدین د ایټالیا توسکاني ته تبعید کړ، هغه له میډیسیانو سره یوځای شو. په ۱۶۱۸ کې کله چې لبنان ته راستون شو، هغه د لبنان عصري کول پیل کړل. هغه د ورېښمو صنعت ته وده ورکړه، د زیتون د تېلو تولید ته یې وده ورکړه او ګڼ شمېر ایټالیوی انجینران یې له ځانه سره راوستل چې په ټول هېواد کې یې د ماڼیو او ملکي ودانیو جوړول پیل کړل. د بیروت او په ځانګړې توګه د سیډون ښارونه په ایټالیايي سبک جوړ شوو.[۲۲][۲۳]
ادبیات
سمولخلیل جبران (۱۸۸۳-۱۹۳۱) چې په بشاري کې زیږیدلی، په ځانګړې توګه د The Prophet (۱۹۲۳) کتاب لپاره یې، چې له شلو نه زیاتو ژبو ته ژباړل شوی دی ډېر شهرت ترلاسه کړی دی. څو معاصرو لبناني لیکوالانو هم نړیوال بریالیتوبونه ترلاسه کړي، چې په هغې ډلې کې الیاس خوری، امین معلوف، حنان الشیخ، او جورجس شهاده هم شامل دي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
شاعري
سمولد لبنان ډیری داسې پیژندل شوي شاعران هم شتون لري چې د شعر تاریخ یې په نښه کړی. د بېلګې په توګه، جبران خلیل دی چې په ۱۹۲۰ کې یې «مینه»، په ۱۹۲۳ کې «د دوستۍ په اړه» او ډېری نور شعرونه لیکلي دي.[۳۱]
مشهور کلتور
سمولموسیقي
سمولپه لبناني ټولنې کې موسيقي ډېره مشهوره ده. په داسې حال کې چې په لبنان کې دودیزه ولسي موسیقۍ ډېره دود ده، خو عصري موسیقۍ چې هغه کې دودیز سبکونه، پاپ او ترکیبي شامل دي په چټکۍ سره د ودې په حال کې دي. راډیويي مرکزونه بېلابېل ژانرونه او ژبې، لکه دودیز، کلاسیک عربي او ارمني وړاندې کوي. نامتو دودیز موسیقاران دا دي فیروز، صباح میلهم برکات، وادیه الصافي، ماجده الرومي او نجوا کرم. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]
د لبنان او مصر ترمنځ کلتوري اړیکې
سمولد لبنان او مصر ترمنځ کلتوري اړیکې د تاریخي کلتوري اړیکو یو ځانګړی ډول ګڼل کیږي، ځکه چې د لبنان او مصري کلتورونو ترمنځ په ځانګړې توګه د ادبیاتو، تیاتر، سینما او ژورنالیزم په برخو کې د پام وړ نږدې والی شتون لري، او د یو بل پر وړاندې یې نه جلا کېدونکی رول لوبولی دی په ځانګړې توګه د تیاتر، سینما او ژورنالیزم په برخه کې، دا هغه څه دي چې د لبنان په هکله د مصر کنفرانس له خوا تایید شوي.[۴۵]
فیشن یا موډ
سمولډیری هغه عیسویان او مسلمانان چې په ښارونو کې ژوند کوي عصري جامې اغوندي. په کلیوالو سیمو کې، ځینې وختونه ښځې رنګارنګ دودیزې لمنې اغوندي او نارینه دودیز شیروال (ازاد شلوار) اغوندي. په تاریخي لحاظ د دوی جامې عثماني وې، چې اوس یوازې د یوه دودیز کلتور د یوې برخې په توګه پاتې دي. نن ورځ، تقریبا ټول لبنانیان عصري جامې اغوندي.
د لبنان د فیشن یا موډ په صنعت کې مشهور نومونه ایلی صاب، زهیر مراد، دارین هاچم، ریم اکرا، او ربیع کیروز دي.
رخصتۍ او جشنونه
سموللبنان ملي رخصتۍ او د عیسويانو او مسلمانانو رخصتۍ نمانځي.
عیسوي رخصتۍ د ګریګورین او جولین له کلیزې سره سم نمانځل کېږي. یوناني ارتودوکس، کاتولیک (مارونیټ او میلکیټ)، او پروتستانت عیسویان د ګریګورین کلیزه تعقیبوي، نو په دې توګه د ډسمبر په ۲۵ کریسمس نمانځي. د جنورۍ په ۶ ارمني ارتودوکس عیسویان کریسمس نمانځي، ځکه چې دوی د جولین کلیزه تعقیبوي.
د مسلمانانو رخصتۍ د اسلامي قمري جنترۍ پراساس تعقیب کیږي. د مسلمانانو رخصتۍ عید الفطر یا کوچنی اختر (د روژې د میاشتې په پای کې درې ورځنی اختر)، عید الاضحی یا لوی اختر (د قربانۍ اختر) چې مکې ته د کلني حج په بهیر کې نمانځل کېږي او همدارنګه د الله د رضا لپاره د ابراهیم ع د خپل زوی قرباني کول، د محمد صلی الله علیه وسلم د پیدایښت، او عاشورا دي. د لبنان په ملي رخصتیو کې د کارګرانو ورځ، د خپلواکۍ ورځ، او د شهیدانو ورځ شامله ده.[۴۶][۴۷][۴۸]
سرچينې
سمول- ↑ Deeb, Marius (2013). Syria, Iran, and Hezbollah: The Unholy Alliance and Its War on Lebanon. Hoover Press. ISBN 9780817916664.
the Maronites and the Druze, who founded Lebanon in the early eighteenth century.
- ↑ Stokes, Jamie. Encyclopedia of the Peoples of Africa and the Middle East, page 406
- ↑ Migliorino, p. 166
- ↑ "Khalil Saleeby (1870-1928): A Founder of Modern Art in Lebanon". www.aub.edu.lb. خوندي شوی له the original on July 29, 2020. بياځلي په 2019-10-02.
- ↑ "One Fine Art | artists - painters / habib srour". www.onefineart.com. خوندي شوی له the original on July 29, 2020. بياځلي په 2019-10-02.
- ↑ "Moustafa Farroukh". Kaftoun.com. 2 July 2010. خوندي شوی له the original on 7 March 2012. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Media Art Net | Ra'ad, Walid: Biography". Medienkunstnetz.de. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 April 2012. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Ayman Baalbaki". lucegallery. خوندي شوی له the original on 26 April 2010. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Earth of Endless SecretsWriting for a Posterior TimeAkram Zaatari". Beirut Art Center. 22 July 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 October 2011. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Marwan Sahmarani Biography and Links – Marwan Sahmarani on artnet". Artnet.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 January 2012. بياځلي په 5 May 2011.
- ↑ "Nadim Asfar". Galerie Tanit. 10 May 2008. خوندي شوی له the original on 28 April 2012. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Independent Curators International – Lamia Joreige". Curatorsintl.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 December 2011. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Jean-Marc Nahas". Jean-Marc Nahas. خوندي شوی له the original on 18 January 2012. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Jean-Marc Nahas". Art of the Mid East. خوندي شوی له the original on 9 April 2012. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Ricardo Mbarkho". www.ricardombarkho.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 October 2017. بياځلي په 8 May 2018.
- ↑ "Mansour el Habre". ArtMed Gallery. خوندي شوی له the original on 7 March 2012. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Yale World Fellows Program | The World Fellows". Yale.edu. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 August 2012. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Mark Hachem Gallery :: Beirut.com :: Beirut City Guide". Beirut.com. خوندي شوی له the original on 24 January 2012. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Art – Creativity's capital". Executive-magazine.com. خوندي شوی له the original on 26 January 2012. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "galerie JANINE RUBEIZ". galerie JANINE RUBEIZ. خوندي شوی له the original on 5 February 2012. بياځلي په 5 May 2012.
- ↑ "Galerie Alwane". SAIFI VILLAGE. خوندي شوی له the original on 4 March 2016. بياځلي په 1 August 2015.
- ↑ Carter, Terry; Dunston, Lara; Humphreys, Andrew (2004). Syria & Lebanon — Google Books. ISBN 978-1-86450-333-3. بياځلي په 2010-01-18.
- ↑ Dib, Kamal; Dīb, Kamāl (2004). Warlords and merchants: the Lebanese ... - Google Books. ISBN 978-0-86372-297-4. بياځلي په 2010-01-18.
- ↑ The Hindu (5 January 2003). کينډۍ:Usurped. The Hindu. 5 January 2003. Retrieved 8 January 2007.
- ↑ "Seeing the Opportunities in Disruptive Interruptions". 20 November 2018.
- ↑ "Family Business Expert Shares Secrets to Multi-Generational Success". finance.yahoo.com. خوندي شوی له the original on 2018-09-25.
- ↑ "Family Business Expert Shares Secrets to Multi-Generational Success". forbes.com.
- ↑ "Our Authors | Raméz A. Baassiri". ForbesBooks. 2 May 2018.
- ↑ Baassiri, R.A. (2018). Interrupted Entrepreneurship(tm): Embracing Change in the Family Business. Forbes Books. ISBN 9781946633361.
- ↑ ago·, Chloe Ghaleb·People·4 months (2020-06-14). "12 Most Influential Lebanese Writers". The961 (in American English). بياځلي په 2020-09-30.
{{cite web}}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ Poets, Academy of American. "Poems by Kahlil Gibran". poets.org. بياځلي په 2020-09-30.
- ↑ Carter, Terry; Dunston Lara (15 July 2008). "Arts". Lonely Planet Syria & Lebanon. Lonely Planet. Thomas Amelia (3 ed.). Lonely Planet. pp. 254–255. ISBN 978-1-74104-609-0. بياځلي په 19 September 2009.
- ↑ Sheehan, Sean; Latif Zawiah (30 August 2007). "Arts". Lebanon. Cultures of the World (2 ed.). Marshall Cavendish Children's Books. p. 105. ISBN 978-0-7614-2081-1. بياځلي په 19 September 2009.
- ↑ McKenzie, Robert. Comparing Media from Around the World, Pearson/Allyn and Bacon, 2006, p. 372 ISBN 0-205-40242-9
- ↑ Kamalipour, Yahya; Rampal Kuldip (15 November 2001). "Between Globalization and Localization". Media, sex, violence, and drugs in the global village. Rowman & Littlefield Publishers, Inc. p. 265. ISBN 978-0-7425-0061-7. بياځلي په 19 September 2009.
- ↑ "Library and Archives Subject File (Rock and Roll Hall of Fame and Museum Records--Curatorial Affairs Division Records) - Rock and Roll Hall of Fame and Museum - Library and Archives - Catalog". catalog.rockhall.com. بياځلي په 8 May 2018.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ O'Connor, Tom. "Lydia Canaan One Step Closer to Rock n' Roll Hall of Fame" Archived 2016-04-29 at the Wayback Machine., The Daily Star, Beirut, April 27, 2016.
- ↑ O'Connor, Tom. "Lydia Canaan One Step Closer to Rock n' Roll Hall of Fame" Archived 2016-04-29 at the Wayback Machine., The Daily Star, Beirut, April 27, 2016.
- ↑ Salhani, Justin. "Lydia Canaan: The Mideast's First Rock Star" Archived 2015-05-05 at the Wayback Machine., The Daily Star, Beirut, November 17, 2014.
- ↑ Livingstone, David. "A Beautiful Life; Or, How a Local Girl Ended Up With a Recording Contract in the UK and Who Has Ambitions in the U.S." Archived 2016-04-23 at the Wayback Machine., Campus, No. 8, p. 2, Beirut, February 1997.
- ↑ Ajouz, Wafik. "From Broumana to the Top Ten: Lydia Canaan, Lebanon's 'Angel' on the Road to Stardom" Archived 2015-06-19 at the Wayback Machine., Cedar Wings, No. 28, p. 2, Beirut, July–August 1995.
- ↑ Aschkar, Youmna. "New Hit For Lydia Canaan" Archived 2015-06-19 at the Wayback Machine., Eco News, No. 77, p. 2, Beirut, January 20, 1997.
- ↑ One source says "cult following", other says "folk hero"
- ↑ Carter, Terry; Dunston Lara (15 July 2008). "Arts". Lonely Planet Syria & Lebanon. Lonely Planet. Thomas Amelia (3 ed.). Lonely Planet. pp. 254–255. ISBN 978-1-74104-609-0. بياځلي په 19 September 2009.
- ↑ "سفير لبنان بالقاهرة : حريصون على تدعيم أواصر التعاون مع مصر". el-balad.com. خوندي شوی له the original on 5 April 2016. بياځلي په 8 May 2018.
- ↑ Sheehan, Sean; Latif (30 August 2007). "Leisure". Lebanon. Cultures of the World. Vol. 13. Zawiah. Marshall Cavendish Children's Books. p. 123. ISBN 978-0-7614-2081-1.
- ↑ "Lebanon Summer & Winter Festivals". Lebanese Ministry of Tourism. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 July 2011. بياځلي په 19 October 2009.
- ↑ Carter, Terry; Dunston Lara (1 August 2004). "Getting Started". Syria & Lebanon. Guidebook Series. Humphreys Andrew (2 ed.). Lonely Planet. p. 11. ISBN 978-1-86450-333-3.