د لبنان تاریخ

د لبنان تاریخ د لبنان د معاصر جمهوریت تاریخ او د سوریې او لبنان لپاره د فرانسې تر ملاتړ لاندې د لوی لبنان وروستی ظهور او د معاصر دولت تر پوښښ لاندې د سیمې پخوانی تاریخ تر پوښښ لاندې نیسي. 

له تاریخ پخوا دوران    سمول

قصر عقیل، د بیروت د شمال ختیځ په ۱۰ کیلومتره کې، تر ښېونده چونې لاندې لویه ډبریزه پناه ځای دی چې هلته کیندنو ښودلي  چې موجود رسوبات تر ۲۳،۶ مترو (۷۷ فوټ) ژوروالي پورې رسېږي او د پخواني ډبریز دوران د اور اچونکې ډبرې د لرغونپوهنې صنعت یوه له ترټولو اوږدو لړیو څخه ده، چې د پورته لېوالویسو - موستریان آثارو د پاتې شونو ډېره ښه رشته ده چې اوږدې او مثلثي ډبریزې ټوټې لري. تر دې پورته سطحې هغه صنعتونه وښودل چې د پورتني پخواني ډبریز دوران ټول شپږ پړاوونه جوړوي. د دې سطحې (۲۴) په لومړي پړاو کې امیریه نقطه وموندل شوه، شاوخوا ۱۵۲ متره (۵۰ فوټه) ښکته معلومات د اته کلن هومو ساپین انسان (د اګبرټ په نوم چې په امریکا کې تر څېړنې وروسته اوس د بیروت په ملي موزیم کې دی) د بشپړ اسکلېټ سره په ۱۱۶ متری (۳۸ فوټ) کې وموندل شو، چې په بریشیا ډبره کې سیمنټ شوی و. د یوه نیاندرتال انسان د ژامې یوه ټوټه هم د ۲۶ یا ۲۵ سطحې په توکو کې شاوخوا په ۱۵ مترو (۲۹ فوټ) کې وموندل شوه. د هویجر څېړنې وښودله، چې کپرا او داما د لیوالیوسو-موستریان په وروستي سطحو کې د سټیفانورینوس په څېر په فانا کې مشهور وو.[۱]

داسې باور کېږي چې دا یو له پخوانیو پېژندل شوو ځایونو څخه دی چې د پورتني پخواني ډبریز دوران ټکنالوژي لري. له سیمې څخه په ترلاسه شوو آثارو کې د قصر عقیل اکیل ټوټې شته، په ځای کې د موندل شوو وسایلو اصلي ډول، سوري لرونکی پوښ او د کوږ څنډي اشکال چې فکر کېږي، د غاړکیو یا مریو په توګه کارول کېدل. دا ښيي چې دا اوسیدونکي په لوېدیځه یورسیا کې د لومړيو کسانو څخه وو چې شخصي زیورات یې کارول. د رادیو کاربن د نېټې ټاکنې پایلې ښیي چې:  لومړنيو انسانانو ښايي په دې ځای کې نږدې ۴۵۰۰۰ کاله وړاندې یا تر دې مخکې ژوند کړی وي. په قصر عقیل کې د شخصي زیوراتو شتون، د انسان عصري چلند ته اشاره کوي. په ځای کې د زیوراتو موندنې او د وروستي ډبریز دوران په ځایونو کې موندل شوي زیورات، لکه اینکاپون یا موټو هم دورانه دي.[۲][۳][۴]

لرغونی نږدې ختيځ    سمول

کله چې په دې سیمه کې پخواني خلک وو او له میلاد څخه مخکې د دویمې زریزې په اوږدو کې یې ځمکې کرلې او په پېچلو ټولنو کې یې ژوند کاوه، د لبنان له تاریخ پخوا لومړنيو کلتورونو ،لکه: د قارون کلتور، د کنعاني دورې تمدن رامنځته کړ. شمالي کنعانيان په انجیل او هم د دې دورې په نورو سامي یادښتونو کې یاد شوي دي. 

کنعانیانو تر ټولو پخواني پېژندل شوي ۲۴ توریزه الفبا جوړه کړه، چې د پخوانۍ ۳۰ توریزې الفبا لکه: لومړني سینايي او اوګاریت لنډیز و. کنعاني الفبا‌ وروسته فنیقي الفبا (د عبراني، آرامي او موآبي سره ورته الفبا) ته وده وکړه، چې د مدیترانې په ټوله سیمه کې خپاره شول.  

د لبنان ساحلي هواره ساحه، د سامي کلتور د یو لړ ساحلي سوداګریزو ښارونو تاریخي کور دی، چې یونانیانو ورته فنیقیه ویل او سمندري کلتور یې هلته له ۱۰۰۰ کلونو څخه ډېرغوړېدلی و. په جبیل، بېریتوس (بیروت)، سیډون، سرپفا (سرفند) او صور کې لرغونې کنډوالې یو متمدنه ملت چې ښاري مرکزونه او پیچلي هنرونه یې درلودل، څرګندوي.  

د زیاتره هېوادونو او کلتورونو لپاره فنیقیه یو نړیوال مرکز و. فنیقي هنر، دودونه او دین د بین النهریني او مصري پراخ نفود ښيي. د سیډوني پاچایانو، د دویم اشمنظر او تبنیت ډبریز تابوت په ډاګه کوي، چې فنیقي پاچهي د ښخونې مصري دودونه غوره کړي وو.[۵]

فنیقي سوداګرانو د عربستان څخه مصالح، لکه: دارچین او لوبان یونانیانو ته صادرول. ښایي چې دا سوداګري یونان ته د فنیقي الفبا د لېږد لامل شوې وي. هیرودوت تصدیقوي چې فنیقيانو

" په خپل راتګ سره په یونان کې د هنرونو لویه تنوع معرفي کړه، زما په فکر تر هغه وخته له لیکلو څخه یونیان بې خبر وو. "   [۶]

که څه هم د روایت له مخې کاډموس، د صور شهزاده و چې د خپلې برمته شوې خور، اروپا د پلټنې لپاره یې یونان ته الفبا له ځان سره راوړل. په پای کې کاډموس په یونان کې استوګن کېږي او د ثیبز ښار جوړوي. د یونان لرغونی تاریخ د یوناني الفبا فنیقي رېښه مني. د هیرودوت په وینا:

"[یونانيانو] په اصل کې خپلو تورو ته کټ مټ د نورو ټولو فنیقیانو په څېر شکل ورکړ، خو وروسته دوی د وخت په تېرېدو سره په تدریج سره خپله ژبه بدله کړه او له هغې سره یې د خپلو تورو بڼه هم بدله کړه."   [۶]

هیرودوت له میلاد څخه مخکې په ۵ مه پېړۍ کې د یونان په ډیلفي کې په دری پایو د فنیقي الفبا د آثارو پایښت تصدیقوي. فنیقیان د خپلو سمندري وړتیاوو له امله په همدارنګه مشهور وو. ویل کېږي چې دوی لومړي کسان وو چې د بېړۍ په وسیله یې د افریقا براعظم چاپېر سفر وکړ. هیرودوت لیکي چې د مصر فرعون نیکاس،    [۷]

"[...] یو شمیر بېړیو ته چې د فینقیانو له خوا چلول کېدې، امر وکړ د هراکلیز د ستنو (د جبل الطارق تنګی) په اوږدو کې حرکت وکړي او له دې لارې د مدیترانې له لارې مصر ته راستانه شول. فنیقیان د مصر څخه د اریترې سمندر [سرې سمندرګۍ] په لاره روان شول او په دې توګه یې سویلي سمندر په لور حرکت وکړ. کله چې منی راورسېد، دوی ساحل ته هغه ځای چې دوی غوښتل واوسي، لاړل او په ځمکه کې یې جوار وکرل، انتظار یې وکړ تر هغه چې غله یې رېبلو کولو ته چمتو شوه. د هغه له رېبلو وروسته، دوی بیا د سمندر سفر پیل کړ. او په دې توګه پوره دوه کاله تېر شول او درېیم کال نه و تېر شوی چې دوی د هراکلیز ستنې پوره کړې او خپل سفر يې کور ته ورساوه. زه له خپل پلوه په دوی باور نه لرم، خو ښايي نور یې ولري، کله چې دوی راستانه شول، اعلان یې وکړ چې د لیبیا [یعنې افریقا] په شاوخوا کې د سفر په وخت کې لمر د دوی په ښۍ خوا کې و. په دې توګه د لیبیا  پراخوالی په لومړي ځل کشف شو. "    [۸]

عصري تاریخ پوهانو وروستنۍ عبارت معمولاً فنیقي نکل ته د اعتبار ورکولو لپاره په نظر کې نیسي، لکه څنګه چې دوی په بل ډول نه پوهېدل، چې لمر به د دوی ښۍ خوا ته وي، ځکه چې دوی د استوا تر کرښې لاندې سویل ته روان وو.   

فنیقیانو بېلابېلې مستعمرې په مدیترانه کې جوړې کړې. د دوی ترټولو مشهور یې کارتاج په اوسني تونس کې او قادس په اوسنی هسپانیه کې وو. 

فنیقیه له میلاد څخه مخکې له ۹ څخه تر ۶ پېړیو په اوږدو کې د نوې آشوري او نوې بابلي سترواکیو سره د تابعیت ناکراره اړیکې درلودې.

سرچینې سمول

  1. Lorraine Copeland; P. Wescombe (1965). Inventory of Stone-Age sites in Lebanon, p. 73-75 and see fig. XVII on p. 163 for drawing by Peter. J. Wescombe of the javelin found at Beirut VI. Imprimerie Catholique. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. Kuhn, Steven; Stiner, MC; Reese, DS; Güleç, E (2001). "Ornaments of the earliest Upper Paleolithic: New insights from the Levant". Proceedings of the National Academy of Sciences. 98 (13): 7641–6. Bibcode:2001PNAS...98.7641K. doi:10.1073/pnas.121590798. PMC 34721. PMID 11390976. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Douka, K. 2011. An Upper Palaeolithic shell scraper from Ksar Akil (Lebanon). Journal of Archaeological Science 38 (2):429-437". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Kuhn, Steven L., Stiner, Mary C., Reese, David S., Güleç, Erksin., Ornaments of the earliest Upper Paleolithic: New insights from the Levant, Edited by Henry C. Harpending, PNAS, June 5th 2001". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Herodotus. The Histories, Book III. د کتاب پاڼي §107. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Histories, Book V. د کتاب پاڼي §58. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Herodotus. The Histories, Book V. د کتاب پاڼي §58–61. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Herodotus. The Histories, Book IV. د کتاب پاڼي §42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)