د قلم له سنګره پر جهادی ادب

د قلم له سنګره پر جهادي ادب لویه اضافه

میوند سادات:

د قلم له سنګره تازه چاپ شوی مهم اثر دی. دکتاب لیکوال  د هیواد تکړه لیکوال او شاعر قاري سعید صاحب دی. دقلم له سنګره په ۴۳۹ مخونو کې  دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي کمیسیون دتالیف او ترجمې څانګې پر سپین کاغذ او ښه صحافت چاپ او خپور کړی.

دقلم له سنګره پر اته فصله مشتمل دی.  نوراحمد سعید دجهادی ادب شهکار  په عنوان سریزه پر کښلې او دکتاب لیکوال قاري سعید دا کتاب او دالیکنې تر سرلیک لاندې دهمدې کتاب دچاپ او لیکوالۍ په اړه معلومات  او تاثرات وړاندې کړي.

د قلم له سنګره مهم او غنمیت اثر پر جهادي- مقاومتي ادب لویه  زیاتونه ده. دکتاب  د لاښه پیژندلو او جهادي- ادبي تندې خړوبولو لپاره غوره ده چې لومړی دلیکوال داکتاب او دالیکنې ولولو، بیا دقلم له سنګره  ډانلوډ، مطالعه او تر نورو هم ورسو .

دا کتاب او دا لیکنې

الحمد لله وکفی و الصلوة و السلام علی عباده الذین اصطفی و بعد:

پوره لس کاله وړاندې د ۲۰۰۹ م کال همداسې یخه څيله او د ژمي موسم و، په یوه خټین مسجد کې اوسیدم او نږدې مدرسه کې مې د وړې دورې کتابونه ویل چې یوه ورځ مبایل ټیلفون ته زنګ راغی. نمبر نابلده و، خو له سلام او علیک وروسته راته معلومه شوه چې د اسلامي امارت په تشکیل کې د رهبري شوری غړی او د هغه وخت د فرهنګي کمیسیون مشر جناب متقي صاحب دی.متقي صاحب د تیلفوني خبرو په لړ کې دې ته تشویق کړم چې په قلمي برخه کې جهادي خدمت پیل کړم.

له همدې ځایه زما د معمول ژوند مسیر بدل شو. که پخوا به د درسونو له اختتام وروسته نورو جهادي خدمتونو ته تلم دا ځل د وړې دورې د کتابونو له ختمیدو وروسته فرهنګي کمیسیون ته راغلم او له قلم او کمپیوتر نه په استفاده په جهادي خدمت بوخت شوم.

د لیکوالۍ په الویزانده لار دا سفر له سختیو، نابلدۍ او ګڼورو نورو ستونزو سره مل و. ما چې د یو عام طالب په حیث، ژوند په کلیوالو مدرسو، جوماتونو او حجرو کې تېر کړی و، نه خو مې د لیکوالي لپاره زده کړې او تجربه درلوده او نه هم د قلمي مبارزې په چل او هنر پوهیدم. خو دا د الله تعالی ځانګړی فضل او د صلیبي کفر په وړاندې زموږ د پرتمین جهاد یو ښکاره کرامت او د حقانیت نښه ګڼم، چې ما ته یې پر دې لار د ګام اخیستلو شیمه راکړه او کرار کرار مې په مقاله لیکلو قلم روږدی شو.

له هغه وخته تر اوسه لس کاله تېر شوي. د دې لسیزې په امتداد کې مې په بیلابیلو مستعارو نومونو ګڼې مقالې لیکلي. قاري حبیب، زخمي افغان، عبدالرؤف حکمت، خالد افغان زوی، حبیب مجاهد او څو نور نومونه. هیڅکله مې دا فکر نه و کړی چې یو وخت به له دې لیکنو کتابي مجموعه جوړیږي. یو وخت راته استاد عبدالهادي مجاهد صاحب یادونه وکړه چې ټولې لیکنې باید په ډیر دقت محفوظې وساتم او که ممکنه وي په کتابي بڼه یې چاپ کړم، ځکه په دې لیکنو کې د دې جهادي دوران د سړو تودو، حماسو، ستومانیو،بریاوو، ستونزو او ابتلاوو ژوندي انځورونه خوندي دي. د تاریخ په یوه سخت پړاو کې زموږ د احساساتو، عواطفو، قرباینو او قهرمانیو ترجماني کوي او راتلونکو نسلونو ته زموږ د جمعي روحیې او رواني حالت څرنګوالی لیږدوي.

څو میاشتې وړاندې د فرهنګي کمیسیون د تألیف او ترجمې د څانګې محترم مسؤل( حافظ سعید) راته وویل چې د خپلو مقالو یوه ټولګه تیاره کړه تر څو په کتابي بڼه چاپ شي. په دې ډول مې د ګڼو لیکنو له منځه دا لیکنې را انتخاب کړې چې په اړه یې څو نکات عرض کول ضروري بولم.

۱ــ  لیکنې په تېرو لسو کلونو کې د بیلابیلو حوادثو په اړه لیکل شوي چې ډیری یې په ویب پاڼو او ځینې یې په مجلو کې هم له مستعارو نومونو سره نشر شوي دي. د هرې مقالې د لیکلو تاریخ د عنوان په خوا کې ورسره لیکل شوی دی.

۲ــ له مقالې سره د لیکلي تاریخ هدف دا دی چې لیکنه باید د هماغه مشخص دوران په تناظر کې مطالعه شي. د لیکنې ژبه، ادبیات او عاطفي کیف اصلا د هماغو اضطراري حالاتو څرنګوالی ښيي چې په لیکنو کې یې انعکاس موندلی.

۳ــ یوه اوږده مقاله( د افغانستان د خرڅلاو د قرارداد زیانونه) چې پخوا یې پښتو بڼه د کوچنۍ رسالې په حیث چاپ شوې وه، د لا افادیت لپاره مې یې دري بڼه په دې مجموعه کې راوړه چې دري ژباړه یې هغه مهال د لیکوال ملګري( موفق افغان) له خوا شوې وه. له دې یوې ژباړې پرته نورې ټولې لیکنې په خپل اصلي او ابتدائي لیکل شوي شکل راوړل شوي دي.

۴ــ  د بیاکتنې په مهال مې یوازې د لیکنښو، یاګانو او یا ځینو کلماتو د ادلون بدلون تر حده سمونه کړې. د لیکنو محتوی او لیکنیز اسلوب مې په خپل حال پرې ایښی.

په پای کې د الله تعالی شکر اداء کوم، چې د دې لیکنو د لیک توفیق یې راکړئ. لوستونکي د لیکنو مطالعې ته رابولم، بویه که د مطالعې تنده یې پرې خړوبه شي.

په درنښت

قاري سعید

د هجرت ژوند

۲۰۱۹ د جنورۍ د میاشتې لسمه

د کتابPDF بڼه له دغه ځای څخه ښکته کړئ

@ketabton