د قلعه جنګي جګړه
د قلعه جنګي جګړه (چې ځینې مهالونه د «مزار شریف د جګړې» نوم هم ورته کارول کېږي) هغه شپږ ورځنۍ جګړه وه چې د ۲۰۰۱ زکال د نومبر په ۲۵مه د افغانستان په جګړه کې د تسلیم شوو جنګیالیو له پاڅون وروسته ترسره شوه. دغه جګړه د ۲۰۰۱ زکال د نومبر میاشتې له ۲۵مې نېټې څخه د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د افغانستان په شمال کې وروسته له هغه وشوه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت له دې امله راوپرځاوه چې د القاعدې غړو ته یې پناه ورکړې وه.
له ۴۰۰ څخه زیات بهرني جنګیالي له مزارشریف ښار څخه بهر د شمالي ټلوالې ځواکونو ته تسلیم او په قلعه جنګي کې بندیان شول، له دوی څخه د عبدالرشیم دوستم کسانو او د امریکا د استخباراتي ادارې (CIA) افسرانو د القاعدې د تورنو کسانو د نیولو په موخه څېړنې وکړې. دغه بندیان چې ادعا کېږي د تسلیمۍ پر مهال په سمه توګه نه و تلاشي شوي، کلک پاڅون یې وکړ او خونړۍ جګړه یې ترسره کړه. د شمالي ټلوالې جنګیالیو د ځانګړو بریتانوي او امریکايي ځواکونو د مرستې او همدارنګه د هغوی د هوايي ملاتړ له لرلو سربېره په شپږو ورځو کې وکولای شول دغه پاڅون وځپي.
په دغه جګړه کې له ۸۶ بندیانو پرته ټول دغه بندیان، د سي آی اې یو امریکايي افسر او د شمالي ټلوالې ګڼ شمېر جنګیالي ووژل شول. وژل شوی امریکايي افسر، جاني مایکل سپن و او په دې سره لومړنی هغه امریکايي شو چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر مهال ووژل شو. د ژوندیو پاتې شوو بندیانو په کتار کې د یاسر عصام حمدی او جان واکر لېنډ په نامه دوه امریکايي وګړي هم شامل و چې له طالبانو سره د مرستې تور ورباندې و. په دغه جګړه کې شپږ امریکايي سرتېري د نومبر په ۲۶مه ټپیان شول او هغوی ته د افغانستان د جګړې لومړني پرپل هارټ مډالونه ورکړل شول.[۱][۲][۳][۴][۵]
مخینه
سمولد ۲۰۰۱ زکال د نومبر په وروستیو کې هغه طالب قوماندانان چې د افغانستان په شمال کې له ماتې سره مخ و، پرېکړه یې وکړه چې د کندز له کلابند شوي ښار بهر د شمالي ټلوالې ازبک قوماندان او د اسلامي جنبش د ګوند مشر، جنرال عبدالرشید دوستم ته تسلیم شي. د تسلیمۍ اړوند مذاکره د نومبر په ۲۱مه د دوستم او د طالبانو د استازو ترمنځ په قلعه جنګي کې ترسره شوه چې د طالبانو له اړخه ملا فاضل او ملا نورالله نوري په کې ګډون کړی و. ورته مهال د نومبر په ۲۴مه د سهار په دریو بجو څه باندې ۴۰۰ بهرنیو وسله والو چې د انصارو په نوم یادېدل (تر ډېره د منځني ختیځ عربي هېوادونو ته اړوند و) خپلې وسلې یې تسلیم کړې چې په دغو کې هغه لویه ډله هم شامله وه چې یوه ورځ وړاندې مزار شریف ته نږدې له خپلو سنګرونو څخه دلته راغلي و او سنګرونه یې د تسلیمۍ له سیمې په سل کیلومترۍ (۶۲ مایله) فاصله کې موقعیت درلود. دوستم د طالبانو دغه تسلیمي د ټلوالې لپاره «لویه بریا» وبلله، له وینې بهېدنې پرته هغه بریا چې د دغو کسانو سره د پخلاینې لپاره یې هم لار برابروله. په زرګونو تنه تسلیم شوي جنګیالي د شبرغان بندخونې ته ولېږدول شول (ویل کېږي چې ګڼ شمېر له دغو څخه د لېږدولو پر مهال د ټلوالې د جنګیالیو له خوا ووژل شول). [۶][۷][۸]
سي آی اې غوښتل له دغو بهرنیو جنګیالیو څخه د القاعدې د پلانونو اړوند پوښتنې وکړي. د نومبر د ۲۴مې نېټې پر ماښام پرېکړه وشوه چې دغه بندیان مزارشریف ته څېرمې جنګي قلا (قلعه جنګي) ته را ولېږدول شي، دغه قلا ۱۹مې پېړۍ ته اړونده وه او دوستم له هغې څخه د خپلې قوماندانۍ د مرکز او د وسلو د ډیپو په توګه ګټنه کوله. د دغو بندیانو په ډله کې هېڅ افغان هم نه و او ډیری یې د سعودي عربستان، مصر، یمن او خلیج هېوادونو عربان و. همدارنګه په کې ازربایجاني، داغستاني، فلیپیني، اندونیزیايي، قزاقي، قرغزي، پاکستاني، تاجکي، تاتار، ترکي، ایغور او ازبک وګړي هم شامل و. له دې سربېره د دوی په منځ کې افریقايي وګړي هم و چې الجزایر، مراکش، نایجریا او سوډان ته اړوند و. یوازې محدود شمېر یې د لویدیځ سپین پوستي و. دغه بهرني جنګیالي په کانتینري موټرو کې دغې قلا ته ولېږدول شول او په همدغه کانتینرو کې بندي هم وساتل شول. ادعا کېږي چې ډیری بندیان نه و تلاشي شوي او د تسلیمۍ پر مهال ډېرو یې خپلې وسلې پټې کړې وې. د تسلیمۍ په ورځ دوه بندیانو په لاسي بمونو ځان وواژه او همدارنګه یې په دغه لنډ مهالي بند کې د دوه جلا پېښو په ترڅ کې د دوستم یو قوماندان او څو جنګیالي ووژل. د دغه تلفاتو سربېره د جنبش ګوند ملیشه کسانو بیا هم د بند امنیت ته چندان پام وه نه کړ. د امریکا د متحده ایالاتو د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د جان کري په راپور کې څرګنده شوه چې دغه عملیات د «تروجان اسپ» په سبک باندې له وړاندې طراحي شوي عملیات و؛ دا هغه ستراتیژیکه لوبه وه چې دغو سخت دریځو جنګیالیو ته اجازه ورکړل شوه د دغې قلا ستراتیژیکې نقطې او د هغو ډیپو ونیسي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
عواقب
سمولله هغو ۸۶ بندیانو څخه چې ژوندي پاتې شول یو یې د جان واکر لینډ په نامه مسلمان امریکايي و چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وړاندې افغانستان ته تللی و او د شمالي ټلوالې پر ضد یې د طالبانو په لیکو کې جګړه کوله. له جګړې لږ وروسته د سي ان ان خبریال رابرټ یانګ پلټون، وتوانېد لېنډ د شدیدو ټپونو او سړې تبې لرلو په حالت کې تشخیص کړی چې امریکايي دی. له دې وروسته هغه له نورو بندیانو جلا کړای شو او د امریکايي ځانګړو ځواکونو ډاکټر یې ژوند وژغوره. لینډ متحده ایالاتو ته یووړل شو او د خیانت په تور محکمې ته ولېږل شو. نوموړی په ۲۰۰۲ زکال کې له دښمن سره د مرستې او له هغو څخه د ملاتړ په تور مجرم وبلل شو او د مشروطې آزادۍ د حق لرلو پرته په شل کاله بند محکوم شو. [۱۳]
له دغو بندیانو څخه حد اقل ۵۰ تنه یې د کیوبا د ګوانتامو په خلیج کې د نوي جوړ شوي بند ایکس رې کمپ ته ولېږدول شول. د دغو بندیانو څخه ډېری یې عربان و چې ۲۱ تنه یې د سعودي عربستان وګړي او ۹ تنه یې یمني وګړي و؛ ورته مهال د دوی په ډله کې د نورو هېوادونو وګړي هم شامل و چې یو له دغو څخه روسي وګړی رسول کودایف و (د کباردینو – بالکار اوسېدونکی و) او په افغانستان کې د ازبکستان د اسلامي جنبش له ډلې سره یوځای شوی و؛ بل هم د عبد الجبار په نامه د همدغه ډلې ازبکستانی غړی و. په دغه بند کې بندي امریکايي وګړی یاسر عصام حمدي په ۲۰۰۴ زکال کې وتوانېد له دریو کالو بې محکمې بند تېرولو وروسته (په پیل کې په ایکس رې کمپ کې و، تر هغه چې هویت یې څرګند شو) د متحده ایالاتو په ستره محکمه کې د رامسفلډ پر وړاندې د حمدي په قضیه کې بریا خپله کړي او ثابته یې کړه چې محکمې ته له لاسرسي پرته په ناقانونه بڼه په بند کې ساتل شوی و؛ نوموړی له کوم تور پرته خوشی شو، خو بېرته خپل اصلي وطن سعودي عربستان ته ډیپورټ شو. [۱۴]
د عملیاتو اړوند جنجالي بحثونه
سمولد نړیوال ائتلاف او د شمالي ټلوالې ځواکونه بندیانو ته د بې شمېره تلفاتو د اړولو او همدارنګه د هغوی پر وړاندې د درنو وسلو د کارونې له امله د جینوا د کنوانسیون څخه په سرغړونو تورن شول. د پېښې ځای ته وروسته رسېدلو امریکايي سرتېرو ګڼ شمېر داسې وژل شوي هم د دوی ترمنځ وموندل چې تر شا یې لاسونه تړلي و. د عبدالعزیز الاوشان په نامه یو نیول شوي د ګوانتانامو په بند کې دغه پېښه امریکايي څېړونکو ته په لنډو ټکو کې داسې بیان کړه: «مخالفینو دې ته پاڅون ووایه خو دا ډول نه وه؛ دا یوازې عام وژنه وه». د بښنې نړیوال سازمان د خپلواکو څېړنو غوښتنه وکړه خو د متحده ایالاتو او بریتانیا دولتونو د څېړنو مخه ونیوله او استدلال یې وکړ چې د پاڅون کوونکو بندیانو شدید او وسله وال مقاومت له هوايي ځواکونو او درنو وسلو څخه کارونه توجیه کوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
سرچينې
سمول- ↑ Harnden, Toby, "First Casualty: The Untold Story of the CIA Mission to Avenge 9/11. Little, Brown, 2021.p. 284
- ↑ Harnden, "First Casualty," p. 312
- ↑ Harnden, "First Casualty," p. 310-311
- ↑ Harnden, "First Casualty," p. 312
- ↑ Harnden, "First Casualty," p. 311
- ↑ Harnden, "First Casualty," p. 158
- ↑ Tora Bora Revisited: How We Failed to Get Bin Laden and Why It Matters Today Archived 2013-08-22 at the Wayback Machine., page 37 (chapter "Qala-i-Jangi: The Trojan Horse")
- ↑ Perry, Alex (20 December 2001). "Inside the Battle at Qala-i-Jangi". Time. خوندي شوی له the original on 2007-09-30. بياځلي په February 20, 2007.
- ↑ Harnden, "First Casualty," p. 168
- ↑ Estimates of the number of prisoners vary: some sources place their number at 300 [۱] Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine., others at 400 [۲] Archived 2007-12-13 at the Wayback Machine., others at 500 [۳] Archived 2008-01-17 at the Wayback Machine..
- ↑ Perry, Alex, "Inside the Battle at Qali i Jangi", Time, Dec 1, 2001
- ↑ Tora Bora Revisited: How We Failed to Get Bin Laden and Why It Matters Today Archived 2013-08-22 at the Wayback Machine., page 37 (chapter "Qala-i-Jangi: The Trojan Horse")
- ↑ Mark Kukis, "My Heart Became Attached": The Strange Journey of John Walker Lindh, pages 126-146.
- ↑ Oliver Bullough, Let Our Fame Be Great: Journeys Among the Defiant People of the Caucasus, page 417.
- ↑ Luke Harding, Simon Tisdall, Nicholas Watt & Richard Norton-Taylor. "Fatal errors that led to massacre" Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine., The Guardian. December 1, 2001.
- ↑ Justin Huggler, "How our Afghan allies applied the Geneva Convention[مړه لينکونه]", The Independent, 29 November 2001.
- ↑ Richard Norton-Taylor. "SAS role in fort deaths questioned" Archived 2016-07-21 at the Wayback Machine., The Guardian, December 15, 2001.
- ↑ Worthington, Andy, The Guantanamo Files: The Stories of the 774 Detainees in America's Illegal Prison, Pluto Press. ISBN 978-0-7453-2665-8, 2007.