د قطر تاریخ

د قطر تاریخ په دې هېواد کې د بشر د استوګنې له لومړۍ دورې څخه نیولې، د یوه عصري هېواد په توګه د هغه تر جوړېدو پورې تاریخ تر بحث لاندې نیسي. په قطر کې د بشر د استوګنې تاریخ ۵۰۰۰۰ کاله پخوا ته رسېږي او د ډبرې د زمانې کمپ ځایونه او وسایل په دې ټاپو وزمه کې موندل شوي دي. د کلالیو د ټوټو کشف چې ساحلي کمپ ځایونو ته نږدې د عبید له دورې څخه سرچینه اخلي، ښيي چې بین النهرین لومړنی تمدن و چې د نوې ډبریزې زمانې په اوږدو کې په سیمه کې شته و.[۱][۲]

د قطر تاریخ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

دا ټاپو وزمه د خپل استوګنې په لومړیو کلونو کې د څو بېلابېلو سترواکیو، لکه: د سلوکیانو، پارتیانو او ساسانیانو تر واکمنۍ لاندې راغله. په ۶۲۸ میلادي کال کې، د دې هېواد وروسته له هغه چې د اسلام  په سپېڅلي دین سره مشرف شول چې محمد صلی الله عیله وسلم منذر ابن ساوي ته چې د ختیځ عربستان ساساني واکمن و، یو استازی واستاوه. په اتمه پېړۍ کې د مرغلرو د سوداګرۍ مرکز شو. د عباسیانو دوره، د ګڼ شمېر استوکنځایونو د راڅرګندېدو شاهده وه. وروسته له هغه چې بني عتبه او نورو عربو قبیلو په ۱۷۸۳ ز کال کې بحرین فتح کړ، آل خلیفه کورنۍ په بحرین او د قطر په خاوره کې خپل واک ټینګ کړ. قطر د پېړیو په اوږدو کې د نجد وهابي او آل خلیفه کورنۍ ترمنځ د شخړې ځای و. عثمانیانو ختیځ عربستان ته په ۱۸۷۱ ز کال کې خپله سترواکي وغځوله او د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل وروسته یې په ۱۹۱۵ ز کال کې له سیمې لاس په سر شول. [۳][۴][۵][۶]

قطر په ۱۹۱۶ ز کال کې د برېتانیا تحت الحمایه هېواد شو او عبدالله آل ثاني داسې یو تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې هغه کولای شول، له هر ډول سمندري تېري څخه د ساتنې او د ځمکني برید په حالت کې د ملاتړ په بدل کې خپله خاوره یوازې برېتانویانو ته پرېږدي. د ۱۹۳۴ ز کال یوه تړون ډېر پراخ خوندیتوب ور په برخه کړ. د قطر پټرولیم شرکت ته په ۱۹۳۵ ز کال کې د تېلو ۷۵ کلن امتیاز ورکړل شو او په ۱۹۴۰ ز کال کې د لوړ کیفیت تېل په دوخان کې وموندل شول. [۷]

د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ ز کلونو په اوږدو کې، د تېلو د عوایدو زیاتوالی د سوکالۍ، چټکې کډوالۍ، د پراخ ټولنیز پرمختګ او د هېواد د عصري تاریخ د پیل لامل شو. وروسته له هغه چې برېتانیا د فارس د خلیج له شیخ مېشته هېوادونو سره په ۱۹۶۸ز کال د تړون د اړیکو د ختمېدو سیاست اعلان کړ، قطر د نورو اتو هېوادونو سره چې هغه مهال د برېتانیا تر ساتنې لاندې وو، د دې لپاره یوځای شو چې د عربي اماراتو فدراسیون را منځته کړي. د ۱۹۷۱ ز کال په نیمایي کې، د برېتانیا د تړون د اړیکو په ختمېدو سره، یاد ۹ هېوادونه لا تر هغه وخته د پیوستون د شرایطو پر سر هوکړې ته نه وو رسېدلي. له دې امله قطر د ۱۹۷۱ ز کال د سپتمبر په ۳  مه خپله خپلواکي اعلان کړه. د امیر مرستیال حمد بن خلیفه د خپل پلار خلیفه بن حمد نه وروسته د ۱۹۹۵ ز کال په جون کې د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې نوی امیر شو. امير د پارلماني ټاکنو د مقدمې په توګه ډېرو آزاد مطبوعاتو او د ښاروالۍ ټاکنو ته اجازه ورکړه. د عامه ټولپوښتنې له لارې نوی اساسي قانون د ۲۰۰۳ ز کال په اپریل کې تصویب او د ۲۰۰۵ ز کال په جون کې اجرايي شو.   

له تاریخ پخوا دوران

سمول

پخوانۍ ډبریزه زمانه

سمول

د ډنمارک د لرغون پېژندنې یو سفر چې په ۱۹۶۱ز کې ټاپو وزمې ته ترسره شو، د پخوانۍ ډبریزې زمانې له ۱۲۲سایټونو څخه یې نږدې د ډبرې ۳۰۰۰۰ وسایل وموندل. زیاتره سایټونه د ساحلي کرښې په اوږدو کې پراته وو او د اور بلوونکې ډبرې د نوع پېژندنې یا flint typology پر بنسټ په څلورو جلا کلتوري ډلو وېشل شوي وو. مکرولیتیکي یا لوی وسایل، لکه: توږونکي، د غشي سرونه او لاسي تبرونه په موندنو کې وو، چې تاریخ یې سفلي او منځني پخوانۍ ډبریزې زمانې ته رسېږي. [۸]

د فارس خلیج طغیان چې نژدې۸۰۰۰ کاله وړاندې پېښ شو، د فارس خلیج د اوسېدونکو د بې ځایه کېدو، د قطر د ټاپو وزمې د جوړېدو او له ساحلي زېرمو څخه د ګټې اخیستلو لپاره د قطر د اشغال لامل شو. قطر له دې وخته وروسته په منظمه توګه د سعودي عربستان د نجد او الحاسه سیمو د کوچي قبیلو لپاره د څړځای په توګه کارول کېده او د اوبو د سرچینو شاوخوا یې یو شمېر موسمي کمپ ځایونه جوړ کړل. [۹][۱۰][۱۱]

نوې ډبریزه زمانه (له میلاد څخه مخکې ۸۰۰۰ -۳۸۰۰)    

سمول

الدعسه هغه استوګن ځای ده چې د قطر په شمال ختیځ ساحل کې پرته ده او په هېواد کې د عبید ترټولو پراخ سایټ دی. دا سایټ د ډنمارکي ټیم له لوري په ۱۹۶۱ ز کال کې وکیندل شو. داسې استدلال کېږي چې دې سایت د یوه کوچني موسمي کمپ ځای درلود، ښایي د ښکار- کب نیونې- مجلس ډلې لپاره چې په پرله پسې توګه یې لیدنې کولې، استوګنځای و. په سایټ کې د اور نږدې شپېتو کندو کشف دا ثابتوي، چې ښايي د کبانو مالګین کولو او وچولو، همدارنګه د اور اچوونکې د ډبرې وسایلو، لکه: توږونکو، غوڅوونکو، تېغونو او د غشي سرونو لپاره کارول کېدل. سربېره پردې، د اور په کندو کې د عبید د دورې د کلالیو ګڼ شمېر رنګ شوې ټوټې او د عقیقو مری وموندل شوې، چې بهرنیو اړیکو ته اشاره کوي.    [۱۲][۱۳][۱۴]

یوه کیندنه چې په الخور کې د ۱۹۷۸-۱۹۷۷ ز کلونو په اوږدو کې ترسره شوه، د عبید د دورې څو قبرونه په کې وموندل شول، چې په هېواد کې د خښېدو ترټولو پخوانی ثبت شوی سایټ شمېرل کېږي. په یوه قبر کې د یوې ځوانې مېرمنې سوځېدلي پاتې شوني موجود وو، چې د قبر اجناس یې نه درلودل. په اته نورو قبرونو کې د قبر اجناس، لکه: د صدف، عقیق او آبسډین څخه جوړ شوې مرۍ موجودې وې. آبسډین احتمالاً د عربستان په جنوب لوېدیځ کې د نجران څخه سرچینه اخیستې ده.    [۱۵]

د برونزو زمانه (۱۱۵۵-۲۱۰۰مخکې له میلاد)

سمول

د قطر ټاپو وزمه په بحرین کې د دلمون تمدن ته په کافي کچه نږدې وه چې له هغه اغېزمنه شي. د قطر د لرغونپوهنې پروژې په دوو سایټو کې د باربار کلالي راواېستل، چې د دلمون په سوداګریزه شبکه کې د هېواد ښکېلتیا په ګوته کوي. کله چې د دلمون خلکو له میلاد نه مخکې له ۲۱۰۰څخه تر ۱۷۰۰ ز کال پورې په سمندري فعالیتونو کې بوخت شول، د قطر اوسېدونکو په فارس خلیج کې د مرغلرو د موندلو لپاره غوټې وهل پیل کړې. قطریان په دې دوران کې د مرغلرو او د خرما ونو په سوداګرۍ بوخت وو.   [۱۶][۱۷]

داسې استدلال شوی چې، د دلمون د استوګن ځای پاتې شوني چې په قطر کې موندل شوي، د انسانانو د اوږدمهاله استوګنې مهم شواهد نه څرګندوي. په دې دوره کې د کوچي عرب قبیلو د منظمې کډوالۍ له امله چې د خوړو او اوبو د ګټې نااخیستل شوو سرچینو په لټه کې و، قطر په پراخه کچه له استوګنې خالي پاتي شو. د دلمون په دورې پورې اړوند مېشت ځایونه، په ځانګړې توګه په الخور ټاپو کې، ښايي د دې لپاره رامنځته شوي وي چې د بحرین او د فارس خلیج ترټولو نږدې مهم مېشت ځای، تل ابراق ترمنځ سوداګریز سفرونه ګړندي کړي. په بله سناریو کې دا شامل دي چې د دلمون کب نیوونکو یا د مرغلرو پلټونکو په واسطه کمپ ځایونه جوړ شوي. دا هم وړاندیز شوی چې د کلالیو شتون، د قطر د اوسېدونکو اود دلمون تمدن ترمنځ د سوداګرۍ نښه ده، که څه هم په دې دوره کې د ټاپو وزمې د کم نفوس له وجهې دا ناشونې ګڼل کېږي.    [۱۸][۱۹]

د کاسي بابلیانو تر اغېزې لاندې توکي چې نېټه یې له میلاد نه مخکې دویمې پېړۍ ته رسي او په الخور ټاپو کې وموندل شول، د قطر د اوسېدونکو او کاسیانو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو شواهد په ډاګه کوي. د موندنو په منځ کې د حلزون ۳۰۰۰۰۰۰ واړه شوي صدفونه او د کاسي کلالیو ټوټې وې. ادعا کېږي چې د ارغواني رنګ صنعت له امله چې په ټاپو کې شتون درلود او د کاسیتي له لوري پر مخ بېول کېده، قطر د صدف لرونکي حلزون د رنګ د لومړني پېژندل شوي تولید ځای و. دا رنګ د مورکس حلزون څخه لاسته راته او د " صوري ارغواني" په نوم یادېده. بین النهرین ته د رنګ صادرولو په موخه، ښايي د رنګ تولید په بحرین کې د کاستي ادارې تر څارنې لاندې و.    [۲۰][۲۱]

سرچينې

سمول
  1. Toth, Anthony. "Qatar: Historical Background." A Country Study: Qatar (Helen Chapin Metz, editor). Library of Congress Federal Research Division (January 19693). This article incorporates text from this source, which is in the public domain.
  2. Khalifa, Haya; Rice, Michael (1986). Bahrain Through the Ages: The Archaeology. Routledge. pp. 79, 215. ISBN 978-0710301123.
  3. "History of Qatar". Amiri Diwan. Archived from the original on 22 January 2008.
  4. Page, Kogan (2004). Middle East Review 2003-04: The Economic and Business Report. Kogan Page Ltd. p. 169. ISBN 978-0749440664.
  5. Qatar Country Study Guide Volume 1 Strategic Information and Developments. Int'l Business Publications, USA. 2012. pp. 34, 58. ISBN 978-0739762141.
  6. Rahman 2006, pp. 138–139
  7. "Background Note: Qatar". U.S. Department of State (June 2008). This article incorporates text from this source, which is in the public domain.
  8. Smith, Philip E. L. (28 October 2009). "Book reviews". American Anthropologist. 72 (3): 700–701. doi:10.1525/aa.1970.72.3.02a00790.
  9. Jeanna Bryner (9 December 2010). "Lost Civilization May Have Existed Beneath the Persian Gulf". Live Science. نه اخيستل شوی 3 June 2015.
  10. Abdul Nayeem, Muhammad (1998). Qatar Prehistory and Protohistory from the Most Ancient Times (Ca. 1,000,000 to End of B.C. Era). Hyderabad Publishers. p. 14. ISBN 9788185492049.
  11. Magee, Peter (2014). The Archaeology of Prehistoric Arabia. Cambridge Press. pp. 50, 178. ISBN 9780521862318.
  12. "History of Qatar" (PDF). www.qatarembassy.or.th. Ministry of Foreign Affairs. Qatar. London: Stacey International, 2000. نه اخيستل شوی 9 January 2015.
  13. Rice, Michael (1994). Archaeology of the Arabian Gulf. Routledge. pp. 206, 232–233. ISBN 978-0415032681.
  14. Masry, Abdullah (1997). Prehistory in Northeastern Arabia: The Problem of Interregional Interaction. Routledge. p. 94. ISBN 978-0710305367.
  15. Casey & Vine 1991, p. 12
  16. McCoy, Lisa (2014). Qatar (Major Muslim Nations). Mason Crest. ISBN 9781633559851.
  17. Mohamed Althani, p. 15
  18. Carter, Robert Jr.; Killick, Robert (2014). Al-Khor Island: Investigating Coastal Exploitation in Bronze Age Qatar (PDF). Moonrise Press Ltd. p. 43. ISBN 978-1910169001.
  19. Peoples of Western Asia. Marshall Cavendish Corporation. 2007. p. 351. ISBN 978-0761476825.
  20. Sterman, Baruch (2012). Rarest Blue: The Remarkable Story Of An Ancient Color Lost To History And Rediscovered. Lyons Press. pp. 21–22. ISBN 978-0762782222.
  21. Carter, Killick (2014). p. 45.